پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبژبه او لیکدودمارکسیزم او د ژبپوهنې مسئلې | ژباړن: فرهاد ویاړ  

مارکسیزم او د ژبپوهنې مسئلې | ژباړن: فرهاد ویاړ  

جوزوف ستالین (۱۹۵۰)

دویمه برخه

پوښتنه: آیا دا سمه ده چې ژبه تل طبقاتي وه او طبقاتي ده او د ټولنې لپاره داسې یوه واحده او مشترکه ژبه چې غیر طبقاتي وي او د ټولو خلکو لپاره ګډه ژبه وګڼل شي، شتون نلري؟

ځواب: نه، دا سمه نه ده.

 په دې مسئلې پوهیدل کوم ستونزمن کار نه دی چې په هغو ټولنو کې چې طبقات نه وي، هلته د طبقاتي ژبې غوندې له یوې مسئلې وغږیږو. د لومړني کمون په طایفه ای ټولنه کې طبقات موجود نه وو او د همدې لپاره طبقاتي ژبې هم شتون نه درلود. د ټولې ټولنې، ژبه واحده او مشترکه وه. د لومړني کمون په ګډون، د ټولو انساني ټولنو لپاره د طبقې له مفهوم څخه کار اخیستنه، له کلیماتو سره  هغه لوبه ده چې ردولو ته یې اړتیا نشته. دا به ډیر ساده توب وي چې وغواړو له کلیمو سره د لوبې له لارې د طبقې مفهوم د ژبې په ګډون پر هر څه وتپو. له طایفه ای ژبو څخه قبیله اي ژبو ته، له قبیله اي ژبو څخه د ملیتونو ژبو ته او له ملیتونو ژبو څخه د ملتونو ژبو پورې د ژبې وروستي پرمختیا ښکاره کوي چې ژبې د اړیکو د وسیلې په توګه د هرې ټولنې خلکو ته، بی له دې چې د هغوې ټولنیز وضعیت په پام کې ونیسي، په مساوي ډول خدمت کړی، او دا خدمت یې د خپلې پرمختیا په هره کچه کې تر سره کړی دی.

زما موخه دلته د مرییتوب پېر یا د منځني پیړۍ له امپراتوریانو نه دی. په دې پېر کې د کورش او اسکندر او سزار او شارلماني امپراتوریانو ځان ته کوم اقتصادي بنسټ نه درلود او پوځ یې بی ثباته او اداري سازمانونه یې هم لنډمهاله وو. په دې امپراتوریانو کې واحده او ګډه ژبه چې ټول خلک ورباندې پوه شي، شتون نه درلود. دا امپراتورۍ، د قبیلو او ملیتونو هغه ګډوله وه چې هرې امپراتورۍ یې ځانګړی ژبه او د ژوند خاص چلند درلود. نو، زما موخه دلته دا امپراتوریانې او یا ورته نور نظامونه نه دي، بلکې هغه قبیلې او ملیتونه زما موخه جوړوي چې د دې امپراتوریانو په منځ کې او یا د هغوې د یوې برخې په توګه یې خپل اقتصادي بنسټونه او ځانګړی لرغوني ژبه درلوده.تاریخ موږ ته وايي چې د دې قبیلو او ملیتونو ژبې طبقاتي ژبې نه وی او د دې قبیلو او ملیتونو ټول اړوند خلک په دې ژبو پوهیدل.

د دې ژبو تر څنګ، البته چې ګړدودونه او مورنۍ ژبې هم موجودې وي چې د قبیلو او ملیتونو د واحدې او مشترکې ژبې تر واکمنۍ لاندې وی او دې مشترکې ژبې، ګړدودنه او مورنۍ ژبې تر خپل ایل لاندې راوستلی. وروسته، د پانګوالۍ د راڅرګندیدو او د فئوډالی سیستم د نابودۍ او د ملي بازارونو له پيدایښت سره، دا منفرد او بیلابیل ملیتونه په واحدو ملتونو بدل شول او همدا ډول د ملیتونو ژبې د ملتونو ژبو ته واوښتې. تاریخ ښکاره کوي چې ملي ژبې طبقاتي ژبې نه وی، بلکې مشترکې ژبې وی، هغه ژبې وی چې د ملتونو ټول وګړي ورباندې پوهیدل او د ملتونو د واحدې ژبې په توګه ګڼل کیدې.

پورته وویل شول چې ژبه د خلکو د اړیکو د وسیلې په توګه، د یوې ټولنې ټولو طبقاتو ته په مساوي ډول خدمت کوي او په دې ډول د طبقاتو په وړاندې بی پرۍ ده. خو خلک، بیلابیلې ټولنیزې ډلې او طبقات د ژبې په وړاندۍ بی پرۍ چلند نه لري. دوې کوښښ کوي د خپلو ګټو لپاره ژبه وکاروي، خپله ځانګړې صنفي ژبه، خپل ځانګړي اصطلاحات او ځانګړي عبارتونه پر مشترکې ژبې وتپي. د شتمنو طبقاتو لوړپوړي ډلګۍ چې له خلکو یې ځانونه بیل کړي او له خلکو کرکه لري، په ځانګړي توګه اعیان اشراف او د بورژوازي لوړپوړي ډلګۍ هڅه کوي ځانونه د ژبې په برخه کې له خلکو جلا کړي.«طبقاتي» ګړدودونه، ځانګړي اصطلاحات او د لوړپوړي ټولنې«ژبه»، هغه څه دي چې د دوې په وسیله رامینځته شوي دي. دا ګړدودونه او ځانګړي اصطلاحات اکثراً په ناسم ډول په ادبیاتو کې د ژبې په توګه پیژندل کیږي او په دې ډول د« اشرافیت ژبه» یا د «بورژوازي ژبه» له «پرولتاریايي ژبې» یا له «دهقاني ژبې» څخه توپیروي. همدا دی چې په ډیرې حیرانتیا سره لیدل کیږي چې زموږ ځینې ملګري دې پایلې ته رسیږي چې ملي ژبه یوه افسانه او وهم دی او په حقیقت کې څه چې لرو هغه طبقاتي ژبه ده.

زما په اند، دا پایله ډیره غلطه ده. آیا دا ګړدودونه او ځانګړي اصطلاحات، ژبه کیدای شي؟ ښکاره ده چې نه! ځکه کیدای نشي چې: لومړی، دا ګړدودنه او ځانګړي اصطلاحات خپل ګرامري سیستم او اساسي لغوي زیرمه نه لري، دا دواړه له ملي ژبې څخه پوروي. دویم، د دې ګړدودونو او ځانګړو اصطلاحاتو ساحه ډیره محدوده ده او دا وخت یوازې د معینې طبقې په اعیانې برخې کې کارول کیږي او د ټولنې د ټولو خلکو لپاره د اړیکو د ابزار په توګه وړ نه ده. نو بیا دا ګړدودونه او د یو صنف ځانګړي اصطلاحات له ځانه څه لري؟ دا د ځانګړو کلیمو هغه ټولګه ده چې د اشرافیت او د بورژوازي د اعیانې برخې ذوق منعکسوي؛ یو شمیر اصطلاحات او عبارات دي چې توپیر یې په نګه توب او شاندارتیا کیږي او د ملي ژبې له «زیږو» اصطلاحاتو او عباراتو څخه ځان پاکوي؛ او بالاخره یو شمیر بهرنۍ کلیمې دي. خو د خپلو بنسټونو تر ځنګ ډیرۍ اکثریته کلیمې او ګرامري سیستم له ملي مشترکې ژبې پوروي. ګړدودونه او د یو صنف ځانګړي اصطلاحات د همدې لپاره د مشترکې ملي ژبې څانګې دي، چې د ژبني خپلواکۍ څخه بی برخې او محکوم په انحطاط دي. دا باور درلودل چې ګړدودونه او د یو صنف خاص اصطلاحات کیدای شي په یوې خپلواکې ژبې بدل شي او د دې وړتیا پیدا کړي چې ملي ژبه څنډی ته او د هغه ځای ونیسي، د تاریخي لید هیرونه او د مارکسیستي دریځ د پريښودنې په مانا ده.  

ځینې د مارکس د «سپیڅلي ماکس» لیکنه راوړي چې په کې مارکس وايي بورژوازي «خپله ژبه» لري او دا ژبه د «بورژوازي محصوله ده» او له سوداګریزه روحه ډکه ده. یو شمیر ملګري دا عبارت رانقلوي چې دا ثابت کړي چې مارکس د ژبې پر «طبقاتي ځانګړتیا» باور درلود او واحده ملي ژبه یې ردوله. که چیرې دا ملګري منصفانه چلند وکړي، نو دوی باید د مارکس د همدې مقالې یوه بله برخه رانقل کړی وی چې هلته مارکس د ملي ژبو د رامینځته کیدو پر لارو غږیږي، او وایي چې«د اقتصادي او سیاسي تمرکز په پایله کې بیلابیل ګړدودونه په واحده ملي ژبه کې راغوڼد شول».

مارکس، په پایله کې، د ژبې د عالي بڼې په توګه پر واحدې ملي ژبې باور درلود چې ګړدودونه د ژبې د ادنی بڼې په توګه تر خپل ایل لاندې راولي.

دا د بورژوازي ژبه چې مارکس وايي «د بورژوازي محصوله ده» څه کیدای شي؟ آیا مارکس دا ژبه هغه ملي ژبه ګڼله چې خپل خاص ژبنی جوړښت لري؟آیا د هغه موخه همداسې یوه ژبه وه؟ ښکاره ده چې نه! مارکس یوازې غوښتل ووايي چې بورژوازي، واحده ملي ژبه له خپلې خاصې صنفي سوداګریزې ژبې سره ککړوي، یا په بله وینا بورژوازي خپل خاص سوداګریز صنفي اصطلاحات لري.

نو څرګندیږي چې دې ملګرو د مارکس خبرې تحریف کړی دي. د دې تحریف لامل دا دی چې دوی له مارکس څخه د یو مارکسیست په توګه نه، بلکې د یو مټکور (دګماتیست) په توګه، بی له دې چې د موضوع په منځپانګه کې پلټنه وکړي، خبره رانقل کړی ده. 

«په انګلستان کې د کارګرې طبقې وضعیت» تر عنوان لاندې د انګلس لیکنه، هغه بله سرچینه ده چې د سند په توګه راخیستل کیږي. انګلس لیکي چې په بریتانیا کې«…کارګره طبقه ورو ورو د انګلستان له بورژوازۍ څخه په یو جلا ملت بدلیږي» او «کارګران له بورژوازۍ څخه په جلا ګړدود خبرې کوي، بیل اند او نصب العین لري، دودونه او اخلاقي آرونه یې توپیر لري، همدا ډول د دین او سیاست  په اړه یې دریځ هم له بورژوازۍ سره توپیر لري.» ځینې ملګري له دې مقالې داسې استنباط کوي چې ګواکی انګلس د عامې ملي ژبې اړتیا ردوي او د ژبې پر «طبقاتي ځانګړتیا» باور لري. سمه ده چې انګلس دلته له ګړدودونو غږیږي نه له ژبو څخه؛ خو له دې بشپړې پوهیدنې سره چې ګړدودونه د ژبې د څانګو په توګه د ملي ژبې ځای نیولی نشي. خو څنګه چې ښکاري دا ملګري د ژبې او ګړدود تر منځ له شته توپیر سره کومه لیوالتیا نلري.

ښکاره ده چې دا نقل قول د پورتنۍ ادعا لپاره وړ نه دی. ځکه انګلس دلته له «طبقاتي ژبې» نه غږیږي، بلکې له طبقاتي فکر، نصب العین، دودونو، اخلاقي معیارونو، دیني دریځ او سیاست څخه خبرې کوي. دا بیخي سمه خبره ده چې د بورژوازي او پرولتاریا فکرونه، نصب العینونه، دودونه، اخلاقي آرونه، دینی او سیاسي دریځ له یو بل  سره مخالف دي. خو دا توپيرونه د واحدې ملي ژبې او د ژبې له «طبقاتي ځانګړتیا» سره څه تړاو لري؟ آیا په ټولنه کې د طبقاتي تضاد شتون کولای شي د ژبې «طبقاتي ځانګړتیا» د ادعا په ملاتړ او د واحدې او ملي ژبې د اړتیا د ردولو لپاره کارنده تمام شي؟ مارکسیزم سره له دې چې په ټولنه کې پر طبقاتي تضادونو کلک باور لري، خو سره د دې، ګډه ژبه د یو ملت د جوړیدنې یو بنسټیزه ځانګړنه ګڼي. آیا ملګري دا مارکسیستي تېز قبلوي؟

له لافارګ څخه هم نقل قول کیږي او ویل کیږی چې هغه په («فرانسوي ژبه: له انقلاب مخکې او وروسته») رساله کې د ژبې «طبقاتي ځانګړتیا» منلی او د ټولو خلکو لپاره یې د مشترکې ملي ژبې اړتیا رد کړی ده. دا سمه نه ده. لافارګ په حقیقت کې د «اشرافیانو» یا د «نجیبانو ژبې» او د هغوې د بیلابیلو ډلګیو له «خاصو صنفي اصطلاحاتو» خبره کوي. خو دا ملګري هیروي چې لافارګ چې د ژبې  او د خاصو اصطلاحاتو له توپیر سره لیوالتیا نه درلوده، یوځای کې ګړدودونه «ساختګي ژبه» او بل ځای کې یې «خاص صنفي اصطلاحات» یادوي. یقیناً، چې هغه په خپله رساله کې ویلی دي چې «ساختګي ژبه، چې اشرافیان له نورو بیلوي… له هغې ژبې رامینځته شوی چې د ټولو خلکو لپاره مشترکه ده، هغه ژبه چې هم ورباندې بورژوازي خبرې کوي او هم صنعتګران، هم ورباندې ښاریان خبرې کوي او هم کلیوال». 

له دې سره، لافارګ د هغې مشترکې ژبې شتون او اړتیا قبلوي چې د ټولو خلکو لپاره د پوهیدنې وړ وي. هغه په ښه توګه پوهیږي چې د «اشرافیانو ژبه» او نور ګړدودونه او ځانګړي صنفي اصطلاحات د ټولو خلکو د مشترکې ژبې تابع دي او له ملي ژبې سره تړاو لري. نو، د ژبې «طبقاتي ځانګړتیا» د اثبات لپاره، د سرچینې په توګه د لافارګ کارول، یوه بابیزه هڅه ده.

همدا ډول دې حقیقت ته هم استناد کیږي چې یو وخت په انګلستان کې فئوډالانو «د پیړیو لپاره» په فرانسوي ژبه خبرې کولی په داسې حال کې چې د خلکو ژبه انګلیسي وه. دوې غواړي له دې استناد څخه د ژبې «طبقاتي ځانګړتیا» د ادعا د ثبوتولو او د ملي مشترکې ژبې د شتون له اړتیا سره د مخالفت لپاره ګټه پورته کړي. خو دا خبره د دلیل پر ځای ډیر حکایت ته پاتی کیږي!! 

لومړی، ټولو فئوډالانو دغه وخت په فرانسوي ژبې خبری نه کولی، بلکې د انګلیس فئوډالې طبقې یوې کوچنۍ جګپوړې برخې چې دربار او درباري سیاسي غونډو کې یې ګډون کوو، په فرانسوي ژبې خبرې کولی. دوییم، دا کومه «طبقاتي ژبه» نه وه چې دوې ورباندې غږیدل، بلکې هغه عادي فرانسوي ژبه وه چې ټول فرانسويان ورباندې غږیدل. دریم، په دې پوهیږو چې د وخت په تیریدو سره دا فرانسوي ژبه بی له دې چې له ځانه کومه نښه پریږدي، ورکه شوه او خپل ځای یې انګلیسي ژبې ته چې د ټولو خلکو مشترکه ژبه وه، پریښود. آیا دا ملګري ګمان کوي چې انګلیسي فئوډالانو «د پیړیو لپاره» د ژباړونکو له لارې د انګلستان له خلکو سره اړیکې ټینګولئ؟ دوې انګلیسي ژبه نه کاروله؟ آیا دا ملګري ګمان کوي چې دغه وخت د انګلستان ټولو خلکو لپاره مشترکه ژبه موجوده نه وه او په انګلستان کې فرانسوي ژبه داسې ژبه وه چې د واکمنې ټولنې له ژبې سره یې توپیر درلود او یوازې د انګلستان د اشرافیت په تړلي چاپیریال کې کاریده؟ څرنګه یو څوک کولای شي په داسې حکایتي «استدلالونو» د ټولو خلکو لپاره د مشترکې ژبې اړتیا او شتون رد کړي؟

یو وخت په روسیه کې چې اشرافیت واکمن و، د تزار دربار او د ټولنې واکمن خلک فرانسوي ژبې ته لیواله شوي وو. دغه خلکو ویاړ ګڼو چې په روسي ژبې د خبرو پر مهال، فرانسوي ګده او یا هم روسي ژبه په زیږه فرانسوي لهجه تلفظ کړي. آیا دا په دې مانا ده چې دغه مهال په روسیه کې، ټولو وګړو ته د پوهیدنې وړ روسي ژبه، موجوده نه وه؟ آیا د ټولو خلکو لپاره عامه ژبه، یوازې یو خیال و او «طبقاتي ژبه» یو حقیقت و؟

زموږ ملګري دلته لږ تر لږه دوه تیروتنې کوي:

لومړۍ تیروتنه دا ده چې دوې ژبه له مخبنا سره مغشوشوي. دوې فکر کوي چې له هغه ځایه چې مخبنا طبقاتي ځانګړتیا لري، نو ژبه هم د دې په ځای چې د ټولو وګړو لپاره عامه ژبه وي، باید یوه طبقاتي ژبه وي. ما مخکې وویل چې ژبه او مخبنا دوه جلا مفهمونه دي او یو مارکسیست نباید دا دواړه سره مغشوش کړي.

د دې ملګرو دویمه تیروتنه دا ده چې د بورژوازي او پرولتاریا تر منځ د ګټو اختلاف او د دوې تر منځ شدیده طبقاتي تضاد؛ د ټولنې د غیر متجانس کیدو په مانا ګڼي، چې په کې د متضادو طبقاتو تر منځ هر ډول اړیکي شلیږي. دوې باور لري له هغه ځایه چې واحده ټولنه نوره موجوده نه ده او ټولنه په طبقاتو ویشل شوی، نو د ټولنې واحدې ژبې، ملي ژبې ته اړتیا نشته دی. دوې وايي که چیرې واحده اجتماع نلرو او د ټولو وګړو لپاره عامه ژبه نلرو، ملي ژبه نلرو، نو څه پاتې کیږي؟ هغه څه چې پاتې کیږي طبقات او «طبقاتي ژبه» ده.

طبیعي خبره ده چې هره «طبقاتي ژبه» باید خپل «طبقاتي» ګرامر ـ «پرولتاریايي» ګرامر یا «بورژوايي» ګرامر ـ  ولري. سمه ده، خو داسې ګرامر چیرې شتون نلري. دا نه شتون زموږ ملګري نه اندیښمن کوي، ځکه هغوې باور لري چې دا ډول ګرامرونه به د وخت په تیریدو  سره راڅرګند شي.

یو مهال زموږ په هیواد کې داسې «مارکسیستان» هم ول چې ټینګار یې کاوه چې د اکتوبر انقلاب وروسته د ریل کومې پټلۍ چې پاتې دي هغه بورژوايي پټلۍ دي او موږ مارکسیستانو ته نه ښايي چې دا پټلۍ وکاروو او باید ړنګې یې کړو او پر ځای یې «پرولتاریايي» پټلۍ جوړې کړو. د همدې لپاره دې ډول کسانو ته د «غارمیشتو»  نوم ورکړل شو!

ښکاره ده چې د ټولنې، طبقاتو او ژبې په  اړه دا ډول وروسته پاتی ـ انارشیستي نظر له مارکسیزم سره هیڅ ډول تړاو نلري. خو بی له شکه چې دا ډول نظر لا زموږ د ځینو سرګردانو ملګرو په ذهنونو کې ځای لري.

دا سمه نه ده چې وویل شي چې د شدیدې طبقاتي مبارزې د شتون له امله، ټولنه په داسې طبقاتو ویشل شوی چې دا طبقات په یوې واحدې ټولنه کې له یو بل سره هیڅ ډول اقتصادي اړیکې نلري. د دې خلاف، تر هغه چې پانګوالي ادامه لري، بورژوازي او پرولتاریا به د پانګوالۍ نظام د اجزاو په توګه له یو بل سره په ټولو اقتصادي فعالیتونو کې اړیکه ولري. بورژوازي نشي کولای خپل ژوند ته ادامه ورکړي او شتمنه شي، مګر دا چې مزدي کارګران تر خپل واک لاندې ولري؛ پرولتاریا هم نشي کولای  ژوند وکړي مګر دا چې خپل کاري ځواک په پانګوالو وپلوري. که د طبقاتو تر منځ ټولې اقتصادي اړیکي ودریږي، دا به د ټول تولید د ودریدنې په مانا وي او د ټول تولید ودریدنه به د ټولنې د نابودیدنې په مانا، د ټولو طبقاتو د نابودیدنې په مانا وي. طبیعتاً، هیڅ طبقه په خپل لاس د خپلې نابودۍ غوښتونکی نه ده. پایله دا ده چې طبقاتي مبارزه که هر څومره تیزه او سخته هم وي، دا مبارزه د ټولنې په نابودیدنې نه لامل کیږي. یوازې د مارکسیزم په اړه ناپوهی او د ژبې د ځانګړتیا په اړه نه پوهیدنه،  زموږ ځینې ملګري د ټولنې د نابودۍ او د «طبقاتي» ژبې او «طبقاتي» ګرامر په اړه افسانه ویلو ته اړ باسي.

د استناد ساحه پراخیږي. له لنین څخه هم ماخذ راوړل کیږي چې د پانګوالۍ په واکمنۍ کې یې پر دوو کلتورونو ـ بورژوايي او پرولتاریايي کلتور ـ باور درلود. هغه د پانګوالۍ په واکمنۍ کې د ملي کلتور شعار یو ناسیونالیستي شعار ګڼو. دا سمه ده او لنین هم یقیناً چې سم ویل. خو دا خبره د ژبې له «طبقاتي ځانګړتیا» سره څه تړاو لري؟ کله چې دا ملګري هغه څه ته چې لنین د پانګوالۍ په واکمنۍ کې له دوو جلاوو فرهنګونو یادونه کوي، مراجعه کوي نو غواړي په ښکاره ډول لوستونکو ته دا اند اثبات کړي چې په ټولنه کې د دوو بورژوايي او پرولتاریايي فرهنګونو شتون، په دې مانا دی چې په دغه ټولنه کې باید دوه طبقاتي ژبې هم شتون ولري او له هغه ځایه چې ژبه له فرهنګ سره تړاو لري، نو دا ملګري دې پایلې ته رسیږي چې لنین د یوې ملي واحدې ژبې اړتیا رد کړی او پر «طبقاتي» ژبو یې باور درلود.

هغه تیروتنه چې ملګري یې دلته کوي، دا ده چې دوې ژبه له فرهنګ سره ګډوي او مغشوشوي. حال دا چې فرهنګ او ژبه دوه بیلابیل شیان دي. فرهنګ کولای شي بورژوازي یا سوسیالیستي وي خو ژبه د اړیکو د وسیلې په توګه تل د ټولو خلکو لپاره مشترکه ده او کولای شي بورژوازي او سوسیالیستي فرهنګونو ته خدمت وکړي. آیا دا یو حقیقت نه دی چې روسي، اوکرائیني او ازبکي ژبې چې نن د دې ملتونو سوسیالیستي فرهنګ په چوپړ کې دي، د اکتبر انقلاب دمخه د همدې ملتونو د بورژوايي فرهنګ په چوپړ کې وی؟ نتیجه دا ده چې دا ملګري په ښکاره توګه تیروتنه کوي کله چې دې پایلې ته رسیږي چې د دوو فرهنګونو شتون د دوو بیلابیلو «طبقاتي» ژبو د زیږیدنې سبب کیږي چې د یوې واحې ژبې اړتیا له منځه وړي.

کله چې لنین د دوو فرهنګونو په اړه غږیږي، په سمه دا موضوع څرګندوي چې د دوو فرهنګونو شتون د یوې واحدې ژبې د نفي او د دوو «طبقاتي» ژبو په مانا نه، بلکې یو واحده ژبه باید شتون ولري. کله چې بندیستانو پر لنین تور ولګو چې څرنګه چې فرهنګ « غیر ـ ملي » ګڼي، د ملي ژبې د اړتیا منکر هم دی؛ نو، لنین، څرنګه چې پوهیږو، په قاطعانه ډول اعتراض وکړ او څرګنده یې کړه چې هغه د بورژوازي فرهنګ په وړاندې جنګیږي، نه د ملي ژبو په وړاندې، څه چې هغه یې اړتیا د مناقشې او مباحثې وړ نه ویني. د حیرانتیا ځای ده چې زموږ یو شمیر دوستان د بندیستانو په پل روان دي.

ځینې ملګري چې فکر کوي چې لنین د واحدې ژبې د اړتیا منکر و، ښه به دا وي چې د هغه دا خبره د دې ملګرو غوږونو ته ورسوو:

«ژبه د انسان د اړیکو لپاره ډیره مهمه وسیله ده. د ژبې یووالی او بی ځنډه پرمختګ، د معاصر پانګوال نظام سره د متناسبه، آزاده او پراخه سوداګریزو مبادلاتو یو مهم شرط دی. د ژبې یووالی، په بیلابیلو طبقاتو کې د خلکو د آزادو او پراخو ډلو د نژدې کیدو یو مهم شرط دی.»  

دا ښکاره کوي چې زموږ ښاغلیو ملګرو د لنین نظریات په ناسم ډول وړاندې کړي دي.

بالاخره، د ستالین خبره رانقلوي. له ستالین څخه دا عبارت نقلوي چې وايي«بورژوازي او د هغه ناسیونالیست ګوندونه په دې پېر کې د دې ملتونو ستر لارښود ځواکونه وو او لا هم دي.» دا خبره سمه ده. هماغه ډول چې پرولتاریا او انترناسیونالیستي ګوند یې د پرولتري فرهنګ رهبري کوي،  همدغه ډول بورژوازي او ناسیونالیست ګوند یې واقعاً هم د بورژوايي فرهنګ رهبري کوي. خو دا د ژبې له «طبقاتي ځانګړتیا» سره څه تړاو لري؟ آیا دا ملګري په دې نه پوهیږي چې ملی ژبه د ملي فرهنګ یوه بڼه ده چې کولای شي هم بورژوازي او هم پرولتاریايي فرهنګونو ته خدمت وکړي؟ آیا زموږ ملګري د دې مهم مارکسیستي فورمول په اړه خبر نه دي چې اوسني روسي، اکرائیني، بلاروسي او نور فرهنګونه د منځپانګې له پلوه سوسیالیستي او د بڼې له پلوه ملي دي، د ساري په توګه ژبه؟ آیا دوې دا مارکسیستي فورمول قبلوي؟ 

زموږ د ملګرو تیروتنه په دې کې ده چې دوې د فرهنګ او ژبې په مینځ کې توپیر نه ویني او په دې نه پوهیږي چې د ټولنې د پرمختیا په هر پېر کې فرهنګ د منځپانګې له پلوه بدلون مومي، حال دا چې  ژبه د څو پېرونو په بهیر کې اساساً یو ډول پاتې کیږي او نوي او زاړه فرهنګونو، دواړو ته یو شان خدمت کوي.

نو ویلی شوو:

الف ـ ژبه، هغه ژبه چې د ټولنې د ټولو خلکو لپاره مشترکه ده، د خلکو د اړیکو د وسیلي په توګه تل د ټولنې واحده ژبه وه او په راتلونکي کې به هم وي؛

ب ـ د ګړدودونو او ځانګړو صنفي اصطلاحاتو شتون، نه یوازې د ټولو خلکو لپاره مشترکه ژبه نه نفي کوي بلکې د ملي ژبې د تایید تر څنګ په خپله هم د مشترکې ژبې د یوې څانګې په توګه له ملي ژبې پیروي کوي؛

 ج ـ د ژبې په اړه د «طبقاتي ځانګړتیا»  فورمول کارونه؛ تیروتنه او په ورته وخت کې غیر مارکسیستي فورمول دی.

لومړۍ برخه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب