د سریزې په پلمه باید یادونه وکړم، چې دښکلا پوهنې په اړه نه یوازې په افغانستان کې لیکنې نه دي شوي ( که شوې هم دي ، تتې اوپه نشت حساب دي )،بلکې په نړۍ کې هم زما دمعلوماتو له مخې دڅومره والي اوڅرنګوالي له مخې لکه چې په نوروبیلابېلوعلوموکې بې شمېره کتابونه کښل شوي دي،په ښکلا پوهنه کې دنورو علومو په پرتله، غوښنې څېړنې اولیکنې نه دي شوې .
داستېتکس esthetics په اړه تر یوه بریده یوڅه لیکنې اوڅېړنې شویدي،خوبیا هم په تېرې خبرې ټینګار کووم،هغومره هم نه ،چې په پرتلیزه توګه دپام وړ وګرځي .
په افغانستان کې دګوتوپه شمېرلیکوالودمقالواور سالوپه کچه یوه څه تتې کښنې اولیکنې کړي دي ،چې بیا هم دغه ّهڅې دډېرې ستاینې وړ دي ، خودایوه خبره باید هېره نه کړو، چې دغه بحث ډېر پېچلی هم دی .
زه فیلسوف نه یم،خودفلسفې پا ڼې مې اړولي دي ، زه هنرمند نه یم ، خوشاعر یم،دښکلا وجوداوحدودپه ګوته کولی شم .
ما په دې اړه خپله هڅه وکړه ، داچې څومره به مې په دې لیکنه کې ددرنو لوستونکوحق ادا کړی وي نشم ویلی ، خوداخبره په ځغرده کولی شم ، چې په دې برخه کې مې ډېرې هڅې کړي اوخپل ځان مې ښه ډېرستړی کړیدی ، په دې هیله چې درنولوستونکوته په زړه پورې سي .
په ډېر درناوي
لندن
یوه نوې لړۍ،
(ESTHETICS)
لومړی څپرکی
استادشهسوار سنګروال
د ټولنیزو او طبعي پوهنو مور فلسفه چې د خپلې پوهې په انګړ کې وټوکېده او په مزه مزه وغوړېده، څانګی او نوتې وکړې او دومره ګګره شوه، چې، لښتو، څانګو او ذنبق ذنبق ښاخونو یې د فلسفې له انګړه ورورو خپلې پښې سپکولې.
ترهغې چې د فلسفی لمنه ترڅوکوډکه شوه، خپلو توکو ترې لاره وکړه او هغې ګلونې ته ورته شوه، چې د لمر له څرک سره ترې لپې لپې پرخې وڅڅېدې.
فلسفه د انساني پوهې لومړنی ګام دی، انسان د خپل ذات او انسان پېژندنې هڅه وکړه، ټولپوهنی او ټولنپوهنې ته یې لاره پرانسته.
انسان پوه شو چې انسان ښکلی دی، ټولنیز ارزښتونه ښکلي دي، طبیعت ښکلی دی او د خپلې رنګینۍ دب دبه یې زړه راښکوونکې ده.
انسان لومړنۍ هڅې له انسانه پېل کړې او په انساني چاپېریال کې د ښکلا پېژندنې تکل وکړ … د دغو هڅو خبره په پاې کې دېته ورسېده، که یو مهال د فلسفې په غېږه کې د لومړنیو ټولنو ټولې ټولنیزې هڅې ځایيدې ، خو کله چې ټولنیزو پرمحتګونو پراختیا ومونده، نو بیا ورورو دغو پرمختګونو وزرونه وکړل.
د انساني ټولنی ، ټولپوهنې چې څونه، د څومره والي او څرنګوالي له مخې خپل پړاوونه وهل، په هماغه کچه انساني اند او ټولنیز شعور هم پراختیا مونده . د ساري په ډول لکه ټولنه چې د خپل ژوند په لومړني چاپېریال کې نوره نه ځايیده او وګړي په دې لټه کې شول، چې د ژوند لپاره یوه نوې جغرافیه ځانته ودانه کړي، دارنګه د فلسفی غېږه هم نوره تنګه شوه، بېلابېلو طبعي او ټولنیزو علومو ته پکې نور ځاې نه وه، نو ورورو یې د فلسفی له غېږې لاره بېله او ځانته یې د خپلې پوهې ټاپو ورغوله .
دا چې فلسفه د علومو او پوهنو مور بللی کېږي، لامل یې همدا دی چې یو د بل پسې بېلابېل علمي بنسټونه ترې راووتل او ځانته یې خپله لاره وټاکله.
ولې د فلسفې بېلابېلو پوهنو یو ناڅاپه په یو مهال خپله تګلاره نده بېله کړې، بلکې کله به چې د یوې پوهنې څانګې وغوړېدې، نو بیا به یې وزرې پرانستې او ځانته به یې د خپلې پوهې انګړ ا باد کړ.
هو دا چې ځنې علوم د مخه او ځنی علوم وروسته پېژندنل شویدي یو لامل یې څرنګوالی او څومره والې وه، ځنې یې څرګند او ځنې تت او نا څرګند وو، چې جلا والی اسانه کار نه وه ، دا ځکه چې د یو شمېر علومو د برید کرښې او پولې دومره نږدې وې، چې د ډلګیو مینځپانګه یې یو له بله په اسانه نشوه جلا کېدی، چې موږ ارواپوهنه، منطق پوهنه، ټولنپوهنه، ادب پوهنه، تاریخپوهنه، استتک پوهنه او په لسګونه نورې پوهنې د بېلګې په توګه یادولی شو.
د انسان پوهه بشپړه نه ده، خپل خپل حدود،کرښې اومحدودېتونه لري او د خپلې پوهې په وجودي رڼا کې د فکر کولو واک او ځواک لري.
فلسفه هم چې د بېلابېلو انسانانو د اندونو او نظرونو ټولګه ده، نو ځکه خو فلسفه د خپلې پوهنې په رڼا کې د طبېعت اړوند ، ټولنیز مسایل مطرح کوي او بیا ځواب ورته وایي.
په ټوله کې ټولې پوهنې، په دوه توکو ډېر ټینګار کوي، چې یوه برخه یې د ډلګیو ټولګه ده او بله برخه یې د قوانینو، چې موهمې او کوټلې پایلې خپلې کړي.
په فلسفي نظرونو او اندونو کې هم غوره برېښي، چې د توکو ډلبندي د ارزښتونو له مخې د بڼی او مینځپانګې پر بنسټ رامینځته شي ، که څه هم فلسفه په لومړي سر کې ساده او د انسانانو له ټولنیز ژوند سره متناسبه وه، دساري په ډول هغه مهال چې انسان نړۍ ته سترګې پرانستی او ژبه یې په خبرو راغله، نو بیا یې د خپل چاپېریال د توکو په شتون فکر وکړ او له یو شمېر پوښتنو سره مخ شو،چې باید جوابونو ته لاره پرانیزي .
دلته دی چې فلسفه مینځته راغله او انسانانو ورورو د خپلې پوهې په رڼا کې هڅې او څېړنې پيل کړې و چې
دغو څېړنو او څرګندونو په لومړي سر کې تخیلي بڼه درلوده، خود فلسفې د پيل او پاې کرښې او بریدونه ناڅرګندوو، کوټلې ډلبندي یې نه درلوده، بلکې کوښښ کېده، چې ټول جهان وپېژني او د دی اند او فکر یو لامل دا وو، چې د دوئ پوهې د تجربې په رڼا کې وده نه وه کړې.
ولې کله چې د عملي ژوند له مخې انسانان له ټولنیزو واقعتونو سره مخامخ کېږي، نو پوښتنو ته لاره پرانېزی او نوي ځوابونه ورته مومي.
دلته نه یوازې نوې پوښتنې او نوي ځوابونه د تېر په پرتله پېچلي او پرمختللي ول، بلکې تېرې تېروتنې هم نورې د غبرګېدو نه وې او وړتیا یې هم نه درلوده . نو دلته دی چې د وخت اوښیار کسان او پوهان له نوي اند او فکر سره، د ټولنې دمعرفت ډګرته لاسرسی پیدا کوي او تر یوه بریده د فلسفې نظري او عملي اړخونه څېړي، چې په دې کار سره فلسفه یوه نوي پړاو ته ورپرانیزي او دا به پر ځاې خبره وي، چې ووایو، د فلسفې د پوهې اصول، د نړۍ د پېژندنې او معرفت بنسټ ږدي.
ښکلا او د فلسفې مینځپانګه
د ښکلا پېژندنې پوهه او یا د دې پوهې غېږه او لمنه، لکه د نورو پوهو او علومو په څېر دومره ګګره او پراخه ده، چې د هرې پوهې غېږي ته لاره پرانیزي.
ښکلا پېژندنه د هنري فلسفې د یوې څانګې او برخې په توګه، هغو ارزښتونو او مفهومونو سره، سرو کار لري چې د یوه هنرمند، د هنري پنځوونو، خوند او رنګ، د مانا او هنري څرنګوالي شننه پکې شوې وي.
لکه څرنګه چې فلسفې خپله مینځپانګه او خپله غېږه، د ښکلا په ښکلاییزو توکو ښکلې کړاورنګینه کړېده، دارنګه
،دغی پوهی هم له خپل پیدایښت نه تر دې مهاله د هرې پوهی د کوربه او بنسټ په توګه د خپل پیدایښت تاریخ خپل کړیدی ، خپله مینځپانګه لري، خپله موضوع اوله نورو پوهوسره پوهنیزه خپلوي ، تړاو او مناسبه وړتیا … دمثال په ډول ، لکه د فلسفې ریښتنوالی، د فلسفې پيدایښت او ډول، د فلسفې وده او پرمختګ، د فلسفې ډلبندي، فلسفه د معاصرو علومو په رڼا کې ، د فلسفی چاپیریال، فلسفه او ټولنیز شعور، د فلسفې څرنګوالې او څومره والی، د فلسفې بڼه او مینځپانګه، د فلسفې ټولنیز ارزښت، د فلسفې هنر او ښکلاییز توکي … دا ټول هغه څه دي چې د ټولنې مادي او معنوي ارزښتونو ته لاره اواروي .
اوس موږ د فلسفي ارزښتونو ته په یادو توکو کې ، د ښکلا پېژندنې ارزښت ته چې د هنري فلسفی د یوې څانګی په توګه د پام وړ دی تم کېږو.
ښکلا پېژندنه (استیتکس)، چې په انګلیسي کې «aesthetics» وایي او کله د «esthetics» په بڼه هم لیکل کېږي. د هنري فلسفې یوه څانګه ده، چې په ښکلا، ذوق او خوند بحث کوي او هغه مفهومونه او ارزښتناک توکي راخلي، چې د یوه هنرمند د هنري پنځوونو د مانا او هنري څرنګوالي شننه پکې کارول کېږي.
د ښکلا پېژندنې په ځمکه د انساني احساساتو ډېرې په زړه پورې تجربې او کله کله پېچلي مفهومونه او توکي شار بل کېږي، چې د فلسفې پوهان یې له پېړېیو راهیسی بوخت ساتلی دي.
په دې مفهومونو کې ښکلا، بدرنګي، غوره ناک اغیز، کره کتنه اوشکلي هنرونه ، د انساني حسونو له لارې خوند اخستل، د شخصیتونو ښکلا او داسې نورتوکي شامل دي.
د استیتکس بریدنه او پولي ډېرې پراخې دي، چې نه یوازې د ښکلا ارزښت، څرنګوالی او څومره والی په ځان کې ځايوي، بلکې د طبعي توکو پر وړاندې د انساني غبرګونونو ژبه هم تعریفوي او په دې توګه د ښکلا او بدرنګۍ ژبني توکي او مفهومونه څېړي .
د ښکلا او بدرنګي مفهومونه، که څه هم ډېر ګونګ دي او نشي کولی په اغیزناکه توګه زموږ نړۍ په ښکلو او بدرنګو اړخونو سره ووېشي، ولی د درک وړ یې ګڼلی شو.
د بېلګې په توګه یو شی یو چاته ښکلی وي، خو بل ته به نه وي او دارنګه بدرنګي هم د ساري په توګه متناسبه ده اود یادولو وړ یې ګڼلی سو.
د فلسفې یو شمېر پوهانو د تاریخ په اوږدو کې د ښکلا او بدرنګۍ په مفهومونو ډېر ټنیګار کړیدی، خو ګڼشمېر په دې اند دي، چې ښکلا او بدرنګي د انساني ذوق، خوند اوان د کره کتنې يوازېني رنګونه ندي ، بلکې هنر تر ښکلا او بدرنګي وراخوا نورې ځانګړنې هم لري.
د بېلګې په توګه یوه تابلو کېدی شي زړه راښکوونکې وي او یا هم پاروونکې، یا کومه بله ځانګړنه ولري.
ولې د ښکلا ټکي ډېر وخت د اسانۍ لپاره کارول کېږي، چې د بېلابېلو مثبتو احساساتو څرګندونه وکړي … ډېر فیلسوفان په دې اند دي، چې د استیتکس برید باید تر ښکلا او بدرنګۍ ډېر پراخ وي ، نوځکه خوپه ټوله کې د استیتکس لپاره درې بېلابېلې څانګې غوره شويدي :
۱ـ لومړی د استیتکس هغه څانګه چې د ښکلا په ښکلاییزو توکو بحث کوي او په دې توګه د هنري اثارو کره کتنې ته ژبه ورکوي.
۲- د استیتکس هغه څانګه، چې د انساني ذهن په هغو ځانګړتیاوو بحث کوي، چې د انسان معنوي تجربه پکې ښکېل وي، لکه انساني غبرګون، احساسات او چار چلند.
۳ـ د استیتکس هغه څانګه، چې د فزیکي توکو او اشیاوو په ظاهري څېرې او بڼې بحث کوي، له رښتیتنې نړۍ سره د انسان استیتکي چلن په استیتکي توکو او مقولو کې په عام ډول انعکاس مومي.
دغه استیتکي چلن د ټولنیزو تجربو له مخې د انسان استیتکي حساسیت، استیتکي اړتیاوې او د نړۍ له توکو څخه استیتکي ارزیابي ده.
پروفیسور «اونرزیس» په دې اند دی، چې د انسان شعور د استیتکي توکو په څېر پوهه ترلاسه کوي.
استیتکه پوهه له زیاتو مفاهیمو، ډلبند ېیو او توکو څخه ګټه اخلي. که موږ په استیتکي پوهه کې، بڼه او مینځپانګه په پام کې ونیسو نو بیا له نړۍ سره د انسان استیتکي چلن د پام وړ ګڼلی شو.
« الکساندر بومګارتن» په ۱۷۵۰ ز کال د استیتکس په نوم کتاب کې دشکل اوموضوع له مخې دغه کلمه وکاروله، چې وروسته لا وغوړېده، پراختیا او پرمختیا یې وموندله.
یو شمېر څېړونکی د استیتک په نورو مقولو او توکو هم څېړنه کړېده، چې یو شمېر یې داسې دي:
لومړی د استیتک هغه مقوله او مفهوم چې نسبي استقلال لري او پرته له دې نورې هغه ډول مقولې چې د رغښت، جوړښت او رغاونې structureوړتیا لري. د بېلګې په توګه د یوشمېر ښکلاییزو توکو وړتیا د نورو توکو په پرتله غوره وي، نو موږ ته یې د ښکلا ارزښت زیات تر سترګو کېږي.
موږ د استیتکي پوهې په رڼا کې داسې توکي هم پېژندلی شو ، چې د بدرنګۍ ماهیت ترې څرګندېدی شي، چې ښکلا پېژندونکو پوهانو ورته د پرتلیزې ښکلا اصطلاح کارولي ده.
د هرې پوهې په فلسفه کې لا داسې مقولې، مفهومونه او توکي شته چې تر دغه دمه یې یو شمېر پوښتنې بې ځوابه پاتې دي. د دغو پوهو په لړ کې یوه هم استیتکه پوهه ګڼلی شو، چې باید د هر علم په توګه د توکو او مقولو یو نوملړ او ډلبندي ولري.
فیلسوفانوسره دهغې هم د فلسفې د تاریخ په رڼا کې د ښکلا پېژندنې او استیتکس په اړه ګڼشمېر تعریفونه وړاندې کړیدي، چې څو بېلګې یې داسې دي:
ښکلا پېژندنه او د ښکلا تعریف د استیتکی پوهې یوه بنسټېزه مساله ده او له لرغونې زمانې نه د استیتکس esthetics علم تر ډېره بریده د ښکلا د علم پنوم یاد شویدی، ولې اوس هم کله ناکله دغه اصطلاح کارول کېږي.
ښایي یو لامل دا وي، چې د ښکلا پېژندنې د عینیت توکي ذهن ته لاره پرانیزي او ښکلا د یوه شي د صفت په توګه د ښکلا احساس راپاروي او خپله ښکلا په موږ مني.
ښایي نور ډېر لاملونه هم وي، خو که څومره لاملونه لیکه په لیکه کړو، خو ښایي تر دغه دمه دا ومنو، چې استیتکه پوهه د ښکلا تیوري نده، بلکې داسې پوهه یې ګڼلی شو، چې له رښتنې نړۍ څخه د انسان استیتکس esthetics درک دی او په ځانګړي ډول بیا د استیتک علم په توګه ، تر ډېره بریده له ښکلا پرته له بل څه سره سرو کار نه لري.
ښکلا د استیتکس علم یوه ډېره موهمه مقوله ده او که چېرې ښکلا په پام کې ونه نیسو او د مثال په ډول دغه مقوله ترې لرې کړو د استیتکي پوهې توکي نظم له لاسه ورکوي.
له بل پلوه د هنرودې او پرمختګ د ښکلا په بدنه کې دومره ریښې ځغلولي دي، چې د هنري پنځونې سرچینه یې ګڼلې شو. . . خوپه ټوله کې ښکلا د طبیعت همزولې ده او د هنر د پنځونې یوه لویه سرچینه طبیعت دی او انسان بیا د دغو ارزښتونواونوښتونو پېژندونکی دی.
ښکلا پېژندنه د پېژندنې وړ ده؟
په ټوله کې فلسفه د ټولنیزو او طبعي علومو د پېژندنې وسیله ده. «اخوان الصفا» په دې ټینګار کوي، چې د فلسفې پیل له علومو سره مینه او دعلمي حقایقو پېژندنه ده.»[1]
فلسفې د خپل پیدایښت په شروع کې، چې انسان د خپلې پوهې له مخې غوښتل، نړۍ وپېژني، نو ځکه خو فلسفه د ټولو علومو د پېژندلو یوه ډاډمنه سرچینه وبلل شوه، چې د بېلابېلو علومو پېژندلو ته لاره اواره کړه.
ښکلا پېژندنه د فلسفې د یوې برخې په توګه، چې کله وغوړېده، نو د فیلسوفانو پام یې ځانته راوګرځوه.
ډاکټر علي شریعتی، د فلسفې، علم او ایدیالوژي تر سرلیک لاندې د فلسفي په اړه کاږلي دي چې «فلسفه د فکر کولو یوه ستره ټولګه ده، چې په څرګندو او ناڅرګندو توکو بحث کوي …[2]
د نوموړي د څرګندونو موخه ښایي دا وي، چې ټول علوم په یوه ټاکلي زمان کې د فلسفي له غېږي نه دي را بېل شوي، بلکې په بېلابېلو وختونو کې، چې د یوه علم څرک لګېدلی، له اوږدو څېړنو وروسته یې بیا د خپلو معیارونو مقولو او توکو له مخې رغاونې ته لاره پرانستل شویده.
د علومو د پېژندلو او نه پېژندلو لاملونه ډېر دي چې په پرلپسې توګه، ځنې علوم ژر او ځنې وروسته د پوهې ډګر ته راوتلي دي.
خو د انسان رابطه ورسره شته او هغه وخت ورته یو شی ښکلی برېښي، چې له شي سره ذهني اړیکه ټینګه شي. که څه هم د ښکلا ارزونه یو ستونزمن کار دې، ولې دا څرګنده ده، چې د ښکلا پېژندنې ارزښتونه په ټولنیزو مناسباتو کې تلپاتې ځاې لري، ښکلا پېژندنه دومره ډېره د پام وړځکه ده ، لکه څرنګه چې په یوه ټولنه کې د یوې ټولنې کلتوري ارزښتونه د پام وړ ګڼل کېږي.
کلتور د یوی ټولني د مادي او معنوي ارزښتونو مجموعې ته وایي … نوځکه خوپه د ې بنسټ ، دارنګه په یوه ټولنه کې د پام وړ مادي او معنوي ارزښتونو ته ښکلا هم ویلی شو.
دمخه مو دې ټکي ته اشاره وکړه، چې کله له یوه ښکلي شي سره ذهني اړیکه ټینګه شي، نو ښکلا د انسان ذهن ته لاره پرانیزي. و لې له ذهني اړیکې سربېره ، بېروني اړیکه هم د ښکلا پېژندنې لپاره ارزښتناکه ده.
ښکلا حسي او روحي فعالیت دی، چې د استیتکس esthetics علم لپاره یوه اساسي مساله ، پخپله ښکلا پېژندنه او د ښکلا تعریف دی او تر ډېره بریده خوځکه د استیتک علم، د ښکلا د علم په نوم یاد شویدی.
سره د دې چې پوهاند اونرزیس» پخپل کتاب کې کښلې دي، چې: «استیتک پوهه د ښکلا تیوري نه ده، بلکې داسې یوه پوهه ده، چې له واقعي نړۍ څخه د انسان درک او په ځانګړي ډول د هنر دودې او پرمختګ د قوانینویوه پر مختللې تیوري ده…»[3] .
هېګل او یو شمېر نور هم ښکلا په روحي او حسي بڼه د مطلقو وسیلو څرګندونه ګڼي … حسي او روحي فعالیت یې بولي، ولې له روحي او حسي فعالیت نه پرته، ښکلا د ذهني او بېروني نړۍ یو بشپړ ټاکوونکی انځور او تعبیر دی.
نامتو فیلسوف «دوید ر» په دې ټینګار کوی او وایي ماته ټول هغه څه ښکلي دي، چې زما په وجود کې د ښکلا احساس راوپاروي. ډېرود ښکلا پېژندنې د ماهیت تعریف کړیدی خو ټول بیا په یوه خوله ندي .
که څه هم ډېر ټولنیز علوم یو واحد کوټلی تعریف نه لري، دارنګه ښکلا پېژندنه هم داسی تعریف نه لري چې ووایو ۲+۲ مساوي څلور کېږي.
تولستوی د خپلې زمانې یو هنرمند، متفکر او مبلغ انسان، د هنر، ښکلا او ادبیاتو په نړۍ کې داسې نظرونه او اندونه وړاندی کړل، چې د نړۍ ادب پوهانو او په ځانګړي ډول د روسې هېواد هنرمندانوته په زړه پورې ول، لکه څرنګه ،چې د استایوفسکي د هیومانیزم په رڼا کې، چې ډېره پاملرنه یې «انسان» ته وه وستایه، ولې تولستوی یې د هنري ښکلا پوهنې ، دمعاصري نړۍ د انسانیت یو سمبول ګاڼه .
که «دانته» د هنري ښکلا سمبولیکه ژبه انځورله، خو تولستوی د ښکلا فلسفه د هنر په کتار کې ودروله او د سپېڅلو حواسوپایله یې وګڼله ، په دې مانا ، یوازې یو شی، یو توکی او یو څیز د ښکلا سرچنه نه ده چې ووایو ښکلا ترې زېږېدلې ده.
نو ځکه خو نامتو فیلسوف کانت په دې اند دی چې انسان د ښکلا د ټاکلو وس، احساس او درک لري. د انسان احسا س، درک او تصور هغه مهال نېغه په نېغه خپله اغیزه ښېي، چې له یوه بهرني شي سره یې اړیکه ټنیګه شي. مانا دا چې د ښکلا په پېژندنه کې ذهني عنصر ته زیات اهمیت ورکول کېږي .
ولې یو شمېر فلیلسوفان ، په د غه لړکې ارستو« د ښکلا ماهیت د ژوندانه د توکو په ځنو حسي او ټاکلو صفاتو کی وینی….»[4]
د ارستو افکار نه یوازې د استیتکس پوهانو لپاره د پام وړ دي، بلې د هنرمندانو لپاره هم په زړه پورې دي.
«ساتر» د ښکلا پېژندنې په تړاو انګېري چې د هنري اثر پنځونه یوه رښتنې ښکلا ییزه کړنه ده او ښکلا د فلسفي مفاهیمو له مخې د پام وړ ګڼلی کېږي .
د هنري اثر دښکلا د پنځونې رښتنې سرچینه طبیعت او تولنیز مناسبات ګڼلی شو، خو د هنر مند تخیلي ځواک پکې ټاکونکی دی.
نتیجه دا ، ښکلا چې یوه عیني او ذهني بڼه لري ، په یوه ډول نه یوډول له واقعي حا لته اوځي او د خیا لي نړۍ لور ته لاره باسي .
) د فلسفی تاریخ ۲ چاپ د آیتی ژباړه ۴ مخ[1]
) ډاکټر علي شریعتی ۲۸۳ مخ[2]
۳) پروفیسور اونرزیس esthetics ۶ مخ
) هماغه اثر ۸ مخ[4]