دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د څو تنو افغان ښځینه شخصیتونو ژوند لیکونه / پاکیزه ارزو

د څو تنو افغان ښځینه شخصیتونو ژوند لیکونه / پاکیزه ارزو

یوه اړتیا، یوه یادونه

کله چې د هېواد په ټولنیز نظام کې د ښځو د ګډون ونډې ته کتنه کوو، د ښځو د ټولنیز رو ل او حضوري ونډې د نه شتون لویه تشه محسوسېږي او دا تشه د تاریخ په هر پېر کې لکه یوه بدمرغي خوره ده. په سمبولیک ډول د دې تشې د ډکولو هڅه شوې ده، یوازې د ښځو په نوم ډکه ده، د ښځې  نوم غت خو وجود یې د کور یا حرمسرای په دېوالونو کې محصور او اسیر دی. تاریخ لیکونکو په ټولنه کې د ښځو رول او ونډه د لرغوني اریانا له تاریخ څخه پیل کړې خو ستونزه دا ده چې د ښځې رول یوازې د نارینه اتلانو په جوړولو کې د یوې ښې روزنکې مور، خور یا مېرمنې په توګه راخیستل شوی. دا په دې معنا ده چې افغانو ښځو بل هېڅ استعداد نه لرل، دوی یوازې ښې میندې، ښې خویندې او یا ښې مېرمنې وې چې دا ښه والی یوه فطري ځانګړنه ده چې هره ښځه یې لري او دې فطري ځانګړنې ته تاریخي امتیاز ویلای نه شو. که سم قضاوت وکړو او پوښتنه وکړو چې یوه افغانه ښځه که یو امپراطور او سلطان روزلی شي، ولې هغه د امپراطوري او سلطنت کولو وړتیا نه لري؟ یقینا دا پوښتنه به بې ځوابه پاتي شي.

له اریانا ترهوتکي امپراطورۍ پورې ښځې یوازې په روزنه او ادبي برخه کې ډېرې یادې شوي دي او که کومه ښځه د حکومتي چارو برخه هم وه د هغې په هلکه ډېر څه لیکل شوي نه دي. له هوتکي او ابدالي امپراطورۍ وړاندې په ۸ مه هجري پېړۍ کې یوه نسبتآ با صلاحیته مېرمن په تاریخ کې دېره ستایل شوې ده چې تېموري سلطنت ته یې خاص نوم او نښان وکړی و. دا ویاړلې مېرمن «ګوهر شاد بېګم» ده. ګوهر شاد بېګم په تیموري حاکمیت کې د واک او صلاحیته خاونده وه. هغه د خپل ژوند ملګري شاهرخ میراز مشاوره هم وه او واک او صلاحیت یې هم درلوده. مېرمن ګوهر شاد بېګم د تمیوري امپراطورۍ په فرهنګي چارو کې ډېره دخیله وه او د فرهنګ د ودې په برخه کې یې ډېر کار کړی دی چې اثار یې د هېواد د فرهنګي غنا لویه برخه جوړوي. له تېموریانو وروسته د هوتکیانو په اميراطورۍ کې هم د ښځې نوم په حکومتولۍ کې راغلی دی او هغه نوم د مېرویس خان هوتکي مور « نازو انا» ده. نازو انا د شاعري تر څنګ د میرویس خان نېکه مشاوره هم وه، معنا یو څه په حکومتي چارو کې شریکه وه خو د نازو انا نوم یوازې د میرویس خان سره اخیستل کېږي او د هغې په هکله نور جزیات نه شته. پوښتنه دا ده که نازو انا د میرویس خان نېکه په جوړولو کې رول درلوده او مشاوره یې وه څه ډول مشاوروه، په کور که د حکومت په چوکات کې او د هغې صلاحیتونه څومره و؟ له هوتکیانو څخه وروسته د « احمد شاه ابدالي» امپراطوري وه، په دې امپراطورۍ کې هم د احمدشاه بابا مور« زرغونه انا» ډېره یاده شوې ده چې د احمد شاه بابا مشاوره وه خو د مشاوریت حدود او صلاحیت یې معلوم نه دی.

له انګریزانو سره د ازادۍ په مبارزو او جګړو کې هم د ښځو رول ډېر نه لیدل کېږي یوازې د څو ښځو نومونه دي چې سرسري یادې شوي دي، دې مبارزو ښځو له نارینه وو سره  په لوژجیستکي چارو کې مرسته کوله او یا یې د ازادي لپاره تبلیغ کاوه. د یادو شویو مبارزو ښځو نومونه شته خو عملا د ازادۍ په جګړو کې حضور نه لري او نه هم تاریخ د هغوی په هلکه ډېر معلومات وړاندې کړي دي. د ازادۍ په جګړو کې یو مشهور نوم د « میوندۍ ملالۍ» دی. «د میوند د جګړې» اتله پېغله ملالۍ یوازې د یوې ټپې په ویلو یادیږي او د جګړې د ګټلو ویاړ هغې ته منسوب دی خو بعد له هغې ګټلې جګړې ملالۍ نوره په تاریخ کې نشته، ملالۍ څه شوه، ټولنې هغې ته  څه ورکړل، له هغه جګړې وروسته یې حالت څنګه وه؟ هېڅ معلومات نه شته. که د میوند د جګړې فاتحه رښتیا ملالۍ وه نو ولې په تاریخ کې دومره مختصره پاتې شوه؟ همداسې د ښځو د نه یادلو تشه د سدوزیانو، بارکزایانو په حکومتونو کې هم لیدل کېږي، په دې حکومتونو کې هم ښځې یوازې روزنکې او یا د حرام سرای ملکې وې چې  واک او صلاحیت یې تر حرمسرای یا د اشرافو تر کورنیو پورې محدود و.

له ازادۍ څخه مخکې په سیاسي او ټولنیز نظام کې د ښځو د ونډې او حضور کموالی یا محدودیت په دې معنا نه ده چې ویاړلو افغان  مېرمنو د نظامونو د ساتلو په مبارزو او رغښت کې ونډه نه ده اخیستې یا  یې حضور نه درلوده، بې انصافي دا ده چې دا حضور او ونډه هغسې چې باید بیان شوی وای هغسې نه ده بیان شوې او په تاریخ کې چې څومره د ښځو نومونه غټ ښوودل شوي دي کارنامو او مبارزو ته یې د تاریخ په سیاسي او ټولنیزو فصلونو هغومره ځای نه دی ورکړل شوی.

له ازادۍ وروسته د ښځو نوی ژوند او د تاریخ ځلانده فصل د انګریزي استعمار له ماتې وروسته د افغانستان د تاریخ زرین فصل پیل شو، د ازاد افغانستان ځوان باچا غازي امان الله خان او د هغه روڼ انده ملکه ثریا طرزي وه. د دې ازادۍ خاصه ځانګېړنه دا وه چې دا ځل باچا یوازې نه و، له باچا سره د هغه ملکه هم ملګرې وه او په لومړي ځل په تاریخ کې د دې جوړې حضور تر یوې معجزې کم نه و. له ازادۍ وروسته ځوان باچا د هېواد د ابادۍ له پاره لېواله و او غوښتل یې هېواد یې په څو میاشتو یا څو کلونو کې د زرګونو کلونو چټک مزل ووهي، هغه د ټولنې حساسیتونه ته نه کتل، د چا پروا یې هم نه کوله او خپل اصلاحي سیاست یې مخته وړل. ځوان باچا او روڼ اندې ملکې غوښتل د هېواد هر وګړی یې ښه ژوند وکړي او د نړۍ سیال شي چې په دې وګړو کې د ټولنې او تاریخ ورک موجود ښځه هم شامله وه. باچا غوښتل د هېواد ښځینه قشر یې د نړۍ د نور ښځو سیالې شي. هغه خپلې ملکې ثریا ته پوره واک ورکړ چې د خپلو همجنسو د ژوند حال ورسم کړي. روڼ اندي ملکه  ثریا د سوریې هیواد په دمشق کې د افغانستان د تاریخ د دو سترو هستیوعلامه محمود طرزي او اسما رسیمه طرزي په کور کې زېږېدلې وه، هغه د مور او پلار له علم او هنر څخه ډکې غېږه کې تربیه شوې وه او له باچا سره په همغږۍ یې د ټولنې اصلاح او د ښځو د حقونو  لپاره کلک هوډ وکړ او د خپلې مدبرې مور اسما طرزي په ملاتړ یې د ښځو د نهضت بنست کېښود او په عملي ډګر کې یې کار وکړ. لومړنی ښځينه ښوونځی پرانیستل، لومړنۍ ښځینه مجله یې خپره کړه، لومړنی ښځینه روغتون یې جوړ کړ او د طبعیت څخه د تازه ساه اخیستنې لپاره یې د ښځو له مخ څخه د چادري زندان لېرې کړ. دا ښځینه انقلاب ښه په جوش کې روان و، ښځو ته ازادي واخیستله شوه، ښځې نور د کوراسیرې نه وې، ښځې د میلو لپاره باغونو ته تلې، د پوهې لپاره ښوونځي ته تلې او د دردونو د درمان لپاره روغتون ته  تلې.  ښځې نورې هغه نه وې چې په تاریخ کې یوازې په ښه روزنکې یادې شوې وې. ښځې د نړۍ سره د سیال کېدو په سیالي کې د لوړوزده کړو لپاره له هېواده بهر ولاړې او د ازادۍ دا فصل  له خوښیو او ولولو سره مل و.  خو؛ افسوس د دې انقلاب د پرمختګ عمر کم و او په لسو کلونو کې د تاریخ د استعماري تورې بلا د جهالت ښکار شو. جاهل حاکم امر وکړ د نسوانو( نجونو) ټول ښوونځي وتړئ! د جهالت د دې تورې بلا عمر هم کم و خو په کم عمر کې یې بې حده ډېر زیان واړول او د لسو کلونو رڼایي یې په توره تیاره واړوله.  څو کاله وروسته یو ځل بیا د ښځو په ژوند کې رڼایي راغله او د ښځو د نهضت بیا پیل ډېر خوندور و. ښځو بیا د ازادۍ هوا تنفس کړه، د تعلیم تر څنګ، د سیاست، د سینما او موسیقي ډګرونه هم وځلېدل چې دا بدلون د تاریخ تر ټولو ښکلی بدلون و. د الاحضرت محمد ظاهر شاه د دیموکراسي لسیزه ( ۱۳۴۰- ۱۳۵۲ ل ) د افغان ښځو د تاریخ تر ټولو ښایسته او منور فصل دی. ښځه وزیره شوه، ښځه د پارلمان وکیله شوه، ښځه سندرغاړې شوه او ښځې د تیاتر او سینما په پردو کې راښکاره شوې. ورپسې د شهید سردار داود خان جمهوریت هم د ښځو د حقونو او سیاست زرین دور و. د ښځو د ټولنیز بدلون دا دور تر ۱۳۷۱ ل کال پورې نسبي ښه و، خو؛ په ۱۳۷۱ ل کال کې یو ځل بیا د جهالت توره بلا را نازله شوه او د ښځو د روڼ اندي او پرمختګ زرین دور له خاورو سره خاورې شو چې تر ننه دوام لري. د نن څخه ۳ کاله وړاندې ۲۰ کلن جهموریت ښځو ته د ژوند کولو ښه شرایط  جوړ کړل خو د نړۍ د پرمختګ په نسبت هېڅ هم نه و. د ۲۱ پېړۍ په دویمه لسیزه کې ښځو یو ځل بیا سل کاله په شا تګ کړی او افغان ښځې او نجونې د ټولنیز ژوند د ګډون هره دروازه یې پر مخ تړلې ده چې دا دې پیړۍ تر ټولو لویه غمیزه ده.

د ۲۰۲۴ کال د مارچ اتمه او د څو نامتو ښځو بیا یادول د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون ورځې په مناسبت ښځینه ادبي انلاین بهیر د نامتو افغان ښځو د پېژندګلوۍ لړۍ پیلوي، دا نامتو مبارزې، سیاست والې، هنرمندانې، استادانې، نظامیانې او ژونالیستې مېرمنې بیا، بیا معرفي شوي دي خو ولې بیا اړتیا لیدل کېږي چې بیا یې ژوند لیک ولیکو؟  د دې پوښتنې په ځواب کې به د څو اړتیاوو یادونه وکړو. یوه اړتیا دا وه چې په دې مېرمنو کې ځیني بیا بیا یادې شوي او ستایل شوي دي او ډېری خلک د دوی له نومونو او کارنامو سره اشنا دی، خو ځیني دا نامتو او مبارزې مېرمنې د تاریخ او ټولنې له سترګو ګوښه پاتې شوي، د دوی له کارنامو او خدمتونو څوک خبر نه دي او آن نومونه یې لا هېر دي،  په ژوند لیکونو کې به یې ولوستل شي چې دا مېرمنې د عالي شخصیت، پوهې او نظر خاوندانې وې خو ګوښه پاتې شوي دي. بله خبره دا چې په اوسني دور کې ښځې یو ځل بیا د جبر او زیاتي ښکار دي او لکه  تېر تاریخ ښځې بیا د ګمنامۍ او سکوت بدې مرحلې ته داخلي شوي دي، اړینه ده چې یادونه یې وکړو او دا وښییو چې افغان ویاړلو مېرمنو خدمتونه کړي دي او تېر سل کلن تاریخ نه هېرېدونکي هستۍ دي. بله موضوع چې بیا یادولو ته اړینه ده هغه په افغانه ټولنه پسې یو تاریخي تهمت تړل شوی چې په افغان فرهنګ او په ځانګړي ډول پښتنې ټولنې کې ښځې تر کور او ګوره  پورې محدودې دي او پښتون دود اجازه نه ورکوي چې ښځې دې د ټولنیز ژوند برخه وي. د دې تهمت د لېرې کولو لپاره اړینه ده چې یو ځل بیا خپلې مبارزې مېرمنې یادوې کړو، ځکه دا یوازې یو تهمت دی چې پښتون دود کې «ښځه یوازې د کور او ګور ده». تاریخ دا ثابتوي هغه ویاړلې او نامتو ښځې چې نومونه یې په افغان تاریخ کې راغلي دي، زیاتره یې پښتنې وې او له همدې مېرمنو سره د دوی د کور پښتانه نارینه ملګري و او ملاتړ کوونکې یې.  بله اړتیا دا ده چې په تاریخ کې د ښځو کارنامې او خدمتونه جلا فصل نه لري او تل د نارینه وو له نومونو سره ټړلي راغلي دي او همدارنګه د دې مبارزو مېرمنو په هکله په اوسني پرمختللي انترنیتي دور کې په پښتو ژبه هېڅ ډول معیاري او دقیق معلومات په انترنیتي پاڼو کې نشته او ان د رسنیو له پردو هم ګوښه پاتې شوي دي. افغان ښځینه بهیر همدې اړتیاوو ته په کتو یو ځل بیا هغه مبارزې و فعالې مېرمنې چې په خپلو وړتیاوو یې سیاسي چارې سمبالولې، د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوله او هم یې د هنر ډګر رنګین کړی و بیا معرفي کړي چې د تاریخ جبر د دې دور چلوونکې یې وویني چې ښځې کولای شي لکه نارینه تعلیم وکړي، کار وکړي او د ټولنې په جوړولو کې خپله برخه مسولیت سرته ورسوي.

د نامتو او مبارزو مېرمنو د ژوند لیکونو په لیکلو کې د ښځینه انلاین بهیر غړو، ګلالۍ مومند، میمونه کامران، وږمه خپلواک، سهیلا کامران، جمیله مصور، فتانه ژوند،  لیمه مصور، ملالۍ مصور، پاکیزې ارزو او شفیقې خپلواک څو نامتو افغان مبارزې، سیاست والې، اکاډمیک شخصیتونه او د هنر د برخې څو اتلې مېرمنې یو ځل بیا په نویو الفاظو معرفي کړي دي. د دې ژوند لیکونو په راټولو کې ستونزې وې، له هیواده لیرې والی، د انلاین کتابونو نشتوالی او د معلوماتو د کره والي موضوع هم وه، پکار وه چې کره معلومات را ټول شوي وای. دا معلومات له انترنیتي پاڼو، له ځینې کتابونو او د معرفي شویو ښځو له مرکو او یا یې د کورنۍ د غړو له مرکو څخه راخیستل شوي دي او هڅه شوې ده چې کره معلومات راټول شي.

 

3 COMMENTS

  1. السلام علیکم.
    ډیر عالی اقدام مو کړی دی، هیله ده دوام ورکړئ. زه یقین لرم چی له ستونزو سره سره بیا هم ماخذ موندلای شئ، لاهم ډیری نامتو میزمنې پاتې دي، چې تاسو یی ژوند لیک او کړی خدمتونه او د هغوی ویاړونه او افتخارات ثبت کړئ. اوسنیو شرایطو کی دا یو ضرروری اقدام دی.

  2. آغلی پاکیزه ارزو مننه کوم، په ډیره تاریخی او کلتوری موضوع مو لیکنه کړیده.

    آغلی لیکلی (بله موضوع چې بیا یادولو ته اړینه ده هغه په افغانه ټولنه پسې یو تاریخي تهمت تړل شوی چې په افغان فرهنګ او په ځانګړي ډول پښتنې ټولنې کې ښځې تر کور او ګوره پورې محدودې دي او پښتون دود اجازه نه ورکوي چې ښځې دې د ټولنیز ژوند برخه وي. د دې تهمت د لېرې کولو لپاره اړینه ده چې یو ځل بیا خپلې مبارزې مېرمنې یادوې کړو، ځکه دا یوازې یو تهمت دی چې پښتون دود کې «ښځه یوازې د کور او ګور ده». تاریخ دا ثابتوي هغه ویاړلې او نامتو ښځې چې نومونه یې په افغان تاریخ کې راغلي دي، زیاتره یې پښتنې وې).

    آغلی آرزو ستاسی خبره سمه ده، چه پښتنې ټولنې کې ښځې تر کور او ګوره دا یو تهمت دی. دغه تهمت مونږ ته ځینو د ګوتو په شمار متعصبو کړیو راکړیدی.
    افغانستان یو کرهنیز هیواد دی چه د پخوا راهیسی د پښتنو ښځی او نارینه په کرنه او مالداری مشغولی او مشغول دی. چه پدی کی د ۴ میلونه څخه زیات کوچیان هم راځی. چه د مالداری کارونه پرمخ وړی.
    تاسی هم یادوری کړیده غازی امان الله خان یو اځینی پښتون پاچا وه چه د انجونو مکتبونه یی شروع کړل، د ښځو لپاره یی نور بنسټیز کارونه شروع کړی وه. مګر د انجونو د مکتب او ښځو د ویښتیا ضد توره بلا (سقاویان) را پاڅیدل او امان الله خان ته یی د کافر خطاب وکړو. چه په نتیجه کی د ښځو پر مختګ یی هم په کور او هم په ګور کړه.
    دا چه نن ښاغلی پدرام په هره مرکه کی وای چه پشتونها عقب مانده است، پشتونها میګویند ښځه یا په کور ده یا په ګور. مګر ښاغلی پدرام د ا فکر نکوی چه ملا سقاو په ټبر څوک وه او امان الله خان په ټبر څوک وه.
    که چیرته امان الله خان ته دغه توره بلا نه وای راپاڅیدلی نو نن به افغانستان ډیر پرمختګ کړی وای. او دغه کوم حالات چه په هیواد کی اوس روان دی. دغه خالات به هم نه وای راغلی. مننه

  3. په دې ګړکيچنو شرايطو او بنديزونو کې چې د ښځينوو د پرمختګ مخه يې هراړخيزه نيولې ده، د افغان ښځو د انلاين ادبي بهير د مشرباته دا بتکار د ستايلو وړ دی.
    همدارنګه ډېره او د زړه له تله خوښه يم چې پس له ډيرو کالونو نه د تکړه او د عالي قلم د څيښتنې پاکيزې آرزو د ليکنېو او مقالو لړۍ دلته په تاند کې لولم.
    د دوی د ټولو لا برياو په هيله!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب