جمعه, مارچ 29, 2024
Homeټولنیزدارالحرب څه ته وايي؟ او احکام يې څه دي؟ 

دارالحرب څه ته وايي؟ او احکام يې څه دي؟ 

(مولوي جمال الدین تایب)

دار الحرب یوه فقهي اصطلاح ده، په دغه لفظ په قرآن کریم او  مشهورو نبوي احادیثو کې نه ده کارول شوې، خو د پخوانيو عالمانو په ویناو کې ډېره کارول شوې ده او خپل ځانګړی مفهوم او احکام يې له ځان سره لرله. دغه اصطلاح زمونږ په وخت کې ډېر خلک د مفهوم پوهني پرته بې ځایه کاروي حتی خبره يې دې ته رسولې ده چې افغانستان او نور نور اسلامي هیوادونه دار الحرب او اوسېدونکي يې کافران یا مرتدان  ګڼي. دغه ستونزي ته په کتو اړتیا لیدل کېږي چې دغه اصطلاح خپل د همغو منابعو له لاري توضیح او تشریح شي چې په ابتدا کې په کې کارول شوې ده. 

دغه مقاله لومړی د دار الحرب تعریف کوي د تعریف په پای کې دا هم یادوي چې آیا افغانستان  او پاکستان او دې ته ورته هیوادونه دار الحرب دي او که دار الاسلام؟ 

  دوه یم د دار الحرب مشهور احکام بیانوي؛ تر څو هغه خلک پوه شي چې آیا پر دغو هیوادونو د دار الحرب احکام عملي کولای شي که نه؟ 

درېیم د مسلمان د تفکیر په اړه لنډ بیان وړاندي کوي. 

لومړی د دار الحرب تعریف:

د دار الحرب تعریف کتابونو په راتلونکي ډول کړی دی: 

دار الحرب: بلاد العدو الكافر المحارب.

ترجمه: دار الحر ب د جګړه کوونکي کافر دښمن هیواد ته ويل کېږي. 

دلته دار الحرب د هغو کافرانو سیمو ته ویل شوی دی چې د مسلمانانو پر ضد جګړه کوي. 

د حنفي مذهب مشهوره فتاوای عالمګيري هغه په تعریف کې فقهاء کرام فرمایي: اعْلَمْ أَنَّ دَارَ الْحَرْبِ تَصِيرُ دَارُ الْإِسْلَامِ بِشَرْطٍ وَاحِدٍ، وَهُوَ إظْهَارُ حُكْمِ الْإِسْلَامِ فِيهَا.  قَالَ مُحَمَّدٌ – رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى – فِي الزِّيَادَاتِ: إنَّمَا تَصِيرُ دَارَ الْإِسْلَامِ دَارَ الْحَرْبِ عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ – رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى – بِشُرُوطٍ ثَلَاثَةٍ أَحَدُهَا: إجْرَاءُ أَحْكَامِ الْكُفَّارِ عَلَى سَبِيلِ الِاشْتِهَارِ وَأَنْ لَا يُحْكَمَ فِيهَا بِحُكْمِ الْإِسْلَامِ، وَالثَّانِي: أَنْ تَكُونَ مُتَّصِلَةً بِدَارِ الْحَرْبِ لَا يَتَخَلَّلُ بَيْنَهُمَا بَلَدٌ مِنْ بِلَادِ الْإِسْلَامِ، وَالثَّالِثُ: أَنْ لَا يَبْقَى فِيهَا مُؤْمِنٌ، وَلَا ذِمِّيٌّ آمِنًا بِأَمَانِهِ الْأَوَّلِ الَّذِي كَانَ ثَابِتًا قَبْلَ اسْتِيلَاءِ الْكُفَّارِ لِلْمُسْلِمِ بِإِسْلَامِهِ وَلِلذِّمِّيِّ بِعَقْدِ الذِّمَّةِ، وَصُورَةُ الْمَسْأَلَةِ عَلَى ثَلَاثَةِ أَوْجُهٍ إمَّا أَنْ يَغْلِبَ أَهْلُ الْحَرْبِ عَلَى دَارٍ مِنْ دُورِنَا أَوْ ارْتَدَّ أَهْلُ مِصْرٍ وَغُلِبُوا وَأَجْرَوْا أَحْكَامَ الْكُفْرِ أَوْ نَقَضَ أَهْلُ الذِّمَّةِ الْعَهْدَ، وَتَغَلَّبُوا عَلَى دَارِهِمْ، فَفِي كُلٍّ مِنْ هَذِهِ الصُّوَرِ لَا تَصِيرُ دَارَ حَرْبٍ إلَّا بِثَلَاثَةِ شُرُوطٍ، وَقَالَ أَبُو يُوسُفَ وَمُحَمَّدٌ – رَحِمَهُمَا اللَّهُ تَعَالَى – بِشَرْطٍ وَاحِدٍ لَا غَيْرَ، وَهُوَ إظْهَارُ أَحْكَامِ الْكُفْرِ، وَهُوَ الْقِيَاسُ، ثُمَّ هَذِهِ الدَّارُ إذَا صَارَتْ دَارَ الْحَرْبِ بِاجْتِمَاعِ الشُّرُوطِ الثَّلَاثَةِ لَوْ افْتَتَحَهَا الْإِمَامُ، ثُمَّ جَاءَ أَهْلُهَا قَبْلَ الْقِسْمَةِ أَخَذُوهَا بِغَيْرِ شَيْءٍ، وَبَعْدَ الْقِسْمَةِ بِالْقِيمَةِ.

ترجمه: دار الحرب په یوه شرط دار الاسلام جوړېږي، هغه د اسلام د احکامو ظاهرول دي . 

امام محمد رحمت الله علیه  په زیادات کتاب کې فرمایلي دي: دار الاسلام د امام ابوحنیفه رحمت الله علیه په نزد په درو شرطونو دار الحرب جوړېږي: 

اول دا چې په مشهور او واضح ډول د کافرانو احکام په کې جاري شي او د اسلام په احکامو فیصله نه کېږي.  

دوه یم دا چې د اصلي دار الحرب سره په داسي ډول وصل وي چې تر منځ يې د مسلمانانو هیڅ ملک واقع نه وي.

درېیم دا چې په هغه کې  هیڅ مؤمن او ذمي د هغه اولني امان په اساس په امن پاته نه شي چې د کافرانو د سلطې تر مخه مسلمان د خپل اسلام په وجه او ذمي د خپل تړون په وجه درلودله.  د دغې مسألې صورتونه درې دي: لومړی صورت دا چې اهل حرب ( جګړه مار کافران ) زمونږ پر کوم هیواد غالب شي. دوه یم دا چې د کوم ښار خلک مرتد شي ( اسلام پرېږدي ) بر لاسي شي او د کفر احکام جاري کړي.   درې یم دا چې کوم اهل الذمه ( رعیت شوي کافران) خپل تړون مات کړي او پر خپله سیمه برلاسي شي. په دغو ټولو صوروتونو کې سیمه د (یاد شویو) درو شرطونو پرته دار الحرب نه ګرځي.

ابو یوسف او محمد رحمت الله علیهما فرمايلي: یوازي په یوه شرط دار الحرب جوړېږي، هغه د کفر احکام ظاهرول دي، قیاس همدا دی. 

بیا چې کله دغه سیمه د دغو دریو شرطونو په یو ځای کېدو سره دار الحرب جوړه شوه، که مسلمان حاکم فتح کړله، پس له هغه نه يې حښتنان راغلل، که تر غنیمت وېشلو مخکي را ورسېدل، مفت به ورکول کېږي. که تر غنیمت وېشلو وروسته را ورسېدل په قیمت به ورکول کېږي.  

دلته دا خبره واضحه شوه چې د امام ابوحنیفه رحمت الله علیه مذهب دا دی چې د درو شرطونو په یو ځای کېدو سره یو سیمه دار الحرب جوړېږي. د کفر احکام ظاهرول، د دار الحرب سره د فاصلې پرته جغرافیايي پیوستون او مسلمان ته امن نه پاته کېدل.  

وَقَال الشَّافِعِيَّةُ: هِيَ كُل مَكَانٍ يَسْكُنُهُ غَيْرُ الْمُسْلِمِينَ، وَلَمْ يَسْبِقْ فِيهِ حُكْمٌ إِسْلاَمِيٌّ، أَوْ لَمْ تَظْهَرْ فِيهِ قَطُّ أَحْكَامُ الإْسْلاَمِ

ترجمه: شافعیانو ویلي: دار الحرب هر هغه ځای دی چې غیر مسلم خلک په کې اوسېږي او اسلامي حکم هیڅ سابقه  په کې و نه لري یا د اسلام حکم هیڅکله نه وي په کې ظاهر شوی.

 حنفي مشهور عالم  ابن عابدين شامي « رحمت الله علیه»  خو هغه هیواد هم دار الحرب نه بولي چې د کافرانو له خوا اشغال شوی وي، صرف قاضيان يې مسلمانان وي، په دې اړه ده فرمايلي دي:

الإسلام ليس بشرط فيه، أي: في السلطان الذي يقلد، وبلاد الإسلام التي في أيدي الكفرة لا شك أنها بلاد الإسلام، لا بلاد الحرب لأنهم لم يظهروا فيها حكم الكفر، والقضاة مسلمون، والملوك الذين يطيعونهم عن ضرورة مسلمون، ولو كانت عن غيرضرورة منهم ففساق.

ترجمه: د هغه پاچا په هکله اسلام شرط نه دی چې حکومتي دنده چا ته په ذمه ورکوي. د اسلام هغه هیوادونه چې د کافرانو په لاس کي دي، هغه د مسلمانانو هیوادونه دي، دار الحرب « کفري ملکونه » نه دي؛ ځکه دوی هلته د کفر قانون  نه دی څرګند کړی، قاضیان مسلمانان دي او هغه پاچاهان مسلمانان دي چې د ضرورت په وجه د کافرانو اطاعت کوي « حکم يې مني » او که د ضرورت پرته د هغوی اطاعت وکړي نو بیا فاسقان «ګنهکاران» دي.

دا دی د حنفي فقه عالمانو خو هغه هیواد هم دار الحرب نه ګڼي چې یو مخ د کافرانو په لاس کي ( اشغال ) وي او حاکمان يې د کافرانو اطاعت او فرمانبرداري هم کوي.  

د دغو کتابونو خلاصه دا شوه چې ایمان ابوحنیفه رحمت الله علیه هغه سیمه دار الاسلام بولي چې د اسلام احکم په کې ظاهره او څرګنده وي. 

یوه سیمه هلته دار الکفر بولي چې درې شرطه په کې وي: اول دا چې د کفر احکام په کې ظاهر وي. دویم دا چې د دار الحرب سره د فاصلې پرته جغرافیايي پیوستون ولري او درېیم دا چې مسلمان چې له خپلي مسلمانۍ په وجه کوم امن لری، هغه له منځه لاړ شي.  

ابن عابدین شامي صیب هغه سیمي چې د کافرانو تر ولکې لاندي وي او د کافرانو لخوا قاضي او سیمه ییز حاکم ورته ټاکل کېږي او د کافرانو احکام هم مني، د هغوی سیمي يې هم دار الحرب نه دي بللي. 

شافعیان خو وايي: دار الحرب هغه سیمه ده چې اسلامي احکام هيڅ وخت نه وي ورته راغلي او نه يې لیدلي وي، له پخوا څخه د کافرانو په لاس کې پاته وي. 

اوس له تعصب پرته دغه تعریفونه پر افغانستان، پاکستان او نورو سیمو تطبیق کړئ آیا دار الکفر بلل کېږي؟ له ځانه فتوا مه ورکوئ او دا هڅه مه کوئ چې په قصدي ډول خلک په زوره کفر ته ودروئ. زما په فکر خو پر افغانستان د دار الحرب تعریف او حکم په هیڅ ډول نه جوړېږي؛ ځکه د افغانستان خلک تر ټولي نړۍ پر دین ټینګ دي. دا بېله خبره ده چې د دوی د پوهي کچه ټیټه ده، خو چې تر کومه ځایه پوهېږي، هغومره پر دین کلک دي. یو بل ټکی هم د پام وړ دی چې زموږ  په هیواد کې یو شمېر بې بندوباره خلک ييله سري یا بې حجابي کوي چې د شریعت مخالف کار دی، خو د داسي کارونو په شتون یو هیواد دار الحرب نه جوړېږي؛ آیا په ظني «ګماني» توجیهاتو د بېګناه افغانانو ویني تویول روا دي؟  د تېر تاریخ ترخو پېښو زه دې اړ کړی یم چي دلته دا خبره هم درته یاده کړم چي غازي امان الله خان د خپل وخت ناخبرو خلکو په دې وجه کافر وباله چي مېرمن يې لڅ سر ګرځېدله، دا په داسي حال کي چي د پاکستان او افغانستان په دیني مدرسو کي مقرر تفسیر جلالین او تفسیر مدارک نسفي داسي کارونه او کړني صغیره ګناه بولي، بلکي تر دې لا یو قدم نور هم مخ ته ځي، د سورة النجم:  ۳۲ آیت د « اللَمَم » کلمې په تفسیر کي وايي:

هُوَ صِغَار الذُّنُوب كَالنَّظْرَةِ وَالْقُبْلَة وَاللَّمْسَة.

ژباړه: دا وړه ګناه ده؛ لکه « نامحرم ته» کتل،  مچ ورڅخه اخیستل او لاس ورباندي تېرول. 

وهو كالنظرة والقُبلة واللَمسة والغَمزة.

ژباړه: د صغیره « وړې » ګناه مثال داسي دی لکه کتل، لاس ورباندي تېرول، او نوکاره لګول.  

 افغانان که تاسو هر ډول ګڼئ، د دغه ډول کړنو په ښکاره نه ترسره کول څوک نه شي ور باندي ثابتولای چي تاسو يې وړې ګناوي بولئ. په پټه خو د پېغمبر علیه الصلاة والسلام په دور کي هم  یو شمېر خلکو تر دې ناوړه کارونه، حتی زناوي هم کړي دي.   آیا د وړې ګناه په وجه د یوه نظام  ړنګول مشروع او معقول کار دی؟ که جګړه ييز حالت افغانستان دې ته اړ کړی چي د خارجیانو څخه لنډمهاله مرسته وغواړي، نودا کار خو نورو داسي هیوادونو هم کړی چي ځانونه د اسلام  ټېکهداران ګڼي. دا ولي د افغانستان پر برابر یو بام او دوې هواوي جوړېږي؟ څوک چې افغانستان ته دار الحرب وايي،  نو پاکستان خو په طریق اولی دار الحرب دی. په پاکستان کې اوسېدل بیا دوی څرنګه توجیه کوي؟ 

که افغانستان، پاکستان او اسلامي نړۍ ټول هیوادونه دار الحرب ګڼئ، بیا نو دار الاسلام چېرته دی؟ یو څو د غرونو سرونه چې د طالب او داعش په لاس کې دي،  په هغه کې دوی یو د بل په مسلمانۍ نه دي قائل؛ طالب داعش ته کافر وايي او داعش طالب ته کافر وايي. اوس تاسو فکر وکړئ آیا اسلام چې د خدای پاک دین دی، دغه ډول ناشونې پرېکړي کوي؟ 

دویم د دار الحر ب احکام:

کومه سیمه چې په رښتیا دار الحرب وي، هغه خپل ځانګړي احکام لري. نو که کومي سیمي ته څوک دار الحرب وايي، هغه دې دغه ټول احکام په نظر کې ونیسي.  

لومړی حکم خو د دار الحرب دا دی چې د جګړې محل دی جهاد يې پر ضد فرض دی که څه يې هم نوم پاکستان وي او آیین (اساسي قانون) ولري. 

دویم حکم يې دادی چې د مسلمان او کافر تر منځ سود په کې روا دی، دا رنګه که کوم مسلمان شراب یا خنزیر یا مړ حیوان خرڅوي یا د کافرانو سره قمار کوي او له دغو لارو يې مال لاسته راوړي، دا ټول ورته روا دي؛ حنفي فقهاء کرام فرمایي: (وَلَا بَيْنَ الْحَرْبِيِّ وَالْمُسْلِمِ ثَمَّةَ) أَيْ لَا رِبًا بَيْنَهُمَا فِي دَارِ الْحَرْبِ عِنْدَهُمَا خِلَافًا لِأَبِي يُوسُفَ، وَفِي الْبِنَايَةِ، وَكَذَا إذَا بَاعَ خَمْرًا أَوْ خِنْزِيرًا أَوْ مَيْتَةً أَوْ قَامَرَهُمْ، وَأَخَذَ الْمَالَ كُلُّ ذَلِكَ يَحِلُّ لَهُ.

ترجمه: د امام ابوحنیفه او امام محمد رحمت الله علیهما په نزد په دار الحرب کې د مسلمان او کافر تر منځ معامله سود نه بلل کېږي خو امام ابو یوسف مخالفت کړ ی دی. دا رنګه که څوک شراب، خنزير یا خود مرده حیوان وپلوري یا د کافرانو سره قمار وکړي او مال يې واخلي، دا ټول ورته حلال دي. 

درېیم: که څوک په دار الحرب کې ناحقه قتل وکړي قصاص نه ورڅخه اخیستل کېږي؛ حنفي فقهاء کرام فرمايي: وَكَذَلِكَ إذَا قَتَلَ مُسْلِمًا لَا يُؤْخَذُ بِالْقِصَاصِ، وَإِنْ كَانَ عَمْدًا؛ لِتَعَذُّرِ الِاسْتِيفَاءِ إلَّا بِالْمَنَعَةِ؛ إذْ الْوَاحِدُ يُقَاوِمُ الْوَاحِدَ، وَالْمَنَعَةُ مُنْعَدِمَةٌ، وَلِأَنَّ كَوْنَهُ فِي دَارِ الْحَرْبِ أَوْرَثَ شُبْهَةً فِي الْوُجُوبِ. وَالْقِصَاصُ لَا يَجِبُ مَعَ الشُّبْهَةِ.

څلورم: که څوک په دار الحرب کې زنا وکړي هم سزا ورته نشته؛ د حنفي مذهب فقهاء کرام فرمايي:   لَا يَجِبُ الْحَدُّ بِالزِّنَا فِي دَارِ الْحَرْبِ أَوْ فِي دَارِ الْبَغْيِ لِقَوْلِهِ عَلَيْهِ السَّلَامُ «لَا تُقَامُ الْحُدُودُ فِي دَارِ الْحَرْبِ» وَلِأَنَّ الْمَقْصُودَ هُوَ الِانْزِجَارُ وَوِلَايَةُ الْإِمَامِ مُنْقَطِعَةٌ فِيهِمَا فَيَعْرَى الْوُجُوبُ عَنْ الْفَائِدَةِ أَطْلَقَهُ فَأَفَادَ أَنَّهُ لَا يُقَامُ بَعْدَ الْخُرُوجِ أَيْضًا؛ لِأَنَّهَا لَمْ تَنْعَقِدْ مُوجَبَةً فَلَا تَنْقَلِبُ مُوجَبَةً.

په پورته عبارت کې دا خبره ده چې که څوک په دار الحرب کې زنا وکړي، که بیا د اسلام سیمي ته را هم شي بیا هم سزا نه ورکول کېږي. نو که څوک کومه سیمه دار الحرب ګڼي، هلته زنا وکړي بیا خپلي هغي سیمي ته لاړ شي چې دی يې دار الاسلام ګڼي، بیا هم سزا نه ورکول کېږي. په ځینو کتابونو کې دا هم شته چې سربېره پر دې چې سزا ورته نشته باید ثواب هم ولري؛ ځکه د تفسیر روح المعاني مفسر شیخ محمود آلوسي حنفي د دغه آیت (وَلَا يَطَئُونَ مَوْطِئًا يَغِيظُ الْكُفَّارَ وَلَا يَنَالُونَ مِنْ عَدُوٍّ نَيْلًا إِلَّا كُتِبَ لَهُمْ بِهِ عَمَلٌ صَالِحٌ…) په تفسیر کې لیکلي دي: واستدل بها- على ما نقل الجلال السيوطي- أبو حنيفة رضي الله تعالى عنه على جواز الزنا بنساء أهل الحرب في دار الحرب. 

ترجمه: د جلال الدین سیوطي د نقل مطابق امام ابوحنیفه رضي الله عنه په دغه آیت دلیل نیولی دی پر دې خبره چې په دار الحرب کې د حربې کافرانو د ښځو سره زنا روا ده. 

دلته د مینځو مسأله مراد نه ده؛ ځکه مینځي چې د چا په ملکیت کې راشي د هغوی سره جنسي اړېکو ته فقهاء کرام زنا نه وايي، بلکې دلته د هغو ښځو سره زنا مراد ده چې په دار الحرب کې د کافرانو په نکاح کې وي؛ ځکه په دې اړه يې الفاظ بېخي صریح دي. 

دغو حوالو ته په کتو سره هغه مسأله هم د سړي ذهن ته راځي چې د طالبانو استازي په مسکو یا نورو هیوادونو کې ولې بربنډو ښځو ته ګوري؟

پنځم: د میراثه محرومیت، یعني که د چا د خپلوانو څوک په دار الحرب کې ومړ، دی میراث نه شې ورڅخه وړای؛ خدای پاک ( ج ) په قرآن کریم کې فرمایلي دي: وَالَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يُهَاجِرُوا مَا لَكُمْ مِنْ وَلَايَتِهِمْ مِنْ شَيْءٍ حَتَّى يُهَاجِرُوا.

ترجمه: کوم کسانو چې ایمان راوړی او هجرت يې نه دی کړی، تاسو ته د هغوی هیڅ ډول ولایت نشته تر څو هجرت کوي. 

شیخ ثناء الله پاني پتي حنفي رحمت الله علیه د دغه آیت په تفسیر کې لیکلي دي:

فالاية حجة على كون اختلاف الدارين مانعا من الميراث.

ترجمه: نو دغه آیت حجت او دلیل دی پر دې خبره چې د دار اختلاف ( چې یو په دار الحرب کې وي او بل په دار الاسلام کې وي) یو له بله د میراث وړلو مانع دی. 

شپږم:د دار الحرب څخه هجرت فرض دی؛ ځکه خدای پاک (ج) فرمایلي دي: إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنْتُمْ قَالُوا كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الْأَرْضِ قَالُوا أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا فَأُولَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءَتْ مَصِيرًا.

 ترجمه: بې شکه هغه کسان چې ملائکې يې روح قبضوي په داسي حال کې چې د ځانونو سره يې ظلم کړی وي، ورته وايي: تاسو په څه حالت کې واست؟ هغوی وايي: مونږ په ځمکه کې کمزوري شوي وو. ملائکې ورته وايي: آیا د خدای تعالی ځکه پراخه نه وه چې تاسو هجرت په کې کړی وای؟ د دغو کسانو د پناه ځای دوزخ دی او دا د ورتلو بد ځای دی. 

شیخ ثناء الله پاني پتي حنفي رحمت الله علیه د دغه آیت په تفسیر کې لیکلي دي:

والصحيح ان الهجرة من دار الكفر على من قدر عليها فريضة محكمة بالإجماع غير منسوخة

ترجمه: صحیح دا ده چې د کفر د وطن نه هجرت کول پر هغه چا چې توان يې لري په اجماع سره کلکه فریضه او غیر منسوخه ده.

اوم: چې کله څوک په دار الحرب کې مسلمان شي اوپه دې پوه نه شي چې پر ده مونځ او روزه فرض دي، بیا دار الاسلام ته راشي، پر دغه سړي د دغو عباداتو قضايي نشته چې په دار الحرب کې د اسلام راوړلو په وخت کي فوت کړي دي؛    إذَا أَسْلَمَ الْحَرْبِيُّ فِي دَارِ الْحَرْبِ – وَلَمْ يَعْرِفْ أَنَّ عَلَيْهِ صَلَاةً وَلَا صِيَامًا ثُمَّ خَرَجَ إلَى دَارِ الْإِسْلَامِ فَلَيْسَ عَلَيْهِ قَضَاءُ مَا مَضَى وَقَالَ أَبُو يُوسُفَ: أَسْتَحْسِنُ أَنْ يَجِبَ عَلَيْهِ الْقَضَاءُ. (وَجْهُ) قَوْلِهِ أَنَّ الصَّلَاةَ قَدْ وَجَبَتْ عَلَيْهِ لِوُجُودِ سَبَبِ الْوُجُوبِ وَهُوَ الْوَقْتُ، وَشَرْطُهُ وَهُوَ الْإِسْلَامُ، وَالصَّلَاةُ الْوَاجِبَةُ إذَا فَاتَتْ عَنْ وَقْتِهَا تُقْضَى، كَالذِّمِّيِّ إذَا أَسْلَمَ فِي دَارِ الْإِسْلَامِ وَلَمْ يَعْرِفْ أَنَّ عَلَيْهِ ذَلِكَ حَتَّى مَضَى عَلَيْهِ أَوْقَاتُ صَلَوَاتٍ ثُمَّ عَلِمَ.

(وَجْهُ) قَوْلِ أَبِي حَنِيفَةَ أَنَّ وُجُوبَ الشَّرَائِعِ يَعْتَمِدُ الْبُلُوغَ، وَهُوَ الْعِلْمُ بِالْوُجُوبِ؛ لِأَنَّ وُجُوبَهَا لَا يُعْرَفُ إلَّا بِالشَّرْعِ، بِالْإِجْمَاعِ إنْ اخْتَلَفَا فِي وُجُوبِ الْإِيمَانِ، إلَّا أَنَّ حَقِيقَةَ الْعِلْمِ لَيْسَتْ بِشَرْطٍ بَلْ إمْكَانُ الْوُصُولِ إلَيْهِ كَافٍ، وَقَدْ وُجِدَ ذَلِكَ فِي دَارِ الْإِسْلَامِ؛ لِأَنَّهَا دَارُ الْعِلْمِ بِالشَّرَائِعِ، وَلَمْ يُوجَدْ فِي دَارِ الْحَرْبِ؛ لِأَنَّهَا دَارُ الْجَهْلِ بِهَا بِخِلَافِ وُجُوبِ الْإِيمَانِ، وَشُكْرِ النِّعَمِ، وَحُرْمَةِ الْكُفْرِ، وَالْكُفْرَانِ وَنَحْوِ ذَلِكَ؛ لِأَنَّ هَذِهِ الْأَحْكَامَ لَا يَقِفُ وُجُوبُهَا عَلَى الشَّرْعِ، بَلْ تَجِبُ بِمُجَرَّدِ الْعَقْلِ عِنْدَنَا فَإِنَّ أَبَا يُوسُفَ رَوَى عَنْ أَبِي حَنِيفَةَ – رَحِمَهُ اللَّهُ – هَذِهِ الْعِبَارَةَ فَقَالَ: كَانَ أَبُو حَنِيفَةَ – رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ – يَقُولُ: لَا عُذْرَ لِأَحَدٍ مِنْ الْخَلْقِ فِي جَهْلِهِ مَعْرِفَةَ خَالِقِهِ؛ لِأَنَّ الْوَاجِبَ عَلَى جَمِيعِ الْخَلْقِ مَعْرِفَةُ الرَّبِّ – سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى – وَتَوْحِيدُهُ؛ لِمَا يَرَى مِنْ خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ، وَخَلْقِ نَفْسِهِ، وَسَائِرِ مَا خَلَقَ اللَّهُ – سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فَأَمَّا الْفَرَائِضُ فَمَنْ لَمْ يَعْلَمْهَا، وَلَمْ تَبْلُغْهُ، فَإِنَّ هَذَا لَمْ تَقُمْ عَلَيْهِ حُجَّةٌ حُكْمِيَّةٌ بِلَفْظِهِ.

درېيم

د تکفیر مسأله ده. په دې اړه خلک فکر کوي چې ډېر کلک دینداره هغه څوک دی چې ډېر ژر هر څه ناروا او لویه ګناه وبولي، ډېر ژر ژر پر خلکو د کفر فتوا ورکوي. 

مسلمانو ورڼو! دا په یاد لرئ چې یوې سیمي ته دار الحرب (د جګړه مارو کافرانو) سیمه ویل یا پر مسلمان د کافر حکم کول، له شرعي اړخه آّسانه کار نه دی؛ خدای پاک فرمایلي دي:  وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا.

ژباړه: څوک چې سلام درته وکړي، تاسو دا مه ورته وایاست چې ته مؤمن نه يې. 

عَنْ أُسَامَةَ بْنِ زَيْدٍ قَالَ: بَعَثَنَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي سَرِيَّةٍ، فَصَبَّحْنَا الْحُرَقَاتِ مِنْ جُهَيْنَةَ، فَأَدْرَكْتُ رَجُلًا فَقَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، فَطَعَنْتُهُ فَوَقَعَ فِي نَفْسِي مِنْ ذَلِكَ، فَذَكَرْتُهُ لِلنَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَقَالَ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَقَتَلْتَهُ؟» قَالَ: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، إِنَّمَا قَالَهَا خَوْفًا مِنَ السِّلَاحِ، قَالَ: «أَفَلَا شَقَقْتَ عَنْ قَلْبِهِ حَتَّى تَعْلَمَ أَقَالَهَا أَمْ لَا؟» فَمَا زَالَ يُكَرِّرُهَا عَلَيَّ حَتَّى تَمَنَّيْتُ أَنِّي أَسْلَمْتُ يَوْمَئِذٍ. 

ژباړه: اسامه ابن زید رضي الله عنهما روایت کوي، وايي: پېغمبر علیه الصلاة والسلام په یوه عملیاتي لښکر کي ولېږلو، نو سهار مو د جُهَینه قبیلې پر  یوې برخي برید وکړ. یو سړی مي ګير کړ، نو هغه «لا اله الا الله » کلمه وویله. خو ما په نیزه ووهی. بیا مي په زړه کي د دې خبري څخه تشویش پیدا شو، نو پېغمبر علیه الصلاة والسلام ته مي یاده کړه. هغه را ته وویل: آیا « لا اله الا الله » يې وویله او تا ووژئ؟ ما ورته وویل: اې د خدای پېغمبره! دا کلمه يې د وسلې د وېري وویله. ده را ته وویل: نو آیا د ده زړه دي چاک نه کړ تر څو پوه شې چې دا يې په ريښتیا ویلې ده او که نه؟ دا خبره يې تل را ته تکراروله آن تر دې چې دا ارمان مي وکړ چې کاش په دغه ورځ زه  تازه مسلمان شوی وای. 

پېغمبر علیه الصلاة والسلام فرمایلي دي: 

«أَيُّمَا امْرِئٍ قَالَ لِأَخِيهِ: يَا كَافِرُ، فَقَدْ بَاءَ بِهَا أَحَدُهُمَا، إِنْ كَانَ كَمَا قَالَ، وَإِلَّا رَجَعَتْ عَلَيْهِ».

ژباړه: هرڅوک چې خپل ورور کافر وبولي، په دوی دواړو کي یو په دغه خبره اخته کېږي. که هغه همداسي وو لکه دی چې ویلي (خو ښه ته ښه ) که نه نو همدا خبره پر دغه ویونکي بیرته راګرځي.  

دا چې مسلمان څوک دی؟  پېغمبر عليه الصلاة والسلام يې داسي تعریفوي: 

«مَنْ صَلَّى صَلاَتَنَا وَاسْتَقْبَلَ قِبْلَتَنَا، وَأَكَلَ ذَبِيحَتَنَا فَذَلِكَ المُسْلِمُ الَّذِي لَهُ ذِمَّةُ اللَّهِ وَذِمَّةُ رَسُولِهِ، فَلاَ تُخْفِرُوا اللَّهَ فِي ذِمَّتِهِ». 

ژباړه: څوک چې زموږ په شان لمونځ وکړي، زموږ قبلې ته مخ کړي او زموږ د لاس ذبح شوي حیوان غوښه وخوري، دا هغه مسلمان دی چې د خدای او پېغمبر له خوا د امان ذمه او د خونديتوب وعده ورکړه شوې ده. نو تاسو خدای خپل د امان په وعده کي مه وعده ماتی کوئ.  

د افغانستان خلک: حکومت او ملت « د یو سلنه غیر مسلمانو په استثنا» ټول مسلمانان دي. د محمد « علیه الصلاة والسلام» امتیان دي، کلمه وايي، د اسلام قبلې ته لمونځ کوي او اسلامي ذبیحه خوري. د افغانستان په اساسي قانون کې په صراحت لیکلي دي:

دویمه ماده: د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت دین د اسلام سپېڅلی دین دی…                                          

درېیمه ماده: په افغانستان کي هیڅ قانون نه شي کولای چې د اسلام د سپېڅلي دین د معتقداتو او احکامو مخالف وي. 

 بناء د افغان ولس د وژني لپاره هغه پلمې بې بنسټه دي چې خلک يې کوي او د یو شمېر بهرنیانو شتون يې زموږ د ولس ویني تویولو ته مجوز ګڼلی دی. د یو ملت لپاره نظام ډېر مهم دی، د نظام پر ضد وسلوال پاڅون صرف هغه وخت اسلام اجازه کوي چې څرګند ښکاره کفري نظام وي؛ عباده بن صامت رضي الله عنه فرمایي: دَعَانَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَبَايَعْنَاهُ، فَكَانَ فِيمَا أَخَذَ عَلَيْنَا: «أَنْ بَايَعَنَا عَلَى السَّمْعِ وَالطَّاعَةِ فِي مَنْشَطِنَا وَمَكْرَهِنَا، وَعُسْرِنَا وَيُسْرِنَا، وَأَثَرَةٍ عَلَيْنَا، وَأَنْ لَا نُنَازِعَ الْأَمْرَ أَهْلَهُ» ، قَالَ: « إِلَّا أَنْ تَرَوْا كُفْرًا بَوَاحًا عِنْدَكُمْ مِنَ اللهِ فِيهِ بُرْهَانٌ ».   

ژباړه: عُباده رضي الله عنه فرمايي: پېغمبر « علیه الصلاة والسلام» موږ وغوښتلو، موږ بیعت ورسره وکړ. د هغه ټکو د جملې څخه چې موږ پر هغه بیعت ورسره وکړ دا وو چې خبره به اورو او منو به يې، زموږ په خوښۍ او ناخوښۍ او سختۍ او آسانۍ کي او حتی په داسي حالت کي هم چې پر موږ نور خلک غوره وګڼل شي او پر دې خبره مو بیعت ورسره وکړ چې د حکومت د چارواکو سره به په حکومت کي جګړه نه کوو. ويې ویل: مګر هغه وخت چې داسي څرګند ښکاره کفر ووینئ چې ستاسو سره د هغه په هکله د خدای تعالی د خوا قطعي دلیل وي. 

نو اوس د افغانستان خلکو یا حکومت کوم کفر بواح کړی دی چې پر ضد يې وسله را اخیستل مشروعیت پیدا کړي؟  حنفي فقهاء کرام فرمايي: 

إنَّ مِنْ شَرَائِطِ السُّنَّةِ وَالْجَمَاعَةِ أَنْ لَا يُكَفِّرَ أَحَدًا مِنْ أَهْلِ الْقِبْلَةِ.

ژباړه: د اهل سنت وجماعت د شرائطو څخه دا دي چې هیڅ یو اهل قبله به کافر نه ګڼي. 

وَفِي الْمُنْتَقى عَن أبي حنيفَة رَحمَه الله تَعَالَى أَنه لم يكفر أحدا من أهل الْقبْلَة وَعَلِيهِ أَكثر الْفُقَهَاء… وَاخْتِيَار الإِمَام الرَّازِيّ أَنه لَا يكفر أحد من أهل الْقبْلَة.

ژباړه: د امام ابوحنیفه « رحمت الله علیه » څخه دا نقل دی چې ده هیڅ یو اهل قبله کافر نه دی بللی او اکثر فقهاء پر همدې نظر دي.  د امام فخر الدین رازي په اند هم دا غوره ده چې هیڅ یو اهل قبله ته کافر نه ویل کېږي. 

دغه نظر یوازي د حنفي عالمانو هم نه دی؛ بلکي د سلفي فکري علمبردار شیخ الاسلام ابن تیمیه، امام ذهبي او ابو الحسن اشعري هم دغسي نظر لري؛ امام ذهبي د ابو الحسن اشعري  « رحمت الله علیه » په سوانحو کي فرمایلي دي: رَأَيْتُ لِلأَشعرِيّ كلمَة أَعجبتَنِي وَهِيَ ثَابِتَة رَوَاهَا البَيْهَقِيّ، سَمِعْتُ أَبَا حَازِم العَبْدَوِيَّ، سَمِعْتُ زَاهِر بن أَحْمَدَ السَّرَخْسِيّ يَقُوْلُ: لَمَّا قَرُبَ حُضُوْرُ أَجل أَبِي الحَسَنِ الأَشْعَرِيِّ فِي دَارِي بِبَغْدَادَ، دعَانِي فَأَتَيْتُه، فَقَالَ: اشهدْ عليَّ أَنِّي لاَ أَكفِّر أَحَداً مِنْ أَهْلِ القِبْلَة، لأَنَّ الكلَّ يُشيَرَوْنَ إِلَى معبودٍ وَاحِد، وَإِنَّمَا هَذَا كُلُّه اخْتِلاَف العِبَارَات. قُلْتُ: وَبنحو هَذَا أَدين، وَكَذَا كَانَ شَيْخُنَا ابْنُ تيمِيَّة فِي أَوَاخِرِ أَيَّامه يَقُوْلُ: أَنَا لاَ أَكفر أَحَداً مِنَ الأُمَّة، وَيَقُوْلُ:  قَالَ النَّبِيُّ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -: (لاَ يُحَافِظُ عَلى الْوضُوء إِلاَّ مُؤْمِنٌ). فَمَنْ لاَزَمَ الصَّلَوَاتِ بوضوءٍ فَهُوَ مُسْلِم.    

    ترجمه: د ابو الحسن اشعري څخه یوه ثابته وینا مې ولیدله چې بیهقي نقل کړې ده وايي: ما د ابوحازم څخه واورېدل هغه وايي: ما د زاهر بن احمد څخه وارېدل ویل يې : کله چې زما کورته په بغداد کې د ابو الحسن اشعري د وفات وخت را نژدې شو، زه يې را وغوښتلم، ورته راغلم، ويې ویل: پر ما شاهد اوسه چې زه د اهل قبله هیچا ته کافر نه وایم؛ ځکه ټول یوه معبود ( د عبادت مستحق ذات ) ته اشاره کوي (د ټولو مطلب یو دی). دا اختلافونه ټولو د عباراتو اختلاف دی.   زه (ذهبي) وایم: زما دین هم داسي دی او دغه رنګه زمونږ استاد شیخ الاسلام ابن تیمیه په خپل آخري عمر کې ویل: زه د دې امت هیڅوک نه کافر کوم او ده به ویل: نبي علیه الصلاة والسلام فرمایلي دي: د مسلمان پرته بل څوک د اوداسه خیال نه ساتي. نو څوک چې لمونځونه په اوداسه کوي هغه مسلمان دی.  

دلته ابو الحسن اشعري، شیخ ابن تیمیه او خپله امام ذهبي (رحمت الله علیهم) درې سره وايي چې موږ د امت هیچا ته کافر نه وایو؛ ځکه پېغمبر علیه الصلاة والسلام فرمایلي: د مؤمن پرته بل څوک د اوداسه خیال نه ساتي. نو څوک چې لمونځونه په اوداسه ادا کوي، هغه مسلمان دی.

په پای کې لږ د آزادو دلائلو اجازه هم راکړئ چې د کفر په سیمه کې اوسېدل یا کار کول هم د ضرورت په وخت کې سړی نه کافر کوي؛ تاسو دغه خبره تر پایه واورئ. د مصر حکومت او اکثري ټولنه مشرکان ول خو یوسف علیه السلام هلته کار کړی دی؛ څرنګه چې د قرآن څخه ښکاري؛ یوسف علیه السلام خپل د بندي خانې ملګرو ته ویلي: 

مَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِهِ إِلَّا أَسْمَاءً سَمَّيْتُمُوهَا أَنْتُمْ وَآبَاؤُكُمْ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ.

ترجمه: تاسو چې د الله پرته د کوم شي بندګي کوئ هغه تش نومونه دي چې تاسو اوستاسو پلرونو نومولي دي، الله د هغو په هکله هيڅ دليل نه دی نازل کړی، د الله پرته بل هيچا ته حکم نشته، هغه امر کړی چې د ده پرته د بل هيچا بندګي مه کوئ، دا سم دين دی خو ډېر خلک نه پوهېږي.

د یوسف علیه السلام وروسته د موسی علیه السلام په وخت کي هم د فرعون دکورنۍ مؤمن سړي مصریانو ته ویلي: وَلَقَدْ جَاءَكُمْ يُوسُفُ مِنْ قَبْلُ بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا زِلْتُمْ فِي شَكٍّ مِمَّا جَاءَكُمْ بِهِ حَتَّى إِذَا هَلَكَ قُلْتُمْ لَنْ يَبْعَثَ اللَّهُ مِنْ بَعْدِهِ رَسُولًا.

ترجمه: یقینا تاسو ته مخکي یوسف د ښکاره معجزاتو سره راغلی وو، خو تاسو تل د هغه دین څخه په شک کي واست چې ده تاسو ته راوړی وو، آن تر دې چې کله مړ شو تاسو وویل: الله به هیڅکله د ده وروسته پېغمبر را و نه لېږي. 

دلته قرآن کریم ښيي چې مصري ټولنه د یوسف علیه السلام د پېغمبرۍ څخه تل په شک پاته وه او د هغه په مړینه يې خوښي څرګنده کړه چې له ده وروسته بل پېغمبر خدای تعالی نه را لېږي او د همدې خپل سري باطلي پرېکړي پر بنسټ به يې هر پېغمبر دروغجن باله. خو د دغسي ټولني په حکومت کي یوسف علیه السلام د دندي غوښتنه کړې ده او د ور سپارلو وروسته يې په سمه توګه ترسره کړې ده؛      قَالَ اجْعَلْنِي عَلَى خَزَائِنِ الْأَرْضِ إِنِّي حَفِيظٌ عَلِيمٌ وَكَذَلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي الْأَرْضِ يَتَبَوَّأُ مِنْهَا حَيْثُ يَشَاءُ نُصِيبُ بِرَحْمَتِنَا مَنْ نَشَاءُ وَلَا نُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ.

ترجمه: ده وويل: ما د ملک پر خزانو مقرر کړه؛ زه بې شکه پوره پوه ښه ساتونکی يم. همداسي مو يوسف ته په دې ملک کي قدرت ورکړ، چېري چې به يې خوښه وه هلته يې ځای نيوی، موږ خپل رحمت هغه چا ته رسوو چې ويې غواړو، او د نېکي کوونکو اجر نه ضايع کوو.

هغه څوک هم قرآن کریم مؤمن بللی دی چې د فرعون په نظام کې ژوند کاوه او خپل ایمان يې هم پټ ساته، که چا ورته ویلي وای چې آیا ته مسلمان يې؟ ده به ویل: نه.  وَقَالَ رَجُلٌ مُؤْمِنٌ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَكْتُمُ إِيمَانَهُ أَتَقْتُلُونَ رَجُلًا أَنْ يَقُولَ رَبِّيَ اللَّهُ.

ترجمه: د فرعون د کورنۍ یوه مؤمن سړي چې خپل ایمان يې پټوی وویل: آیا یو سړی یوازي په دې خبره وژنئ چې وايي: زما رب الله دی. 

د یوسف علیه السلام او رجل مؤمن په اړه کېدای شي ځیني خلک دا خبره وکړي چې دا پخوانی شریعت دی. زمونږ په شریعت کې اوس دا حکم منسوخ شوی دی. د دغې شبهې په جواب کې دوه ټکي دوستانو ته یادوم: 

لومړۍ خبره خو دا ده  چې د کفر او ایمان مسائل نه منسوخه کېږي؛ ځکه دا اصول دي او اصول د ټولو پېغمبرانو یو دي؛ خدای پاک محمد صلی الله علیه وسلم ته امر کړی دی چې په تېرو پېغمبرانو پسې اقتدا وکړي چې یوسف علیه السلام هم په هغه جمله کې یاد شوی دی؛ په دې هکله خدای پاک فرمایلي دي: 

أُولَئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهْ.   

ترجمه: هغوی ( تېر شوي پېغمبران ) داسي خلک دي چې خدای پاک هدایت کړي دي، نو د دوی په هدایاتو پسې اقتدا وکړه.  

دویمه خبره دا ده چې دغه مسأله یوازې په تېرو شریعتونو کې نه ده واقع شوې. بلکې د محمد علیه الصلاة والسلام په دور کې هم دغه ته ورته مسأله را منځ ته شوې ده؛ د حبشې حاکم اصحمه نجاشي چې رعیت يې نصرانیان ول. خو دی خپله د محمد ﷺ په بلنلیک صالح مسلمان جوړ شو. د مړیني وروسته يې محمد ﷺ غائبانه جنازه کړې ده. ده پر خپل رعیت اسلامي نظام نه دی حاکم کړی؛ ځکه یو نفر په خپلي ټولني کي دومره بنسټېز تغییر ژر نه شي را منځ ته کولای. د نظام نه حاکمیت یو دلیل دا هم دی چې د ده وروسته جاینشین نجاشي نامسلمان وو. پېغمبر ﷺ هغه ته بیا د اسلام بلنه ورکړې ده؛  عَنْ أَنَسٍ: «أَنَّ نَبِيَّ اللهِ كَتَبَ إِلَى كِسْرَى، وَإِلَى قَيْصَرَ، وَإِلَى النَّجَاشِيِّ، وَإِلَى كُلِّ جَبَّارٍ يَدْعُوهُمْ إِلَى اللهِ تَعَالَى»، وَلَيْسَ بِالنَّجَاشِيِّ الَّذِي صَلَّى عَلَيْهِ النَّبِيُّ .

ترجمه: انس رضي الله عنه فرمايي: پېغمبر ﷺ د ایران شاه، د روم قیصر، د حبشې نجاشي او هر جبار ته ولیکل، دوی يې الله تعالی ته را بلل. دا هغه نجاشي نه دی چې پېغمبر ﷺ لمونځ ورباندي کړی.  

دا چې دوهم جاینشین نجاشي د بلنلیک وروسته مسلمان شوی که نه؟ په دې اړه اختلاف دی. خو ابن حزم او ابن القیم فرمايي: وروستی نجاشي نه دی مسلمان شوی.   

لنډه دا چې دغسي مسلمانان تېر شوي دي چې په دغه ډول حکومتونو کي يې تر خپله وسه کار کړی دی. خو دا چې په نظام کې يې بدلون راوړی وي یا يې په زوره پر خلکو حاکم کړی وي، دا نه ده ثابته.  په دې اړه به نور بیا هم ګورو ان شاء الله تعالی.       

مراجع

[1] ) معجم لغة الفقهاء [ص 178]. لمحمد رواس قلعجي – حامد صادق قنيبي.

[1] ) الفتاوى الهندية [2 /232]

[1] ) الموسوعة الفقهية الكويتية [20 /217].للتفصیل انظر: المبسوط 10 / 86، والبدائع 7 / 108، ونهاية المحتاج 8 / 82، أسنى المطالب ص 204، حاشية البجيرمي 4 / 220.

[1] ) رد المحتارعلى الدر المختار « کتاب القضاء» : ج۴ص۳۲۱.

[1]) تفسير الجلالين صـ 703.

[1]) تفسير النسفي = مدارك التنزيل وحقائق التأويل جـ 3 صـ 394.

[1]) صحيح البخاري [8 /165] حدیث نمبر:6815.

[1]) البحر الرائق شرح كنز الدقائق ومنحة الخالق [6 /147] ومثله في الهداية [3 /65] ودرر الحكام شرح غرر الأحكام [2 /189] ومجمع الأنهر في شرح ملتقى الأبحر [2 /89].

[1] ) بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع [7 /131]

[1] ) البحر الرائق شرح كنز الدقائق [5 /18] ومثله في الهداية في شرح بداية المبتدي [2 /347]

[1] ) سورة التوبة: 120.

[1]) تفسير الألوسي = روح المعاني [6 /44]

[1] ) سورة الأنفال: 72.

[1] ) التفسير المظهري [4 /122]

[1]) سورة النساء: 97.

[1] ) التفسير المظهري [2 ق 2 /207]

[1]) بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع [7 /132]

[1] ) سورة النساء: 94.

[1] ) صحیح مسلم حدیث نمبر: ۱۵۸.

[1] ) صحیح مسلم حدیث نمبر: ۶۰ وصحیح البخاري حدیث: 6104.

[1] ) صحیح البخاري حدیث نمبر: 391.

[1] ) صحیح مسلم حدیث نمبر: ۱۷۰۹  وصحیح البخاري: ۷۰۵۵.

[1] ) البحر الرائق شرح كنز الدقائق جـ 8 صـ 207 والدر المختار جـ3 صـ 45.

[1] ) شرح المقاصد في علم الكلام جـ2 صـ269.

[1] ) سير أعلام النبلاء جـ11 صـ 393.

[1] ) سورة يوسف: 40.

[1] ) سورة غافر: 34.

[1] ) سورة یوسف: 5556.

[1] ) سورة غافر: 28.

[1] ) سورة الأنعام: 90.

[1] ) صحیح مسلم کتاب الجهاد والسیر بَابُ كُتُبِ النَّبِيِّ إِلَى مُلُوكِ الْكُفَّارِ: 1774.

[1] ) زاد المعاد في هدي خير العباد – (1 / 117 فِي كُتُبِهِ وَرُسُلِهِ إِلَى الْمُلُوكِ.

1 COMMENT

  1. اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاة
    ماشاالله ډیره پوره، جامع او هر اړخیزه لیکنه مو کړي ده او په حقیقت کي یو لوی او ستر مسولیت مو اداکړی دی، الله مو په علم او مال کی برکت کړه، اړین او ضروري مسایل مو څیړلی او مختلف اقوالو سره مو ددي لیکنی بڼه ډیره ښکلی کړي ده، عمل په کاردی، ترڅو له تیارو او شپو څخه روښنایی او رڼا ته راووځو او هم ټولنی او هم خپل ځانته خدمتونه وکړو، په ګوتو مو برکت شه مولوی صاحب تایب محترم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب