جمعه, اپریل 26, 2024
Homeفلسفهانسانیت څه شی دی؟ / مجید قرار

انسانیت څه شی دی؟ / مجید قرار

دی شیخ با چراغ همی‌گشت گرد شهر
کز دیو و دد ملولم و انسانم آرزوست
گفتند یافت می‌نشود جسته‌ایم ما
گفت آنک یافت می‌نشود آنم آرزوست

سره له چې انساني کردار ډېر کم او نادر د دې وړ و چې وستایل شي، خو انسانیت ته بیا بیا په اخلاقي، فلسفي او شاعرانه بحثونو کې معیار ویل شوی دی. حتی هغو خلکو هم انسانیت ته معیار ویلی چې د دې معیار د مصداق په نه موندل کېدلو باوري ول. مثلا، مولانا رومي په پورته بیت کې اول په انسان پسې ګرځي، خلک ورته وایي چې انسان نه پیدا کېږي، دی وایي، بس هماغه چې نه پیدا کېږي، هماغه مې آرزو دی.

د اوسنۍ زمانې ایتییزم، او ګڼ نور فکري مکتبونه پر انسانیت محورۍ را څرخي، او د انسانیت له وحشتونو څخه بیرته انسانیت ته پنا ور وړي.

اوس خبره دا ده چې که انسان تل حریص، قاتل، حسود، عجول، هلوع، منوع، جزوع، ظلوم، جهول، د زور په منطق باوري، وینې تویوونکی، فساد کوونکی او په عین وخت کې تل ځان ته د یوه بل خدای، د یوه مافوق، د یوه بادار په لټه کې، ځان ته په ټیټه سترګه کتونکی، ځان محکوم ګڼونکی، ګناهګار او ګمراه ګڼونکی ګڼونکی پاتې شوی نو بیا دې ولې دومره د سر تاج شي چې ټولې نېکۍ دې بیا هم پر همدغه را خلاصه شي.

سره له دې چې د ځمکې پر مخ هیڅ زنده سری دومره خپل نسل نه وژني لکه انسان، دومره کیسه او حسد نه ساتي لکه انسان، دومره له غیرانساني ځواکونو سره د خپل نسل پر خلاف لاس نه یو کوي، دومره په ځمکه کې کښت او نسل ته زیان نه رسوي لکه انسان، خو په دې ټولو سربېره بیا هم معیار ولې انسانیت دی؟

ولې یو چا ته وایو چې انسانیته زده کړه؟ ولې دا نه ورته وایو چې ملایکتوب، یا پېری توب زده کړه.
که یو څوک انسانیت زده کوي، خو معنا به یې دا وي چې خپل کردار به انساني کوي. یعنې دا چې تل به له بل انسان سره د تفوق، لاسبریتوب، قدرت او ډول ډول ناروا او روا سیالۍ کې وي. تل به حریص وي، تل به د بل په تاوان کې خپله ګټه ویني، او همدغه کار ته به تجارت وایي. د بل په ماتې کې به خپله سوبه ویني، د بل تباهي به خپله فتحه او له بل څخه په زور او غصب اخیستل شوی مال به غنیمت او خدایي داد ګڼي.

ته اوس دا مه را ته وایه چې داکارونه فاسد شوي انسانان کوي. نه، انسان چې له لومړۍ ورځې وزېږي، شیدې په ژړا غواړي، مور او پلار له خوبه وباسي، د هماغه چا غېږې ته ورځي چې خواږه ورکوي. د ماشومانو جنګونه د نیت، ارادې او ماهیت له لحاظه د لویو رهبرانو، فاتحانو او دیکتاتورانو له جنګونو چندان ډېر توپير نه لري.
د “یت” وروستاړی خو نسبتي دی. په هر نامه پورې چې وتړل شي، هغه نامه ته نسبت رامنځته کوي. کله چې موږ انسانیت وایو، خو حتما همدغه د زړو کابلیانو خبره، احمد او محمود او کلبي او مقصود ښیو، او کنه نه، بل څوک ښیو؟ آیا د دوی عملونه د دې وړ دي چې معیار وګڼل شي؟

آیا انسان په عالم مثل کې له تر څه چې اوس دی، ډېر بدل و؟

که یې دیني متنونو ته کړې، نو خدای پاک خو ښکاره وایي چې إن الإنسان خلق هلوعا، إذا مسه الخير منوعا، و إذا مسه الشر جزوعا… انسان ډارن پیدا شوی، چې مال او خیر ور ورسېږي، بخیل دی، او چې شر ور ورسېږي، بیا بې صبره او چیغه پار دی.

كه يې بودایي دین ته کړې، هغوی خو د انسان په اړه لا نورې نورې غږوی. عیسویان انسان تر دې حده مجرم او بد ګڼي چې له سره د بښل کېدلو نه دی.

که د انسان تاریخ ته هم وګورې، چندان تاریخ نه دی. د آدم له دوو زامنو، چې یوه یې بل قتل کړ، بیا د هارون الرشید تر دوو زامنو چې یو د بل خلاف وجنګېدل، بیا د سبکتګین تر دوو زامنو چې په جګړه کې یې تر منځ زرګونه ککرۍ ورغړېدې. د انسان تاریخ له وینې بهېدنې، سختو او وحشیانه سزاګانو، شکنجو، ظلم، تېریو او بربریته ډک دی.
له ډېرو محدودو او لنډو دورو پرته نور د انسانیت ټول تاریخ د انسانانو په وینو ککړ دی. هر سلطنت، هره واکمنۍ یې په ککریو ولاړه او په وینو او ژویو خړوبه ده.

که دا کارونه ټول انسانان کوي، نو دا کارونه بیا ولې انساني ونه ګڼل شي؟ بیا دې کارونو ته ولې انسانیت ونه ویل شي؟ که ظلم، تېری، وحشت، حرص، بخل، فریاد، بې صبرۍ، وهم او غلامي د انسان غالب کردار جوړوي نو بیا انسانیت ولې دغو شیانو ته ونه ویل شي؟

او که بیا دا کارونه انسانیت وګڼل شي، نو بیا هغه ایډیال او نېک حالت چې موږ ټول ورته رسېدل غواړو، څه وبولو؟

تر دې دمه د انسانیت لپاره په ګڼو نورو بدیلونو کې یو مشهور بدیل د خدایيتوب ورکړل شوی دی، خو هلته هم په تعبیرونو کې جدي ستونزه ده. په تېره دا چې انسانانو د خداییتوب په نامه څه څه ونکړل. همدا اوس هم چې انسانان د خپل قدرت او خپلو غوښتنو لپاره یو د بل په زړونو کې مرمۍ تشوي یا یو د بل پر ماشومانو، مېرمنو او سپین ږیرو د اور ورولو تکل کوي نو خدایي نعره، د تکبیره نعره او د الله اکبر ناره پورته کوي.

په بله لیکنه کې به په خداییتوب هم وغږېږو.

6 COMMENTS

  1. قرارصاحب کله چه رقابت دی همنوع جاری شی دا ډیربد رقابت دی چه بیولوژی کی ورته دهمنوع رقابت وایی که چیری څو مږکان په یوه وسپنیزقفس کی واچوو اوپریږدو چه ښه وږی شی نو ټول لاس یو کوی او کمزوی موږک خوری ترڅو چه دوه پاتی شی دوی دواړه چه وږی شی په خپلومینځو که سره جنګ کوی او یو پاتی کیږی نوکله چه هغه یو پاتی شو نو له قفس څخه یی وباسی او خوشی یی کړی ترڅو یی چه عمروی بی له موږکه بل څه نه خوری مونږ انسانانو هم 40 کاله کیږی چه خلک وژنو اوس که ټول ملکونه هم له وطنه ووځی نو رقابت به جریان لری الله دی په مونږ رحم وکړی

  2. عزتمندو لیکونکو اودرنو لوستونکو :
    تکړه اوغښتلی لیکوال اود مسایلوښه تحلیل کونکی ښاغلی قرار صاحب زموږ یعنی انسانانو دانسانیت خلاف کړنی او اعمال لکه څنګه چی دی کټ مټ یی همهغسی تشریح او ذکرکړی اودانسانیت دنوم سره یی په تناقض دسوال اوپوښتنی په ډول البته داثبات دپاره یادی اولیکلی دی . چی داټول رښتیادی مګر دغه خو فقطهغه اعمال دی چی فاعل یی انسان دی مګردا اعمال انسانی ضد یا انسانیت ضد اعمال دی چی دانسانیت او دانسان دپیدایښت څخه ترختم پوری دخالق المخلوقات چی انسان هم په دغوکی شامل دی منع او حرام بلل شویدی اوهم دبلی خوا ه دغه انسان اشرف المخلوقات ، اکرم المخلوقات اوافضل المخلوقات جوړشوی اودمځکی پرمخ دالاهی احکامو دتطبیق دپاره خلیفه ټاکل شوی اودهمدی مسولیت داداینی دپاره وقتافوقتا انبیا او پیامبران ع مبعوث کړیدی ترڅو انسا ن دانسان او انسانیت په لیاری جوړ او ولاړشی اوکه نه نودسختی جزا وړبه وی .

  3. سلام

    وایی چې ښکلا دننه ده او اثر په بهرکې ، تامرد سخن نه ګفته عیب وهنرش نهفته باشد :خیام دمی(الکهولو)و په هڅه کې دی خودجلا ل الدین بلخی هدف له میو(الکهولو) بله جهان بینی ده . ادولف هتلرهېڅوخت له الکهولی مشروباتو څخه ګټه نه ده اخیستې سره له دې چې مسلمان نه وو. رحمن بابا بیا وایی:هر بخیل د خدای دښمن دی ولو کان زاهدا! په دنیا کې بدی نه شته که بدی نه وی له تا
    انسان ته اشرالمخلوقات لقب یې ورکړی او سلام من قول رب الرحیم ویلی چې دا دآلهی ج له لوری یو ستر امتیازدی او معنوی مفهوم یی هم ډېرعالی که انسان ډېره کمه فیصدی خپله ملامته ومنی وطن ګل او ګلزار دی
    ستا لیکنه جالبه ده

  4. سلامونه،
    د مالیار او علیزی صیب په تایید،
    زما په فکر که د نړۍ ۲۰۰ لوی او واړهء هیوادونه سره پرتله کړو ،وبه ګورو چې هغه ولسونه چې په دیني او دنیوي پوهنو ېې ځانونه سمبال کړي پخپلو منځو کښې او نورو انسانانو سره د انسانیت نه کار اخلي ، مانا دا چې هر کله چې کوم طبیعي یا بشري ناورینونه پیښ شي مادي او معنوي مرستې ورځغلوي ؛ البته خدا و هست! مګر دا چې بیا د غمځپلي هیواد لیوان ېې د انساندوستۍ پر ځای پر څه شي لګوي یا ېې څنګه توزیع کوي دلته دی چې نا انسانیت یعنې ابلیسیت یا شیطنت او د قرار صیب قطار کړي غیر ی انسانیتی کړه وړه ېې ځای نیسي ؛ همداسې ځئ له کمون اولیه نه تر اوسنیو ۱۲۰ ټریلیونرانو چې د ۷ ملیارده یا بیلیونه انسانانو حقونه او ګټې ېې جیبونو او بینکونو کې اچولي ؛ او په ډول ډول دسایسو او فتنو اصلي انسانیت له جادې یا سمې صراط المستقیم څخه اړوي په دې کښې ابتلاء یا امتحان دی!.
    هغه دري قصه ده چې کوم چا به هر وخت خپل زوی ته ویلې :”او بچه تو آدم نمیشي!’ ،زوی ېې هم دا خبره زړهء کې اچولې وه ، هه هن هه … په پای کې والي شوی و، نو یوه ورځ ېې پلار دفتر ته ورځي ؛ زوی ېې په بې اعتنايي وايي :” اینه بابه! هر وخت ګوشهای مره خوردي که آدم نمیشي ، آدم نمېشي ؛ اینه مې بیني که والي شدم!” …
    پلار ېې ویلې ” مه نګفته بودم که والي نمیشي ، ګفته بودم آدم نمېشي ! و حالې هم مالوم میشه که آدم نشدي!” .
    نو لمړنی آدم یا انسان څه ملامت دي چې اولاده ېې نه سړي کېږي!؛ګناه د اسلام او انسانيت نده ،زمنګ نېت او عمل کی ده!!
    په درناوي.

  5. خبره خو دا ده چی
    شاید انسانیت یوازنی ګوهر او شته وی چی ټول انسانان ئې د تعریف د څرنګوالی په هکله ډیر کم د نظر اختلاف سره لری
    یو څیز یا پدیده دوه حالتونه لری
    عمومی حالت
    ځانګړی او خاص حالت
    انسانیت هم دوه حالتونه لری یعنی عمومی حالت او خاص حالت
    ځینی د نازکو او لطیفو احساساتو او عواطفو خاوندان کله چی د یو انسان په وړاندی یوه ظالمانه او بیرحمانه کړنه ووینی نو د خپل وجود د تَل څخه دا چیغه را وباسی چی
    وای او آخ انسانیت مړ سو
    حال دا چی دا چیغه په حقیقت کی حلال دروغ او د ریا ډکه یوه چیغه ده
    ځکه
    دا چیغه کوونکی شخص ددی پوښتنی له جواب څخه عاجز دی
    چی مثلاً
    که انسانیت مړ وی
    نو
    دا چیغه او آخ له کوم ادرس څخه را ووت؟
    انسانیت او پر انسانیت اطلاق مفهوم خپله د پیل مرحله لری
    یعنی
    د یوی خاصی تاریخی او بیولوژیکی او جسمانی او روحی او فکری او مدنی او تمدنی مرحلی څخه وروسته ” انسانیت ” په رسمیت پیژندلی سوی نه مثلاً د انسان هغه مرحله چی د حیواناتو غوښی ئی اُمی خوړلی
    په هر حال
    انسان او انسانیت په عمومی لحاظ د سالم فطرت او توازن نظام ته یو وفادار او متعهد موجود دی
    هر انسان ( حد اقل اکثریت) فطرتاً د ظلم او تجاوز او وینی تویونی او غلا او دروغو او شرّ څخه کرکه لری او فطرتاً د خیر غوښتونکی دی
    حتی د یو حرفه ای غله څخه که غلا وسی خښمیږی ځکه فطرتاً د غلا سره نه دی عیار که څه هم خپله غل وی
    ظالم او قاتل هذالقیاس
    هیڅ قاتل د قصاص په شیبه کی ځان د قصاص وړ نه ګڼی او ګومان کوی چی قصاص یو ظالمانه کار دی
    بناً
    د څو معدودو انسانانو د حیوانی صفاتو او کړنو د تعریف د تعمیم هڅه او ټول انسانیت په غیر انسانی کړنو تورَنَول د سالمو انسانانو د قضاوت د معیار سره ډیره فاصله لری
    دا د غربی ډیرو فلاسفه وو یو ډول ظالمانه او حتی خائنانه توجیهات دی چی مثلاً استعمار ته ئی حق ور کړی دی چی د مظلومو انسانانو استعمار او مرئیتوب د متمدن! انسان انسانی حق وګڼی حال دا چی دا انسانیت ته یو سپکاوی دی
    وروستی خبره
    مُډرن جهالت غواړی چی د خپلو حیوانی غریزو د اشباع او ارضاء پخاطر ټول سالم انسانیت د مسخه کېدو په پارازیټ کی اسیر کاندی
    له بلی خوا
    یوازنی مرجع او منبع چی انسانیت ئی ستر او ارزښتناک بللی دی هغه قرآن دی او بس

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب