پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+پناه/ اجمل پسرلی

پناه/ اجمل پسرلی

په موټ کې یې نیولې شګه ورو ورو د ګوتو له مینځه تویده، سپینې رڼا ته سره ورغلې سترګې یې سمندر ته نیولې وې.

 لاسونه یې وڅنډل، د تخرګ له جیبه یې د وکیلې لیک راوایست، د سمندر له لورې راالوتي شمال ته د کاغذ د رپا ترقا شوه. اوبو ته یې شا کړه. دا لیک غرمه ورته راغی، حکومت د ده وکیلې ته لیکلي دي چې په دې هیواد کې د پناه اخیستو په شرایطو برابر نه دی. درخواست یې رد شوی. پاڼه یې بیرته غبرګه په جیب کې کیښوده. د سمندر له غاړې یې پر شګو غوټه کړه، رااخیستي شګې یې له مځکې وویسشتې:

که افغانستان ته ځې څرنګه به ځې

که په بل اروپایي هیواد کې پناه اخلې کله دې مني

څرنګه به ورځې…

اسمان ته یې سر هسک کړ، سپینو نریو وریځو د لمر د سترګې مخه نیولې وه. لکه شمال چې یې د ښي غوږ پرده رپوي، پر غوږ یې رغوی کیښود، د وکیلې خبره یې په ذهن کې تیره بیره شوه:

« که دا ځل رد شوې ممکن پولیس درشي، هوایي ډګر ته دې یوسي»

 لیک یې بیا له جیبه راوایست، کاغذ یې غونج منج کړ، لاس یې له اوږې سره ونیو چې پاڼه اوبو ته واچوي، بیرته یې لاس شل غوندې ښکته شو. لیک یې د تخرګ په جیب کې ومانډه. پورته یې وکتل، ګل ګل وریځي، ترمنځ یې شنې شنې ټاپي، همهغسې اسمان لکه د وطن.. شاته یې مخ واړاوه په شګو کې د ده د پلونو پر خاپونو ځای ځای څپې اوښتې وې.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب