پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeکالمونهسنګرد کې، جي، بي يو غړی د سرطان (26) کودتا ته د...

د کې، جي، بي يو غړی د سرطان (26) کودتا ته د شک په سترګه ګوري!؟

استاد شهسوارسنګروال

د سرطان د (۲۶) نېټې کودتا په تړاو ډول ډول انګېرنې تر غوږو شوېدي. یو شمېر کسان انګېري، چې په دې کودتا کې د شوروي اتحاد لاس وو. ان تر دې ویل کېږي چې ګنې له کودتا نه یوه اونۍ د مخه د سلو په شاوخوا کې روسي ټانکستان کابل ته راغلي ول.

ولې ځنې بیا په دې اند دي، چې « د جولای اولسمې (۱۷ـ ۷ـ ۱۹۷۳) نېټې کودتا کې شوروي اتحاد ونډه نه درلوده. دا یو افغاني خوځښت وه. ولې دا باید ومنو، چې یو شمېر کمونستانو پدغه تحرک کې برخه درلوده.» [1]

انتوني هی من د محمد داود کودتا په تړاو داسې کښلي دي:

« د افغانستان خلکو یو ځواکمن دولت غوښته او پدې اند وه، چې محمد داود د داسې دولت د تشکیل وړتیا لري. محمد ظاهر شاه چې د سترګې[2]

د درملنې لپاره اروپا ته تللی وه، داود خان د پوځي ځواک پر مټ د جولای په (۱۷) نېټې (۱۹۷۳ ز کال) واک ته ورسېد.

ده په خپله وینا کې وویل: له یوه کال نه په ډېره موده کې د کودتا په تړاو ما له خپلو ملګرو سره خبرې کولې، خو کله چې حکومت پر ملي ضد عملونو لاسپورې کړ موږ دېته ژمن شو، چې خپله پرېکړه عملي کړو.

داود خان پخپلو خبرو کې د « ملګرو» کلمه وکاروله. لویدیزو مطبوعاتو داسې وانګېرله، چې د کابل کودتا د شوروي اتحاد په سپارښتنه شوېده.»[3]

محمد داود چې په کومه شپه د کودتا کولو پرېکړه کړې وه. نو په همدې مازدیګر یې خپل یاور باز محمد خان منګل ته وویل: « نن شپه کورته مه ځه، یوازې دومره لاړ شه، چې رخصت واخلې او بېرته ژر راشې.» [4]

نوموړي د ده خبره ځمکې ته ونه غورځوله، د کور په پلمه لاړ ولې د ابن سینا په روغتون کې د یوه ناروغ پوښتنه وکړه ډېر ژر بېرته راستــون شــو.

خو دا چې حسن شرق لیکلي دي، چې محمد داود خان له خپل زوی «ویس» سره زما کور ته راغی او ګنې د کودتا په اړه یې اندېښنه درلوده، چې آیا نن شپه به پاڅون وشي؟ دا ډول څرګندونې د تامل وړ دي. دا ځکه چې د محمد داود یاور ویلي دي، چې زه د سرطان په (۲۵) نېټه د سهار اته بجې د سردار صاحب په حضور کې وم تر هغې، چې د سرطان په (۲۶) نېټه د سهار په اته بجې د خپلې وینا لپاره رادیو افغانستان ته لاړ.

د کودتا د شپې کیسه له بلۍ د ارګ تر ماڼۍ کتاب کې د باز محمد منګل له خولې اورو: « د محمد داود خان د کور دروازه ډېره ورو وټکول شوه، زه ډېر زر ورغلم، دروازه چې مې خلاصه کړه دوه تنه د دروازې شاته ولاړ وو، له روغبړ نه وروسته یې وویل:

زه پاچا ګل وفادار یم او هغه بل وویل: زه عبدالحمید محتاط، راغلي یو چې دلته مخابره ځای پر ځای کړو.

محمد داود خان د دروازې شاته ولاړ وه، اشاره یې وکړه، چې دروازه خلاصه کړه.» [5]

ولې بهرنۍ سرچینې په سر کې روسي تاریخپوهان او څېړونکي د محمد داود د کودتا په اړه د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند په ځانګړي ډول د پرچم د ډلې رول ته اشاره کړې، چې حسن شرق د محمد داود او ببرک کارمل په دوستۍ او نږدې کولو کې مهم رول درلود.

د کې- جي- بي (K_G_B) یو غړی الکساندر ماروزوف «Alexander Marozof » چې په کابل کې (۱۹۷۵- ۱۹۷۹ ز کالو) د شوروي استازي وو (د کې- جي- بي مرستیال مدیر) پدې ټینګار کوي، چې « نږدې ټولو پرچمیانو په تېره هغو کسانو، چې د محمد داود په کابینه او مرکزي کمېټې کې غړیتوب درلود شوروي استخباراتو ته وخت په وخت اطلاعات ورکول.» [6]

د انتوني هی من «Anthony Hyman» له څرګندونو نه هم ښکاري، چې «محمد داود په ټولنیزو رغاونو کې له ډېر احتیاط نه کار اخست. سره د دې، چې پرچمیانو او خلقیانو له ده سره په کودتا کې مرسته کړې وه، ولې بیا هم له ده سره یې «مکارانه» عمل کاوه… پداسې حال کې، چې یوسلو شپېته (۱۶۰) تنه پـرچمیــان په موهمـو دنــدو ګمـارل شوي ول.»[7]

دویمه خبره، چې انتوني ورته ګوته نیولې ده او د پام وړ یې ګڼي هغه د محمد داود او کارمل تر مینځ شخصي اړیکې وې، چې د ببرک پلار جنرال حسین خان سره یې لرلې. لویي دوپري هم ورته یادونه کړې ده ولې ده هغه ټکي هم را غبرګ کړیدي، چې بیا نوموړي چارواکي له دندو ګوښه شول.

دې کې شک نشته، چي کین اړخو د سرطان د (۲۶)نېټې (۱۳۵۲ ل کال) په کودتا کې برخه لرله. ولې دا خبره لا تر اوسه نده سپینه شوې، چې د شوروي اتحاد ټانکستانو دی په کودتا کې برخه اخستې وي!؟

که څه هم پاچا ګل وفادار، چې میرمن یې روسۍ وه او عبدالحمید محتاط دواړه کیڼ اړخي وه، ولې حسن شرق د دوه تنو نورو مرتضی قل او محمد اصف یادونه هم کوي، چې ګنې یوه تن د مخابرې بکس د محمد داود کورته او بل تن د انضباط په قومندانۍ کې ضیا مجید ته وسپاره.

کومه مخابره چې لومړنیو دوه تنو د محمد داود کورته د کودتا لپاره لېږده ولې وه فعاله نشوه. نو ځکه محمد داود خپل یاور ته وویل، چې «عمر» له خوبه را پاڅوه. (عمر د محمد داود زوی وه)

«کله چې ما عمر له خوبه را پاڅوه لومړی ووېرېد، ولې وروسته راغی مخابره یې فعاله کړه. بیا د مخابرې غوږی محمد داود را پورته او وفادار او محتاط ته یې وویل: ځئ لاړ شی خپلې دندې پرمخ بوځی.

محمد داود د کودتا لومړی غږ په (۴۴۴) قطعې وکړ. او د سبا تر پینځو بجو پورې د مخابرې شاته ناست وو… په پای کې ډاډ ورکړ شو، چې د پاچاهي نظام ټول نظامي او ملکي چارواکي ونیول شول.»[8]

دا چې کودتا د شپې په یوه نیمه بجه پیل شوه او څو ساعتو په نتیجه کې د اوو (۷) کسو په مړینه پای ته ورسېده د بري یو ستر لامل یې د پوځي او ملکي چارواکو بې پروایي په ګوته کوي.

د کودتا په شپه (ماښام د جولای ۱۶ــ د سرطان ۲۵نېټه) د دولت موهم چارواکي د عراق د ملي ورځې په مناسبت د هغه هېواد په سفارت کې مېلمانه ول. ورپسې د امریکا د سفیر په کور کې د یوه پوځي اتشی په ویاړ مېلمستیا وه، چې نوی په دنده ګومارل شوې وه…

پدغو مېلمستیاوو کې د هېواد لوړ رتبه چارواکي ان د دفاع وزیر خان محمد خان او سردار ولي هم ګډون درلود. د دې خبرې په څنګ کې د محمد داود او د ده د ملګرو د کودتا نظم او دسپلین هم د ډېر پام وړ وو، چې له یوې خوا یې هغه نقطې تر برید او ګواښ لاندې ونیولې، چې دوئ ترې اندېښنه لرله او له بلې خوا د سیالو ځواکونو د اړیکو پرېکول هم د پام وړ ول، چې هم یې د مخابراتو سستم له کاره وغورځوه او هم یې رادیو افغانستان تر خپلې ولکې لاندې راوسته. کودتاچیانو چې په همدغه شپه او یا وروسته د دولت مهم پوځي او ملکي چارواکي ونیول او بیا یې یو د بل پسې بندیان کړل. دغه کسان ول: د سلطنت د مقامه کفیل شهزاده احمد شاه، د مرکزي ځواکونو قومندان سردار عبدالولي، مارشال شاولي خان، د هېواد صدراعظم موسی شفیق، د دفاع وزیر خان محمد خان، د هوایي او مدافع هوايي قومندان ګلبهار، د ګارد قومندان غلام محمد، د توپچي د لېوا قومندان قمرالدین، د کوماندو قومندان رحمت الله ساپی، د رشخور د فرقی قومندان حکیم کټوازی، د قرغې د فرقی قومندان علي نواز د څلورمې زرهې قومندان شېر محمد، د (۱٥) قوي قومندان حسین خان، د ژاندارم او پلیسو قومندان سید عبدالغني، د پاچا سر یاور محمد عمر خان او نور د ساري په توګه یادلی شو.

کله چې محمد داود د کودتا بری واورېد د سهار د ۷ــ ۸ بجو په مینځ کې بیا رادیو افغانستان ته لاړ، چې د خپل بري غږ د هېوادوالو غوږو ته ورسوي.

د ده پدغې رادیویي وینا کې کوم ټکي چې ده يې یاودنه وکړه هر چا ته د پام وړ وه.

لومړۍ خو همدغه د پام وړ وه، چې محمد داود خان د خپل تره زوی محمد ظاهر پروړاندې په یوه پوځي پاڅون لاس پورې کړ، نو ځکه هېوادوالو د ده وینا په غور واورېده او کوم ټکي، چې د ده وینا یې رانغاړلې وه، څو بېلګې یې داسې دي:

زه د اوږد مهال لپاره پدې بوخت وم او په دې لټه کې وم، چې خلکو او وطن ته څرنګه د خدمت جوګه شم؟

ــ د هېواد خلک باید پرته له کوم توپیر او تبعیض نه د هېواد په ابادۍ او رغاونه کې برخه واخلي.

ــ زه دې ته ژمن شوم، چې هېوادوالو ته په اقتصادي او اجتماعي برخو کې خدمت وکړم نو ځکه مې دغې موخې ته د رسېدلو لپاره پدغه عمل لاسپورې کړ.

ــ د رښتنې موکراسۍ بنسټ، د خلکو د حقوقو تامین، له فساد نه د دولتي ادارو پاکول او د پښتونستان د قضېې حل… د ده د وینا نور ټکي ول.

محمد داود خان له دغې رادیویي وینا نه وروسته د مرکزي کمېټې پنوم یو بنسټ د سرطان په ۲۷ نېټې رامینځته کړ، چې غړي یې دغه کسان ول:

د اعلام شوي مرکزي کومېټې رئیس محمد داود.

محمد حسن شرق منشی او غړي یې سید عبد الاله رسولې، قدیر، محتاط، وفادار، فایق، فیض محمد او ضیا وو. دغه تشکیل د افغانستان په تاریخ کې بېسارى وو. ځکه چې انګېرنې داسې وې، چې په افغانستان کې یو شمېر کیڼ اړخي ګوندونه د «مرکزي کمېټې» تر سرلیک لاندې سیاسي فعالیت کوي. همدا راز د شوروي اتحاد په سیاسي تشکیل کې هم د « شوروي اتحاد د کمونست ګوند مرکزي کمېټې» پنوم اصطلاح کارول کېده.

له دې ډول اصطلاحاتو او څرګندونو نه ښي اړخو سیاسي ګوندونو د یوې پلمې په توګه د محمد داود پر وړاندې پر ډول ډول غبرګونونو لاس پورې کړ.

د دولت رئیس بیا له کودتا نه دوه اونۍ وروسته د زمري په ۱۱ نېټې خپله کابینه داسې اعلان کړه:

ــ محمد داود د دولت رئیس، صدراعظم، د باندنیو چارو او د ملي دفاع د وزیر په توګه (۱۹۷۳-۷۸)

ــ محمد حسن شرق د صدراعظم مرستیال (۱۹۷۳-۷۷)

ــ سید عبد الاله د مالېې وزیر (۱۹۷۳-۷۸)

ــ عبدالمجید د عدلېې وزیر (۱۹۷۳-۷۷)

ــ فیض محمد د کورنیو چارو وزیر (۱۹۷۳-۷۵)

ــ نعمت الله پژواک د ښوونې او روزنې وزیر (۱۹۷۳-۷۴)

ــ غلام جیلانی باختري د کرنې وزیر (۱۹۷۳-۷۵)

ــ پاچا ګل وفادار د سرحدونو وزیر (۱۹۷۳-۷۵)

ــ عبدالقیوم د معدنونو او صنعتونو وزیر (۱۹۷۷-۷۸)

ــ غوث الدین فایق د فواید عامې وزیر (۱۹۷۳-۷۸)

ــ نظرمحمد سکندر د عامې روغتیا وزیر (۱۹۷۳-۷۶)

ــ عبدالرحیم نوین د اطلاعاتو او کلتور وزیر (۷۳)

ــ غلام حیدر رسولي د دفاع وزیر (۱۹۷۷-۷۸)

ــ عبدالقدیر نورستانی د کورنیو چارو وزیر (۱۹۷۵-۷۸)

ــ وفی الله سمیعی د عدلیه وزیر (۱۹۷٧-۷۸)

ــ عبدالقیوم وردګ د ښوونې وزیر ( ۱۹۷٤-۷۷)

ــ محمد ابراهیم مجید سراج وزیر (۱‍۹۷۷-۷۷)

ــ غلام صدیق محبی وزیر (۱‍۹۷۷-۷۸)

ــ محمد خان جلالر د سوداګرۍ وزیر (۱۹۷۴-۷۸)

ــ عبدالحمید محتاط د مخابراتو وزیر (۱۹۷۳-۷۵)

ــ عبدالکریم عطایي وزیر (۱۹۷۵-۷۸)

ــ عبدالتواب اصفی معادن وزیر (۱۹۷۵-۷۸)

ــ عزیزالله واصفي کرنې وزیر (۱۹۷۵-۷۸)

ــ عبدالله عمر د روغتیا وزیر(۱۹۷۶-۷۸)

ــ علي احمد خرم پلان وزیر (۱۹۷۴-۷۷)

ــ فیض محمد د قبایلو وزیر (۱۹۷۵-۷۷)

ــ عبدالقیوم وردګ قبایلو وزیر (۱۹۷۷-۷۸)

ــ جمعه محمد محمدي د اوبو برښنا وزیر (۱۹۷۶-۷۸)

محمد داود خان سربېره له دې، چې د افغانستان د شاهي نظام پر ځاې جمهوري نظام اعلان کړ، بلکې د خپل رژیم تګلاره یې «خطاب به مردم افغانستان» هم په ډله ییزو خپرونو او رسانیو کې خپره کړه.

د دغې تاریخي وینا په تړاو داسې انګېرنې شتون لري، چې ګنې د دې متن د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند د پرچم ډلې له خوا لیکل شوی وه.

« حسن شرق د پرچم له مرکزي کمېټې څخه وغوښتل، چې « خلکو ته په خطاب کې» تر سرلیک لاندې لیکنه وکړي، چې وروسته یې پخپل نوم محمد داود ته ورکړه، چې د یو دوه درې جملو په بدلون یې له راډیو افغانستان څخه خپره کړه.»[9]

له دې سربېره دې ټکي ته هم اشاره شوې ده، چې « حسن شرق د محمد داود د کودتا په تړاو د پرچم د ډلې له رهبرۍ نه وغوښتل، چې یو شمېر ناپېژندل شوي پوځیان… ور وپېژني… ګوند د یوه ځانګړي مېتود له مخې د کوماندو له قطعې څخه فیض محمد، حسن شرق ته ور وپېژند.»[10]

څومره چې خبره « خلکو ته خطاب » په اړه دی، محمد داود د کودتا مشر د سنبلې د میاشتې د لومړۍ ورځې په ویاړ (۱۳۵۲ ل کال) د هېواد د خپلواکۍ په جشن کې خپله ګټوره وینا ( د اګست۲۳ ) چې د هېواد اقتصادي، سیاسي او بېلابېلو ټولنیزو ارزښتونو ته ځانګړې شوې وه، هېوادوالو ته واوروله، چې د هر چا لپاره په ځانګړي ډول سیاست والو ته ډېره د پام وړ وه.

لومړۍ یې د پاچاهي نظام د دموکراسۍ په لسیزې برید وکړ او هغه یې یوه قلابي دموکراسۍ وبلله.

ده ژمنه وکړه، چې د ټولني د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې به بدلون راولي. د ځوان نسل د سالمې روزنې لپاره هڅې، د خلکو د حقوقو برابري، د خلکو ملي آزادي او سیاسي حاکمیت په رڼا کې د سیاسي شعور وده او پرمختګ…

په اقتصادي برخه کې له لاسي ضایع سربېره د صنعت پراختیا، له معدني شتمنیو نه سمه استفاده، سوداګریزو اړیکو ته پراختیا او همدغسې یې د هېواد په بهرنیو اړیکو او سیاست هم رڼا واچوله.

[1]:ـ غوث عبدالصمد سقوط افغانستان ۱۴۲ مخ

[2] :ـ د محمد ظاهر شاه سترګه د ملکې له خوا ژوبله شوې وه.

[3] :ـ هی من انتوني افغانستان —– ۸۶ ـ ۸۷ مخونه

Hyman Anthony Afghanistan Under Soviet Domination P: 86 – 87) )

[4] :ـ له بلۍ د ارګ تر ماڼۍ ۴ مخ

[5] :ـ همدغه اثر ۷ مخ

[6] :ـ کاکړ محمد حسن رڼا او دفاع ۱۶۱ مخ

[7] :ـ Afghanistan, under Soviet Domination. P:89

[8] :ـ له بلۍ د ارګ تر ماڼۍ ۹ مخ

[9] :ـ غوربندی عبدالقدوس نګاهی په تاریخ ضرب ۳۳- ۳۱ مخونه

[10] :ـ همدغه اثر ۳۰ مخ

3 COMMENTS

  1. سلا م استاد
    لو مړی له د هرڅه نه مخکې د تاند وېب باڼې نه ډیره مننه کوم هروخت یې زما کږو وږو تبصرو ته د خپرېدو زمینه برابره کړې چې دا ستر غنیمت او سهولت دی کمو نستان په تا ریخی لحا ظ د داود خا ن په حکومت کې د لستوڼی ماران ول خورد ضابطا نو یا خرو ضالطانو دداودخان په کودتا کې دوه رتبې واخیستلې . دغه کاسه او کپړی د چا به کا سه رالوی شول؟ا و چا ورسره همکاری لرله؟ چا ور ته د روشنفکری او هسی تش په نوم مترقی فعاله بر اعلی سیاسی حوزو اجازه ورکړې وه . کوم عقل دامنی چې بلار په اردو کې جنرال او زو ی سور پرچمی . دغه کاسه او کپړیو به دی وخت کی ځا نونه تغذی کړل چې په دیر لندوخت کې یې په داود خان باندی مرحوم محمد هاشم میوندوال د افغانستان صدر او د مساوات جریدی موسس ، مرحوم ماما زرغون شا شینواری تورن جنرال مرحوم عارف رکشاواو مرحوم جګړن خان محمد خا ن په دسیسه باندی تورن او پډیره نروا توګه یی شهیدان کړل . داود خان پوهېده چې بل د کې جې بې غټ سبی به کا بینه کې ور سره ناست دی دسوداګرۍ وزیر محمد خان جلالر
    دې کې شک نشته چې داود خان نه کمونست وه او نه یې کمونستان ن خوښېدل . او دکودتا له بیله په دې تاکتیک پوهېده چې دا مزدوران نه ظرفیت لری اونه اهلیت، شخصیت خو یې د لینن په اخور تړلی دی نو کرارکرا داودخان تر شاته کېد ه ولې دوه نور مهم فکتورونه دلته لا شتون درلود چې یو دولت کې ډیر بې کفایته دار او دسته نیولی وه ستر القاب او زاړه نوومونه یې لکه د غنی با با په دوه سری حکومت کې ډیر لوړ خو کاری مدیریت او کیفیت یی ډیرکمزوری بل فکتور خینې افغانان ډیر ابرچونست، کاسه لیس دوه مخی او چلوس دی دپیسو او مقام لباره هرڅه کوی دا ډله زه بېژنم دې ډلې د« خیر او خیریت» پیغام داودخان تیروست . داود خان نه ډیر مهمه او ستراتیژیکه موقع اوزمینه دقلابی شورا او د حزب جوړلوپه وخت له لا سه ورکړه چې دولس له رښتینیو خلکواو اصیلو سره یی واټن رامنځ ته شو کله چې حکومت ته د حر بی پوهنتون په تشنابو کې خلک کنځل لیکی دا څوک دی ؟ دولت چېرې
    وه او دادچا مسولیت وه چې څه باید وکړی؟ ، پا چاګل وفادار د مړې ګېډې فارسی وایی پاچا ګل او د هغه بوهه اوحکومت ها ها
    لنډه دا چې تا ریخ پوهان وایی چې داود خان ډیر مغرور اوخود منم زعیم وه دچاردهی ولسوال باز منګل چی مطلق بېسواد وه د هغه نږدې باوری وه شخص وه چې داودخان ته یی هېڅ ګته نه رسېده بې له تاوانه
    دشمن دانا بلندت میکند بر زمینت میزند نادان دوست
    ماسره دداودخا ن زوی عمر« داود» دکابل رادیو تلویزن په انګړ کې وپېژندل دا هّغه وخت وه چې داود خان داسلامی نړۍ هېوادونو
    ته سفر کې وه بیا هم محمد خان جلالر ورسره ملګری وه اودداود خان دسفر تول احوال یی مسکو ته رساوه . خکه داودخان یوازینی با ایمانه نر افغان زعیم وه چې د نړۍ به سطحه یی بریژنیف سپی ته په تنده لهجه وویل :چغه ! ته حق نه لرې چې زمونږ به برخلیک باندی تصمیم ونیسې مونږد خپل هیواد برخلیک ته تصمیم نیولی شو!!! با شها مته داود خا ن په تنهایی د کې جې بې خرو ضابطا نو وطن فروشو سره تر هغه مقاو مت وکړچې دبا ایمان شهادت جام یی په سر بورته کړ. هغه ته هېواد د ملی ناموس حیثیت درلود د هغه وقار اوعزت هرډول تګلاری سر ه سازش نه کاوه . اوس تنورګرم دی او هرڅوک
    زغالی ور ولی خو دعا کوی چې خدا ی جل جلاله مو له کمزوری ملګری لیرې ساته

  2. سلام.
    د داوود د چنګاښی کودتاه بحث یو دروند بحث دی چه زغم ئی هم یوه درنه حوصله غواړی
    د فضائی فزیک د علماوو په عقیده د شمسی نظام د انتظام او پائښت یوازنی ستر عامل د جاذبی د قوی هغه حیرانوونکی او دقیقه اندازه ده کوم چی دا ستر کُرویات ئی په ټاکلی مدار کی راوستی او ساتلی دی
    په نړیوال سیاسی اجتماعی نظام کی هم زموږ هیواد په یو ډیر حساس مدار کی پروت ؤ او پروت دی او پروت به وی
    نړیوال سیاسی نظام د شمسی نظام خلاف هره شیبه او هره هفته او هره میاشت او هر کال او هره پیړی د غیر منتظره بدلونو د احتمال سره مخامخ کیدونکی دی
    څلوېښت کاله زموږ هیواد د یو توافقی او مصلحتی او ټاکلی قوۀ جاذبی په اساس د بنسټیز او اساسی بدلون څخه لیری ساتلی سوی ؤ
    خو کله چه د بلی پردې د پیل نیټه راورسبده نو د جاذبی د قوی په څرنګوالی او کیفیت کی هم ژور بدلون راغی دومره ژور بدلون چی د شوروی پنوم لویه سیاره ئی هم د خپل مدار سره په جنجال اخته کړه
    ددی لیونی اولمپیکی لوبی د پیل او پرانستلو او افتتاح مشعل د چنګاښ پر ۲۶ د یو څو چنګاښانو په مرسته ولګید
    مشعل څلور کاله بَل ؤ څو د شورویانو د مزدورانو د دوهم ځل حماقت له وجی د المپیک سټادیوم یا لوبغالی ته هم اور واچول سو
    امّا ددی مشعل لومړنی حامل داوود لالا ؤ
    داوود خان څوک ؤ؟
    داوو خان د نادر د کورنی د دوهم نسل د قدرت په مزه مَزَوَل سوی کس ؤ
    دا ترخه پوښتنه به نه مطرح کوو چی
    نادر څوک ؤ او کورنی ئی څه وه او د کومی پټی معاملی په اساس ئی زموږ د شتون د آس جلو او کیزه د کوم خارجی قدرت د ارادی او غوښتنی په اساس پلاس ورکړه سوه
    په هر حال داوود د نادر سره د کورنی وصلت له وجی نور هم د دربار نازولی غړی او په دولتی پوست کی ئی حساس ماموریتونه تر سره کړی وه
    له اخلاقی او روحی پلوه یو دیکتاتور منش او خود خواه شخص ؤ خپل ځانته ئی په هره زمینه کی مخصوصی عینکی درلودی
    د صدارت په دوران کی د حاکمی جاذبی د قوی تابع او شاهی دستګاه ته وفادار ؤ خو کله چی د صدارت له مقامه خلع سو شاید د صدرات څخه د خلع دلیل ئی دا ؤ چی غوښتل ئی د قدرتونو تر منځ توافق سوی جاذبی حالت ته صدمه ورسوی
    په سیاسی احتلام ګرفتار او غوښتل ئی چی یو وخت ځان ټولنی ته د یو مطلق العنان مشر پتوګه ور وپیژنی چی البته دا احتلام ئی رښتینی بڼه غوره کړه چی درنه بیه ئی موږ ټولو ولیده
    امّا د پورته لیکنی په هکله نظر
    دا ناممکنه ده چی د یو هیواد هغه هم د حساس مؤقعیت درلوونکی هیواد عسکری ټول سیسټم د ګیټس څخه نیولی تر ټانک او توپ او طیاری پوری د بل خارجی هیواد په جیب او مرستو فعّال وی خو هغه مرسته کوونکی هیواد دی د احتمالی یا حتمی پیښو د وقوع څخه غافل او بی خبره وی بناً دا د منلو وړ خبره نه ده چه ګواکی شوروی د چنګاښ د ۲۶ پښو د حرکت څخه ناخبره یا ناموافق نه ؤ
    ټولو لویو نړیوالو لوبغاړو ته د څلویښت کلنی قراردادی آرامی موده پای ته رسیدلی وه او باید لاس په یو بل نوی شطرنجی حرکت پوری کی چی پوری ئی کړ
    امّا ددی مرموز حرکت اصلی دلال څوک ؤ؟
    حسن شرق
    حسن شرق د خپلی اصلی ریښی د پیوند په اساس چی د شوروی سره ئی درلوده په ماهرانه توګه پلاسټیکی هیلی غوندی د داوود خان د وجود خلیج ته ور ګډه او داوود خان ئی د قدرت نیولو ته تحریص او تطمیع او تحریک کړ او د شوروی د ناحئی لخوا ئی پنځه ویشت زره د وفاداری او مرستی ژمنی او وعدی ورکړی البته شوریانو مخکی هم داوود له هره اړخه پیژندلی ؤ او د هغه د روحیاتو او اخلاقو ټوله هستی ئی تر دقیقی مطالعی لاندی نیولی وه
    د حسن شرق ماموریت او ددی مرموز ماموریت د اجراء څرنګوالی ددی سبب سو چی داوود خان خپل تصمیم یو مستقل تصمیم وګڼی او حتی دومره ډاډمن ؤ چی فکر ئې کاوه شورویان به تیر باسی خو اُوډره
    په هر حال داوود د شورویانو د دسیسو قربانی سو خو حسن شرق بیا هم د شورویانو د انډیوالانو د هراړخیزی ژغورنی پخاطر د ثور د وروستیو نفَسونو د تنظیم( په حقیقت کی د مصنوعی تنفس پخاطر) د نجیب دستګاه ته معرفی سو چی دلته هم پنچر سو
    اُف دی وی د داوود پر هغو احمقو طرفدارانو چی نن ئی هم حسن شرق په پیری او مرشدی نیولی دی حال دا چی هغه یو مات او ګوډ جادوګر ؤ او دی او اُف دی وی پر هغه چا چی په واهی انګیزه ئی له داوود څه د تاریخ نابغه جوړ کړی او په ستائنه کی ئی کتابونه لیکی او اُف دی وی پر هغه چا چی ددې کتابونو پر محتوا او صداقت باور لری
    وروستی خبره دا چی
    دا به د بشر د اخلاقی سقوط نښه وی چی ځان یا نورو ته دا ټکی القاء کی چی فلانی سیاسی مشر او رهبر څومره ښه شخصیت ؤ چی د وولس په مال او ناموس ئی لوبی نه دی کړی
    که څه هم بد نه کول پخپل ذات کی یو فضیلت ګڼل کیږی خو د یو سیاسی رهبر دا صفت کفایت نه کوی هغه باید د بد نه کولو تر څنګ نور ښکلی اوصاف هم ولری او وولس ته د یو مهربان پلار غوندی په سترګه وګوری خود خواهی او دیکتاتوری او د شخصیت پرستی غلط فرهنګ پر ټولنه مسلط نه کی هغه غلط فرهنګ چی د رهبر په وړاندی د وړوکی انتقاد یا اعتراض بیه د زندان کونج یا د دار تناب وی بناً ددی ډول رهبرانو د توصیف ټینګار به په حقیقت یو ډول تصنعی تسکین وی. خبری اوږدی سوی خو کږی به نه وی

  3. هو! همدا خر صفته انقلابیونو بیګانه غیر انسانی مفکوری او غلامیی سره دا مؤمن ملت په غمونو واړوه او تر ننه دی ملت ته غم زیږوی او حتی خبیثه مقتدری بقایاوی یی اوس هم ددی مؤمن ملت سره خپله جاهلی دښمنی په شدت پالی او موجوده نظام ته دښمنان تولیدوی چی باید ویښ او مؤمن حکام د دی منافقینو د شر څخه ملت او دولت یی د لوث او پلیدی نه پاک کړی او نجات ورکړی او دا ارذل الناس څیری بربنډی شی چی اوس هم هماغه د نستوڼی مارانو رول لوبوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب