شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخپلواکيپه افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور مترقي پروګرامونه

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور مترقي پروګرامونه

پوهاند محمدبشیر دودیال

سریزه  

 په ۱۹۱۹م. کال کې  افغانستان د  امان الله خان تر مشرۍ لاندې، د افغانستان د زړور ملت په میړانه او قربانۍ د بریتانیا له امپراتورۍ څخه خپله خپلواکي ترلاسه کړه. د ګران هیواد د استقلال بیا ګټل او زموږ د نیکونو ایثار یوه د قدر وړ او  د ویاړ خبره ده،  د دې ترحنګ دا هم د یادونې وړ ده چې وروسته تر همدې کال (یعنې ۱۲۹۸هجری، شمسي  یا ۱۹۱۹م.) څخه افغانستان د ترقی او مثبت تحول په لوري قدمونه اوچت کړل، یعنی غازی امان الله خان نه یواځې دا چې د استقلال  ناجي و، بلکې  یو مترقی او ریفرمست پاچا هم و. له هغه وخته تر اوسه پورې  افغانستان  دخپلې خپلواکۍ  کلیزه لمانځي   او ورسره  یوځای  د  هغو ټولو اقتصادی، کلتوری، حقوقی، سیاسی او نور برخو  اصلاحات او  تحولات هم لمانځي چې د غازی امان الله خان په مدبرانه مشرتوب  هیواد کې پیل  او تطبیق شول. په دې  کې یو هم  د معاصرې  ادارې  او  نوی  نظام ټینګیدل و. په  دغه دوره کې اداری اصلاحات، د اداری  تشکیلاتی جوړښت، عمرانی چارې، دتعلیم وده، ملی رفاه، د افغانستان بین المللی حیثیت، ملی غرور، ټولنیز عدالت، د ښخو  دحقونودرناویاو ډیر نور ضروری  ټکې  ډاډمن  او تامین  شول. د خپلواکي تر لاسه کولو یواځې سیاسی اړخ ندرلود، بلکې له خپلواکي سره سم، په هیواد کې ګڼ شمیر اصلاحات، لوی ریفورمونه او ملی شعور کې ژور تحول هم راغی. د استقلال په ګټلو سره ، اداري بنسټونه ورغول شول، په تجارت او مالی چارو کې لوی تحول راغی او هیواد ته نوی فرهنګ، تکنالوژي، علمی مرکزونه، مطبوعات، عامه خدمات، فابریکې، اقتصادی پلانونه او برنامی معرفی شوې، د هیواد  اداری – ملکی تشکلات متوازن شول او د عامه  ادارې ځینی ضروری  عناصر رامنځته شول. غازی امان الله خان وروسته تر استقلال څخه لویې  اقتصادی پروژې  پیل کړې،  د لومړي ځل لپاره د ریل پټلۍ، روغتیایی مرکزونه، د راډیو دستګاه، دبریښنا دتولید پروژې، د مخابراتو، ټیلفون او مراسلاتو عصر ي سیستم ، دنجونو دتعلیم او باسواده کولو پروګرامونه او د ګمرکی چارو سمون  پیل شو. جنسی مالیه لغو او په عوض یې نقدی مالیات وضع کړل. دغه اقدام  هم د ټولو مالیه ورکوونکو لپاره او هم د دولت لپاره څواړخیزه ګټور و، همدارنګه د تجارت او د سرمایګذاری، له منابعو څخه د استفادې، بودجی جوړونې، بهرنیو هیوادو سره قراردادونو،د داخلی تولیداتو، د ترانسپورتی شبکو د پراختیا، د اوبو د بندونو، ترانزیت، کاني توکو د ښه  مدیریت او ساتنې او نورو برخوکې ژور ریفورمونه راغلل.  دغو اصلاحاتو د تیرو سلو کلونو په بهیر کې خپل ارزښت ساتلی دی. د هیواد  دخپلواکي  دبیرته تر لاسه کولو د  سلمې  کلیزې  په درشل کې په هغو مهمو  اداري اصلاحاتو او د پرمختیا په عصری برنامو خبرې کیږي، چې تر ډیره پورې اوس هم ورته ضرورت دی.

له خپلواکۍ ګټلو وروسته  اداره او  حکومتولی

د  ځوان  او مدبر پاچا غازی امان الله خان  له  خوا  د  استقلال تر اعلان وروسته ،  نوي حکومت ، کورنیو اصلاحاتو باندی لاس پوری کړ. د افغانستان خلکو سره د پرمختګ هیله وه، ملت  په ټینګه  او پوره متانت ډیر په کلکه د خپل ځوان  دولت ملاتړ وکړ او ټولو ریفورمونو ته یی په عمل کی ښه راغلاست ووایه . د نوي  مترقی او خپلواک حکومت  مشر د ادارې له جوړولو شروع وکړه، نوموړي  د افغانستان د اداري  نظام لپاره یوه روښانه  کړنلاره وټاکله. وروسته تر استقلال اعلانولو  یې د اسلام د سپیڅلي دین له ارشاداتو سره سم ؛ د اسلامی حکومت  مستقل بنسټ پیل کړ، چې  دا دی په دې سلو کلونو کې  لله الحمد زموږ  د اساسی قانون اصلی  منبع قرآن عظیم الشان، اسلامی  احکام  او  شرعي نصوص دي. دلته به  لومړی د  عامه ادارې  بیژندنه او لنډ تعریف وشی، بیا به و ګورو چې افغانستان  سل کاله دمخه  په څه ډول او څومره د ولس په خوښه اداری نظام جوړ کړ.

عامه اداره رسمی، دحاکمیت تمثیل کوونکی ،دعامه چاروپرمخ بیوونکی لویه موسسه اودیو   هیواد سراسری ارګان دی، چی دسیاسی،حقوقی،اقتصادی ،ټولنیزواوکلتوری ډګرونومسئولیت ورپه غاړه دی. ددغه سیا سی ډوله تعریف ترڅنګ د ادارې حقوقی  تعریف داسی شوی دی: اداره هغه سازمان او تشکیلاتی جوړښت دی چې بشری، مالی او مادی منابع  اهدافو ته  د رسیدو په خاطر تنظیم  او په کار اچوي.

امانیه دولت  هم  د هغه مهال له غوښتنو سره  د ادارې د نوي سستم د جوړولو پریکړه وکړه. د دغه نوی سیستم لپاره روزل شویومتخصصینوته اړتیا ده، چی ددوی دپوهی په قوت باید عامه پالیسی تطیبیق شی. عامه اداره دعامه پالیسی د تطبیق کولو،داجراتو،دقانون جو ړلو او دقانون انفاذ اودعمومی قضاوت لپاره عمل کوونکی قوتونه لری. دعامه اداری په اډانه کی دولت مستقل ادارات اوپه بیلابیلوسکتورونوکی له مرکز څخه نیولی ترمحلاتوپوری فعاله څانګی لري اوهمدغه جوړښت دهیواد په سرتا سر کې دعامه ادارې مفهوم ته تحقق ورکوي. دغه بیلا بیل ادارات دبیلابیلودندولرونکي دي لکه: اقتصاد،ترانسپورت،روغتیا،چاپیریال ساتنه اونور. په  دغو سازمانونوکی اغیزمنه هماهنګی ایجاداوعامه خدمات عرضه کیږی

غازی امان الله  خان د پورته  مقاصدو له مخې د اداري  تشکییلاتو دننه کې  ریفورم  ته ملا وتړله، وزیران ، والیان (حاکمان)، ښاروالان، د څانګو مدیرانیې  موظف کړل، دوی  یې خپلو مسئولیتونو ته ځیر کړل. شرعی محاکم  یې جوړ او قاضیان یې پکې مقرر کړل او حکم یې وکړ چې ټول قضایا به د محکمې په واسطه حل کیږی. شورا یې تاسیس او د حکومت ارکان یې په دنده وګومارل.  دا په هیواد کې د معاصرې ادارې لومړنی بنسټیز اقدام و. غازي امان الله خان  له خپلواکۍ تر لاسه کولو وروسته، د افغانستان د نوي اداري نظام لپاره لاندې ټکي په پام کې ونیول:

  • د دولت د ټولې اداري دستګاه له سره سمون او نوی جوړښت وربښل،
  • اداري پروسه ګړندۍ. رڼه او د ضروری بروکراسۍ سره سمه عیارول،
  • د حکومت او ولس ترمنځ خوږې او نږدې اړیکې جوړول ( د ولسواکۍ ایجاد)،
  • د دولت د کارکوونکو د کاری چاپیریال او ادارې ترمنځ د پیاوړو او کلکو اړیکو رامنځته کول،
  • د مکافاتو او مجازاتو رایجول،
  • مهمې چارې روڼاندو او پوه ذواتو ته سپارل.

غازی امان الله خان  د قانون ملاتړی و، تر هرڅه دمخه  یې د یوې لویې جرګې  په رابللو سره د هیواد لپاره یو اساسی قانون تدوین کړ. امانیه دولت په دوهم ګام کې  د افغانستان د ملی یووالی د بنسټ ټینګولو ته پاملرنه وکړه او په عاقلانه توګه یی دغه ملی یووالی د ورورۍ او د افغانستان د خلکو د مساوی حقونو په پام کی نیولو سره سمبال کړ،  موخه یې د  نوي افغانستان د ټولو اوسیدونکو ترمنځ د  بشپړ عدالت ډادمن کول و، نو ځکه یې  د اساسي قانون په اتمه ماده کې ویل شوي  و چی:

ټول هغه وګړي چې په افغانستان کې اوسیږي پرته د دینی او مذهبی توپیر څخه د افغانستان اتباع بلل کیږي.  په نهمه ماده کې ویل شوي وو، چې د افغانستان ټول اتباع په دینی او مذهبی چارو کې د دولت د سیاسی نظام تابع  او د شخصی حقونو د آزادۍ لرونکی دي. په لسمه ماده کې راغلی وو، چی : شخصي حریم  له هر ډول تعرض او مداخلی څخه خلاص دی، هیڅوک پرته له شرعی حکم  او قانونی نظام څخه توقیف او مجازات کیدای نشی. په افغانستان کی د اسارت اصول بیخی موقوف دی.

په ۱۶ مه ماده کی راغلی وو: د افغانستان ټول اتباع د شریعت او د دولت د نظام په وړاندې د هیواد په وظایفو او حقونو کی مساوی برخه لری.

په ۲۲ مه ماده کی وایی: مصادره او بیګار تحریم شو. په ۲۴ مه ماده کی شکنجه او هر ډول کړاو منع کړل شو او د کور او لیکونو مصئونیت ډاډمن شو.  د دغو  قانونی موادو روح داسی و، چی عملاً تر تطبیق لاندی و او له ناولتیا، دوکې،  غولولو او درواغو او نفاق څخه پاک و.  همداسې هم دیني مراسم او د امامیه مذهب د پیروانو تکیه خانې هم عملاً ازادې شوې او ټول  مرییان    له مرئیتوب څخه آزاد شول او په دی بهیر کی په کابل کی د دوی اووه سوه تنه وینځی او مرییان د خپلو اربابونو له کورونو څخه ووتل .

اداري  بیځایه  لګښتونه  یې منع  او دمالی چارو مدیریت  یې سیده  او روڼ کړ، چې  مهم ګام یې  د جنسی مالیې په عوض، نقدي مالیه وضع کول و. بیوزله خلک  یې له مالیاتو معاف  او بی مورده جبری  او شاقه کارونه یې لغو  کړل، بیځایه – اضافی مادی  امتیازات یې منع اعلان کړل.  اداره  یې سراسري  کړه او له مرکز څخه  یې صلاحیت لرونکی هیئتونه  ولایاتو او علاقداریو ته  ولیږل. اداری  او مالي چاری  یې تر تفتیش لاندې راوستلې . دغو مدني  تحولاتو، قانونی  آزادی،  دیموکراتیکې اوآزادې فضا او  عادلانه حقوقی سیستم  اقتصادي  ودې، پانګونې  او د مولدینو تشویق ته زمینه  برابره کړه. د دهقان، کارګر، کسبه کار  او پیشه ور هوساینه  د دولت یو مرام وبلل شو.  همدا  علت و چې  ورو ورو د خوراکی  توکو او  لومړنیو اړتیا وړ  اجناسو  نرخونه  ارزانه  او  دخلکو په اقتصادی  ژوند  او  د خواریکښانو په دسترخان کی مثبت بدلون راغی. د اتباعو د  آزادی  او دیموکراتیکو حقونو د رعایت  په دِغه  بیلګه ییز څپرکي کې د کندهار،  غزنی او جلال آباد د ښارونو د مشورتی  مجلسونو او د معارف په انجمن کی یو یو تن د افغانستان له هندوانو څخه  هم په انتخابی توګه وګومارل شول او په اداري چارو کی ورته ونډه ورکړل شوه، د پاچا امان الله خان د ۱۲۹۹ ش. کال د وري د میاشتی( د ۱۹۲۰م.   کال – می) د فرمان له مخې  اهل  هنود او سکهانو ته  د ژیړی لونګی د حتمی په سر کولو او معجز اغوستو او د  دوی د جزیی باقیات لغو شول او د هندوانو بچیان په ملکی او نظامی مدرسو کی لکه حبیبیی او حربیی کی شامل او د اردو په افسری کی هم ومنل شول.  د قوم ژبی او نژاد له مخی هر ډول تبعیض له منځه ولاړ، د محمدزیو د قوم نسبی او مستمری معاش، د خانانو او د روحانیونو بی مورده  امتیازات لغوه شول او د ټول ملت حقونه مساوی اعلان شول.  دغه عدالت په اقتصادي ډګر او  ددولت د بودجې په سپما ډیر ښه مثبت تاثیر وکړ.  د دولت ماشین هم په دری ځواکونو یعنی اجرائیه مقننه او قضایه باندی ودرول شو، البته دغه تشکیل یو ځانګړی جوړښت درلود مثلاً پاچا هغه پخوانی د مشرانو جرګه چی دارالشورا بلل کیده، په  یو څه بدلون سره د شورای خاص په نوم ونوموله او وروسته بیا د دولت د شورا په نوم یاده شوه.  په دغه مجلس یا جرګه کی یو شمیر انتصابی غړی د پاچا له خوا او یو شمیر انتخابی غړی د ملت لخوا غوره کیدل او په ولایتونو کی د لومړۍ درجی دوهمی درجی او دریمی درجی حکومتونو او علاقداریو یو مجلس درلود چی په هغه کی به د سیمی رسمی مامورین شامل وو او انتخابی غړی یی د خلکو له خوا په مساوی توګه غوره کیدل د دولت شورا قانونی پروژی تر دقت او غور لاندی نیولی او د وزیرانو د مجلس د تصویب په خاطر یی د پاچا لاسلیک کولو ته استولی همدغه مجلس د دولت بودیجه،  مقاولات او قراردادونه او بهرنیانو سره تړونونه هم تر کتنی لاندی ونیول د دولت د شورا واک او دندی او د ولایتونو مشورتی جرګی د اساسی قانون په ۳۹ – ۴۹ مادو کی او همدارنګه د اساسی تشکیلاتو په قانون کی ټاکل شوې وې.

د ظرفیتونو لوړولو،  د ماهر و روزل شویو متخصصینو  زیاتولو او استخدام  او په اداره کې  د اغیزمن بشری ځواک  ګومارلو ته  یې ځانګړې پاملرنه وکړه.  په همدې  خاطر یې په بیلابیلو  څانګو؛  لکه:   باروت  او  وسله جوړولو، بریښنا او د الوتکو ترمیم، تیلفون او مخابراتو، طبابت، نظامی کادر، مالی محاسبینو او نورو ضروی څانګو کې  زده کوونکی د زده کړو لپاره  ترکیې، جرمنی او بریتانیا ته واستول. د هیواد قضایه قوی چی له پخوا څخه یی یو څه پراخه واک او یو څه ځانګړی خپلواکی لرله د هغوی خپلواکی دولت د قانون د ۵۳ مادی له مخی محترمه وګڼله، خو د هغو د حکم درجه یی قید کړه، په دی معنا چی قاضی به پخوا ځان په جزایی برخو کی ډیر فعال او څرنګه به یی چی زړه و هغسی باله او د تعزیر وسیله د هغه په لاس کی د یوی تیری وسلی په توګه وه، دا ځکه چی د جرم له پیښیدو مخکی جزا ثابته او ټاکلی نه، بلکی د قاضی په واک کی وه او د هغی د شخصی قناعت له مخی به ورکول کیده. قاضی کولای شول، چی په یوه جرم کی تورن کسان د هغوی د ټولنیز دریځ، ظاهری حالت او نورو له مخی په سزا ورسوی او سزا د غوږ له تاوولو نیولی بیا تر اعدام پوری وه او هر ډول به چی قاضی وغوښتل دغه سزاګانی ورکول کیدې.  پاچا امان الله خان د یو شمیر متجددو  او جید فقهاوو په مرسته، چی د هغو په سر کی د مولوی صاحب عبدالواسع خان کندهاری نوم یادیدای شی، د دوو ټوکو کتابونو په تالیف سره د قاضی له خوا ورکول کیدونکی سزاګانی محدودی او تعزیر یی په تقدیر واړاوه. د دغو کتابونو نوم تمسک القضا امانیه و یعنی تمسک القضا یی د یوه جلا قانون په بڼه او مدون جزایی قانون په شکل جوړ کړ چی د هر جلا جلا جرم جلا جلا سزا پکی لیکل شوی وه، په دی توګه قاضی نشو کولای، چی پخپله خوښه دغه سزا کمه یا زیاته کړی. په دی توګه په افغانستان کی دا بیخی یو نوی فقهی بنسټیز بدلون و.  محکمی د اساسی قانون له مخی د نورو له لاسوهنی څخه خپلواکه شوی او د تورنو (متهم) محاکمی کولو هم علنی او څرګنده بڼه غوره کړه له دی پرته دولت د حقوق الله او حقوق العبد موضوعات یو بل څخه جلا کړل او داسی یوه قضیه، چی قاضی به د خپل واک له مخی پکی تبرئه کید، دولت هغه له خپل لوری د پولیس د اداراتو او ولایتی مشورتی جرګی له لاری تر تعقیب لاندی نیوله او مجرم ته به یی سزا ورکوله.

د افغانستان اجرایه قوه په ۱۹۱۹ م.  کال کی په لاندی توګه تشکیل شوه. صدراعظم سردار عبدلقدوس خان اعتماد الدوله، حربیه وزارت سپه سالار صالح محمد خان وزیر،  د بهرنیو چارو وزارت وزیر محمود طرزی،  د کورنیو چارو وزارت وزیر علی احمد خان شاآغاسی،  د مالیی وزارت مرزا محمود خان پخوانی امین نظام،  د سوداګری وزارت وزیر غلام محمد خان وردګ،  د عدلیی وزارت محمد ابراهیم خان، د معارف وزارت سردار عبدالحبیب خان ، د کرنی وزارت وزیر علی جان خان او د نقلیی وزارت مرزا غلام قادر خان چی د دی ټولو په سر کی پاچا و او حربیی وزارت یی په سیده توګه تر څارنی لاندی و. وروسته بیا نقلیه وزارت لغوه او د عمومی امنیی وزارت جوړ شو وزیر یی شجاع الدوله خان امین العسس و. همدارنګه یو طبیه (دروغتیایی چارو لپاره) خپلواک مدیریت جوړ شو چی  په ټول  هیواد کې یې  د روغتیا چاری  سمبالولی. دغه مدیریت  په مرکز او ولایتونو کی یی د روغتونونو او روغتیایی مدیریتونو په جوړولو لاس پوری کړ. مدیر یی سردار محمد کبیر خان و.

معارف یې د ترقی  اساسي ستن  وبلله  او د هیواد د چارو د سمبالښت په خاطر یې د بیلابیلو قوانینو وضع او اجرا کول تر کار لاندی ونیول او د دولت د شورا او د وزیرانو کابینی او د لویو جرګو په واسطه یی یو شمیر قوانین وضع او تصویب کړل لکه د القابو قانون، د نفوسو تذکره، دولتی ودانۍ (د عامه ملکیتونو مدیریت)، د حاکمانو او مامورینو د دندو ویش، تقاوی، د صنایعو هڅول، جیلونه، تحصیلی مالیه اخیستل،  د یتیمانو روزنه، نظامی تعلیمنامی، للمی کرنه، عسکری خدمت، د دولتی ملکیتونو پلورل، قونسلری، قریه داری، د شرعی محکمو قانون، د سوداګریزو معاملاتو قانون، تغزیه (ماتم یا دویر دود- دستور) ،  د کورنی ښوونځیو قانون، مطبوعات، مقیاسات، د څارویو محصول، د نښانونو قانون، نکاح او د ماشومانو سنتول، د کرنی د مامورینو،  معارف، او نور قوانین او مقررات، چی د دې  ټولو په سر کی اساسی قانون او د عمومی جزا اساسی تشکیلات او  د عسکری جزا قانون و. قوانین باید د وزیرانو په مجلس کی تصویب او بیا د دولت د شورا له خوا منل شوی وای په پای کی پاچا لاسلیک کول.  د دولت په شورا کی یو شمیر روڼ اندو لکه فیض محمد خان ناصری، سعدالدین خان وکیل او داسی نورو غړیتوب درلود او یو شمیر نور لکه ترکی جمال پاشا او ترکی متخصص بدری بیګ هم پکې شامل وو، چی د قوانینو د پروژو په ترتیب کی یی برخه لرله، خو اساسی قانون یوی ۸۷۲ کسیزی لویی جرګی ته په جلال اباد کی وړاندی شو، چی په هغی کی د ملت استازی او د حکومت غړی راټول شوی وو، او په همدغه لویه جرګه کی تصویب شو.  وروسته بیا دغه قانون په پغمان کی د ۱۳۰۳ ش. کال  د چنګاښ د میاشتی په لویه جرګه کی تصدیق او لاسلیک شو او د شاهی اعلانونو په واسطه په ټول هیواد کی خپور شو.  دغه قانون یو ځانګړی حقوقی خاصیت درلود، چی د هغه د ۳۱ می مادی له مخی فقط کابینی د پاچا په وړاندی مسئولیت درلود او د شپږمی مادی له مخی پاچا غیر مسئول و، وروسته بیا پاچا د صدارت چاری هم ترلاسه کړی او تر پایه پورې د یوه غیر مسئول صدراعظم په توګه پاتې شو. د قوانینو وضع کول هم د دولت د شورا په ترتیب او د وزیرانو مجلس په تصدیق او د پاچا په لاسلیک سره نافذ کیدل.

مشرانو او  د افغانی  عنعنی  مهمې موسسې، یعنې  جرګې (شورا) ته  یې عملاً  درناوی  وکړ او صلاحیتونه  یې  جرګو او شوراګانو ته وسپارل . لویو جرګو ځانته ځانګړی نظمیه (سمبالوونکی) لایحه او مقررات لرل او د غونډو د جوړیدو پروګرام یی هم درلود.  د پغمان په وروستۍ لویه جرګه کی چی په ۱۳۰۷ ش کال جوړه شوه، د ملت زرو تنو انتخابی استازیو او د پاچا له خوا  انتصابی غړو برخه لرله، چی د پغمان د تیاتر په غولی باندی په پینځو کتارونو کی کیناستل د څنګ په کتارونو  کې د ملت وکیلان او په منځنیو کتارونو کی د دولت د شورا انتخابی استازی او د ولایتونو د مشورتی جرګو استازی کیناستل.  د پاچا تخت د ستیژ پر سر باندی و، چی ښی لاس ته یی نظامی کنډ کمشنران او کیڼ لاس ته یی د محکمو قاضیان او د وزارتونو رئیسان او مدیران کیناستل.   اول د رئیس د غونډی د مشر او د هغه دوه مرستیالانو او د مجلس د منشی څوکۍ ایښودل کیدی، هر هغه چا چی خبری کولی هغه به له غولی څخه پاڅید او د ستیژ سرته به له ښی لوری څخه راته او د میکروفون له لاری به یی خبری کولی.

غازی  امان الله خان د لومړی ځل لپاره د نظریاتو آزادی تضمین کړه،  په مهمو پریکړو کې یې  د ملت استازیو او مشرانو ته  د نظر څرګندولو او خبرو کولو آزاد فرصت برابر کړ.  داسې چې  مصوبات  به د رایو په اکثریت سره د منلو وړ و، چی په صندوقونو کی به د تورو او سپینو مریو په اچولو سره شمیرل کیدی .

امانیه دولت د معاصرې دیموکراسیۍ یوه  بیسارې بیلګه وه. مشورتي جرګو د دیموکراسۍ  د نقش ایفا  کول په غاړه لرل. د هیواد په نهواد اري  واحدونو،  پینځو ولایتونو او څلورو اعلی حکومتونو کی لاندینی مامورین د مشورتی جرګو تر څنګ په کارونو بوخت وو:  نایب الحکومه مستوفی، د مرافعی قاضی،  د ابتدایی قاضی، د کوټوالی قوماندان،  د ګمرک مدیر، د نفوسو(احصائیې) مدیر، د روغتیا مدیر، د معارف مدیر، د ډاک (پُست) مدیر، د ولایت د تحریراتو مدیر، د بهرنیو چارو مامور او خزانه دار. د دوی تر څنګ به یو ځای نظامی قوماندانان، نظام دفتری او په ښارونو کی د ښاروالی مشران وو،  خو  په  ولایتی مشورتی  جرګه کی به یواځی هغه دولتی مامورین وو، چی تل به پکی په کار بوخت و، چی د هغو ټاکل د پاچا د فرمان له مخی کیدل،  لکه:  نایب الحکومه یا اعلی حاکم، مستوفی یا اعلی سر رشته دار، د کوټوالی قوماندان، د مرافعی قاضی، د ګمرکاتو مدیر، د مجلس منشی، او د تحریراتو مدیر.

 د هیواد د ولایتونو په اداره کی د قانون له مخی لاندینی اساسات په پام کی نیول کیدل:

 د ماذونیت پراختیا، د دندو ویش او د مسئولت ټاکل.

په دې توګه جوته شوه چې غازی امان الله خان د لومړي ځل لپاره د معاصرې عامه  ادارې بنسټ کیښود. د بشری سرچینو پراختیا،  ددندو او مسئولیتونو تفکیک او ټاکنه د یوې سالمی او اصولی ادارې  مهم اجزا دي، چې دغه مدبر پاچا ورته  ځانګړی ارزښت ورکړی و.

دولت د خپلو ریفورمونو په نظامی چارو کی هوایی ځواک هم ورزیات کړ، چی یوولس الوتکی یی لرلی او په دغه څانګه کی یی ۱۶ تنه محصلین روسیی، فرانسی او ایټالیا ته واستول او څو تنه نور یی په نظامی څانګو کی شوروی اتحاد او د ترکیی جمهوریت ته واستول.  د هیواد دننه یی بیلابیل مسلکي روزنیز مرکزونه پرانیستل او د سرتیرو د باسواده کولو چاری یی هم پرمخ بوتلی، د کابل حربی فابریکه پياوړی شوه او نظامی مهمات له بهر څخه وارد شول او افغانی ځواکونو ته دافع هوا توپونه او زغره وال ګاډی ورکړل شول.

امانیه دولت  دلومړي ځل لپاره د محاسبې یو روڼ او شفاف  نظام ایجاد او  مسلکی محاسب مدیران یې  وروزل او په کار یې  وګومارل. یو  بل هغه  مهم اقدام چې د اقتصاد بنسټیزه  پروژه بلل کیدای شی، هغه  د  لارو جوړول او ترمیمول و. د لارو بیرته رغول او د سړکونو غځول د شمال ولایتونو خواته، د بامیان، کاپیسا  او پکتیا  لوري ته  پرمخ ولاړل.   په کابل،  پغمان،  مُقر، او جلال اباد کی یو شمیر هوټلونه جوړ شول. که  سقوی  اړ- دوړ نه وای راغلی، افغانستان د خپلې  توریستی او سیاحتی  جاذبې له امله ګڼ شمیر  نړۍ ګرځیدونکی  جذبولای شول. یو بل مهم  اقتصادی سکتور د  مخابراتو خدمات دي.  د دغه سکتور په برخه کې  دتیلیفون، تلګراف او بیسیم دستګاوی جوړی شوی او د ډاک هوایی کرښه د افغانستان او شوروی اتحاد تر منځ او د ډاک ځمکنی کرښه د کابل او هند تر منځ رامنځته شوه.  په کابل کې د راډیو بنسټ کیښودل شو او  ټول کابل ښار په بریښنا روښانه شو او د کابل د نوی ښار (دارالامان )بنسټ هم کیښودل شو.  د ښوونې او روزنې  او مخابراتو له  سکتورنو وروسته؛  د روغتیایی چارو په برخه کې  هم مهم تدابیر اجرا شول:  په کابل او ولایتونو کې ملکي او نظامی روغتونونو جوړ شول او په مرکز کې مستورات او د پغمان په بیګتوت کې سناتوریم جوړ شو. د اکسری ماشینونه کابل ته راوړل شول   او دولت د  روغتیایی پاکو اوبو د چمتو کولو او د غذایی موادو د  روغتایی کولو او  د ښاری تنظیفاتو د برنامو په اجرا سره  دعامه روغتیا  ډاډ  خلکو ته ورکړ.

د خیریه موسساتو  بنسټ هم  همدا وخت کیښودل شو؛  مثلاً دارالمجانین او دارالیتام جوړ شو.  په دغو ټولو اصلاحاتو کی ګڼ شمیر بهرنی متخصصین په تیره بیا ترکان او جرمنیان او فرانسویان بوخت وو. ترکانو په روغتیایی چارو، نظامی برخو او قانون جوړونی کی، جرمنیانو په معارف، تخنیکی او نظامی برخو کی او فرانسویانو د معارف او لرغونپیژندنی په برخه کی کارونه وکړل، زیات هغه متخصصین چی افغانستان استخدام کړی وو، هغه جرمنیان وو.

د دغو ټولو  اداری  ریفورمونو  په اجرا او تطبیق  کې  ولس او خلکو رغنده برخه واخیسته او په خپله خوښه حاضر شول او له نویو اصلاحاتو او نوی نظام څخه یی په کلکه ملاتړ وکړ آن دا چی د هیواد ښځو په هیواد دننه ښوونځیو ارشاد النسوان د جریدی په خپرولو د ښځو د ملاتړ ټولنی په جوړولو او نورو چارو کی برخه واخیسته.  په عمومی توګه خلکو په دغو ټولو مترقی او رغنده ریفورمونو کی پرته له هیڅ تعصب ، زور،د ممرستو له سپمولو اومنفی غبرګون څخه،  له خپل ځوان دولت څخه ملاتړ وکړ. افسوس او آرمان چې په دې ټول نیکمرغه  دوران کې مکار او حیله ګر دښمن  په کمین کې  و.  استعمار لا هم نه غوښتل چې  افغانستان  د ترقی  په لوري ګام اوچت کړي. استعمار غوښتل چې  د افغانستان  هغه ځوان او مترقی دولت  چې  هم  یې  دوی ته  ماتې ورکړی او هم یې  د دوی  نړیوال تکبر له خاور سره  برابر کړی و ،  بیرته معدوم  او  دغه  هیواد بیرته د تیارې  او وروسته  پاتیوالی کندې ته  وغورځوي.

د امانیه دولت  د اداری  اصلاحاتو  او د نظام د ماتی یو شمیر دلایل: واقعیت دا دی چې د اصلاحاتو  په بهیر کې عامه  اذهان د دغه نهضت په وړاندې په ناوړه توګه تحریک شول. دلته تحرکات او ناوړه نیتونه وو . د ریفورمونو په بهیر کی  د  دښمنانو په تحریک په یو شمییر ځایونو کې  ولس د خپل  استقلال د ناجي  په مقابل کی چی  دوی یې د فابریکو ، د وسپنی د پټلی، مدرسی ، ورځپاڼی تخنیک او  علم او فن عصر  ته یې  معرفی کول، د  هغه د مترقی  پلان په وړاندی ودریدل .  له بده مرغه  په دولتی  ادرااتو کی یو شمیر فاسد چارواکیو هم په پټه ځای نیولی و او خلکو سره یې سم چلند نه کاو او د عدالت پر ځای یی بیعدالتی  کوله، نو ځکه ولس د مترقی او ملت دوست او رعیت پروره پاچا تر څنګ ددغو فاسدینو او ظالمانو د موجودیت تحمل نشو کولای، یعنی  هم بهرنۍ  مداخلی او هم تر یوې اندازې داخلی  نارضایتی  موجودې وې .

 په دې ترتیب سره ګورو چې د افغانستان د اړ- دوړ او اغتشاش علت هم د بهرنیانو مداخلې  او هم  د دولت په ناوړه اداره او د دولتی مامورنیو په بی کفایتی کی و چی هره مهمه ، حیاتی او سپیڅلی دنده یی د رشوت او خیانت په ناولتیا ککړه کړی وه.  دخپګان خبره  دا وه چې  مهربان او رعیت پروره  پاچا  ته دغه مسایل نه رسول کیدل.  یعنې  ده  ته په نږدې کسانو کې  صادق  کارکوونکی کم وو. همدا لامل  و، چی پاچا او دولت د خپلو خلکو له ملاتړ څخه بی برخی شو . د دې  ترڅنګ انګریزانو او د پاچا داخلی دښمنانو او د ریفورم مخالفینو په مکارۍ  او دروغو د ملت  اذهان منحرف او ډیر پوچ تبلیغات یې پیل کړل،  خو  هیچا دغی خبری ته  ډیر پام ونه کړ .  دا ځکه چې پاچا امان الله خان یو صادق او په زړه پاک شخص و،  ده په خپلو مامورینو،  ولس، ګاونډیو، سفارتونو او وزیرانو ډیر اعتماد کړی و،  خو  پورته  یادو شویو ستونزو  د  عالی  او مترقی ریفورمونو  د نړیدو زمینه  برابره کړه او د بهرنیو جاسوسی لاسونو او کورنیو ارتجاعی ځواکونو لپاره یی لاره هواره کړه. که  دغه دسیسې  نه وای  د استقلال د ګټلو او د  هیواد د ترقی لپاره  زموږ د نیکونو قربانی او د  مترقی پاچا  امان الله خان هلې –ځلې نه هدر کیدلی.

 له استقلال وروسته  د اصلاحاتومثبتې اغیزې 

وروسته  د   استقلال د بیا ترلاسه کولو څخه ،  دافغانستان  ځوان مترقی او وطنپال پاچا ډیر ژر د هیواد د رغاونې او عصري کولو په خاطر کلکه ملا وتړله. راز راز ریفورمونه یې پیل کړل.  د ده ریفورمونه له  سیاست  او حکومتولۍ څخه شروع، بیا یې  ټولنیز مسایل  او وروسته تر هغه یې اقتصادی برنامې  او پروګرامونه تر کار لاندې ونیول. لومړنی اقدام یې ټولنیز عدالت ټینګول و. پاچا په دې باندې  باوري و چې د سیاسي استقلال ترڅنګ  اقتصادی استقلال یو ضروری شرط دی.  غازی امان الله خان  دخپلو مترقی  پلانونو په اعلانولو سره  د ملت په زړونو کې خای ونیو  او ټول  ولس یې تر شا ودرید. شاوخوا نور هیوادونه هم  د ده  له اصلاحاتو څخه اغیزمن شول،  په ترکیه کې ریفورم  مستقیماً  د پاچا امان الله خان  د درایت  او تدبیرونو څخه متاثر و،  له مصر څخه تر  هند پورې  د خپلواکی  غوښتنی او  استقلالیت  احساسات  په څپو شول. د هیواد دننه  د ژوند په ټولو ډګرونو کی  مثبت بدلون راغی . دغه بدلونونه  په دوو  پړاوونو(مرحلو) کی  څیړلای شو:

امیر اان الله خان په لومړی پړاو کی د خپلو اصلاحاتو په تطبیق کی  ډبر  ګړندی  او پوره بریالی و او هغه دا چی د ملت د اکثریت بزګرانو،  شپنو او پیشه ورانو په وړاندی یی پخوانی درانه بارونه سپک کړل.  جنسی  جبری  ستونزمن مالیات،  د آذوقې خریداری،   د غلې حواله کول اجباری اذوقه رسول،  ډیرو زیاتو پړاوونو ته د دولتی مالیاتو د راټولولو اجاره داری،  د مالیه ورکوونکی او مالیه اخیستونکی تر منځ د فیوډال او ملکانو واسطه،  د قریه داری  زوړتشکیل،  د ناشمیرل شویو څارویو د مالیاتو اخیستل،  اجباری کار او بیګار،  له پیشه ورو او صنعتکارو څخه د بازار بیلابیل ټکسونه،  مریی (غلام لرل) او نور یی ټول منع کړل.  د ځمکی مالیات په نغدی بڼه واړول شول او ټول مالیه ورکوونکی په سیده توګه پرته د ملک او خان  له مداخلې  او ناجایزې استفادې څخه،  د دولت له مالی دفترونو سره وتړل شول .دولت خپل ټول ضرورتونه په نغدو پیسو، په شفاف ډول  او په خپل زړه پیرودل.  د څاروی روزونکو څاروی هر کال شمیرل پیل شول او د هغو د موجودیت له مخی به مالیه اخیستل کیده او د دی موخی لپاره یو جلا قانون  چې (قانون مواشی)  نومید،  جوړ شو. د لومړی  ځل لپاره د  رسمی  ارقامو  عصری ثبت او  د احصائیې  سیتسم  مروج شو. په کابل کی د مالیی د اداراتو د چارو د تنظیم په خاطر د اصول دفتر ښوونځی پرانیستل شو چی مدیر یی مرزا مجتبی خان و او د دغه ښوونځی فارغان به د هیواد د مالیی  وزارت په مامورینو کی ګومارل کیدل. له دغه اقدام څخه موخه دا  وه چې  عامه مالی چارې په ښه او شفاف ډول  مدیرت شي.  په همدې خاطر  د افغانستان د  مالی مدیریت او د عامه  مالی چارو د نظام په تاریخ کې  دا مرحله یوه  بیسارې  رڼه او د تحول دوره ګڼل کیږی.

د دغو اداری  اصلاحاتو په پایله کې په فرهنګی ډګر کې هم ژور او مثبت تغیرات راغلل. د بیلګې په توګه  په ډیر کم وخت کې په هیواد کې د متعلمینو شمیر  ۸۸۰۰۰تنو ته  ورسید،  دا په داسې حال کې چې دینی مدارسو ته هم همدومره توجه  وشوه  چې ټولې تر رسمی نصاب لاندې راغلی، که ددغو مدرسو د شاګردانو او  دارالحفاظونو د شاګردانو شمیر هم ورسره جمع کړو، په ټول هیواد کې به یې شمیر تر ۲۰۰۰۰۰  پورې اوچت شي. ددې تر څنګ  دا مهال  په ټول هیواد کی  ۲۲جریدې او ورځپاڼې  خپریدې، چې  دغه شمیر دهغه وخت لوی  رقم و چې  ګاونډیو او حتا د آسیا په ډیرو هیوادو کی  یې یې  ساری  نه و.

د حکومتولۍ او ادارې  نویو ریفورمونو لګښتونو ته ضرورت درلود، نو ځکه دولت د مالیاتو په زیاتولو لاس پوری کړ، د بیلګی په توګه د آبی ځمکو مالیات، چی پخوا د جریب په سر پینځه روپۍ و، اته روپیو ته پورته شول او د څارویو مالیات هم زیات شول، د اوښ مالیه له دریو څخه څلورو روپیو ته، د آس مالیه له دوو څخه دریو روپیو ته، غویان له یوی روپۍ څخه دوو روپیو ته، د خره مالیه له دولسو پیسو څخه یوی روپۍ ته او د پسه مالیه له اووه پیسو څخه پنځوسو ته لوړه شوه.  په ۱۹۲۰ م. کال کی کاغذی یوه پینځه، ۲۵، ۵۰ او سلګیز افغانیګی نوټونه چاپ او خپاره شول او د سرو زرو سکی پینځه امانیه په ۷۵ روپۍ، دوه امانیه په ۳۰ روپۍ او یوه امانیه په ۱۵ روپۍ او نیم امانیه اوو نیمی روپۍ وه. همدارنګه فلزی مسکوکات سپین زر او مس د پیسو د واحد روپۍ اجزاوو، کونډه کیدل د مقیاساتو قانون په ۱۹۲۲ م. کال کی وضع شو. په دې توګه  مالی ریفورمونو  د امانیه دورې   د اصلاحاتو یوه برخه وه.

کلتوری  چارې او معارف د امانیه دوری د اداری  چارو یوه بله لویه برخه  جوړوله. د خپلواکۍ د بیرته ګټلو تر ټولو  مهم اغیز د ملی  فرهنګ او کلتور  ودې، ښوونې او روزنې، مطبوعاتو، بریښنایی اطلاعاتی وسایلو، لکه رادیو، تیلفون، مخابراتو، د نویو وداینو جوړولو، د ملی موزیم  تاسیس او دکتابونو چاپ او دغه ډول نورو کلتوری چارو ته پاملرنه او  په  هغو باندې د خپلواکې اغیز، خصوصاً په خپله د  پاچا  پاملرنه د ژبې، ادب، مطبوعاتو او  ارتباطاتو خواته وه. ډیر کلتوری مظاهر  او د  هغو ارزښت او معنوی  حقوق ، د افغانستان   په لومړنی مدون اساسی  قانون کې درج شول. په حقیقت کې د موزیک د یوه ښوونځی، سینما او تیاتر  بنسټونه  هم په همدې  وخت کې کیښودل شول. همدومره پاملرنه  د جوماتونو او مدرسو جوړولو ته  وشوه. شاید دا  به د افغانستان  په تاریخ  کې  یوه بیساری  دوره وي چې  د  معاصرو شرایطو  له غوښتنې سره سم ، دیني مدارسو او دینی  علماوو ته  پاملرنه  شوې وه. د افغانستان د لومړنی اساسی قانون د ۶۸ مادی له مخی لومړنۍ زده کړی تر ابتدائیه درجی پوری اجباری شوی او په پلازمینه کابل کی د حبیبیی له لیسی پرته د امان او امانی لیسی د فرانسوی جرمنی او کورنیو پروفیسورانو او استادانو په واسطه پرانیستل شوی د غازی رشدیه ښوونځی د استقلال رشدیه، د تلګراف، انځورګری، ترکاڼی، معماری، ژبی ، کرنی، عربی دارالعلوم، د مستوراتو رشدیه، د جلال آباد رشدیه، د کندهار د کرنی رشدیه، د هرات رشدیه، د هرات دارالمعلمین، د مزار شریف رشدیه، د قطغن رشدیه د پولیسو ښوونځی، د موزیک ښوونځی، د غالۍ اوبدلو، د نجونو لپاره تدبیر منزل، طبیه ښوونځی، مستورات او له ۳۲۲ څخه زیات لومړنی ښوونځی د هیواد په ټولو ولایتونو کی پرانیستل شول. تر ۱۹۲۷ م کال پوری د لومړنیو ښوونځیو د زده کوونکو شمیر ۵۱ زرو ته ورسید. رشدیه او لیسه ښوونځیو او مسلکی لیسو کی د زده کوونکو شمیر دری زره تنو ته ورسید، چی د نظامی مدرسی زده کوونکی په دی شمیر کی نه راتلل په همدی کال کی د لومړنیو ښوونځیو شمیر ۶۵۰ تنه د رشدیه ښوونکو شمیر سل تنه زیات شول. له ۱۹۲۳ م. کال څخه تر ۱۹۲۷ م. کال پوری ۱۳۳ عنوانونه کتابونه د ۶۹۳۵۷۵ ټوکو په شمیر د معارف د وزارت له خوا چاپ شول او د معارف مطبعه هم جوړه شوه.

مناقشه

خپلواکه  او د ولس په خیر-  ښېګڼه اداره د استقلال او خپلواکی  او د یوملت د رفاه،  لومړنی او ضروی شرط دی. په همدې  خاطر له استقلال ګټلو وروسته  اداري   چارو ته  توجه  وشوه.  په ۱۹۱۹م. کال کې  وروسته د خپلاوکۍ له اعلان څخه دافغانستان منور او ترقی غوښتونکی، پاجا د سیاسی استقلال محصل  او د  خودارادیت او ټولنیز عدالت ستر ناجی  اعلیحضرت امان الله خان  د نورو اصلاحاتو ترڅنګ  د حکومتولۍ او  اداری   چارو ته   پوره توجه وکړه. قوانین تصویب، لایحې جوړې، تشکیلات نوي او  دفتری  اصول اصلاح شول، دبشری ځواک روزنی او ظرفیت لوړونې لومړیتوب  وموند، د اداری او مدیریتی  کادرونو روزنې د پاچا پام ځانته واړاو .د عصری معارف  بنسټ  همدا وخت کیښودل شو.  دغه اقدامات هغه وخت لا اغیزمن شول چی مقررات او  لایحی ورته وضع شوی. په دې توګه امانی دوره په افغانستان کی د  اداری اصلاحاتو او  د حکومتولۍ د ریفورم پیل بلل کیږی.

نتیجه ګیری

له نن څخه سل کاله مخکې، یعنی هغه مهال چی  نور شاوخوا  نږدې  ګاونډي او ګڼ شمیر آسیایی هیوادونه  د استعمار تر  جغ لاندې وو، افغانستان د خپلواک  اسلامی او عصری، انسانی  او پتمن  ژوند لاره خپله کړه. زموږ د هیواد استقلال  د امان الله خان په رهبریۍاوزموږ د نیکونو په قربانی او ایثار ترلاسه شو. افغانستان وروسته د استقلال ترلاسه کولو څخه د ترقی او مدنیت په یوه نوی مسیر او تګلوري کې حرکت وکړ.د افغانستان استقلال او د اسد۲۸مه دغازی امان الله خان له نوم سره تړلې ده، دنهضتونو دغه ستر مشر، د هند د نیمی وچی  د آزادی دغه ناجی، د اسلامی امت د ویاړدغه لویه نښه، د غازیانو دغه لوی سالار، په هیواد کی دنوی ژوند او د ترقی او پرمختګ دغه لوی  ریفورمیست، دهیواد دننه زړه سواندی اومشفق رهبراوپه بهر کی د ترکیی د عصری کیدو  او د هندوستان  د  لویې  وچې د  خپلواکۍ  دغه محرک  او  لوی مرستندوی او په لویدیځ کی دآسیا داتل په توګه پیژتدل شوی څیره د الله(ج) لویه عطیه او دافغانستان د تاریخ یوه ځلانده او ویاړلی نادره پیښه وه ، چې  باید د هغه  صادق وطنوال او معنوی اولادونه  د ده  درناوی وکړی او اصلاحاتو، فکر او رشادت ته  یې د درناوی سر ټیټ کړي. د انګریزی استعمار دغه ماتوونکی مجاهد او د ملت غمخوار او د افغانستان د ترقی ریښتیانی غوښتونکی زموږ د هر یوه په زړونو کی ځای لری. غازی امان الله خان نه یواځی دا چی د اسلام د ستر دښمن (انګریز)  او د ټولو مستضعفو ښکیل شویو هیوادنو د شتمنینولوټمار استعمار ته ماتی ورکړه،  بلکی د هیواد دننه یی ملت یو موټی کړ او د افغانستان نوم یی په نړی کی وځلاو. اوسنی نسل او زمو اوسني ځوانان هماغه د غازی امان الله خان د مکتب پیروان دی، دوی  د آزادی درس له دغه ستر غازی څخه اخیستی او له وطن سره مینه یی ورڅخه زده کړی او وطن ته د خدمت روحیه یی ورڅخه په میراث وړی ده. اوس  د امانیه دورې د سلمې کلیزې او د استقلال د جشن لمانځنه زموږ فریضه او د راتلونکی لپاره یوه انګیزه ده، هیله ده  ټول هیوادوال په صداقت سره د دغې  ورځې په مناسبت د هیواد د آبادولو  ژمنه  یو ځل بیا تازه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب