ما لیدلی همېش خلیل څو پنځوس کلن و. د سر وېښته یې رنګول، ږیره برېت یې خریېل. ګامونه یې چټک اخیستل، په لوړ اواز غږېده او سترګو یې هغه ځلا لا ساتلې وه چې معمولا په ځوانو لېمو کې لیدل کېږي. ځوانان ممکن د زړه د خبرې په کولو کې صریح وي او د خپلو نظریاتو په بیان کې دوه زړي نه شي. همېش صاحب له دې درکه هم ځوانانو ته ورته و. د ادبیاتو د تاریخ په اړه بحثونه یې خوښېدل. که به یې داسې خبره واورېده چې ده ته به سمه نه ښکارېده، خپل مخالفت یې پټ نه ساته. رسمیات او تشریفات یې نه خوښېدل. لباس به یې اتو کړی او د وېښتو غوندې منظم و. البته، په شخصي کتابتون کې یې کتابونه یو د بل له پاسه نامنظم پراته وو. زما غوندې ګڼ افغان مهاجر چې له ادبیاتو سره یې رابطه ساتله، د همېش صاحب کور ته زړه ور ورتلل او دی یې په هرکلي نه ستړی کېده. یو نیم ځل مې یادېږي چې که د مهاجر به کوم بل مشکل و، مثلا د کرایي کور د پیدا کولو یا داسې بل څه، نو هم به همېش صاحب ورسره منډه کوله. پېښوري لیکوال معمولا بې کبره وو. د همېش صاحب علمي مقام او ادبي شهرت ته په پام سره ګومان کوم دی لږ نه بلکې ډېر بې کبره انسان و.
علامه اقبال په یوه څلوریزه کې وایي چې «په بېستون باندې د ترښځ ګوزار وکړه، تیږې ماتې کړه چې وخت کم دی او حالات بدلېدونکي دي. په دې باره کې دې بیا حکیمان غور کوي چې شرر له تېشې راپاڅي که له تېږې؟» دلته د پراګماتیزم د نظریې اغېز وینو. د پراګماتیستو په باور، زموږ د نظرونو او قضاوتونو د حقیقت او نه حقیقت پته به له دې لګي چې په عمل کې یې نتیجه څه راوځي. که د بېستون غره د تېږو ماتولو کار مو په مخ کې وي نو وخت به په دې نه ضایع کوو چې شرر له کومه کېږي، بلکې دا به ګورو چې تېږې ماتې شوې که نه شوې؟ پراګماتیزم له لویدیځ سره په وده کې مرسته وکړه او لوېدیځ وال یې تر ډېره حده له هغو بحثونو راوګرځول چې عملي اړخ نه لري. همېش خلیل د لیکوالۍ په کار کې پراګماتیک انسان و، یعنې په تیوري کې ایسار نه پاتېده بلکې دې ته یې کتل چې په عمل کې څه کېدای شي.
ده به په متوفا ادیبانو کې د نصر الله خان نصر یادونه بیا بیا کوله او د ادب لپاره د نصر صاحب منډو ترړو ته په ډېر درناوي قایل و. ده به ویل، نصر مرحوم له سیاست څخه ادب ته راواړولم. همېش په سیاست کې سختۍ ګاللې وې او په زندانونو کې یې کلونه تېر کړي وو خو د هغو پېښو له یادولو سره یې دلچسپي نه ښودله. نصر صاحب د همېش صاحب برعکس، په دنیا کې د ژوند کولو ډېر فرصت پیدا نه کړ، په ځوانۍ کې له ژونده بېل شو، ولې څرنګه چې د عمل سړی و، د معاصر ادب په تاریخ کې یې څرګندې نخښې پرېښودې او د شرر پیدا کېدو ته د انتظار په ځای یې تېشه راواخیسته، په بېستون کې یې لار ایستلو ته مټې راونغښتې.
زموږ یو عیب دا دی چې تاریخ لیکنې ته ډېر لږ پام کوو او په نتیجه کې د ګڼو لویو کسانو بختورې هڅې او عظیمې تجربې د ورځو شپو له تېرېدو سره هېرې شي. په دې منځ کې د قلم د خاوندانو نېکمرغي دا ده چې د دوی کتابونه پخپله د دوی تاریخ شي. د لیکوالو د ذوق او فکر پلوشې د مورخ له مرستې پرته هم راتلونکو زمانو ته لاره مومي. د لوی محقق او لیکوال همېش خلیل پر کړیو کارونو به ډېرې څېړنې وشي. زه دلته د هغه دوه نه کړي کارونه یادوم.
د ۱۹۸۸ کال په پسرلي کې یوه ورځ ناڅاپه ماضی ته لاړ، راته ویې ویل: « د یو غریب هلک چې له ما سره په یوه جماعت (ټولګي) کې و، د واده کار و. صندوقونه یې اخیستل. د صندوقونو دوکاندار زما یار و. زه د هغه په دوکان ناست وم چې دی راغی، صندوقونه یې بیه کړل خو وس یې ونه رسېد، بېرته لاړ او د واده مشکلاتو نورې ستونزې هم ورپیدا کړې. ما د صندوقونو په سودا کې مرسته ورسره کولای شوی، ځکه دوکاندار مې ملګری و، مګر ومې نکړه، هغه شېبه مې زړه ظالم شو. هغه شېبه مې نه هېرېږي.
بله کیسه داسې وه چې زموږ په کلي کې یو هندو و. د شپېتو کلونو به و. په هندو- مسلم فساداتو کې یې کور مسلمانانو وواهه، لوټ یې کړ. یوه ورځ یې د شویه (؟) ونې لاندې چې موږ به هورې کبډي کوله، راته وویل، هلکه، یو څه مرسته خو راسره وکړه! ما په تریو تندي د نه ځواب ورکړ. په هغه وخت کې خلک هندوانو ته ډېر په قهر وو. زه هم همداسې وم. هغه ته منفي ځواب مې تر اوسه نه هېرېږي، کاشکې مې مرسته ورسره کړې وای!»
یو چا ویلي وو چې آینده له تشویشونو ډکه ده او ماضي له ندامتونو، نو حال بیا هم غنیمت دی، په حال کې اوسئ!
په نولس سوه اتیایمه لسیزه کې چې په پېښور کې اوسېدم، ما په ځلونو همېش خلیل ولید. زه په دې پوه نه شوم چې د سبا اندېښنې یې کومې وې او څومره وې خو په ماضي کې بند بنیادم نه ښکارېده ځکه تېرو وختونو ته به یې د پاخه عمر د اکثرو کسانو خلاف، اشاره مختصره او له حال سره په رابطه کې وه.
په هغه ورځ یې چې د ندامت او پښېماني ذکر شوې خاطرې ویلې، یو څه حیران شوم چې څنګه له حال سره بې ارتباطه ماضي ته لاړ. تاسې هم شاید حیران شوي یاست چې د همېش صاحب د دومره ګڼو هڅو په منځ کې ولې دوې داسې وړې پېښې رایادې شوې چې شاید د هغه هیڅ بیوګرافي لیکونکی ورباندې خبر نه شي او که خبر هم شي، د یادولو وړ یې ونه بولي. زه ورته ځواب لرم مګر په شعر کې.
شاوخوا دېرش کاله پخوا مې یو انګریزي شعر ژباړلی و چې محتوا یې داسې وه:
«د پادشاهانو د تاجپوشۍ تاریخونه مې هېر کړل. د هغوی د فتوحاتو نېټې مې هم له ذهنه ووتلې مګر هاغه شېبه مې له ذهنه نه وځي چې د پسرلي یو مازدیګر و، یوه نرۍ وږمه را پیدا شوه، د کلیسا د خوا د ویالې په غاړه کوچینی بوټی یې وخوځاوه او د هغه د ګل خوشبویي یې تر ما پورې راوړه.»
د ۱۴۰۳ سرطان