شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد پېښور په پېښې غمرازي؛ اتمر: د ترهګرو روزنکي ېې مسوول دي

د پېښور په پېښې غمرازي؛ اتمر: د ترهګرو روزنکي ېې مسوول دي

تاند:( سې شنبه، د دلوې يوولسمه)‏ د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د پېښور د پوليسو پر جومات پرونۍ چاودنه وغندله.

نوموړي په يو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې د دې پېښې او د افغانستان د تېرو څو لسيزو د لسګونه زره شهيدانو په وير کې شريک دی.

حنيف اتمر، د پاکستان د پوځ او استخباراتو له لوري په سيمه کې د ترهګرو ډلو همیشني ملاتړ ته په اشارې ویلي، چې د ترهګرو روزنکي د داسې پېښو مسوولين دي.

وروستي راپورونه څرګندوي، چې د پېښور د پولیس لاین سیمې د جومات په پروني انتحاري برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۹ او د ټپیانو ۱۵۷ ته ورسید.

پاکستاني طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې دا د دوی د یوه مشر خالد خراساني د وژلو غچ و. دوی دغه راز ویلي چې دا د خالد خراساني د غچ اخیستو په لړ کې څلورم برید و او دا لړۍ به دوام وکړي.

د دې ډلې یوه ویندوی، چې ځان یې سربه کف مومند ښوولی، رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د پولیسو لاین حمله ۲۵ کلن حذیفه کړی چې د مومند (ایجسنۍ) اوسېدونکی و.

په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې، پخوانیو ولسمشرانو:( اشرف غني او حامد کرزي) او ډېرو پښتنو سياستوالو ياد شوی برید غندلی.

1 COMMENT

  1. that police also was pashtoons,
    we sorry for all who lost members of family.
    pakistan deserve that, what they doing.
    isi produce terorists
    .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب