پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد هوا پېژندنې ریاست په ۱۳ ولایتونو کې د تېز باران خبر...

د هوا پېژندنې ریاست په ۱۳ ولایتونو کې د تېز باران خبر ورکړی

 تاند ( یکشنبه ـ د سنبلې ۲۵مه) د هوای پېژندنې ادارې په یوه خبرپاڼه کې نن یکشنبه د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د تېزو بارانونو، تالنده برېښنا، بادونو او سېلایونو خبر ورکړی دی.

یادې ادارې چې په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ،لغمان، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، ننګرهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې به د سالنګونو په شمول باران ووري چې اندازه به یې له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې وي.

په خبرپاڼه کې د سالنګونو په شمول په ځینو لوېدیځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو د لګېدو خبرداری ورکړل شوی.

د دې بادونو چټکتیا  په ساعت کې تر اویا کیلومترو ښودل شوی دی.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې په وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان ګڼې سیمې د سېلابونو له امله ویجاړې او خلکو ته د ځاني زیانونو ترڅنګ سخت مالي زیانونه اوښتي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب