شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونله قلم سره مې بیا ګوتې خوږې شوې/ استاد سعدالدین شپون

له قلم سره مې بیا ګوتې خوږې شوې/ استاد سعدالدین شپون

پس له درو میاشتو اعتکافه. خو اوس هغه پخوانۍ ساده ګي نوره مه غواړئ. دوست دښمن که بدل شوی نه دی جامه یې بدله کړې، لا خطرناک شوی. د مثال په ډول پاکستان چې زموږ لرغونی دښمن ګڼل کیده اوس خپله لوبه بدله کړې، مغلقه کړې ده. چې زما سر په مشکل پرې خلاصیږي. ټلوالې هم اوس تاکتیک اړولی خو شکر چې شیطان یې ساده دی. اوس جې په اربکیانو شل نه شوه نو د خپل ورور په توره مې خرابوي. په شا مې ټپوي چې طالب دې ژبشریک خواخوږی دی راټینګ یې کړه. بله لا دا چې په شعرونو کې د مترقي شاعر سلیمان لایق دا کلام د کاڼي کرښه بولی چې:

ګرځه ملا تړلی له وسلو سره        جار دې شم پښتونه له پښتو سره.

د نارینه پښتون ګاڼه خو همدا ټوپک دی. نو ورپسې راوایې خله. مګتب دې اور واخلي، انتخابات سړک، فابریکه، دا ټول بې ګټې ښځه نوکي توکي دي د ناقص العقلو مشغوبا ده. فاجتنبوه.

په ظاهره خو د دښمن دا وینا معقوله او د دین په لار برابره بریښيٍ خو کاش چې خوله ماتی ملا عثمان د دښمن په هدایت نه کولی. تیره اونۍ مې خپلې یوې مهمې تیروتنې ته پام شو. خبر راغی چې حکومتي قواوو کندوز کې قتل عام جوړ کړ، پښتانه یې کسکر کړل. حتی په روغتون یې هیله ونکړه، داسې چې اوباما هم مجبور شو چې له طالبانو بښنه وغواړي. ډیرو پښتنو وسلې راواخیستې او ملایانو ورپسې ترانې وویلې:

ملا ګانې وتړئ اعلان دی، نعرې د الله اکبر خیژي         اسلامي وروڼو امتحان دی په چاردرو کې شورو شر خیژي.

زما خپل غوني هم دد غه شورو شر په اورېدو زیږه شول. نور څه مې له لاسه پوره نه و خو د یارانو سره مې په فیس بوک کې ټلوالې ته ښکنځلې شروع کړې. د خدای کارونه و، یو چیټ په یوه هوښیار یار برابر شو چې زړه مې ورته تش کړ. هغه هم په حوصلې ښکنځلنامه واورېده، بیا یې اوله اجازه وغوښته او بیا یې خپل تحلیل داسې را ته بیان کړ:

اول خو یې په څلورو کتابونو راته ثابته کړه چې طالبان څوک په نادانۍ او څوک د عقیدې یا د ګټې له پاره د پاکستان بړیڅي دي. ما چې د پښتنو او ټلوالې د اختلا ف خبره یاده کړه، یار دا راسره ومنله خو ویل یې چې ټلوالې د کندوز په حمله کې تاوان وکړ. یو خو یې د اربکیانو قدیرګ او بصیرک پخته پران ختم شول، بله دا چې د مرکزي حکومت واک مسلم شو. ما جرحه وکړه چې مرکزي حکومت خو د همدې ټلوالې بل نوم دی، هغه وویل، د کرزي په دوران کې به همداسې وه مګر نوي ولسمشر په ډاګه او څو څو ځلي او په قسم قسم الفاظو وویل چې زیاتي نور به دوه ګوني قدرتونه نه وي، قدرت به د قانون مطابق د مرکزي حکو مت په انحصار کې وي، نه د قدیرګ او بصیرک او میرعلم سره. یوه بله نادره یې هم وکړه. ویل یې ټلواله په لوی لاس پښتانه تشویقوي چې له مکتب، او معارف، انتخاباتو او سولې نه لرې پاتې وي. ده وویل چې ښه مثال یې غزنی دی چې نفوس یې پښتانه او انتخابي وکیلان یې ټول د وحدت ګوند غړي.

دا مې له غوایه نه غدود یاد کړل. مقصد دوه شیان وو. یو دا چې بیرته د قلم سره خپله پخلاینه اعلان کړم، بل چې ووایم نوره دومره ډیره خوږلنۍ رانه مه غواړئ.

2 COMMENTS

  1. Dear Shapoon Sahib,
    No need we said all Pashtoon Agent *& all Parsso agent,
    We have in all nation in Afghanistan agents of more then 100-100 countries of the world,
    In pashtoon & Parsso ( Parsoo from your article I wrote) same persons did & will be do the job for that countries who paid him the monthly Salary, they also separated afghan in name of Pashtoo,Tajek,Uzbak etc……..
    We need just one Nation one Afghan ( Not Pashtoo Not Parsso )Just Afghan

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب