شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبژبه او لیکدودله سوسوره تر چومسکي له رغښتوالې تر پسرغښتوالې

له سوسوره تر چومسکي له رغښتوالې تر پسرغښتوالې

 پوهاند دوکتور م.ا. زيار –

to Post-structuralism   From Structuralism

فرديناند دې سوسورFerdinand de Saussure (۱۸۵۷- ۱۹۱۳ز) له آره د شلمې پېړۍ له پيل سره د نوې ژبپوهنې اندونو ته د کړن جامه ورواغوسته او له همدې سره ورته د نوې ژبپوهنې پلار وايي. تر ده راروسته د دغې پوهنې بېلابېل ښوو نځي، لکه دپراگ، کوپنهاگن او امريکايي هغه پرلپسې منځته راغلل چې د سو سور له ليدتوگو يې الهام اخېست.

که څه هم سوسور پخپله درغښت structure نومونه(اصطلاح) نه ده کارولې، خو څنگه چې راروسته دده پر پليونۍ منځته را غلي ښوو نځي په ټوليز ډول رغښتو ال structuralist او بهير يې رغښتواله- struc turalism ونومول شو، نو له دې لا مله سوسور د رغښتوالې ژبپوهنې پيلا مگر هم بلل کېږي.

اروپايي،اوپه ځانگړي ډول دچلندوالې ساپوهنې يا (behaviorism)، په نورو ټکو، ديوه وگړي(فرد) د چال چلند اوادراکاتو پر بنسټ دبلومفيلد په مخکښۍ امريکا يي رغښتوالو رغښتي انددود او کارتوگه دومره ښندې (افراط) ته ورسول چې د ژبې آره او رښتينې موخه او دنده يې له پامه وغور ځوله، مانيز اړخ يې له لو يه سره کم ارز ښته وگاڼه او ډېر زور يې پر جوليز اړخ وا چاوه. ان دسوسور دوې غبرگې بنسټيزې ټولۍ(مقولې) يې له ياده وکښلې: signifé-signifiant په نورو ټکو، د ښووند=ښوولي( دال و مدلول) اوبيا نانگېر وړه يا نا محسو سه langue بڼه يې خو يومخيزه له پامه وغورځوله، اونگېروړه کړنيزه بڼه، ويناparole   يې هم د يو شمېر لنډوتنگو ثبت کړو غونډلو(جملو) تر کچې راټيټه کړه.

همدا ښنديز(افراطي) امريکايي رغښتواله وه چې د هماغې(شلمې) پېړۍ تر نيما يې راروسته نووم چومسکي Noam Chomsky پر وړاندې راپورته شواو په زېږ ند=لېږندگرامر Generative-transformaional Grammar سره يې په ژبپو هنه کې يوستر انقلاب راوست. له دې سره يې په دغه پوهنه کې د پسرغښتوالې- post structuralism بنسټ هم کېښووه، بې له دې چې په دغه نامه يې ونوموي، کټ مټ، لکه سوسور چې پر ژوند، نه ده پخپله ځان د رغښتوالې پيلامگر بللی وو او نه بل چا، بلکې دا نور انديالې او پوهيالې سټې دي چې د خپلو شننو او ځيرنو په مټ دغه نومونې (ترمونه) رامنځته کوي.

که خبره د پرتلې شي،چار ناچار سړی دې منښتې ته هم اړوځي چې ووايي، له سوسوره ، نه يوازې چومسکي تر ډېره الهام اخېستی، بلکې سراسري يو پېړييز دود يې د ارزښت ښکارندويي کوي. ان ډېر اروپايي ژبپوهان تر اوسه پر دې اندو گروهه دي چې د چومسکي ((زېږند- لېږند)) ليد توگه له انگرېزۍ او هغه هم، له امريکايي هغې سره راپيل شوې او نور يې دومره ټوليزوالی نه دی موندلی، لکه څنگه چې.(مکنزي:۱۹۸۰) د تږي د ډاکتري تېزس ((The Grammar of Clitics. Evidence from Pashto and …)) په کره کتنه کې دې سکالوته گوته نيولې ده.

د دې لپاره چې تر هرڅه له مخه مو سوسور په ژبپوهنه کې د رغښتوالې د بنسټو ال په توگه لنډ پر لنډه پېژندلی اوسي، د چيف ووکونداWauconda Chief نومي امريکايي يوه ليکنه راژباړو چې د ژبپوهنې زده کړې لپاره اروپاته راغلی او هغه يې د تېر اگست پر شپاړسمه د خپل وېبلاگ له لارې خپره کړې ده:

رغښتواله له آره د فرديناند دې سوسور(۱۸۵۷-۱۹۱۳) له نامه سره غوټه ده. ده د ۱۹۰۷او ۱۹۱۱ کلونو تر منځ د ژنېو په پوهنتون کې د ټوليزې ژبپوهنې په اړه په درو دورو(کورسو) سره د ژونديو ژبو څېړنيز بهير ته له بېخ وبنسټه بدلون ورکړ. د دغو دروکورسونو يو سېنتېز يې بيا تر مړينې روسته پليونو(شاگردانو)،شارل. بالي (Ch.Bally) اوالبرت.سيشيهي(A.Sechehaye) پر ۱۹۱۶ کال د((ټوليزې ژبپوهنې بنسټيزې پوښتنې، مسألې)) په نامه خپورکړ. دا يو داسې اثر وو چې د ژبپوهنې په پرمختيا کې يې يو اوړونټکی رامنځته کړ.

دغه اثر داسې يو شمېر نوې نومونې او جاجونه(اصطلاحات او مفاهيم) را وپېژ ندل چې تر لسيزو لسيزو روسته لا په اروپا او امريکاکې د نومهالې ژبپوهنې دترمينالوجۍ او تيوريو يوه نه جلاگېدونکې برخه پاتې شوې ده. سوسور نه يوازې د ((ژنيو ښوونځي)) بنسټوال وو، بلکې همداراز يې لومړی ځل د ټوليزې ژبپوهنې د اښتنوپوښتنو(مسألو) په تړاو د چال چلند د يوه نوي جاج( برداشت) يو پرلغښتې اډانه (سېستماتيکه طرح) رامنځته کړه. له دې کبله ده ته هممهاله د شلمې پېړۍ په ژبپوهنه کې د رغښتوالې(structuralism) د بنسټوال په سترگه هم کتل کېږي.

رغښتواله (structuralism) هم پر خپل وار د ورتېرې پېړۍ د ژبپوهنې دککوالې يا ذره گرايۍ(atomism) په غبرگون کې د ژبني سا ينس د پرمختيا يو نوی پېر گڼل شوی دی ( ککواله په دې مانا چې د ژبپوهانو څېړنې دژبې پر رغنده ټوکونو يا متشکله اجزاووراټولې وې او هغه يې جلاجلاارزول، بې له دې چې ديوه پر لغښتي سېستم په سترگه ورته وگوري او خپلمنځي اړيکي يې په پام کې ونيسي – زيار).

له رغښتوالې سره د ژبني سېستم دننه د ژبپوهنيزويوونونو(واحدونو) پرچار (عمليې) نوی پاملرا ټولی (پر متمرکزه توجه ولاړ) چلند راميدان ته شو، او ژبنی سېستم يې د نښو يو داسې پر لغښتې ټولگه راوپېژندله چې په خپل منځ کې سره رغښتي اړاو تړاو لري. په دې ترڅ کې ژبه يوه داسې ټولنيزه ښکارنده(پديده) وښوول شوه چې له آره يو خبراويز (مخابروي) چار(نقش) لري. پردې سربېره بيا دا خبره چې تر هرڅه له مخه يې د هممهالې ارزونې(څېړنې) پر ارزښت ټينگارکېږي. د ژبې په تړاو سوسوري ليدتو گه لس کليدي ټولۍ(کتېگورۍ) رانغاړي چې په ياده شوي اثر کې وړاندې شوي دي.نور بيا…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب