جمعه, مارچ 29, 2024
Home+بیځایه/اجمل پسرلی

بیځایه/اجمل پسرلی

د کوټو خواته یې وځغاستل، یوې ته یې سر ورننویست، ترې راووت، بلې ته یې سر ورښکاره کړ، د دریمې کوټې وره ته یې له لرې ورپام شول چې تخته یې ختلې ده. د دې کوټې دننه یې ورو ګام کیښود، د چت په یوه کونج کې بوریا راځوړنده شوې وه. راپه شا شو، ختلی زنځیر یې وشرنګاوه. ترڅنګ یې د پروړو کوډلې ته سر ورایسته کړ، بام یې نړیدلی و… چې ماشوم و سپینې چرګې به یې دلته هګۍ اچوله غرمه به ورځ ترمنځ بله ورځ دی ورته انتظار و، هګی به یې مور ته وروړه، هغه به ډير کله ویده وه، پوړنی به یې له مخه لرې کړ ده ته به یې وویل:« زویه خوب دې راڅخه واخیسته » بیا به یې هګۍ له بالښت سره کیښوده ورته ویل به یې« دا بیا دا وار داسې درته پخوم چې پټوکی یې تک سور شي».

 د کاهدانې مخې ته د سره چرګ بڼکه پرته وه. په ګوتو کې یې وڅرخوله راوڅرخوله پخوانۍ غرمې ورپه زړه شوې چې د کور له کناراب سره څنګ ته به د ونو سیورې ته یوه نیمه چرګه په خاورو کې ببره ناسته وه چې دی به ورغی رهي به شوه، بیا به یې مښوکه ووهله نرۍ نرۍ کغ کغ کغا به یې شوه او د ټکنده غرمۍ سکوت به یې مات کړ.

 درې میاشتې مخکې چې جګړې نه وې او دوی لا د کندهار ښار ته نه و لیښلي، ده برګه چرګه په هګۍ کښینولې وه:

« څه شوې به وي؟»

دوکانچې( چوترې) ته وروخوت لاندې یې پر غولي نظر تیر کړ. تر کډې مخکې لا دا درختې داسې سپیرې نه ایسیدې. د څاه څرخ زنګن نه ښکاریده. ورغی، له څاه یې اوبه راوایستې. په سلواغه کې اوبه خړې ښکاریدې، پيروی یې نیولی و، لږ یې ترې توی کړې، پر سلواغه یې خوله کیښوده، غټ غوړپ یې وکړ، د اوبو خوند غوړ غوندې و. تر جګړې مخکې به ده  تل ویل چې د کور د څاه اوبه یې د زم زم دي.

لکه د ونې څانګه چې ماته شي، خرپ شو، اوبه یې په ستوني کې ونښتې، سلواغه یې له لاسه وښویده، د څاه د څرخ ګرهاری شو، له اوبو ډکه بوکه لاندې ولویده.

د کور شاته د انارو د باغ خواته څرپی شو. پسې ورغی د ړنګ دیوال شاته د باغ په ویاله کې په خاور ککړ مکړ پوچک پراته و. پر یوې پریکړې ونې ناستې کاغۍ د ده له لیدو سره وزر ټپ وهل. د ړنګ دیوال پر ژۍ یې لاس کیښود، تر ژبې لاندې یې وویل:

« له خیره سره چې جمعې ته درته راغلو غم  به دې کوم»

خوله یې له ترو اوبو ډکه شوه. ورغی چې اوبه راوباسي خوله کنګال کړي. چې د څاه تسمه یې راکشوله، سلواغه بنده شوه، بیرته یې تسمه ورسسته کړه، بیا یې کش کړه دا ځل سلواغه راوخته خو لکه له څه سره چې ونښلي، نیمې اوبه ترې توی شوې. دا پلا اوبه لږ ډيرې خړې غوندې ورته ښکاره شوې، د مخ دوو خواوو ته یې لاس ونیو، څاه ته یې سر ورایسته کړ، اخ یې کړل د څاه په منځ کې یې پر جسد سترګې ولګیدې.

لاړې یې تو کړې، بیا یې تو کړې … د کور د وره په خوا یې منډه کړه، زړه یې بدیده، لنډه لنډه ساه یې اخیسته، کړوپ ودرید، د څاه دننه جسد یې لکه ولاړ فلم، له سترګو نه هاخوا کیده. نیغ شو، سترګې یې ورپولې، د کور په وره کې یې خوا وګرځیده. پام یې نه و، خوله یې د پټو(څادر) د ژۍ په خامک ګلانو وموښله او  د انارو د ماتو ونو تر منځ د رارهي کړي ولاړ زرنج خواته ورغی چې بیرته ښار ته ستون شي.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب