دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبډسکورس شننه | اجمل ښکلی

ډسکورس شننه | اجمل ښکلی

ډسکورس شننه په انګليسي “Discourse Analysis” بولي، چې مخفف يې DA دی. زليک هريس په لومړي ځل په ۱۹۵۲ د ډسکورس شننې اصطلاح وکاروله. ډسکورس شننه يو بين الرشته يي مېتود دی، چې له مخې يې ژبه شنل کېږي، چې له ژبې نه په پوهاوي راپوهاوي کې څرنګه استفاده کېږي، مانا پکې څرنګه پيدا کېږي، موخه يې څه وي او انسجام يې څنګه وي. (keith & Helen, 1999) دا مېتودلوژي د معاصرې ژبپوهنې يوه مهمه وسيله ده، چې په مټ يې د ژبې پر ليکنۍ او بڼه غږېږي او له دې امله له متني ژبپوهنې سره نېژدې اړيکې پيدا کوي.

ډسکورس شننه له دوو کلمو جوړه ده، چې يوه ډسکورس او بل شننه ده. ډسکورس خبرو ته وايي او شننه د دې خبرو تحليل دی، چې د خبرو موخه څه ده، په کومه قراينو کې رامنځته شوې، داخلي رغښت يې څنګه دی او له دې لارې يې مانا څه ده. ډسکورس شننه ژبې ته د يوه ټولنيز فعاليت په سترګه ګوري، چې پر مانا يې د پوهېدو لپاره بايد داخلي او بهرني عناصر و پلټل شي. لومړی به پر ډسکورس وغږېږو او ورپسې پر ډسکورس شننه.

ډسکورس د “discursus” له لاتيني راوتې، د څوارلسمې پېړۍ کلمه ده،چې خبرو ته وايي.(McArthur, 1996). ډسکورس يو بشپړ مانا لرونکی واحد دی، چې يو بشپړ پيغام رسوي. (Nunan, 1993)

 په ژبه کې تر فقرو وروسته د ډسکورس يا خبرو سطح راځي، چې ژبه د ټولنيزو پوهاوي راپوهاوي جوګه کوي. فقرې سره په يوه چوکاټ سره کې منسجمېږي او ډسکورس رامنځته کېږي؛ مثلا: د ملا وعظ، د استاد لکچر، د سياستوال وينا، د فيسبوک پوسټ، کمنټ، يوه لنډه کيسه او يا يو ناول . که د فقرو ترمنځ مانيز او ګرامري تړاو نه وي، نو ډسکورس نه دی: علی راغی، نن باران دی، افغانستان د منځني ختيځ هېواد نه دی. دا درېواړه جملې د درو مختلفو ډسکورسونو جملې دي، چې دلته يو ډسکورس نه جوړوي. “علي راغی، ورځ يې راسره تېره کړه، ماښام په خړه کې رانه لاړ” بيا ډسکورس دی. (شاکر، ډسکورس يا کلاميه)

په لومړۍ مانا، هر ډول افهام و تفهيم ته چې په هر ډول شرايطو کې رامنځته شوی وي، ډسکورس وايي. په دويمه مانا، ډسکورس د متونو او خبرو ټولګې ته وايي، چې په دوو برخو ويشل کېږي: يو ليکنی او بل ګړنی. ليکنی ډسکورس چې په ليکلې بڼه وي، مثلا: ليک، فرمان، قانون، مکتوب، د تاريخ يو کتاب، د کيسو يا د شعرونو يوه ټولګه، ځکه دا هم د ليکوال او مخاطب ترمنځ ډسکورس دی. دويم ګړنی دی، چې په شفاهي ډول ترسره کېږي، لکه د دوو کسانو ترمنځ مخامخ خبرې. مثلا: د پلار او زوی ترمنځ وراشه (ډيالوګ).

د ډسکورس شننې له مخې په لومړۍ مانا(خبرو) د ډسکورس ګړنی او ليکنی ډول له يو بل سره لاندې توپيرونه لري:

۱- په ليکني ډسکورس کې ګرامري تعقيد (غوټه) وي. ماتن هڅه کوي، چې ډېرې خبرې په متن کې ځای کړي، چې له دې سره متن پېچلی شي. له دې امله ليکنی ډسکورس پېچلی او ګړنی هغه لږ پېچلی وي، ځکه چې په ليکني ډسکورس کې اوږدې او مختلطې؛ خو په ګړني ډسکورس کې ساده جملې وي، ځکه په ګړني ډسکورس کې بهرني قراين د مرستندوی په توګه له ويناوال سره مرسته کوي. د ګرامري تعقيد يو لامل دا هم دی، چې ليکنی ډسکورس تر ګړني هغه منسجم وي او د انسجام لپاره يې له داخلي ارجاعو، اشارو، ربطي وييکو او مانيز ترتيب نه استفاده کېږي. د محتوايي او چاروالو توکيو ترمنځ تراکم پيدا کېږي، د جملې توکي مخکې وروسته کېږي؛ خو په خبرو کې بيا ويناوال دومره اهتمام نه کوي. له همدې امله ليکنی ډسکورس تر ګړني هغه ډېر متراکم وي او دا هم کله له ليکني ډسکورس نه ورانپوهاوي او نورو ماناوو ته لار جوړوي.

۲- په ليکني ډسکورس کې نومونه ډېر کارېږي، ځکه چې چا ته اشاره کېږي، د هغه نوم د صراحت او پوهاوي په خاطر بيا بيا يادېږي؛ خو په ګړني ډسکورس کې فعلونه ډېر کارېږي، ځکه چې چا ته خبره کوي، هغه ورسره مخامخ موجود وي، چې ويناوال يې د نوم د اخيستو اړتيا نه ويني.

۳- په ګړني ډسکورس کې تصادف ډېر وي. دوه کسه خبرې کوي، درېيم راځي، خبرې پرې کوي يا پر تلويزيون يوه صحنه راځي، د دوی د خبرو لوری وراوړي. په ليکني ډسکورس کې تصادف نه پېښېږي. هر څه پکې مخکې له مخکې پلان شوي وي، پلاټ ورته جوړ وي او ليکوال د همغه پلاټ له مخې مخکې ځي.

۴- په ګړني ډسکورس کې تکرار ډېر وي؛ خو په ليکني ډسکورس کې تکرار عيب ګڼل کېږي. په ګړني ډسکورس کې ځنډ راځي؛ خو ليکنی ډسکورس پرله پسې او متداوم وي. په ګړني ډسکورس کې اطناب؛ خو په ليکني ډسکورس کې اطناب عيب ګڼل کېږي.

۵- په ليکني ډسکورس کې بهرني قراين نه وي. ليکوال هڅه کوي، چې مخاطب ته د دقيقې خبرې د لېږد لپاره بهرني قراين په يوه بڼه، ممکن په لنډيز سره راواخلي. په ليکني ډسکورس کې د قراينو نشت کله ورانپوهاوي پيدا کوي. پر دې سربېره له يوه ليکني متن نه د څو ماناوو د اخيستو يو مهم لامل په ليکني ډسکورس کې د قراينو نشت وي. لوستونکي ته چې له متن بهر شرايط څرګند نه وي، ممکن له يوه متن نه د ماتن له ارادې او موخې مختلفه مانا واخلي او دا امکان پخپله د متن داخلي رغښت پيدا کوي. قرآين د قرينې جمع ده، بهرنيو شرايطو ته وايي، لکه وخت، موقعيت، فرهنګ، د ويناوال او مخاطب اړيکه او نور. قرينه په ديني زده کړو کې د شان نزول له اصطلاح سره ورته ده. په ګړني ډسکورس کې چې پخپله مخاطب موجود وي او مخاطب يې همغه وخت اوري، چې ويناوال يې ايجادوي او د ويناوال باډي ليکنويج يې په دقيق لېږد کې مرسته کوي؛ نو د ورانپوهاوي او نورو ماناوو د اخيستو امکان کم وي. ژاک درېدا له ډسکورس شننې نه په ډګنسټرکشن کې استفاده وکړه. نوموړی ګړني ډسکورس ته لومړيتوب ورکوي، ځکه هغه جامع او دقيق دی او ليکنی د ګړني ډسکورس زېږنده دی. په ليکني کې د ويناوال غايب حضور ته درېدا د حضور ميټافيزيک ووايه. په متن کې موجود هر مفهوم ته، مخالفت مفهوم له غياب نه مانا او ارزښت ورکوي، لکه په متن کې راغلې د “سړي” کلمې ته له متن بهر يعنې د متن په غياب کې د “ښځې” کلمه مانا ورکوي، چې درېدا په دې مورد کې “ښځې” ته د حضور ميټافيزيک وايي، همداسې (ګړنۍ) وينا، ليکني ډسکورس ته له غيابه مانا ورکوي.(Hashmi, 2019)

ډسکورسونه له يوې بلې زاويې نه پينځه ډولونه لري:

۱- کيسه ييز: چې د کيسې په بڼه وي او د کرکټر، مکالمه، راوي او نور توکي لري.

۲- تشريحي: چې ويناوال پکې مخاطب ته يوه څيز حسي کوي او له دې لارې تشريح کوي.

۳- قانع کوونکی: چې ويناوال پکې يو چا ته د قناعت ورکولو او د هغه دراماتولو او مطمينولو هڅه کوي.

۴- جدلي: د دې مهمه برخه استدلال دی.  ليکوال يا ويناوال مخاطب ته له استدلال سره وايي، چې زما خبره سمه ده.

۵- رابرسېروونکی/تفسيروونکی: يعنې د يوې پټې موضوع رابرسېرول.

پر دې سربېره ډسکورس په ادبي او مرسل هم ويشلای شو. په لومړي ډول کې چې شاعري او نثري ادب راځي، مستقيما واقعيت ته اشاره نه کوي؛ خو په دويم ډول ډسکورس کې له ژبې نه مستقيمه استفاده کېږي.

پر ډسکورس شننه د دوو پوهانو نظريو ژور اغېز وکړ، يو ويتګنشتاين  او بل آستن و. ويتګنشتاين ژبه يوه لوبه(Language game) وبلله چې په وينا يې زياتره ژبني توکي بهر نړۍ نه تعريفوي او نه ورته ارجاع کوي مثلا: او؛ خو، که، تر څو او …. آستين د وينا د عمل(Speech act) په بڼه د ژبې او عمل ترمنځ پر اړيکه وغږېد او په خپل اثر (How to do things with words) کې يې د ژمنې کولو، امر کولو او نورو کړو او ژبې ترمنځ پر تړاو وغږېد، چې ژبه فعاليت او کول دي. په دې توګه، ډسکورس شننه له تشريح نه تر عمله پورې د ژبې د پوهاوي راپوهاوي پر ټولنيز نقش غږېږي.

د ډسکورس تر تعريف وروسته اوس يو څو خبرې د ډسکورس پر شننه کوو. ډسکورس شننه يو متن د لاندې فرضيو پر بنسټ د خپل داخلي سياق او بهرنيو قرينو له مخې شني:

۱- يو متن د بېلابېلو فکرونو کسان له بېلابېلو زاويو لولي، ځکه نو بېلابېل انسانان له يوه متن نه مختلفې ماناوې راباسي او دا په ټولنه کې د مانيز پلورليزم نښه ده.

۲- متن د مانيز کل په توګه په نظر کې نيول کېږي؛ خو ممکن دا مانا له متن بهر وي. يعنې هر متن له خپل ځان بهر فرهنګي، سياسي او نورو قراينو سره اړيکه لري، چې په شننه کې ورته بايد پام وکړو.

۳- هېڅ متن خنثی او ناپېيلی نه وي. ايډيالوژيک بار لري.

۴- واقعيت تل په خطر کې وي. په هر ډسکورس کې واقعيت وي؛ خو له ټول واقعيت نه برخمن نه وي. پر دې بنسټ واقعيت ټول په يوه ډسکورس کې نه ځايېږي او دا ددې امکان پيدا کوي، چې د مخالف ډسکورس پلويان پرې نيوکه وکړي او ادعاوې يې له سختو پوښتنو سره مخ کړي. زموږ رسنۍ د ډسکورسونو ځالې دي. مثلا: “ډاکټر نجيب ملي مشر او مجاهدين خاينان دي” يو ډسکورس او “مجاهدين د خپلواکۍ مقدس جنګيالي او ډاکتر نجيت خاين و” بل ډسکورس دی. د دواړو ډسکورسونو پلويان پر مقابل لوري د خيانت تور لګوي او ځان ورته سپين باز ښکاري؛ خو دواړه ډسکورسونه ټول واقعيت نه رانغاړي او دا هله معلومېږي، چې مقابل لوری يې خيانتونه ورپه ګوته کړي. مثلا: د لومري ډسکورس پلويان د مجاهدينو تنظيمي جګړو ته اشاره وکړي.

۵-  هر متن په ځانګړو شرايطو او موقعيت کې رامنځته کېږي، چې بايد د متن په شننه کې ورته پام وشي.

۶-  هر متن د ځواک او اقتدار په يوې سرچينې پورې تړلی وي.

۷- ډسکورس ګڼ پوړونه او بعدونه لري. يعنې ډسکورسي پوړ يو نه دی او نه ډسکورس يوازې يو ډول دی.(بهرامپور، ۱۳۸۷)

ژبه د ارزښتونو نظام دی او د هرې کلمې تر شا يوه اجنډا وي. له دې امله د ډسکورس په مټ خلک د يوه چا حق خوړلای شي، څوک رښتونی او څوک دروغجن ثابتولای شي، څوک غوره او څوک ناوړه معرفي کولای شي او دا هر څه بر ملا نه کېږي، د ژبې د رغښت په مټ پټ په پټه کېږي. مثلا: د نرواکې ټولنې په ژبه کې د ښځې او سړي لپاره د بېلابېلو ګرامري حالتونو او تصريفونو شتون. مثلا: په پښتو کې وايو: “کره کتونکی د اصولو له مخې کره کتنه کوي”؛ سره له دې چې زه “کره کتونکې” هم ويلای شم؛ خو له لاشعوري پلوه مې پر ذهن نارينه “کره کتونکی” مسلط دی.(شاکر، ډسکورس يا کلاميه) او دا د نرواکې ټولنې تسلط دی؛ نو ډسکورسونه يعنې خبرې اترې يوه سياسي اجنډا لري: مثلا: کله چې په تلويزيون کې يو سړی لګيا وي، چې “په افغانستان کې تل د لږکيو حقونه خوړل شوي او واک نه دی ورکړل شوی”؛ نو پوهېږو، چې ويناوال د يوه ډسکورس استازي کوي، چې موخه يې د واقعيت ويل نه، يوه سياسي اجنډا پر مخ وړل دي.

د پوهانو په اند، ډسکورس يوه ټولنه په چوکاټ کې اچوي او په مټ يې يو څيز هستېږي. دا همغه بېلګه ده، چې دروغ دومره ډېر تکرار کړه، چې رښتيا ښکاره شي. (شاکر، ډسکورس يا کلاميه) اوسنۍ رسنۍ چې ډسکورسونه رامنځته کوي او اورېدونکو يا ليدونکو ته يې لېږدوي، د رښتياوو هېندارې نه، بلکې د سياسي اجنډوو تابع دي، چې د ډسکورسونو په مټ دروغ رښتيا او رښتيا دروغ کولای شي.

د سياسي اجنډاوو له امله له ډسکورسونو نه د شلمې پېړۍ په وروستيو لسيزو کې په نورو ټولنيزو علومو کې هم استفاده وشوه او د شننې په وسيله له ډسکورس نه د سياسي تسلط او ځواک د رابرسېرولو هڅه وشوه.

موږ پاس د ډسکورس دوه ماناوې وکړې، چې يوه خبرې او بله د ليکنيو او ګړنيو متونو ټولګه وه. د ډسکورس درېيمه مانا د خبرو اترو او متونو د ايجاد چوکاټ دی. د ميشل فوکو غوندې د ټولنيزو علومو پوهانو ترې دا وروستۍ مانا واخيسته، چې پر يوه موضوع چې کله څو کسه خبرې کوي، د هغو خبرو چوکاټ ډسکورس دی او له همدې امله په ټولنه کې بېلابېل ډسکورسونه رامنځته کېږي، چې له مخې يې افراد ژوند کوي. په دې ډول ډسکورس د بحث کوونکو کسانو نظري چوکاټ دی. د دې ډسکورسونو په خپراوي کې د رسنيو لاس مهم دی. مثلا: د ګوريلايي جګړه مارو تعريف هم د بېلابېلو ډسکورسونو له مخې مختلف وي، يو يې ترهګر او بل يې د خپلواکۍ مبارزين بولي(Wikipedia). ميشل فوکو له ډسکورس شننې نه په نښپوهنه کې استفاده وکړه. د نوموړي په اند، ډسکورس د ځواک زېږنده او له ځواک برخمن وي. هغه ډسکورس چې ترهګرو ته د خپلواکۍ مبارزان وايي، له يوه ځواک نه پيدا شوي او د ځواک څښتن ځکه دي، چې نور افراد اغېزمنولای او عمل ته هڅولای او فکر ته يې لوری ورکولای شي. د فوکو په اند، په اوسنۍ پوسټ ماډرن نړۍ کې د سوسياليزم غوندې د لويو ادعاوو درلودونکې ايډيالوژيو ځای وړو وړو ډسکورسونو نيولی، چې له مخې يې خلک ژوند کوي. د ډسکورس دې ډول بين الرشته يي شننې ته انتقادي ډسکورس شننه(Critical discourse analysis) يا CDA وايي.

ديويد کريستال (۱۹۹۲) د CDA په اړه وايي: “د ژبې د شننې يوه لار ده، چې موخه يې په ژبه کې د ځواک او ايډيالوژيو د پټو اړيکو رابرسېرول دي. (آقا ګلزاده، ۱۳۸۵، ۱۱) انتقادي ډسکورس شننه د ګرامشي، التوسر، هابرماس، فوکو او نورو د افکارو تر اغېز لاندې ده.

انتقادي ډسکورس شننه د بېلابېلو لارو چارو په مټ د ډسکورس تر ظاهري ماناوو شا ته په پټو ماناوو، دريځونو او برداشتونو او هغه ځواک پسې ګرځي، چې د دې ډسکورس تر شا ولاړ دی او په دې ډول د ډسکورس او ځواک ترمنځ پر اړيکه غږېږي. (Van Dijk, p 250)

يو ډسکورس که په ګړنۍ يا ليکنۍ بڼه وي، په خلا کې نه رامنځته کېږي، بلکې يو متن له بل متن سره اړيکه لري. يو ډسکورس د استدلال لپاره له تېرو ډسکورسونو يا متونو نه استفاده کوي، چې په ټولنيزو علومو کې ورته بين المتنيت وايي. په يوه متن کې د تېرو متونو انګازې ته بين المتنيت وايي.

اوسني نړيوال، سيمه ييز او ملي ډسکورسونه دا دي: له اسلام نه د ډار ډسکورس، اسلام د سولې دين دی، د دې مخالف ډسکورس، د امريکا او چين د سيالۍ ډسکورس، د ايران د فرهنګي يرغل ډسکورس، د پاکستان د مداخلې ډسکورس او …. په دې ډول انتقادي ډسکورس شننه غواړي، چې په ډسکورس کې د ځواک او سلطې د پټو ماناوو د رابرسېرولو په مټ په ټولنه کې د نابرابرۍ، تبعيض او نورو مخه ونيسي. له همدې امله ورته انتقادي ډسکورس شننه وايي، چې ډسکورسونه په انتقادي بڼه شني.

د ډسکورسونو د انتقادي شنلو لپاره په انتقادي ډسکورس شننه کې له بېلابېلو لارو چارو نه استفاده کېږي. يوه لار يې دا ده، چې:

۱- که متن ګړنی وي، څېړونکی يې بايد وليکي.

۲-  د متن د لوست پرمهال خپلې تداعۍ يادښت کړي.

۳- څېړونکی بايد د متن مهم اړخونه، نومونې په سيستماتيکه بڼه ډلبندي کړي.

۴- له متن نه خپله فاصله وساتي.

۵-  د متن سوژې، شخصيتونه، ځانګړنې او نقشي موقعيتونه له سره ورغوي.

۶- د مخانګېرلو سوژو حقوق او دندې چې په متن کې مشخصې شوې، له سره ورغوي.

۷-  د بېلګو ترمنځ د اړيکو د شبکې طرحه جوړه کړي. دا بېلګې ژبنۍ(ډسکورسي) دي، چې په دې ډول يې له ايډيالوژۍ، ځواک او سرچينو سره اړيکه معلومولای شو.(ٖFlick, 2009, p 340)

په پای کې ويلای شو، چې ژبه د ارزښتونو نظام دی او په طبيعي بڼه پکې د تسلط او سياسي اجنډا موخه پرته ده. ژبه د افرادو ترمنځ د ډسکورس په مټ ټولنيز پوهاوی راپوهاوی ترسروي. کله چې افراد خبرې کوي، په خبرو کې يې د سياسي تسلط يوه موخه پټه وي. رسنۍ د بېلابېلو سياسي موخو او تسلط لپاره د ژبې د ډسکورس له ځواک نه استفاده کوي او خلک په خپله ګټه او د مخالف پرخلاف فکر او عمل ته هڅوي، داسې نو ډسکورس د يوه ځواک زېږنده او د ځواک درلودونکی وي. وروستۍ خبره دا چې ډسکورسونه ټولنې ته يو چوکاټ ورکوي او ډسکورنه په ټولنه کې رامنځته کېږي.

ماخذونه: 

  • آقا ګلزاد، ف. (۱۳۸۵). تحليل ګفتمان انتقادي. چاپ اول. تهران: انتشارات علمي و فرهنګي.
  • بهرامپور. شعبانعلی. ۱۳۷۸. “درآمدی بر تحليل ګفتمان” کتاب مجموعه مقالات ګفتمان و تحليل ګفتمانی. به اهتمام: محمد رضا تاجيک: فرهنګ ګفتمان
  • شاکر، ډسکورس يا کلاميه، ۲۰۱۵، آواز دوست: awaz-e-dost.blogspot.com/2015/09/blog-post.html?m=1
  • Hashmi. Mohyuddi. Lecture. (2019. Jan 31). Difference between spoken and written discourse [Video file]. Retrieved from https://www.youtube.com/watch?v=0=ozE3YkcBcyU&feature=share
  • Flick, Uwe. (2009). An Introduction to Qualitative Research. Fourth edition. London: Sage Publication.
  • Johnson. Keith & Johnson Helen. 1999. Encyclopedic dictionary of Applied Linguistics: A Handbook for Language Teaching: wiley-Blackwell
  • McArthur, T. (1996). The Oxford companion to the English language. Oxford University press.
  • Nunan, D. (1993). Introducing discourse analysis. Penguin Books.
  • Van Dijk, Teun A. Principles of critical discourse analysis: University of Amsterdam: http://www.daneprairie.com

1 COMMENT

  1. ډېره په زړه پورې لیکنه او ګټور مالومات دی . ښکلي صیب ته اوږد اوخوشحاله ژوند غواړم . ستاسو د نورو ګټورو لیکنو په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب