پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+مقدس سفر / عزت الله شمسزی

مقدس سفر / عزت الله شمسزی

لبیک الهم لبیک 

(یوویشتمه برخه)

د سهار اذان غږ د مسجدالحرام له منارونو پورته شو. موږ په ډله ییز ډول  مسجدالحرام ته وخوځېدو. له هر قدم سره مې د زړه ټکانونه زیاتېدل او یو عجیب احساس مې درلود.‌ پر شونډو مې بې واره د خدای جل جلاله ذکر ګرځېده. نور مې قدمونه په خپل واک کې نه وو. ته به وایې د کعبې جاذبه مې ځان ته را کشوي.

لحظه دیدار نزدیک ست.

باز من دیوانه ام، مستم.

باز می لرزد، دلم ٬ دستم.

باز گوئی در جهان دیگری هستم.

دا د زمزم او زمزمو ښار دی. د امن او امان ښار دی، د نیمې شپې په غېږ کې د پیغمبر د تلاوت او ترنم ښار دی. دا د ابراهیم علیه السلام ښار ،  د اسمیل علیه السلام یادګار او د زړونو قبله ده. دلته خلک جوپې جوپې د نړۍ له هر ګوټ، هر قوم اورنګ نه راځي او د خپل خالق د دربار مېلمانه وي. ډېر خوشاله وم، بالاخره خدای جل جلاله زه هم خپل کور ته غوښتی یم. واه، څومره عظمت،‌ څه له جلال او جماله مالامال مقام دی. خدایه غرونه غرونه شکر چې زه دې د خپل کور د مېلمستیا لایق ګڼلی یم. داسې صحنه او داسې خوند ما تر اوسه د هېڅ ځای په لیدو نه وه حس کړې. بې اختیاره مې اوښکې له سترګو روانې شوې.‌ د مسجدالحرام په برنډه کې په سجده پریوتم، د خدای جل جلاله شکر مې ادا کړ او لاسونه مې دعا ته لپه کړل. روایت دی کله چې دې لومړی نظر پر کعبه شریفه پریوځي هغه وخت چې هره دعا وغواړې خدای جل جلاله یې قبلوي.‌ شیخه عایشه راسره څنګ کې روانه وه ویل یې څه دعا دې وکړه؟ فقط‌ دومره مې وویل چې خدایه پاکه مستجاب الدعوات مې کړې.‌ هغه خو پوهېدله چې زه څه وایم. هسې د شاعرانو په اصطلاح تجاهل العارفانه پوښتنه یې وکړه چې هغه څنګه وي؟ د خپلو راتلونکو دعاګانو ګرنټي مې وغوښته. هغې وخندل.‌ ویل یې ډېر بلا یې له خدای پاک سره هم چالاکي‌ کوي. ما ویل دا چالاکي‌ تر ما مخکې امام ابوحنیفه کړې ده.

د سهار لمونځ‌ مو په مسجدالحرام کې ادا کړ، شیخ عمر حطیم راوښود، چېرې چې ویل کېږي‌ د بي‌ بي‌ حاجرې قبر دی. په ټول اسانیت کې یوه ښځه او په ټولو ښځو کې یوه کنیزه یوه غلامه. په ټولو غلامانو کې یوه تورپوستې حاجره.‌ رښتیا هم چې لوی ویاړ دی.‌ داسې ویاړ چې یو پیغمبر ته هم نه دی ورکړل شوی چې د کعبې شریفې په ګاونډ کې دفن شي مګر د نړۍ یوه تورپوستې افریقایۍ مېرمنې ته خدای پاک دا عزت ورکړی دی. که حاجره نه وای اوس به نه کعبه وای، نه زمزم، نه قرباني‌ او نه زموږ خوږ پیغمبر. رښتیا چې عزت او ذلت د خدای جل جلاله په لاس کې دی. هغه چې وغواړي چاته عزت ورکړي‌ په دې نه پسې نه ګرځي چې کوم قوم، کوم خېل او څومره مالداره یا غریب دی. مطاف کې مې د کعبې شریفې جلال او عظمت ته یو ځل بیا زړه له خوشالۍ ټوپونه ووهل. په تورنقاب کې پټ یوې چاردیوالۍ شاوخوا دخلکو ګڼه ګوڼه لکه ګرداب غوندې ښکاري، کټ مټ لکه لمر نه چې ملیونونه ستوري طواف کوی. له حجر اسود سره موږ هم د خلکو په ګرداب کې ور ګډ شولو . د مینې اوه عاشقانه دورې، لکه پتنګ چې له شمعې تاوېږي  همداسې ترکعبې شریفې تاوېدم. د یاالله، یا الله غږونه او ژړغونې دعاګانې له هره خوا اورېدل کېدل. کله به خپله روان وم او کله به د خلکو د ګڼې ګوڼې څپې له ځان سره بوتلم. دلته د نړۍ د هر قوم او ملیت خلک لکه مستانه ملنګان څرخېږي او له ځانه ورک دي. کله به مې اشنا غږونه واورېدل کوم وطندار به مې څنګ ته روان و،  کله به کوم ترک، ایراني، پاکستاني او بنګالي را پسې قدمونه اخیستل او له خدایه سره به په راز و نیاز مشغول و.

ما به کله دعاګانې کولې او کله به مې کعبې ته سترګې واړولې چې لکه یو تور لمر ځلېده او ټول کاینات ترې تاوېدل. په هر پړاو کې به د حجر اسود تورې پټۍ ته ودرېدم، دواړه لاسونه به مې پورته کړل الله اکبر به مې وویل او بېرته به د خلکو په سیلاب کې وبهېدم. کوښښ مې وکړ چې حجر اسود ښکل کړم، خو بیا بېرته شاته شوم، ځکه دا کار د بل چا د ټیل وهلو یا ډیکه کولو پرته ممکنه نه وه. هغه څوک چې هلته رسېدل هغوی همدا کار کاوه او ماته د خلکو ټېل وهل مناسب کار ښکاره نه شو.

په زړه کې مې د حضرت عمر (رض) خبره تېره شوه، چې ای حجر اسوده! ته زما په نزد یوازې یو کاڼی یې، ستا د ښکلولو هڅه ځکه کوم چې زما ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ښکل کړی یې. د حجر اسود روایت دادی چې دا عجیبه کاڼی دجنت دیاقوتو څخه یو دی چې ادم علیه السلام ځان سره دجنت نه راوړی و او بیا یې دبیت الله شریف دتعمیر پر مهال  ددیوال په څنډه کې ولګاوه.  تفسیر قرطبي کې راغلي چې د نوح طوفان کې دادم علیه السلام جوړ بیت الله اسمانو ته پورته کړای شو او دا مبارک کاڼی په جبل ابي قبیس کې امانت کیښودل شو، بیا دابراهمي تعمیر پر مهال دالله تعالی په حکم جبرایل علیه السلام دجبل ابي قبیس نه راوړو او ابراهیم علیه السلام بیرته همغه ځای کې کیښود چیرته چې وړاندې ادم علیه السلام ایښی و. په مکه معظمه کې ددي کاڼي ستر اهمیت دادی چې حضرت ادم علیه السلام او حضرت ابراهیم علیه السلام په بیت الله شریف کې لګولی او رسول الله صلی الله عليه وسلم هم د بیت الله په خوا کې ښکل کړی دی. اوس چې څوک طواف ته ځي نو لومړی له حجر اسود څخه پیل کوي. له بده مرغه چې د زایرینو ځینې کارونه ځوروونکي‌ وو، زیات شمېر خلک د حج او عمرې په ادابو نه پوهېدل. مثلاً د طواف په وخت به یې کعبې ته شا کړه،‌ حال دا چې طواف باید داسې وشي چې چپه اوږه دې د کوټې په طرف وي او مخ دې هم همدې خوا ته وي، خو دې نېکبختانو به داسې مقدس مقام کې کامرې ته مخ او کعبې ته شا کړه. ځینو خلکو یو او بل ته ډیکې ورکولې او د ناروغانو او سپین ږیرو  خیال یې نه ساته. حجر اسود سره خو به داسې ټېل ماټېل شو چې سپین ږیرو او ناروغانو ته چا نه کتل. غټ غټ تورپوستو به خلک هاخوا دیخوا ټېله کړل او حجر اسود ته به یې ځان ورسولو. زه خو حیران وم چې زموږ د وطن هغه زاړه او کمزوري حاجیان به دا مراسم څنګه ترسره کوي.

تر اوو دورو وروسته مې په مقام ابراهیم کې دوه رکعته نفل وکړل او  تر هغه وروسته صفا او مروه ته د سعې لپاره لاړو. د صفا له تیږو نه مو مزل پیل کړ.‌کله تېز تګ کله ورو تګ، کله منډه، کله دمه. د سعي لغوي مانا هڅه ده. د مسلمانانو د معتبرو روایاتو له مخې دا د بي بي حاجرې د اضطرابي کیفیت پېښې دي چې کله هغې د صفا او مروه د غونډیو ترمنځ د اوبو په لټه شګو کې منډې وهلې. ځینې روایتونه دا هم وایي چې کله ابراهیم علیه السلام خپل زوی اسمعیل علیه السلام د قربانۍ لپاره راوست نو چې صفا ته ورسېده شیطان یې زړه کې وسوسه واچوله او له همدې امله هغه منډه کړه او مروه ته یې ځان ورسولو.

سره له دې چې د وخت په تېرېدو هغه پخوانۍ بڼه یې بدله شوې، نه په کې غرونه ښکاري او نه شګې، نه هغسې د تندې احساس کېږي او نه د ستړیا. هر څو قدمه وروسته د زمزمو اوبه ایښودل شوي او یخه هوا په کې چلېږي. دا ځای اوس کټ مټ د یو پارکینک یا پخې کوڅې غوندې ښکاري خو فریضه به هماغسې ترسره کوې لکه بي بي حاجره. په هره دوره کې به مو لنډه دمه وکړه او دعاګانې به مو وکړې. سعی لپاره هم دوه منزله ځای جوړ شوی لکه طواف ته چې درې منزله دی.

تر صفا او مروه وروسته د زمزم اوبو چینې ته لاړم هلته مې یخې جنتي اوبه وڅښلې.‌ دا چینه باید چې له صفا او مروه سره نږدې وای، ځکه بي‌ بي حاجرې همدلته منډې وهلې، خو له دې ځایه لږ لرې ورته د حرم له دهلیزه د مرمرینو کاڼو یوه زینه ښکته شوې ده. لاندې یوه تاخانه غوندې ځای ده چې کتار خلک ورته ولاړ وي. دلته خلک اودس کوي، تنده وژني، ناروغان پر مخ او اندامونو اوبه واچوي.‌ زه په دې تمه وم چې د پخوا غوندې کوم کوهی به وي چې ډولچه یا سطل په کې ډوب کړې او بیا یې په رسۍ کش کوې. بلکل نوی سېټ اپ دی، هغه پخوانی کوهی او چینه په سترګو هم نه لیدل کېږي‌. د ښېښې یو دیوال دی چې تاکاوي یې په دوه برخو تقسیم کړې ده او شاته یې د اوبو را ایستلو عصري‌ ماشینونه لګول شوي دي. د اورېدلو له قراره د زمزم له کوهي سره د لسګونو نورو څاګانو نلونه وصل شوي او هغه اوبه هم ورسره ګډېږي. بس د چا خبره ساقي د شرابو په یوه قطره کې دجله ور ګډوي مګر ددې قطرې خوند او برکت هماغسې دی. په ملیونونه خلک یې له ځان سره خپلو وطنونو ته وړي. څوک یې ناروغانو ته د ځنګدن په وخت کې ورکوي چې جنت یې نصیب شي او څوک یې د تبرک لپاره ساتي. تاریخي روایات دادی چې د زمزمو دا کوهی ډېره موده په غرونو او دښتو کې ورک شوی و، چاته یې درک نه معلومېده. بیا حضرت مطلب ته بي بي حاجره په خوب کې همدغه ځای ورښیي او هغه  د خپل زوی حارث په مرسته دلته کوهی کیندلی دی.

تر دوه رکعته نفل کولو وروسته یو بله دنده ده چې عربان ورته لق او غلامي وایي. دا کلیمه د عربانو له هغه دود نه اخیستل شوې چې پخوا به یې غلامانو ته سرونه ور خرئیل. ځینې ملګري مې د خپلې غلامۍ ثابتولو لپاره باب الفتح ته لاړل چې وېښتان کم کړي، هلته دحجامت ډېر دوکانونه دي پنځه ریاله اخلي. ما له یوه بل سړي نه غوښتنه وکړه چې یو څو تاره ویښتان مې کم کړي. د ویښتانو لپاره دوه انتخابه شته. ټول سر خرئیل چې حلق ورته وایي او یا به یوه برخه کټ کوې چې قصر ورته وایي.

سبحان الله – الحمدلله مراسم تمام شول. کاروانیان مې ولټول، یو یو را پیدا کېدل، ستړیا یې په مخونو کې ښکاره کېده مګر ته به وایې یو دروند پیټی یې له اوږو لرې شوی وی، له ټولې ستړیا سره سره یې خندا پر شونډو نڅېدله. یو او بل ته مو مبارکي ورکړه، نور نو هرڅوک په خپله خوښه و چې مسجدالحرام کې پاتې کېږي او که هوټل ته ځي.

له نېکه مرغه د مکې مکرمې هوا نن ډېره جنتي وه. سره له دې چې مکه مکرمه د سعودي عربستان د ټولو ښارونو په څېر ګرمه او صحرايي اقلیم لري، خو رطوبت یې د نورو ښارونو په پرتله کم دی.  دلته اوړي په رښتیا هم ګرم او ځورونکي وي خو په قبروري میاشت کې هوا ډېره ښه وه. زه همدلته د کعبې شریفې خوا کې یو ساعت نور هم پاتې شوم. هرځل چې به مې کعبې شریفې ته وکتل پخواني دیني روایات او تاریخونه به مې ذهن کې وګرځېدل. له ځان سره به مې ویل دا د خدای جل جلاله لومړنی کور دی، هماغه چې ادم علیه السلام جوړ کړ، د زمانې زلزلو او توپانونو په خاورو او دوړو کې پټ کړ خو  څو پېړۍ وروسته حضرت ابراهیم علیه السلام بیا ورغاوه او دادی نن زه په همدغه بختور ځای کې ګرځم. په مکه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت لومړي‌ کلونه او دده ژوند مې په ذهن کې مجسم شو. یو وخت و چې دلته به چا د کفارو له لاسه لمونځ نه شو کولی تر هغې چې حضرت عمر (رض) مسلمان شو. دده واقعه ډېره جالبه ده، وایي چې کله مسلمان شو نو دلته راغی له یوه اصحابي‌ نه یې پوښتنه وکړه چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم چېرته دی؟‌هغه ویل  كافران موږ ته په مسجد الحرام كې د لمانځه اجازه نه راکوي، نو دوى ټول په خپلو كورونو كې لمونځ كوي. حضرت عمر (رض) په غوسه شو ویل یې که داسې وي‌ نو بیا د عمر د اسلام راوړلو څه ګټه ده؟ نن به په مسجد الحرام کې لمونځ کوو او اعلان یې وکړ چې که څوک غواړي خپله ښځه کونډه کړي، که څوک غواړي خپل اولادونه یتیمان کړي نو زما مخې ته دې ودرېږي. موږ به نن په مسجد الحرام کې لمونځ کوو.

د مطاف لمر پرېواته خوا یوه جګه برنډه ده، دلته راسره کندهاری مولوی صیب مخ شو چې اوسمهال افغانستان کې د طالبانو مهم چارواکی دی. مولوی صیب د کوترو شوقي دی، کوترو ته یې کتل چې د کعبې شریفې پر سر پرواز کوي او کنه. تر روغبړ وروسته همدلته کېناستو او یوه پنجه بنډار مو وکړ.

د حرم شریف  شاوخوا کوترې ډېرې دي.‌ ددې کوترو باره کې دوه خبرې ما اورېدلې وې، یوه خبره دا وه چې دا د هغه کوترې له نسله دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت په وخت کې یې د ثور غار مخې ته هګۍ اچولې وه، دویمه دا چې د کعبې شریفې پر سر هېڅکله نه الوځي. د اولې خبرې خو کوم ثبوت او دلیل ما تر اوسه نه دی پیدا کړی چې زه یې ومنم، خو ما په سلګونه کوترې په خپلو سترګو ولیدلې چې هره خوا پروازونه کوي مګر د کعبې شریفې پر سر نه پرواز کوي او نه یې پر چت کښیني. شیخ عمر راته وویل چې زه ډېر راغلی یم. هېڅکله مې هم تر اوسه پورې د مرغیو بول د کعبې شریفې په احاطه کې نه دي‌ لیدلې. خلک کوترو ته د مسجدالحرام د باندې پر سړکونو دانه اچوی، هلته کښیني والوځي خو د کعبې شریفې احترام کوي.

مولوی صیب کندهاري د کعبې د دروازې او کیلي‌ ګانو له یوه رازه خبر کړم چې ښایي ډېر خلک خبر نه وي. کیسه یې جالبه ده. څه باندې څوارلس سوه کاله کېږي چې د کعبې شریفې د کیلي ساتنه د «بني شیبه» کورنۍ ته سپارل شوې ده. د پیړیو په اوږدو کې، د مکې ښار د ډیرو خلکو تر واک لاندې راغی؛ له عثمانيانو څخه تر انګرېزانو پورې خو د کعبې کیلي د “شيبه” کورنۍ نه چا وانخیسته او ویل کېږي چې د همدې امتیاز له امله ښه غوړ ژوند لري.‌

کیسه یې داسې ده چې د جاهلیت په زمانه کې د مکې کیلې قصي بن کلاب سره وه او هغه بیا خپلو اولادونو ته ورکړه.‌ د مکې تر فتحې وروسته د اسلام پیغمبر دهغه له زوی عثمان بن طلحه نه د کعبې کیلی واخیستله او کعبه شریفه یې له بتانو پاکه کړه. په یوه روایت کې داسې وایي چې د کیلي‌ ګانو په ورکړه کې زړه نا زړه و چې دا ایت پرې نازل شو.‌ [إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَىٰ أَهْلِهَا – خدای امر کوي چې خپل امانتونه د هغوی مالکانو ته وسپارئ] نو له بېرته یې کیلي طلحه ته ورکړه او ویې فرمایل چې تر قیامته به دا کیلي له همدې کورنۍ سره وي او که څوک یې ترې اخلي‌ نو هغوی به ظالمان وي. مولوی صیب ته مې په ګپ کې ویل کاشکې تاسې هم کار اهل کار ته وسپارئ.‌ په خندا شو ویل یې. د اوس لپاره مصلحت همدا دی مسئولیتونه باوري کسانو ته وسپارل شي.‌

موږ همدلته ناست وو چې یوه بل کار ته مې پام واوښت. دلته د کعبې شریفې په مطاف او نورو ځایونو کې که د لمونځ ګذار مخې ته تېر شې کوم شرعي قباحت نه لري. ما ډېر خلک ولیدل چې د لمونځ کوونکو تر مخې تېرېږي. د جومات احاطه ډېره لویه ده. هره خوا چې په کې ګرځې د ارامۍ او سکون احساس کوې. دوه افغان حاجیان مې ولیدل چې ویل یې ټوله ورځ همدلته پاتې کېږي. پوښتنه مې ترې وکړه چې کوم وخت طواف کې ګڼه ګوڼه ډېره نه وي؟ ویل یې‌ تر ماسپښین وروسته ګڼه ګوڼه لږه کمه شي ځکه ګرمي وي، خو د مازیګر له لمانځه سره د حاجیانو ګڼه ګوڼه پیلېږي‌ او د ماخوستن په وخت خپل اوج ته رسېږي. هغه کسان چې مستحب طواف کوي‌ تر ماسپښین وروسته او یا د شپې ناوخته یې ښه وخت دی. تر دې وختونو پرته هر چت داسې ښکاري لکه د خلکو د سمندر پرې روان وي.‌ له ځان سره مې فکر کولو چې په عادي وختونو کې دا حال وي نو د حج په ورځو کې خو به بیخي دلته ګرځېدل سخت وي. سره له دې چې د حرم شریف ساحه ورځ په ورځ پراخېږي او ویل کېږي چې ځینې بلډینګونه به ونړوي خو زما دغو بلډینګونو او تجارتي ودانیو ته ډېر زړه تنګ شو.‌ بیت الله شریف یې د کانکریټو په زندان کې ایسار کړی دی.

د حرم په شاوخوا کې د الله تعالی د میلمنو د اسانتیا لپاره، لارښوونې، ویډیوګانې په لویو تلویزیونونو کې خپریږي ترڅو دوی په اسانۍ ځایونه پيدا کړای شي. پر دیوالونو د عربي‌ او انګریزي‌ ترڅنګ په اردو ژبه هم لارښوونې لیکل شوې وې، دلته هر کال په لکونو پښتانه راځي ولې پښتو ژبه په کې نه شته. یو مسوول ته مې دا خبره ورسوله، خدای دې وکړي چې غور پرې وکړی. په مکه معظمه کې مې د خپلو افغانانو د غربت او ساده ګۍ ډېر خپه کوونکي تصویرونه ولیدل. ځینو په پلاستیکي‌ کڅوړو کې ځان سره لږ لږ خواړه راوړي وو او همدلته په برنډه کې له خپلو تورسرو سره ناست وو.  یو چا راته وویل ځینې خو ان د شپې هم دلته پاتې کېږي او خپل کالي هم تشنابونو کې وینځي.  اه خدایه پاکه! ته خو یې وینې چې افغانان د خپلو اولادونو نفقه نه شي‌ پیدا کولی خو ستا مینې په خوار وجود ستا تر کوره راوستي، په تا کلکه عقیده لري. نو ستا هغه بندګان چې ځانونه د انبیاو ورثه ګڼي ولې ددوی پر ایمان شک لري؟ ماته جالبه دا وه چې د بنګله دېش، افغانستان، پاکستان، اندونیزیا او نورو اسیایي‌ هېوادونو خلک په کې ډېر زیات وو. په خپله د عربستان خلک مې ډېر کم ولیدل. حمزه بابا وایي:

حمزه قدر په خپل کور کې د چا نه شي
د عربو خلک کم دي چې حاجیان دي

 https://taand.net/?p=244951

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب