یکشنبه, مې 5, 2024
Homeټولنیزد زهرجن رییس په پرتله مو همکاران ډیر کاري سټرس درکوي

د زهرجن رییس په پرتله مو همکاران ډیر کاري سټرس درکوي

سمون بابر

یوه څېړنه ښيي، نظر یو زهرجن یا قهرجن رئیس/مدیر ته مو همکاران ډیر کاري سټرس درکولی شي. 

موږ عموماً خپل مدیران د کاري فشار له کبله ګرموو، مګر داسې ښکاري چې په دې برخه کې اصلي مسوولیت زموږ د خپلو همکارانو په غاړه دی. 

څېړنه وایي له همکارانو سره ښې اړیکې نه لرل مو د کاري سټرس یا فشار اصلي لامل دی او د هغوی د چلند له کبله فشار یا سترس نسبت هغه یوه ته زیات دی چې ممکن تاسو یې له خپل آمر څخه انګېرئ. د همکارانو ښه او نیکه رویه ستاسې ورځ لا ښکلې کوي او برعکس یې د سټرس سبب ګرځي. 

دغه ۲۰ کلنه څیړنه په لاندې ذکر شوو پړاوونو کې شوې

– دغه څیړنه په ټیل اوي پوهنتون کې پر ۸۲۰ مسلکي کسانو باندې، چې عمرونه یې د ۲۵ تر ۶۵ کلنو ترمنځ وو، شوې ده. دا کسان د مختلفو برخو متخصصان وو.

-: له ټولو ګډونوالو څخه د هغوی د اړیکو په اړه مختلفې پوښتنې وشوې لکه: له خپلو همکارانو، مدیرانو سره یې اړیکې او کاري کلتور څنګه دی او دلایل یې څه دي؟…همدارنګه د دوی روغتیایي او ټولنیز حالت د څیړنې په جریان کې وڅارل شو.  

پایله:  

څیړنې وښودله چې ډیر کاري ساعتونه یا ناکاره رئیس د سټرس یا فشار اصلي عامل نه وه نسبت غیر فعاله همکار یا هغه چا ته چې ستاسې سره راز و نیاز یا فکري مشترکات ونه لري. د دې څیړنې په لړ کې لاسته راغلې پایلې وښوده، دغه حالت د ډیرو کارکوونکو، چې ۵۳ سلنه یې ښځې وې، د تدریجي مړینې سبب ګرځیدلی،

 مونږ ټول محافظتي فکتور ته اړتیا لرو!

دغه څیړنه، چې د رواني روغتیا په ژونال کې خپره شوې، څرګندوي چې ۲.۴ سلنه د منځنيۍ کچې کارکوونکي د ښه همکار د نه لرلو له کبله د تدریجي مړینې له خطر سره مخامخ شوي دي. د دې خلاف که چیرې موږ له ښه ټولنیز ملاتړ څخه برخمن واوسو د خطر کچه کمېدای شي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب