یکشنبه, جون 23, 2024
Home+د نسلونو کشمکش / اســـد الله غضنفر

د نسلونو کشمکش / اســـد الله غضنفر

یادونه: په ۲۰۱۲ کال په قلم انجمن کې د څیړنوال مولانا زین الله منلي د شعرونو د نسبتا بشپړې ټولګې (د هیلو درشل) د مخکتنې غونډه وه. دا لاندې مقاله مې هلته د کړیو خبرو په اساس لیکلې ده. غضنفر

په تیرو دوه، درې میاشتو کې مې د استاد بختاني، ارواښاد برکت الله کمین (ناچاپ) او څیړنوال زین الله منلي د شعرونو بشپړې مجموعې وکتلې. دوی درې واړه نیمه پیړۍ پخوا ځوانان او د ادب فعالان وو. د دې مجموعو ځینو شعرونو خوند راکړ، ځينې یې تکرار شوي راښکاره شول او د ځینو په باره کې مې احساس وکړچې موضوعات یې ممکن د شعر لپاره ډیر مناسب نه وي. البته، دا زما احساس و او که مونږ خپل قضاوت یوازې د خپل احساس په تله تلو، ګومان کوم بې انصافي به مو کړې وي. پخوانو متل کړی دی چې کارغه وایي زما سپینکیه زویه او ځیږګی وایي زما پستکیه زویه. دغه متل د نسلونو او زمانو په برخه کې هم سم خیږي. د هر نسل او زمانې شاعران او ادب دوستان ممکن د خپل نسل له اثارو لا زیات خوند واخلي خو د دې معنا دا نه ده چې د راتلونکو زمانو خلک به هم دغسې قضاوت کوي.

  شاعران او ادیبان خپل مشران ستایي، په درانه نوم یې یادوي او په عین حال کې یو پټ کشمکش ورسره لري. دوی خپل پخواني لوی کسان بولي، د هغوی د پیروي ادعا کوي، د هغوی مرثیې وایي، د هغوی په ځمکه شعرونه لیکي خو دا هم غواړي چې هغوی ته ماته ورکړي، مغلوب یې  کړي او ترې مخکې شي.

 دا یوازې دیواني شاعران نه وو چې له خپلو اسلافو سره یې هم پټه جګړه وه او هم یې د خپلې لارې مشالونه ګڼل، اوسني ادیبان هم دغه خوی لري. زمونږ اوسنو مشرانو د تېر نسل د ځینو ادیبانو د ستاینې لپاره هغوی پنځه ستوري وبلل، د مشرانو ادیبانو په تعریف او تمجید کې یې سیمنارونه جوړ کړل او مقالې یې ولیکلې، خو د دې په څنګ کې یې د هغوی له لارې د عدول کوښښونه هم وکول. کله چې په شپېتمو کلنو کې په افغانستان کې د پښتو شاعرانو ځوان نسل وویل چې د شعر او شعار تر منځ یې کرښه راښکله، مقصد یې د دې خبرې کول وو چې دوی تر خپلو مشرانو تکړه دي. د دوی خبره هماغه خبره وه چې یو وخت خوشحال ویلي وو چې : مسخره مې ارزانی خویشکی زمند کړ او د خوشحال په باره کې رحمان بابا ویلي وو : خوشحالا او دولتا مې غلامان دي.

 دلته په ظاهره یو تناقض وینو. له یوې خوا ستاینې او له بلې خوا غندنې؟ داسې ولې کیږي؟

  زما په نظر دا حالت درې علته لري. یو دا چې شاعران او د هنر خاوندان خپل هنر په مجرد ډول نه احساسوي بلکې له نورو اثارو سره په مقابله کې یې لیدلای او ارزولای شي. یو څوک خپل لیاقت صرف هغه وخت ویني چې له نورو سره په امتحان کې ګډون وکړي. که نور نه وي او امتحان نه وي ،دی به د خپل لیاقت په قدر څه پوهېږي؟

هنر له هنرمنده نوښت غواړي خو نوښت که له دود سره غوټه نه وي، بې بنسټه تعمیر ته ورته کیږي چې دریدلای نه شي. نوښت هغه وخت احساسوو چې د دود په منځ او په څنګ کې یې ووینو. که دود نه وي نوښت بې معنا کیږي.

د یوه شاعر د خبرې قوت خو هغه وخت معلومیږي چې نورو هم همدا د ده خبره کړې وي مګر ده ترې اړولې وي.

د ذکرشوي تناقض بل دلیل د شعر او هنر له ماهیت سره غوټه دی. شعر د کلام له نا اشنا کولو زیږي. هغه خبره چې عادي را ښکاري، شعریت پکې نه وینو. د هر دوران شاعران کوښښ کوي چې په نوي طرز، نوې خبرې وکړي، مګر د دوی خبرې بالاخره اشنا غوندې شي او چې بل نسل راشي، د تېر نسل په شعرونو د عادی، غیر هنري او کلیشه یي خبرو ټاپه ولګوي. حال دا چې یو وخت به د دوی اوسنۍ نوې خبرې هم د تکرار په وجه عادي شي، رازونه به یې کشف او ښکلا به یې بربنډه شي او نور به د ذوق خاوندان د نااشنا خبرو په سترګه نه ورته ګوري.

 چې ښه ډیره زمانه واوړي او د نن اشنا شوې خبرې د خلکو هیرې شي، هیرې شوې خبرې به یو ځل بیا نا اشنا ښکاره شي او د ادب پوهان به د پټې ښکلا د کشف ادعا وکړي.

  د شعر او ادب په دنیا کې د نسلونو د کشمکش یو بل علت دا دی چې د هرې زمانې ارزوګانې، غوښتنې، مسایل، وسایل او مشکلات له بلې زمانې څه نا څه بیل وي.

  نیمه پیړۍ پخوا د پښتونستان لپاره شعر غونې ځیږولې خو اوسنۍ هیلې او نهیلۍ نورې دي. درې نیمې پیړۍ پخوا که خوشحال خټک د خپل وخت پیښې د نظم په ژبه بیانولې، دا اوسنۍ رسنې نه وې چې رپورټونه خپاره کړي. څلور پیړۍ پخوا که دولت لواڼي شعر د تصوف خدمت ته بېل کړی و، د ژغورنې بله لار نه ورښکاریده.

  تر اوسني تمدن دمخه زمانه د ارزښتونو، فکرونو، تکنالوژۍ او اقتصاد له اړخه تقریبا ولاړه او تکرارېدونکې وه خو اوس تحول ډیر چټک دی او طبعا موضوعات او غوښتنې هم په بیړه بدلیږي.

 موږ که د خپل تیر نسل شاعران او ادیبان ستایو، منظور مو باید دا نه وي چې هغوی مشران وو او درناوی یې پکار دی. موږ باید په دې هم ځان پوه کړو چې دوی په خپل وخت کې هغه کار کړی دی چې که موږ په هغه وخت کې وای په غالب ګومان تر دوی به بهتره نه وو، او بله دا چې هر نسل که د خپل وخت له ادبیاتو ډیر خوند اخلي، د دې معنا دا نه ده چې د دوی د وخت ادبیات تر نورو هغو اصیل او بهتره دي.

 له دوهم نړیوال جنګه وروسته، چې جاپاني رختونو زموږ په بازارونو کې ډیر مینه وال پیدا کړل، یوه لنډۍ وویل شوه:

 یا خو ښایست په دنیا ډیر شو

یا د جاپان رختونو وکړه پساتونه

هر نسل ګومان کوي چې ښایست خو د دوی په زمانه کې دی.د ګڼو شاعرانو په دیوانونو کې لولو چې د مجنون او لیلا دور تېر شو، اوس زموږ دور دی.


دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۲ د جنورۍ په لومړۍ نېټه په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب