دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبلیکوال د ډمبر پارو له پښته دي

لیکوال د ډمبر پارو له پښته دي

نور الحبیب نثار دې خدای لري، دا یو خاصیت یې زما غوندې دی. په ډا ګه، بیرقي خبره کوي. هغه ورځ یې غاړه راباندې خلاصه کړه چې« ډمبرې دې راوپارولې». مطلب یې دا و چې د اجمل خټک صیب پلویان دې راوپارول.

ما ډاډ ورکړ چې «زه د ډمبرپارو له پښته یم. ګهیځ لالا چې سرې ډمبرې یې پارولې سر په کې ور کړ. ورنیکه مې (حسام الدین ګندمکي) چې مریدانو یې یوه پرنګۍ او یو پرنګی جلال آباد کې وژلي وو، په جومات کې په غربینې ووژل شو.

د روسانو د یرغل په کالونو کې چې مشهور هندو په ظاهره کې سوله غوښتونکی او په اصل کې د کجب جاسوس، رامش چندرا، د سولې په نامه کابل ته راغلی و. مايې په ضد دا څلوریزه ولیکله

زه د شپې د تاریکې سره آشنا یم

زه د تورې تروږمۍ سکنی وروریم

ما د سولې په سندرو للو نه کړې

زه د جنګ ترانې وایمه سور اور یم.

مترقي ځوانانو د جنګ غوښتونکي په نامه محکوم کړم، خو ما یې پروا و نه کړه. لا مې دا هم ورشتۍ کړه:

یو وخت د سولې وي

بل و خت د جنګ وي

یو وخت د مستې خندا

بل وخت د ننګ وي

دا مې چې ولیکل نو هم پوهاند رشاد له پوهنتونه ورټلم، هم په خپل کور کې وریرونو او خوریونو د سي آي اې او اف بي آی تورونه راباندې ولګول(تفصیل زما په ژوند لیک،(و ، نه و، یو شپون و کې موجود دي)

نو اوس چې د اجمل خټک صیب مترقي یاران راباندې په غوسه دي، ګرم نه دي. ما ډمبره راپارولې ده. خو خواله مې له نثار، منلي، تورمان، شفق وارو او نورو لیکوالو سره ده چې د خواخوږۍ له مخې مې له ډمبرو ویروي. دوی ته وایم چې موږ سره چې د بټي کوټ د آخون موسا صیب اوده (پاړو) وي، مار څه چې د ښامار زهر هم نه راباندې چلیږي. البته له منګري مار نه به کټ نه اوبو.

نور بیا

3 COMMENTS

  1. ،داروا ښاد اجمل په اړه زه د شپون سیب په خبرو نور څه نه ور ډیره وم بس دومره وایم چې اجمل په قوم خټک هم نده دې اصلي

    .ګوجردی. که ېي نه منی نو له کوم سېنږیري نه په اکوړي کې پوښتنه وکړې.

  2. ځینې کسان له مشهورو کسانو خپله سیاسي استفاده کوي. اجمل مرحوم هم د ځینو لپاره اوس د سیاسي استفادې کار ورکوي. دغه کسان چې اوس ځانونه د اجمل خټک خواخوږي معرفي کوي. اکثره یې د اجمل په ژوند کې د هغه مخالفان وو او په هغه به یې ډول ډول تورونه لګول. که زما ادعا څوک نه مني نو دا ګز او دا میدان. ایا غواړۍ چې د یوه، یوه سیاسي سابقه در وسپړم؟

  3. ښه به دا وای چې شپون صیب تاسو دا خبرې د ارواښاد خټک په ژوند کړې وای. زه پخپله اوس په دې شکي یم چې کوز پښتانه یو هم په پست پاک نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب