Homeادبشعرواړه مړه دې وي/ شاعر سعود بنګښ

واړه مړه دې وي/ شاعر سعود بنګښ

نــه کېږي ېــو مــوټی واړه مــړه دې وي
هــیــڅ خــبــره نـــه ده پـښـتـانــه دې وي

ما ته پکې هيڅ اوس د ویاړ نــه ښکاري
ما پــورې پښتون نــامــه اوس نه دې وي

مــړه کــړه دا ډېــوه ګني هـم تــا مـړاوو
مــوږ پـــه رڼــا څـــه کــوو تېاره دې وي

هر څه يې تالا دي اوس راویښ مـه شه
داسې تــر قــیــامــتــه تــل ويــده دې وي

ښـه نـه دي شـراب درتــه نـو بنګ وڅښه
ژوند چې وي، نـو ژوند کې څه نـه څه دې وي

مــوږ خــو ورنــه لاړو مــیــخـانې پـه لور
ستا سـعـود ولاړ نـو پـه لمانـځـه دې وي

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...