شنبه, مې 18, 2024
Homeکلتورد بریا نندارې کتاب چاپ شو

د بریا نندارې کتاب چاپ شو

د بریا نندارې کتاب د ارواپوهنې برخه ده چې د ښوونځېو زده کوونکو، د پوهنتون محصلینو او استادانو لپاره پکې بېلابېل نوي او ګټور موضوعات ځای پر ځای شوي دي. دا کتاب له هېواده بهر د بېلابېلو نومتو پوهنتونونو استادانو/ارواپوهانو ګټورې لیکنې دي چې په انلاین بڼه له بېلابېلو نومتو ویبپاڼو راخیستل شوي دي چې د هېواد د نوي کهول ځوان ليکوال او ژباړن “استاد حضرت عثمان نوري” راژباړلی دی.

   نوري صاحب د ژباړې برخه کې له دې وړاندې درې نور کتابونه ژباړلی وو چې له چاپ وروسته ډېر ژر وپيرل شول،  دا یې څلورمه هڅه ده چې ژباړه یې روانه، فصیحه او مننونکې ده. د کتاب لومړۍ، منځنۍ او د پای برخه ګټوره او په زړه پورې موضوعات لري او د نن عصر د ځوان کهول لپاره خورا ښه او ارزانه درملنه پکې تر سترګو کېدای شي.

ښاغلي نوري د ژباړې تر څنګ پنځونې برخې ته هم کافي کار کړی دی او درې نور کتابونه (غوره فکرونه، د لونګین ټالونه او نه تسلمېږم!) د چاپ په درشل کې دي چې ډېر ژر به بازار ته وړاندې شي.

کتاب د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر د علمي خپرندویه ادارې  له لوري چاپ شوی او په پلازمېنه کابل او ولایاتو کې یې له ټولو کتاب پلورنځېو ترلاسه کولای شئ.

چاپ یې پر موږ او لوستل یې پر تاسو.

علمي خپرندویه اداره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب