په افغانستان کې د رسمیت پېژندنې بحث ته وروسته له دې ډېر پام واوښت چې د اګست په ۱۵ پنځلسم د افغانستان اسلامي جمهوریت ړنګ او په ټول افغانستان طالبانو ولکه ټېنګه کړه.
شاوخوا ۱۷ اوولس میاشتې تېرېدونکې دې چې لاهم د طالبانو نظام د عدم مشروعیت په ګرد آب کې ګېر دی، نړیوال وايي که طالبان له نړیوالې ټولنې څخه د رسمیت پېژندلو هیله لري، نو باید د ټولو افغانانو نظرونو ته غوږ ونیسي او په یو ټولګډونه نظام سره سلا شي. خو دغه باور د طالبانو له لوري په کراتو کراتو رد شوی او د نړیوالو دغه وړاندیزونه یې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه بللې ده، باور دا دی چې طالب چارواکو د دوحې د مذاکراتو په لړ کې د یو ټولګډونه نظام د جوړولو، بشري حقونو ته د درناوي، له ترهګرې سره د مبارزې، له القاعده او ورته نورو وسلوالو ډلو سره د اړېکو د پرې کولو ترڅنګ د ښځو حقونو ته د درناوي ژمنې کړې وې.
نړیوال له طالبانو څخه وخت ناوخت د دوحې تړون ته د ژمن پاتې کېدو غوښتنه کوي او طالبان د دوحې د تړون په نقض کولو تورنوی. د رسمیت پېژندلو دغه مرحله هغه وخت لا ستونزمنه شوه چې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا د افغان نجونو پرمخ د پوهنتونونو او په بهرنیو مؤسیساتو کې د کار او فعالیت په وړاندې دروازې تر بلې نامعلومې خبرتیا پورې وتړل شوې. دغه فرمانونه په عیني وخت کې له پراخو داخلي او بهرنيو نېوکو سره مخ شول او په براخه توګه وغندل شول.
ښاغلی ګوتېرش؛ د طالبانو له لوري پر نجونو د زده کړو بندیز پرېکړه ظالمانه ده.
امریکا؛ د افغانانو په وړاندې د طالبانو اوسنی دریځ بې ځوابه نه پاتې کېږي.
د اسلامي هېوادونو د همکارې سازمان؛ د طالبانو کړنې او پرېکړې مایوسه کوونکې دې.
مشروعیت (رسمیت پېژندنه) څه شی ده؟
د حکومت د رسمیت پېژندنې مسئله یوازې هغه وخت مطرح کېږي کله چې د قانوني لارو (هغه لارې چې د یو هېواد په اساسي قانون کې پېشبیني شوې وي) پرته له نورو لارو واک ترلاسه شي. د مثال په توګه په اساسي قانون کې دا مشخص شوي چې حکومت ترلاسه کولو لپاره باید یو کس ټول ټاکنې وګټي، خو یوه ډله د ټول ټاکنو پر ځای د کودتا له لارې یا د وسله والې مبارزې له لارې منتخب حکومت نسکور کړي او خپل حکومت اعلان کړي. که حکومت د قانوني لارو ترلاسه شي مثال له هغه لارو چې په اساسي قانون کې پېشبیني شوي، په هغه صورت کې د حکومت د رسمیت پيژندنې یا مشروعیت مسئله هيڅ مطرح کېږي نه.
د مشروعیت په برخه کې دا مسئله د پام وړ ده چې رسمیت پېژندنه نه کوم تړون یا قراردادي ترتیب دی او نه کوم سیاسي امتیاز دا یواځې د یو لړ حقیقتونو د شتون اعلان دی.
مشروعیت (رسمیت پېژندنه) په مختلفو آلفاظو او کلماتو له مختلفو آندونو تعریف شوې ده، دلته مې هڅه کړې چې ترڅو هغه تعریف کړي روایتونه رواخلم چې جامع او منل شوي وي.
لومړی؛ رسمیت پېژندنه د یوه موجود حقیقت د منلو اعلامیه ده.
دویم؛ د رسمیت پېژندنې مانا دا ده چې یو موجود دولت د ښکاره یا پټ عمل په ترسره کولو سره د یوه بل دولت د سیاسي شتون منل اعلانوي.
درېیم؛ که په ډیره ساده مانا سره یې وه وایو «د یو نظام حقانیت او سپیڅلتیا ته مشروعیت وایي».
د مشروعیت ( رسمیت پېژندنې) ډولونه؛
د مشروعیت ډولونه خورا ډیر ذکر شوي دي یوازې غواړم په اساسي ډولونو یې بحث وکړم.
لمړی روایت…
لومړی؛ نېمګړې De facto رسمیت پېژندنه:
دا ډول رسمیت پيژندنه هغه وخت کې رامنځته کېږي چې يو نوی رامنځ ته شوی حکومت له لوري ځینې نړيوال قوانین عملي کړي وي/ عملي کولو توان ولري او یا په راتلونکي کې يې د نورو د عملي کولو وعده سپارلي وي، نو په دې حالت کې نور دولتونه دغه حکومت په ډي فيکټو ډول په رسميت پېژني، چې دا يو ډول مشروط پېژندنه ده، او په دې حالت کې هېوادونه خپل ډيپلوماټیک استازي هغه دولت ته په مشروط ډول لېږي، د یادونې ده چې دغه رسمیت پېژندنه مؤقتي ده کېداشي چې دغه رسمیت پېژندنه نوموړی دولت بېرته واخلي.
دویم؛ بشپړه De jure رسمیت پېژندنه:
دا ډول رسمیت پېژندنه کله چې يو حکومت ټول نړیوال قوانین په ځان عملي کړي او ټول هغه نړیوال معیارونه او ارمونونه چې يو حکومت لپاره اړين دي تر څو په رسمیت وپېژندل شي پوره کړي وي، نو بیا دا حکومت د نورو دولتونو له لوري په ډي ژوور ډول یا په بشپړه ډول په رسمیت پېژندل کېږي. چې دا يو غیر مشروط او دایمي رسميت پېژندنه ده. او یا هم کله چې د حکومت جوړولو یو خپلواک ځواک په ټول قلمرو کې واکمن شي، بشپړ امنیت تأمین کړي، د اساسي قانون د حکمونو پر بڼست استقرار ومومي، د یو واقعیت په توګه په « دوژور » ډَول په رسمیت پېژندل کېږي.
دویم روایت…
لومړی؛ کورنی (داخلي) مشروعیت:
که په جزییاتو بحث وکړو، لسګونه موارد پیدا کېږي چې د منابعو په توګه یې مطرح کړو، مګر یوازې مهم د یادولو دي؛ دین او مذهب، ټولنیز تړون، ملی مشارکت یا د خلکو رایه، حقوق، په شاهي نظامونو کې وراثت، سیاست، قدرت او مقبولیت دی. دا هغه موارد دي چې مونږ یې د داخلي مشروعیت لپاره د توجیحاتو په توګه یادولی شو.
دویم؛ نړیوال (بهرنی) مشروعیت:
د بهرني مشروعیت لپاره کورنی مشروعیت شرط ده چې د بهرني مشروعیت د ملا تیر جوړوی، هغه لار چې بهرني مشروعیت ته لازمه ده کورنی مشروعیت ده، بل نړیوال حقوقي ارمونونه د یادونې دي د یو خپلواک نظام د رامنځ ته کولو لپاره لازم ده چې په نړیوال نظام چاپیریال کې د نورو نظامونو په وړاندې د خپلو وجایبو او مکلفیتونو د پوره کولو توان او ظرفیت ولري.
درېیم روایت…
آلماني ټولنپوه او فیلسوف میکس ویبر د درې ډوله مشروعیت یادونه کوي:
قانوني مشروعیت، دودیز مشروعیت او کاریزماتیک مشروعیت، په قانوني مشروعیت کې، هر هغه حکومت چې د خلکو د رضایت، ارادې او انتخاب پر بنسټ جوړ شي، یو مشروع حکومت ګڼل کېږي له همدې امله د خلکو د رضایت اصول په هغو حکومتونو کې چې د حقوقي مشروعیت او بشري حقونو ته د درناوي پر بنسټ منځته راغلي، یو قوي دریځ لري. نن ورځ د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې حاکم نظامونه د دې تر څنګ چې پر دودیز – شاهي یا قانوني مشروعیت ولاړ دي، د خلکو رایه او رضایت په یو ډول نه یو ډول حاکمانو ته د واک په ورکولو کې شوراګانې، مجلسونه او ټاکنې ونډه لري.
یادونه…
حکومت او دولت دوه جلا حقوقي جوړښتونه دي، چې د دواړو رسمیت پېژندنه دوه جلا حقوقي بحثونه دي. چې په دې لنډه مقاله کې د حکومت یا نظام له رسمیت پېژندنې څخه یادونه شوې ده.
مهم کلمات؛ مشروعیت، قانوني مشروعیت، حکومت، نړیوال ارمونونه.
پای
د یو آباد سرلوړي او سوکاله افغانستان په هیله!