پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeکلتورد زوړ ډيلي كوتربازانو خپل شوق ژوندى ساتلى دى

د زوړ ډيلي كوتربازانو خپل شوق ژوندى ساتلى دى

ليكنه: ارون ګناپاتي

ژباړه: سعید شینواری

 د ماسپښين ۳ بجې وې. تېرې څو ورځې ګردجنې وې، خو په دې ورځ اسمان تک شین و. په لاره مې كولاى شول چې د ډيلي تاريخي ګنبدې او ټولې منارې ووينم…

د نديم احمد د كوچني كور په خوا كې لږ يخ باد ولګېد، خو ښه و لمر تود و. ناڅاپه مې د نديم غږ تر غوږ شو، چې ور پام مې شو نو نديم په خپل ټول شوق د اسمان خوا ته كتل.

– آو آو، آو! راشئ! راشئ!….

نديم به په يوه شيبه كې داسې ډېرې نارې وكړې، بيا به يې خپلې جامې په يو مخصوص لرګي وڅنډلې، ماته د هغه حركتونه جالبه وو او له شكيل سره يو ځاى ورته ودرېدم. ده لا هماغسې لاسونه ښورول چې له شاوخوا بامونو او كورونو له دېوالو د ګلابي، سپينو او نصواري كوترو يو لوى سېل راپورته شو…

نديم او شكيل د كوتربازۍ د دود مخکښان دي او ستاسو د معلوماتو لپاره بايد ووايم چې په هند كې كوتربازي د مغل امپراتور اكبر له وخته دود ده.

ويل كېږي، يو وخت د اكبر كوچنى زوى جهانګير ناروغه شو، اكبر اعلان وكړ چې كه هر چا يې زوى جوړ كړ، نو دى به ډېر لوى انعام وركړي.

دا خبره د وخت يو بزرګ او صوفي ته ورسېده، هغه پاچا ته ځواب راولېږه چې كه زوى دې له كوترو څخه په ډكه خونه كې وساتې، نو روغ به شي…

د صوفي خبره سمه وه، جهانګير له كوترو سره په خونه كې بند او څو ورځې وروسته روغ جوړ شو،  خو له كوترو سره پېدا شوې بې حده مينه يې له زړه ونه وته، تر دې چې كله دى پخپله امپراتور شو، نو له بغداد او مصر څخه يې د  كوترو لوبوونكي راوستل او له هغوى څخه يې كوتربازي زده كړه.

له هغې وروسته نو هند د كوتربازانو ځاله شوه او اوس په زوړ ډيلي كې يوازې نديم او شكيل هغه كسان وو چې د كوترو په سلطنت يې تر نورو كوتربازانو لويه پاچاهي خپله كړې وه.

هو خبره مې د نديم كوله، زه لا هم ده ته متوجه ولاړ وم، دى په كوترو خورا مهربانه ښكارېده، ځكه ومې ليدل چې يو وار يې كوترو ته خپله برخه دانه واچوله، مګر زړه يې صبر ونه كړ او يو جام يې بل هم پرې ور وشينده.

زه په ده پسې د هغه له ملګري شكيل سره راغلى وم، نو كومه ستونزه مې نه لرله او له ځنډ پرته يې زه او شكيل څنګ ته ورغلو، كوترو لا هم خپله دانه ټولوله او يو نيم مست نارينه كوتر خو به لا ميده ميده غومبر هم كاوه.

نديم مې وپوښته د كوتربازۍ په تاريخچه خبر يې او كه نه هسې شوق راخستى يې، ځواب يې ډېر ژور و، دى له هر هغه څه خبر كوترباز و چې ما يې په اړه پوښتنه كړې وه: (( په پخوا وختونو كې كوترې اكثره خلكو د پيغامونو د وړلو لپاره ساتلې، خو كله چې هغه كار د پوسته خانې له دود كېدو سره سم له منځه لاړ، پر ځاى يې كوتربازي پيل شوه. دا كار په اګره، لكنهو او دهلي كې مشهور و او لا هم ورته د يو په زړه پورې دود په سترګه كتل كېږي.))

نديم، رښتيا هم كوتر باز و، ځكه ما چې څومره خبرې ورسره وكړې نو معلومېده چې د كوتربازۍ له تاريخچې ور اخوا د كوترو په نسلونو هم ښه بلد و، ده خپلې ټولې كوترې راته يو په يو د نسل له مخې راوپېژندلې: ((دغه سپينه او سورسترګې كوتره وګوره دې ته حيدرابادي چوتيدار وايي، د دې كوترو ځانګړنه دا ده چې ډېرې لوړې الوځي او په سر تاج هم لري.))

 …اوس نو دانه ختمه شوې وه او نارينه كوترو له ښځينه جنس كوترو سره شوخۍ پيل كړې، نديم ويل دوى چې مړې شوې، نو اوس يې په ازار لاس پورې كړ، بيا يې خپله ګوته وښوروله، داسې وبرېښېده لكه پاچا چې حكم كړى وي، كوترو له يوې مخې وزرې پرانيستې او لكه هليكوپټرې د هوا پر لور والوتې.

زه لا په دې فكر كې وم چې ګواكې كوترې نورې د دوى له لاسه ووتې او هېڅكله به راستنې نه شي، خو تر لږې شيبې وروسته شكيل خپلې ګوتې په خوله دننه كړې، يو زورور شپېلك يې وواهه او كوترې بېرته له شاوخوا څخه د نديم د كور پر بام راماتې شوې، څه يې بېرته د دانې په ټولولو اخته شوې او څه يې ان د شكيل په كټ او بستره ور وغوړېدې.

دا ځل مې شكيل وپوښته چې څنګه يې كوترې دومره رام كړي چې په يو شپېلك له ځمكې او اسمان د دوى په لور وزرې كوي او ځان رارسوي؟ خو د ده ځواب هم ډېر جالب و: (( دغه كوترې زموږ غږونه پېژني. لوړ اواز د دې معنا لري چې لرې ولاړې شئ. يو نرم اواز په دې معنا دى چې بېرته راشئ، دوى د يو اواز په وسيله تربيه كېږي او د اواز په مرسته عمل كوي.))

خو ما سره بيا هم پوښتنه پاتې وه، ورته ويل مې دلته خو تقريبا د هر كور بام يو شان او په هر كور كې زرګونه كوتره ساتل كېږي، ايا كوترې د خپل كور بام هم كله كله غلطوي كه څنګه؟

شكيل په دې برخه كې هم د خپلې استادۍ صفت راپيل كړ، ده وويل د كوترو هر عمل د دوى د تربيې نتيجه ده: (( زموږ تربيه داسې وي چې په اوله ورځ كوترو ته ډوډۍ نه وركوو، بيا موږ دوى ته په ځانګړو وختونو كې ورو ورو ډوډۍ او دانه اچوو. له دې تربيې وروسته كوترې پوهېږي چې دوى د كومې ډلې او كوم كور مربوطې دي. موږ دوى ته دا تربيه هم وركوو چې زموږ غږونه او شپيلي وپېژني. تر يوې مياشتې تربيې وروسته كوترې تيارېږي.))

زما او د شكيل خبرې روانې وې چې نديم د كوترو د قفس دروازه پرانسته او  ور دننه شو. موږ هم پسې ورغلو. دننه د كوترو د غارونو قطارونه لګېدلي او په هر يو غار كې د بيل رنګ يوه يوه كوتره ناسته وه.

نديم بيا يوه يوه راوپېژندله، داسې لكه د خپل كور غړي چې راپېژني: (( دا لال بان ده، دا ګره شاهي ده او…))

د نديم له خبرو معلومېده چې په خپل قفس كې ټول ټال ۹۰ كوترې لري چې مياشتنې لګښت يې له ۳ تر ۴ زرو اوړي، خو په خبره يې د كوترو پالنه ځېنې نورې داسې چارې هم غواړي چې د هر انسان د وسې كار نه دى: ((په اوړي كې دلته سخته ګرمي وي، نو موږ بيا خپل قفسونه د خوسخوس په پوزيو كې رانغاړو او خپلو كوترو ته بادام وركوو، په ژمي كې بيا په دې ستړي يوو چې خپلو كوترو ته د غوا غوړي  پيدا كړو، توده دوډۍ وركړو او كله چې ناروغه شي، نو سمدواره يې بايد د درملنې غم وخورو.))

بالاخره په خبرو خبرو كې له قفسه راووتو، شاوخوا بامونه هم له كوتربازانو ډك وو او هر يو كوترباز په خپل طرز كوترو پسې شپېلكونه وهل چې لږ وړاندې د جومات د منارې مخ ته د كوترو يو كوچنۍ ورېځې اسمان ته لاره وكړه.

نديم ويل، هغه د ملاجي كوترې دي. بيا يې خبره وغځوله او زياته يې كړه: (( موږ د كوترو په پښو كې ځانګړې كړۍ اچوو، ژېړې، سرې، نارنجي او نورې… خو شكيل كولى شي خپلې كوترې د سترګو له رنګ څخه هم وپېژني.))

  د ملاجي د كوترو ډله لا هم د جومات د منارو خوا ته په الوت بوخته وه. نديم او شكيل په خپلو كې سره وويل، د سيالۍ وخت دى كوترې به ورسره په ضد واچوو. دواړو هوكړه وكړه او شيبه وروسته نديم خپله پښه وخوځوله، بس د سترګو په رپ كې كوترې والوتې او د ملاجي د كوترو په ډله يې غوټه ووهله، خو د ملاجي كوترو علاقه ونه ښوده.

  نديم او شكيل په راز پوى شول او ويې ويل، ملاجي تر هغې د كوترو سيالي كول نه غواړي چې موږ خپلې نوې كوترې ورخوشې نه كړو.

تر لږ ځنډ وروسته نديم له قفسه نوې كوترې هم ورخوشې كړې، دا ځل د كوترو دواړه ډلې سره يو ځاى شوې او د سترګو په رپ كې يې په هوا كې لوبې پيل كړې.

خو دا لوبې لا روانې وې چې نديم په حيرانتيا غږ كړ: ((هله كالي ګانديدار راغى.))

كالي ګانديدار د ملاجي يوه غټه كوتره وه چې د نديم د كوترو ډلې له ځان سره راوسته، نديم او شكيل خپل غږونه تغير او راټيټ كړل.

بيا يې لكه ډيلى چې فتح كړى وي په خوښۍ يې له ځانه سره ويل:

– راشه راشه اوه اوه!

د ملاجي غټه كوتره يې په مسخرو راښكته كړه، خو د دوى د خپلو كوترو سېل لكه د جيټ طيارو پرې راكېووت، حمله يې پرې وكړه او كالي ګانديدار يې ګوډه كړه.

په دې وخت كې د ملاجي كوترې هم راورسېدې، كالي ګانديدار په ګوډه پښه پسې والوته او په سېل كې خپل كور ته ولاړه. شكيل په زوره ماته راغږ كړ: (( ودې ليده مقابله!؟  څنګه د ملاجي كوتره وتښتېده؟ يوه بېګانه كوتره هېڅكله په بل سېل كې نه شي پاتې كېداى.))

دا نو هغه وخت و چې لمر هم ځان بشپړ په وينو لړلى او د اسمان لمنې يې هم سرې كړې وې، ماښام رانږدې و، د كوتربازۍ نظارې عجيبه تاثرات راكول او پوى شوم چې د زوړ ډيلي كوتربازان ولې له مودو وروسته هم له خپله شوقه نه دي غورځېدلي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب