شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهناوخته/ اجمل پسرلی

ناوخته/ اجمل پسرلی

لس دقیقې مخکې کوڅه تشه وه، اوس ډکه ده. خلکو جنازه پر اوږو کړې، ژر ژر روان دي.

سهار چې یې د مرګ خبر ترلاسه کړ، ویر یې وکړ، ویې ژړل. بیا دې غم پسې واخیستل چې مړی خاورو ته وسپاري.

له ټکره وروسته یې دا تیرې لس ورځې هره ورځ له ډاکټره همدا پوښتنه کوله چې سړی به ښه شي؟

ډاکټر ښکاره ورته ویلي و که ژوندی پاتې شي ښایي ټول عمر فلج شي. دوی ویل، خبرې دې نه کوي، نه دې ښوري، نه دې ګرځي خو په کور کې دې راته پروت وي.

سهار چې یې کورته لیږداوه، نه خوځیده، نه غږیده، نه یې ښایي څه اوریدل، خو ډيرو دا ویل چې دستي یې خاورو ته وسپارئ، مه ناوخته کوئ. هوا هم توده نه ده چې د مړي د جسد د خرابیدو ویره ورسره وي.

چې  ګور ته یې ښکته کړ، ګور یې ډير ژور راته ښکاره شو، خو چې مخ مې اړاوه خلکو بیا دومره خاورې پرې انبار کړې چې دا ژوره کنده د سترګو په رپ کې ډکه شوه. د ملا له بسم اله ویلو سره یوه ورو وویل:

-چې خبرې اوږدې نه کړي

ملا د یوه بزرګ کیسه شروع کړه، یوه ساعت ته وکتل:

-اوف ناوخته یې کړه

-بل وویل لاره مو ډیره لرې ده

دریم سړه ساه وایسته، څو تنو مخ ورواړاوه، د ده پر ولیو یې لاس کیښود، دې خلکو لکه چې ګومان وکړ چې دې سړي له خپګانه سږي پړسولي و، خو ده د ملا لور ته کتل سر یې خوځاوه.

تر دعا وروسته خلک په بیړه د موټرو خواته ولاړل، لار تنګه وه یوه موټر د مخ اړولو په وخت د نورو مخه نیولې وه، خو چې څرنګه یې موټر لارې ته ورسیخ کړ هره یوه هڅه وکړه چې تیز شي. له هدیرې چې ووتل، لار پراخه شوه، د موټرو کتار ړنګ شو، له یوه بله مخکې کیدل.

په کور کې غلي کښیناستل، سپین ږیري پر دیوال راځوړند ساعت ته کتل، داسې ورته ځیر و لکه هره ثانیه چې ګڼي. د سپین ږیري دې خبرې د کوټې سکوت مات کړ:

دا ملا ولې د ماښام اذان نه کوي؟

یوه ورته وویل:

-ړنګې ورځې بیخي ډيرې اوږدې دي

سپین ږیري خپله سپینه ږیره په موټ کې ونیوله، په بل لاس یې د سپینې پردې ژۍ پورته کړه، لمر د خړې غونډۍ شاته ټیټ شوی و.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب