Homeخبرونهعمران خان: زرداري زما د وژلو لپاره ترهګرو ته پيسې ورکړي

عمران خان: زرداري زما د وژلو لپاره ترهګرو ته پيسې ورکړي

تاند:( سې شنبه، د دلوې يوولسمه)‏ د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د دغه هېواد پخوانی ولسمشر آصف علي زرداري د ده د وژلو لپاره ترهګرو ته په پيسو ورکولو تورن کړی.

نوموړي په یوه تازه وینا کې دا ادعا کړې، خو نور جزییات یې په دې اړه نه دي ورکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري، چې پخوانی ولسمشر زرداري ېې پلار دی، د عمران خان تورونه بې بنسټه ګڼلي دي.

نوموړي عمران خان تورن کړی، چې په واکمنۍ کې ېې ترهګرو ډلو سره نیږدې اړیکې لرلې او دغو ډلو سره په مذاکراتو ېې د هغوی مورال پیاوړی کړی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف هم د عمران خان څرګندونې رد کړي دي.

په وروستيو کې د پاکستان د سياستوالو تر منځ ورته ناندرۍ زیاتې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...