Homeخبرونهايران له زده کړو د افغان نجونو محرومول غير اسلامي عمل وباله

ايران له زده کړو د افغان نجونو محرومول غير اسلامي عمل وباله

تاند:( سې شنبه، د دلوې يوولسمه)‏ د افغان نجونو پر زده کړو د طالبانو د حاکمې ادارې د بندیزونو پر وړاندې د اعتراضونو په دوام، دا ځل د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان دغه بندیزونه د اسلامي اصولو خلاف ګڼلي.

حسین امیر عبداللهیان له خپل قطري سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره د لیدنې پر مهال ويلي:« موږ چمتو يوو، چې د افغانستان د سرپرست حکومت په همغږۍ، افغان نجونو ته د زده کړو امکانات برابر کړو.»

د طالبانو ادارې د ایران د بهرنیو چارو وزیر نیوکې او د همکارۍ وړانديز ته غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ډیرو نورو اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو مشرانو د طالبانو له ادارې غوښتي وو، چې د نجونو د زده کړو او ښځو د کار پر وړاندې بنديزونه بیرته واخلي.

طالبانو په تازه ګامونو کې، خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی چې د کانکور په راتلونکې ازموینه کې د نجونو نوم ليکنه ونه کړي او دغه راز يې، په کندهار کې د روغتيايي او تعليمي ادارو ښځينه کارکوونکو ته ويلي، چې له محرم پرته دې دندو نه حاضريږي.

د طالبانو دا ډول افراطي پریکړې سبب شوي، چې يوه د پام وړ برخه غير طالب پلويان يې له دوی څخه په خپل ملاتړ پښيمانه شي او دوی نه اصلاح کيدونکي وبولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...