پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور (۵۱) / ولوله دهقان

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور (۵۱) / ولوله دهقان

ځای: انلاین

نېټه: 07/21/2024

ګډونوالې: 17

وړاندې‌ کوونکې: ځلا نور

راپور: ولوله دهقان

د دې اوونۍ په غونډه کې لومړی د فهیمې دانش لنډه کیسه کره کتنې ته وړاندې شوه چې نعیمې غني، شفیقې خپلواک، هیلې پسرلی، نظیفې ستانکزۍ او نورو دوستانو خپل نظرونه پرې وړاندې کړل. 

په دویمه برخه کې کاملې عزیزي د خپلې مطالعې تجربه شریکه کړه او د عرب شاعر نزار قباني پر شعر او ژوند یې خبرې وکړې. د غونډې وروستۍ برخه مشاعره وه چې سلګۍ غزل، کاملې عزیزي او نورو دوستانو خپل شعرونه ولوستل.

د فهیمې دانش پر داستان پراخ بحث وشو. چې په دې راپور کې یې ځینې برخې لولئ. 

شفیقه خپلواک: کیسه په پیل کې تلوسه لري ښه پیل شوې ده خو وروسته  خرابه شوې ده. په دې کیسه کې لنډۍ یاده شوې ده چې ښایسته لنډۍ ده خو سوال دا دی چې کیسې سره څه ارتباط لري. یا مثلا مرغان یاد شوي دي چې ډېر عالي سمبول دی خو د کیسې له موضوع سره چندانې ارتباط نه لري. فهیمه جانه ښکلی نثر لري او د کیسې په برخه کې باید لږ ډېره مطالعه وکړي.

لیکوالي هیجان غواړي او که یو څوک یې نه لري بیا دې نو لیکل نه کوي.مثلا، که یوه کیسه لیکواله د کیسو لوستلو ته هیجان نه لري او د کیسو لوستل یې په عذابوي بیا دې کیسې نه لیکي که یوه شاعره د شعر لوستلو هیجان او مینه نه لري بیا دې نو شاعري نه کوي.

اغلې خپلواک د ټوني موریسن مطرح امریکايي لیکوالې پر ژوند وغږېده چې په څومره سختو شرایطو کې یې سواد زده کړ خو څرنګه یې د کلمو پر قدرت باور درلود. نو که څوک وغواړي لیکواله شي باید ډېره مطالعه وکړي. 

نظیفه ستانکزۍ: ما د فهیمه جانې نورې کیسې هم لوستې دي چې ښکلې یې لیکلي دي. دا کیسه هم ښه پیل شوې ده خو طعبا په ځینو برخو کې لا کار غواړي. مثلا، د کیسې د پيل انځور ښکلی دی خو وروسته بیا انځورونه د کیسې له موضوع سره ډېر ارتباط نه لري. زما په نظر څوک چې کیسه لیکي پخپله یې باید بیا بیا ولولي. زما تجربه دا ده چې که لیکواله خپله کیسه په دقت ولولي ډېرو خامیو ته یې پام کېږي. 

نعیمه غني: د محاورې په برخه کې زما مشوره دا ده چې هغه ډول یې ولیکئ لکه څرنګه چې یې په خپل کور او محیط کې اورئ.  مثلا، په دې کیسه کې د ماشوم ژبه ډېره رسمي ده. زموږ په کورونو او واقعي ژوند کې ماشومان داسې خبرې نه کوي. 

هیله پسرلی: د فهیمه جانې په انځورونو کې زه جزئیات وینم او ګومان کوم دا ډېره مهمه خبره ده. هغوی چې د جزئیاتو د لیدو سترګې لري‌ هغوی که وغواړي لیکوالي هم کولی شي. عادله جانې د فهیمه جانې د نورو کیسو یادونه وکړه چې ښکلې یې لیکلي دي. دلته دوه خبرې دي: دا تقریبا ناممکنه ده چې یو څوک دې تل عالي ولیکي او لازمه هم نه ده چې یوه لیکواله دې تل ښې کیسې ولیکي. په لیکوالي کې هېڅ هڅه ناکامه نه ده د فهیمه جانې دا کیسه ښايي‌ کامیابه نه وي خو همدې تجربې دا یو ګام نور دې ته نژدې کړې ده چې بهتره کیسې ولیکي. فهیمه جانې ته زما مشوره دا ده چې له غونډې وروسته د دوستانو هغه خبرې چې دې ته سمې ښکاري هغه دې په یاد ولري او همدغه کیسه دې له سره بیا بیا ولیکي. مثلا، ممکن اول ځان وپوښتي چې په دې کیسه کې څه غواړم ووایم؟ کله چې موضوع واضح شوه بیا دې کیسه له سره ولولي او دقت دې وکړي چې کوم انځورونه له کیسې سره ارتباط لري او کوم یې نه لري. 

ګلالۍ مومند: د کیسې له لوستلو وروسته مې داسې احساس وکړ لکه یوه خاطره چې لولم نه کیسه. کیسه لیکوالې لپاره دا ډېره مهمه ده څه چې ویني او احساسوي هغه دې ولیکلی شي. د پیل لپاره همدا هم کامیابي ده فهیمه جانې ته لا ډېرې بریاوې غواړم. 

پای،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب