چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeکلتورسینماکترينه کيف له جيکي چن سره په فلم کې کار کول رد...

کترينه کيف له جيکي چن سره په فلم کې کار کول رد کړل

پردېس –

د هندي سېنما وتلې فلمي ستورې کترينه کيف وايي، هغه اوازې بې اساسه دي چې ګواکې دا به د هاليووډ په يوه نوي فلم کې له جيکي چن سره يو ځای لوبېږي.

دا وايي، په کينګ فو يوګا فلم کې ورته د کار کولو وړانديز شوی وو، خو دې نه دی منلی.

د کترينه کيف په خبره، دا په ممبيي کې اوسي او نه غواړي په داسې فلم کې ولوبېږي، چې له هند سره تړاو نه لري.

ټاکل شوې ده چې کترينه کيف به د هندي سېنما له مشهور ستوري سيدارت ملهوترا سره په يوه نوي فلم کې راڅرګنده شي.

د کترينه کيف او سيدارت دغه نوی فلم تر دې وړاندې بار بار ديکهو نومېده، خو اوس يې نوم بدل شوی دی.

درما پروډکشن د کترينه کيف د نوي فلم چارې پر مخ بيايي او ټاکل شوې ده چې عکسبندي يې په سکاټ لېنډ کې وشي.

کترينه کيف ګيله‌منه ده چې په باليووډ کې د هلکانو په پرتله نجونو ته کمې پيسې ورکول کېږي او په خبره يې، دا د ښځو او نارينه‌وو تر منځ ښکاره توپير دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب