پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهلغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې نن پيلېږي

لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې نن پيلېږي

تاند ( یکشنبه ـ د سنبلې ۲۵مه) د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په پلان کې لري، چې نن یکشنبه په لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې پيل کړي.

د اوبو او انرژۍ په وزارت کې طالب چارواکي زیاتوي، چې د دې کانال د لومړي فاز لاټ چارې به د لوړپوړو طالب چارواکو په ګډون د یو لړ ځانګړو مراسمو پرمهال پيل شي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د لغمان پر شاهي کانال پروژه باندې کابو ۵۰ ملیونه ډالره لګښت راځي، چې په جوړېدو سره به یې د یاد ولایت شاوخوا ۲۰ زره هکتاره شاړه دښته خړوبه او زرګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

بل لورته د لغمان اوسېدونکي هم د دې پروژې پيل ته خوښ دي او هیله مندي ښيي چې ورسره به په دې ولایت کې په زیات شمېر ځوانان په کار بوخت شي.

د اقتصاد یو شمېر پوهان دا ډول پروژې په لویه کچه د هېواد لپاره ګټورې بولي خو ټينګار کوي چې، طالبان دې پروژې پشپړاوي ته ورسوي نه دا چې نیمګړې دې پاتې شي.

دوی وایي یو شمېر پروژې د رسنیو په سرټکو پيل خو وروسته کلونه تېر شي اما پروژه نیمګړې او بیا یې د پوښتنې څوک نه وي.

1 COMMENT

  1. ټول درواغ وایی زما یو ملګری انجینر د اوبو بریښنا په وزارت کې کار کوي. هغه راته وویل ټول درواغ یوه روپۍ هم نسته دا هسي د خلکو په سترګو کې خاورې اچول دي. د افغانستان معدونونه لکه مخکې سي چور کیدل اوس هم داسي چور کیږي. تخنیکي خلک نسته هسي سورنګونه ورلاندي کوي. ځوزي ماځوزي چین لپاره طلایی موکه ده هر څه د اوربشو په بیه چوروي.خلک له بیکاري او لوږې نه کړیږي ملا طالب سوډران څلور اورتې ځانته کوي.یوه یوه خو کافرستان ورنه یرغمل کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب