جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبد غضنفر څراغ | بصيرالحق عادل

د غضنفر څراغ | بصيرالحق عادل

هر ليکوال او شاعر يو ډول اروايي ناروغي لري، د دوی هره ليکنه او شعر يې د همدغې اروايي ناروغۍ ريپوټ دی چې لري يې.

دا د زيګموند فرويډ نظر دی چې د استاد اسدالله غضنفر د څراغ نومې کتاب کې را اخيستل شوی دی، ورپسې استاد ليکلي چې دا خبره زموږ ادب سره هم اړخ لګوي. لوی شاعر عبدالرحمن بابا وايي:

دا دستور دی چې له درده ځګېروی خېژي

ګني څه وو د رحمان له شاعريه

(څراغ) د استاد اسدالله غضنفر لوی او شهکار اثر دی. ما د استاد نورې ليکنې هم لوستي، د استاد له [د نثر ليکلو هنر] مې د هنري ليکنو چل زده کړی. [کلتور او ټولنه] څخه مې ټولنه کې ژوند کول پېژندلي، [جادوګر هنر] د شعر او هنر باريکۍ راښوودلي دي. خو [څراغ] بيا داسې کچکول دی چې پورته د ټولو کتابونو د هرې برخې اړوند مرغلرې پکې راټولې شوي دي.

د استاد پر نثر نورې خبرې نه کووم. خو فقط دومره وايم چې د ښه نثر لپاره دوه شيان مهم دي، وضوح او رواني. د استاد نثر د دغو دواړو صفتونو څخه مالامال دی.

کله چې مې څراغ لوستو، داسې فکر مې نه کاوه چې څه لولم؛ بلکې داسې تصور مې کاوه چې يو څوک راته خبرې کوي او زه ورته غوږ غوږ يم او دا کمال يې په ټول کتاب کې وو. دا مثال د استاد د نثر د [وضوح او روانۍ] ښه ثبوت دی.

#څراغ له پنځوو بېلابېلو برخو جوړ دی. هره برخه کې يې لسګونه علمي ليکنې، مقالې او خاطرې ځای شوي دي.

لومړۍ برخه يې [د روغې ټولنې انځور] په نوم مسمی ده. دې برخه کې وطني مينه، په خپل کور کې خزانه، د کار کمالونه، رښتيا او دروغ، تفريح، امن، ترافيکي پېښې او لسګونه نور ټولنيز موضوعات لوستلی شئ. داسې موضوعات چې زموږ او ستاسو ژوند ورسره تړلی دی او نزدې هره ورځ ورسره مخ کېږو. لوی استادان همېشه ټينګار کوي چې ليکوال بايد ليکوالۍ کې خپلې تجربې ځای کړي. زه په دغه مفهوم هله وپوهېدم چې د استاد غضنفر [څراغ] مې مطالعه کړ.

د دې برخې يوې ليکنه کې راغلي: « مور چې هلک له خوبه راپاڅاوه، ورته ويې ويل: پاڅه غرمه شوه، ته لا خوبونه کوې! هلک چې درې ساعته وروسته له ښوونځي راغی، وږی و، له موره يې ډوډۍ وغوښته. غرمه چېرته ده؟ اوس خو لا شين سهار دی. هلک چې کم عمره او بې تجربې وي، د داسې خبرې په اورېدو ګمان کوي چې دی د لويانو په مطلب نه پوهېږي خو لږ وروسته دغسې خبرې دروغ ورښکاره شي او يو بل وخت د دروغو او رشتيا توپير هېر کړي.»

د څراغ د دوهمې برخې رڼايي پر [ادب او فرهنګ] ور ټوله ده. دلته د ادبياتو د تعريف او پر پېژندنه يې معقولې خبرې لوستلی شئ، د ذوق په خم کې ځان رنګولی شئ، دغه راز د هنر پېژندل، د وصال شېبې، د چلم تاريخ او ولسي ادب کې يې ذکر، د ليکوالۍ اصول، ارواپوهنه، د مصر ادب او لسګونه ادبي او فرهنګي خبرو، مشور، لارښوونو او تجربو ته تم کېدلی شئ.

د دې برخې يو مطلب داسې دی چې: «د چلم څکول ورو ورو په هندي او افغاني ټولنه کې عام شول او ادبياتو ته يې لاره وکړه. په پښتو ژبه کې [د چلم ياران] يو داسې ترکيب دی چې د ياري و دوستي و مستي و خوشالي ژوند مو سترګو ته درولی شي.

په لنډيو کې اورو:

په چلم دوې سکروټې خوند کا

لکه دوې بنې په سيالۍ خوله درکوينه

چلم د ځينو کسانو دومره خوښ شوی دی چې د هغو د معشوقو رخه يې پارولې ده. مشهوره لنډۍ ده:

چلمه مات ټوټې ټوټې شې

ميين په ما دی غم په تا غلطوينه.»

دغه راز د څراغ په درېيمه برخه کې ګرامري موضوعات راغلي دي. دا، داسې موضوعات دي چې د کليشه يي ګرامر ليکنې په څېر وچې کلکې خبرې نه دي، چې نه پرې څوک پوهېږي او نه ترې فهم اخيستی شي. بلکې دلته د (يو، لا، هم) او ګڼ نور موضوعات داسې شنل شوي دي چې د هرې خبرې د اثبات لپاره د کلاسيکو او معاصرو شاعرانو بيتونه را اخيستل شوي دي او استاد د خپلې هرې معقولې خبرې لپاره د دې لپاره چې لوستونکی ښه پوه شي، مثالونه هم راوړي دي. چې دا لوی کمال او عظيم هنر دی.

استاد په دغه برخه کې يوه ليکنه د (پوهاند که پوهانده؟) تر سرليک لاندې راړې ده او ليکي: «پوهاند ډاکټر درخانۍ، پوهانده ډاکټره درخانۍ، پوهانده ډاکټر درخاونۍ او که پوهاند ډاکټره درخانۍ؟ په دغو بڼو کې کومه سمه وبولو او د معيار درجه ورکړو؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره پکار ده په پاسني عبارت کې د (درخانۍ) د علمي لقب او رتبې (پوهاند ډاکټر) ګرامري نقش او مقام معلوم کړو.»

استاد پورته خبرې د څراغ په ۳۴۷م مخ کې په تفصيل کړي او ليکلي يې دي، د صفت او تر بحث لاندې درجې يو بل توپير دا دی چې صفت هم عام راځي هم خاص، خو د پوهاند درجه خاص ده. استاد وايي، موږ داسې نه ليکو چې ډګروال انسانان، خو د ډګروال اسلم ترکيب راوړلی شو. علمي او رسمي رتبې صفت ته ورته دي خو صفتونه نه دي، نو ځکه د پښتو ګرامر هغه قاعدې ورباندې نه پلي کېږي چې د صفت لپاره دي.

څراغ مو څلورمې خونې ته ورولي او هلته درباندې د اويايمو کلونو ټول هغه خلک، خاطرې، اوضاع، دودونه، رواجونه، کر وکروندې ويني چې استاد غضنفر ورسره مخ شوی دی. که تاسو د اويايمو کلونو وخت درک کول او يا ليدل غواړئ نو څراغ کې يې تماشه کولی شئ.

دلته استاد غضنفر د پوهاند کاکړ د ژوند د وروستيو شېبو د کار او زحمت ځينې خبرې کړي دي. استاد ليکلي دي: «د پوهاند صيب لور خوږې کاکړ راته وويل چې په اخري کلونو کې به يې چې پخوانی قوت ورسره نه و، ډېر ځله ترجمې ته مخه کړه، ځکه ترجمې د تحقيق په اندازه نه په تکليف کاوه. خوږې يې په دې وروستيو کې د يوې بشپړې کړې ترجمې خبره کوله تر چاپ لاندې ده او استاد شپون يې د وروستيو وختونو د يوه نيمګړي کتاب يادونه وکړه. د زمانې بادونه د رښتونې مينې ډيوه نه شي وژلی. پوهاند کاکړ چې په څو اتيا کلنۍ کې يې هم زړه له کاره نه صبرېده، وجه يې هماغه اور وو چې په ځينو زړونو کې بل شي او هيڅوخت نه مري.»

د کتاب وروستۍ برخه کې درې مهمې مرکې دي. خو هره مرکه لکه د علم يو کان ته چې ور ننوځې. دومره څه ترې زده کېږي چې په ټول ژوند به مو نه وي زده کړي. لومړۍ مرکه استاد غضنفر د سحر صيب سره کړې چې پکې د استاد د شخصي ژوند ترڅنګ نورې مرغلرې هم شته. دغه راز دويمه مرکه د نطاقۍ په اړه ده. چې د هر چا لپاره پکې زرين توري شته او درېيمه د ښکلا په اړه داسې نا ويلي توري دي چې د حيرانتيا سبب کېږي.

په ۴۴۷ مخ کې له استاد د مرکې پر مهال يوه پوښتنه داسې شوې ده: «تاسو به د پوهنتون استادان ليدلي وي چې د علمي رتبې لپاره اثار ليکي، مګر ځينو ته يې ليکوال وايو، ځينو ته نه، دا ولې؟ [دې پوښتنې ته زما ځواب دا دی چې که يو مفهوم، مثلاً پنځوس درجې پيچلی وي او يو څوک هغه داسې وليکي چې پيچلتيا يې څلوېښت درجو ته راکمه شي، دغه کس ليکوال دی. که يې پيچلتيا په خپل حال وساتي، ليکوال نه دی او که يې نور هم پيچلی کړي، نه يوازې ليکوال نه دی، بلکې (ضد ليکوال) دی.]»

د استاد په څراغ کې د ژوند ورکه معشوقه موندلی شئ، هغوی چې د سبق او کرښو روږدي دي دا خمار يې څراغ ماتولی شي. د څراغ هره علمي ليکنه هنري ده او همدغه د هنر برکت دی، نه دا چې ليکنې او علمي مالومات مو ستړي کوي، بلکې لا خوند ترې اخلئ. زه د يوه ښه ناول له لوستلو دومره مزه نه اخلم، لکه د استاد غضنفر له ليکنو. کاشکې مو ټول ليکوال د استاد سبک تعقيب کړي. که د پوهنتون په چېپټرونو او د ښوونځي په کتابونو کې هم له دې سبک استفاده وشي. موږ به ډېره ګټه کړي وي.

څراغ درته د ژوند په تورتمونو کې د ټولنې، ادب، فرهنګ، ارواپوهنې، فلسفې او ګڼو نورو ورکو لعلونو پسې د موندلو څرک درکوي.

۱۳۹۷ د مرغومي څوارلسمه

3 COMMENTS

  1. د فروید د اروایی ناروغی په ځای که اروایی ښکلا یا اروایی سپیڅلتیا وکارول شی نو احسن به وی.
    او بیا د دوو بنو د سیالۍ تصویر هم ډیر څه لری اود بن توب مثبته مسابقه تمثیلوی نه هغه بن توب چی هره ناروا، روا بولی.

  2. سلام علیکمو
    د استاد څراغ کتاب واقعا خوندور دی، زما د استاد نثر ډیر خوښیږي. څراغ کتاب هفته کی یو ځل خامخا را اخلم او یوه زیاته برخه یی لولم. ددې کتاب یو خاطره ده د که مپرس په نوم، هر ځل چی دې کتاب سره مخ سوی یم نو هغه خاطره مي لوستي. تر اوسه مي په هیڅ کیسه او خاطره کي دومره خوند نه دی لیدلی لکه د که مپرس خاطره کي. استاد دي الله ژوندی لري. کاش استاد د ارګ پر ځای اوس هم هغه پخواني ځای کی وای چی مونږ یی د نویو لیکنو څخه خوند اخیستلای، له کومه وخته چی استاد اداري مسولیتونو کی مصروف سوی نو لیکوالي برخه کي یی کار کم سوي.

  3. عادل صاحب،  د استاد غضنفر صاحب ليکنۍ ژبه ډېره اسانه، روانه، ساده او  خوږه ژبه ده، همدا ئې کمال دى.
    “څراغ” ئې ډېر هنري او ادبي ذوقونه خړوبولاى شي. د دې څراغ په رڼا ادبي، هنري، ژبني، ګرامري، تاريخي او ټولنيز  لالونه موندلاى شو. د دې “څراغ” رڼا به تر ډيرو رسيږي؛ تر ډېره به دا “څراغ” بل وي.
    استاد غضنفر دي ژوندى وي چي داسي نور څراغونه  بل وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب