(یوه لنډه تارېخي او تقابلي کتنه)
د نړۍ ډېری هېوادونه ملي هېوادونه (Nation States) دي چې خپلواک دولت او ډېر اتباع یې ګډ هویت لري او د یو شمېر ځانګړتیاوو له امله یوځای شوي لکه ګډه ژبه، ګډ نسل او داسې نور.
په اوسنۍ نړۍ کې دوه هېوادونه یوازې د مذهب په بنسټ جوړ شوي او وګړي یې د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه ټول شوي او د مذهب په بنسټ، په غیر طبیعي ډول په یوه محدوده جغرافیه کې مېشت شوي دي. دا هېوادونه پاکستان او اسراییل دي چې دواړه په شلمه پېړۍ کې هممهاله کې جوړ شوي دي. تصادفا دا دواړه هېوادونه له یو بل سره ډېر مماثلت او ګڼ مشابهتونه لري. یو لوی مشابهت یې دا دی چې د دوی له جوړېدو وروسته، ګاونډیانو ښه ورځ نه ده لېدلی. نورې مشابهتي بېلګې یې په لاندې ډول دي:
هېواد | پاکستان | اسراییل | |
۱ | د جوړښت کال | 1947 | 1948 |
۲ | د جوړښت ظاهري عامل: | مذهبي انګېزه (پاکستان کا مطلب کیا، لااله الله) د اسلام قلعه. | مذهبي انګېزه، یهودیت او د یهودیانو ستر کور او سلطنت |
د جوړښت اصلي لامل: | لوی هند په ډېرو برخو وېشل. | دعربانو او ترکانو زور ماتول او دا هېوادونه په بې شمیره برخو وېشل او کمزوری کول. | |
۳ | جوړونکی هېواد: | برېتانیا | برېتانیا |
۴ | وګړي: | بنګالیان، پنجابیان او نور قومونه چې له مذهب پرته په خپلو کې هېڅ ډول ژبنیز او فرهنګي همغږي نه لري. | د یو مذهب لرونکي خلک له ټولې نړۍ څخه ټول شوي (دوه تابعیته ناقلین) چې نور هېڅ ډول ژبنیز او فرهنګي همغږي نه لري. |
۵ | د مذهب ټېکه داري: | د ټولې نړۍ د اسلام ټېکه دار (ځان د اسلام کلا بلل). سیاسیون او نظامیان یې ټول سیکولر او پانګوال | د ټولې نړۍ د یهودیت ټېکه دار، خو مشران او سیاسیون یې سیکولو او زاینسټان (Zoinist) |
۶ | ملاتړي او ملګري: | برېتانیا او لوېدیز هېوادونه | برېتانیا او لوېدیز هېوادونه |
۷ | ایټمي وسله | لري | لري |
۸ | اقتصاد | جګړه او جګړه ایزې پروژې، نیابتي تنظیمونه او نیابتي جګړې. | جګړه او جګړه ایزې پروژې او نیابتي جګړې. |
۹ | تګلاره: | په سیمه کې د لوېدیزو هېوادونو (امریکه، برېتانیا، فرانسه، جرمني او نور) د ګټو ساتنه. روسیه، هند او ایران په کنټرول کې ساتل. | په سیمه کې د لوېدیزو هېوادونو د ګټو ساتنه د فلسطینیان او د عربي هېوادونو اداره او کنټرول چې تېل او ګاز لري. |
۱۰ | ګاونډیانو سره اړيکې او لانجې: | خپلو ټولو ګاونډیانو (هند، افغانستان او ایران) ته د سرخوږۍ لامل، او له ګاونډیانو سره د دښمنی او عدم حسن همجواري چلند. د هند نیم کشمیر باندې قبضه او تر اټکه پورې د افغانستان په خاوره خوله پټول او ګاونډیان بې ټیکاوه او بې ثباته کول. پاکستان هند سره تراوسه ۳ ځلې نېغ په نېغه جګړه کړې. | خپلو ټولو ګاونډیانو فلسطین، مصر، اردن، لبنان، سوریه سره د عدم حسن همجواري رویه او د هغوی خاوره لاندې کول. ګاونډیان ټکول او بې ثباته کول. فلسطینیان په محاصره او بند کې ساتل. اسراییل ګاونډیانو په تل په جکړه کې ده چې دا لړۍ تراوسه روانه ده. |
دا چې د دې څېړنیزې مقالې او کره کتنې اصلي هدف د پاکستان د تاریخ او سیاست ارزونه ده؛ ځکه د دې مقالې ډېره برخه پر پاکستاني موضوع تمرکز کوي چې آیا رښتیا پاکستان یو پاک او سپېڅلی هېواد دی او د هغو هندي مسلمانانو د ارمانونو او خوبونو تمثیل او تعبیر دی او که نه؟
د پاکستان عمر ۷۷ کاله دی چې لویه برخه یې له ګاونډیانو سره په شخړو او ناندریو تېر شوی دی. له بده مرغه د لوی هند د وېش پر مهال، د هغه وخت د پوځ او نظامي شتمنیو یوه لویه برخه پاکستان ته په برخه ورسېده. برېتانویانو ځان ته وفادار فیودالان، پوځیان، بیوروکراتان او سیاستوال ونازول او د پاکستان واګې یې ورته وسپارلې چې دوی ته ښه وفادار، خدمتګزار او د ډاډ وړ وو. دا خلک ستر زمکوال او فیودالان وو (د بېلګې په ډول د قریشي او مخدوم کورنۍ او داسې نور) چې دا اشرافیه (Elite class) تر اوسه د (Establishment) تر نامه لاندې په پاکستان واکمن او مسلط دي. بریتانویانو ته د وفادارو خلکو او کورنیو بشپړ مالومات ښاغلی سر لیپل هینري ګریفن په خپل کتاب (The Chiefs of Punjab) کې لیکلی دی. بریتانویانو د پنجاب د اشرافیه د ښوونې او روزنې په موخه یو ځانګړی پوهنتون (Chief’s College) جوړ کړی و چې اوس د (Aitchison College) په نامه یادېږي. د پاکستان ډېر پوځي او سیاسي مشران هم د دې پوهنتون نه فارغ شوي دي. په پاکستان د ۷۷ کلونو په اوږدو کې د نیم نه ډېره موده، پوځي جنرالانو د کودتا له لارې نظامي واکمني کړې لکه جنرال ایوب خان، جنرال غلام محمد، جنرال سکندر میرزا، جنرال ضیاالحق او جنرال مشرف چې هر جنرال شاوخوا ۱۰ کاله په واک کې پاتې شوی. په باقي پاتې لږه موده کې بیاهم پوځ غیر مستقیم واکمني کړې چې دا ستره لوبه تر اوسه روانه ده. واک عملا د پوځ په لاس کې دی، یوازې نوم د جمهوریت او سیاستوال کارول کېږي. په ټولټاکنو کې په ښکاره او علني درغلي کېږي او د خپلې خوښې سیاسي ګوندونه او کاندېدان بریالی او واک ته رسول کېږي. که احیانا دا لاسپوڅي او ګوډاګي سیاستوال د سرغړونې جسارت وکړي؛ نو ترور، تبعید او بندیان کېږي. وروستی بېلګه یې وزیراعظم عمران خان دی چې په بند کې پروت دی او ګوند یې غیر قانوني اعلان شوی. دا راز ښاغلی نواز شریف چې ۳ ځلې د پاکستان وزیر اعظم ټاکل شوی و، هرځل د نوموړی حکومت د پوځ لخوا پرځول شوی او نوموړی لومړی بندي او بیا تبعید ته اړ ایستل شوی. یو بل وزیراعظم چې په پاکستان کې ډېر محبوبیت او شهرت درلود، ذوالفقار علي بوټو و، چې حکومت یې ړنګ او نوموړی په غیر عادلانه توګه محاکمه او پانسي شو. د نوموړی لور بېنظیر بوټو چه هغه هم د پاکستان وزیراعظمه پاتې شوې، لومړی بېواکه او بیا ترور شوه. پاکستان کې تر اوسه هېڅ یو سیاسي ګوند خپله قانوني موده نه ده بشپړه کړې.
د پاکستان وجه تسمیه پاکوالی دی، چې د دوی په وینا د پاکستان مطلب لااله الا الله دی. دا چې تر کومه کچه پاکستان د خپل نامه ممثل او سپېڅلی هېواد دی او ترکومه حده هېواد کې اسلام، شریعت او لااله الا الله پلي او عملي شوی ښکاره او معلومه خبره ده. اسلام او مسلمانانو ته چې کوم زیان او تاوان دې تش په نامه اسلامي هېواد رسولی شاید بل کفري هېواد نه وي رسولی. مذهب یوازې سیاسي آله ده چې د پوځیانو په واک کې د پاتې کېدو او نورو نامشروعو اهدافو د لاس ته راوړنو په موخه کارول کېږي. په اصل کې د پاکستان جوړښت د یو ستر پلان برخه وه چې دې کار سره د برېتانویانو اصل هدف د لوی هند زور ماتول و چې په آسیا کې لوی تاریخي، تمدني او اقتصادي ځواک و. دې کار سره نه یوازې هندیان بلکه ګڼ شمېر مسلمانان هم مخالف و. په دې لړ کې مهاتما ګاندي او خان عبدالغفار خان ډېره هڅه او وسه وکړل چې د هند د وېش مخه ونیسي، خو برېتانویانو د غم او ناسور دا بوټۍ لکه اسراییل په سیمه کې نال کړ او پاکستاني خنجر یې د هند په سینه کې وټومبه چې د دې بوټۍ میوه او پایلې اوس ښکاره لېدل کېږي.
د پاکستان بنسټګر محمد علي جناح (چې دوی ورته د یو اسلامي صوفي رتبه ورکوي او قایداعظم نوموي) یو سیکولر وکیل و چې ټول ژوند یې په لندن کې تېر کړی چې هلته په وکالت او سیاست بوخت و. نوموړی په هندي یا اردو ژبه نه پوهېده. یواځېنۍ لور یې (دینا) یو زردشتي سره واده وکړ، او ټول ژوند یې په امریکا کې تېر او هملته په کال ۲۰۱۷ کې وفات شوه. خپله د جناح هدف د یو سیکولر هېواد جوړښت و. په دې پروژې کې مذهب یوازې د سیاسي ابزار په توګه وکارول شو چې دې کار سره هندي مسلمانان وپاروي او هند په دوو برخو ووېشي. له بده مرغه دا پروژه د مذهب په کارولو کامیابه شوه. برېتانیا د خپلو موخو او اهدافو د لاس ته راوړنې له پاره د یوې اوږدې مودې راهیسي د اسلام او مذهب نوم په بریاليتوب سره کاروي او دې کار سره یې تر اوسه ګڼ شمېر هېوادونه تارومار کړي. وروستی مثال یې افغانستان دی چې په تېرو ۴۰ کلونو کې افغانان د اسلام او جهاد په نامه یو بل وژني او اصلي هدف او دښمن ترې پاتې دی. د برېتانیا دویمه بریالی وسله د دښمن د زور ماتولو په موخه د خلکو او ولسونو ویشل دي. د مذهب، ژبه او توکم په نامه ولسونه او ملتونه په ډېرو برخو ویشي او خپل اهداف ترلاسه کوي. چې دا کار په عربي هېوادونو او هند کې بریالی و او په افغانستان کې هم اغیزمن واقع شو. چې له بدمرغه تر اوسه دا لړۍ روانه ده.
دا یو واقعیت دی چې د پاکستاني پوځیانو شمېر او ظرفیت د دې وړې جغرافیې له اړتیا څخه لوړ دی. له دې ناانډوله پوځي حجم له کبله د دې هېواد له نیم نه ډېره بودیجه پر پوځ لګول کېږي او پاتې کمه بودیجه د دې سترې جغرافيې او ۲۴۰ میلیون وګړو له پاره ناکافي بلل کېږي. همدا وجه ده چې هرکال د پاکستان بودېجه کسر یا تاوان سره مخامخېږي. چې لویه برخه یې د فاسدو سیاسیونو او بیوروکراتانو له خوا غبن کېږي. اوسنی پاکستاني رییس جمهور ښاغلي آصف علي زرداري د (ښاغلي ۱۰ فیصد) په نامه نړیوال شهرت لري (یانې نوموړی په هره پروژه کې ۱۰ ٪ امتیاز غواړي). همداراز هر پاکستاني جنرال او سیاستوال په عربي اماراتو او لوېدېزو هېوادونو کې د میلیونونو ډالر په ارزښت جایدادونه او تجارتونه لري د بېلګې په ډول (Papa John, Bajco Group) چې د جنرال عاصم باجوا ملکیت دی. په دې توګه عام ولس ورځ په ورځ بې وزله کېږي. دا لوی پوځ (Military Establishment) د خپل شتون د جواز له پاره تل خپل ولس له ګاونډیانو څخه په ډار کې ساتي او د اسلام او د وطن دوستۍ د عاطفي ټکو په کارولو، تل د یو لوی پوځ په ارزښت او اړتیا ټېنګار کوي. وخت نا وخته ګاونډیانیو سره مصنوعي شخړې جوړوي او فرضي دښمنان پالي. دا کار د پوځ د ستراتېژۍ یوه اړینه برخه ده، ترڅو ولس د دې بې فایدې لوی پوځ د شتون او د هغوی د بې ځایه لګښتونو دروند بار ته اوږه ورکړي. په یوه طبیعي او نورماله ټولنه کې ولس اهمیت او ارزښت لري او د حکومت یواځېنۍ موخه د ولسي وګړو آرامي او هوساینه وي. همدا راز پوځ د ولس په چوپړ کې وي او دنده یې یوازې د وطن ننګه او دفاع وي نه واکمني او سیاست. خو د ډېرو تاریخي او سیاسي شنونکو په آند پاکستان د پوځ له پاره جوړ شوی او ټول ولس او ملکي امکانات د پوځي نظام په چوپړ کې دی. د پاکستان په ډېرو تجارتي شرکتونو د پوځ قبضه ده لکه فوجي سیمنټ، عسکري بانک، سوپارکو، ښارګوټي (بحریه ټاون، ډیفنس کالوني)، واپډا او داسې نور په سلهاوو تجارتي شرکتونه د پوځ ملکیت دی. له همدې کبله د هر پاکستانی یواځینی هیله دا ده چې په پوځ کې نوکري وکړي. له همدې امله د پوځ شمېر او لګښت ورځ په ورځ ډېرېږي. له همدې امله د ډېرو سیاسي پنډتانو په آند، د دې هېواد نوم باید د پاکستان پرځای جنرالستان وای.
د پاکستان اقتصاد په اصل کې جنګي اقتصاد دی (Economy of war). او د دوی بقا او اقتصاد د خپلو ګاونډیانو سره په دایمي شخړو او ناآرامیو کې نغښتې ده. پاکستان د کال ۱۹۷۰م راهېسې د افغانانو د بربادۍ په پروژې کار پیل کړی. پاکستان تل د افغانستان د اقتصادي او نظامي ځواک د کمزورتیا او ړنګولو له پاره ناراضي افغانانو ته پناه ورکړې او هغه یې اعاشه او اباطه کړي او نظامي روزنه یې ورکړې. او بیا کله چې شوروي په افغانستان یرغل وکړ؛ نو د ځان له بېرې امریکایان او اروپایان وهڅول چې د افغانستان په ورانولو کې ورسره مرسته وکړي. د همدې له پاره یې د خپلو بادارانو په مرسته او مشورې جهادي تنظیمونه وروزل او پر افغانستان یې ورخوشې کړل چې په دې ترځ کې ۴ تنظیمونه د یادونې وړ دي: حزب اسلامي، اتحاد اسلامي، جمعیت اسلامي او وروستۍ تنظیم د طالبانو تر لیبل لاندې چې مشران یې تر اوسه نامالوم او مجهول الهویت دي.
د افغان جهاد نه مخکې د پاکستان اقتصاد ډېر کمزوری و؛ خو جهادي پروژې سره پر پاکستان د ډالر او ریالونو باران وشو او د افغان کډوالو د مرستو په نامه یې، له ملګرو ملتونو څخه بشرپاله او د نړۍ له ځینو نورو شمتنو هېوادونو څخه نظامي مرستې ترلاسه کولې. پاکستان د دې مرستو یوه لویه برخه ځان ته سپموله او یوه لږه برخه به یې جهادي تنظیمونو ته ورکول. دا راز د افغان جهاد پیل سره د پاکستان غوا لنګه شوه. له یوې خوا د پاکستان د دفاع له پاره وړیا افغانان جنګېدل او له بلې خوا د پاکستان نظامي او اقتصادي وضعیت پیاوړی شو. دا چې په دې جګړه کې د اسلام پرځای د اسلام آباد ګټه وه او ټول تاوان د افغانستان و؛ نو پاکستان کله هم نه غوښتل دا لانجه ختمه او د ګټې دا ګرم بازار سوړ شي؛ ځکه چې افغان جهاد سره د اسلام پر ځای اسلام آباد، آباد شو. په دې موده کې دوی وکولای شو چې د افغانانو او افغان جهاد له برکته خپل هېواد په اټومي ځواک بدل کړي.
پاکستان له یوې خوا افغانستان د اقتصادي او نظامي اړخه کمزوی کړ، له بلې خوا د افغانستان لږ نوره خاوره لاندې کړه او ورسره په فرهنګي او کلتوري غلا هم بوخت شو. وخت ناوخته پر افغانستان ترانزیتي لاره تړل او هند سره د افغانستان د تجارت مخه نیول. هرکال په زرهاوو ټن د افغانستان صادراتي توکې او تازه میوې په تورخم او سپین بولدک کې د پاکستاني بندیز له امله ضایع کیږي. پاکستان د افغانستان ډېر مصنوعات لکه د غالیو صنعت خپل ګڼي او د پاکستاني توکو او مصنوعاتو تر نامه لاندې صادروي. پاکستان د افغانستان د لیتیم په شان ګرانبیه زېرمې، لرغوني آثار، لرګي، ځنګلونو او د ډبرو سکاره د یوې اوږدې مودې راهیسې په غیر قانوني ډول استخراج او ترې ناوړه ګټه پورته کوي. همدا راز پاکستان نه غواړي چې افغانستان دې په خپلو سیندونو بندونه جوړ کړي او خپلې وچې مځکې خړوبې او برق تولید کړي. د افغانستان میوزیم او تاریخي اسناد او آثار چور او تالان شول. همداراز پاکستان د خپلو نیابتيانو په مرسته د بودا لرغونی مجمسه ونړوله. دا چې پاکستان د ویاړ تاریخ، نومیالي توریالي نه لري؛ نو ځکه دوی د افغانستان د نومیالیو او مشاهیرو نومونه په خورا سپین سترګۍ پر خپلو وسلو لګوي لکه غوري، ابدالي، غزنوي او داسې نور.
د افغانانو غیرت او شهامت یو تاریخي واقعیت دی. افغان کډوالو کله هم په پاکستان کې وړیا او خیراتي ژوند نه دی کړی. هغوی په پاکستان کې تل زیار او زحمت ایستی، کار او مزدوري کړې او د پاکستان په اقتصادي پیاوړتیا کې فعاله ونډه اخیستې. او له بلې خوا تر اوسه بهرمیشته افغانان د خپلو کورنیو د اقتصادي مرستې په موخه پاکستان ته په میلیونهاوو ډالر او یورو لېږي. په اصل کې د افغانانو لخوا پاکستان ته د خارجی اسعارو لېږل، د پاکستان ناروغه اقتصاد سره مرسته کول دي. واقعیت خو دا دی چې د افغان کډوالو راتګ سره د پاکستان اقتصاد وده وکړه، صنعت او تجارت یې پیاوړی شو. ناویلې دې نه وي چې یو ګڼ شمېر پاکستاني وګړي اوس هم د افغانانو په نامه په لوېدیزو هېوادونو کې میشت او امتیازات ترلاسه کوي چې یوه ښه بېلګه یې، د پاکستان پخوانی وزیراعظم ښاغلی انوارالحق کاکړ دی، چې ډېره موده یې په لندن کې د یو افغان کډوال په صفت ژوند کړی او اقتصادي مراعات او امتیازات یې ترلاسه کړي دي. دریغی چې ښاغلی کاکړ د نمک حالالۍ پاس ساتلی وای.
دا د تاریخ جبر دی او که د افغانانو بدمرغي، چې اوس هغه هندي پنجابیان چې د پلار او نېکه نومونه یې سنګهـ او مکرجي وو او د افغانانو له برکته مسلمانان شوي، اوس پر افغانانو د جهاد فتوې صادروي، پر افغانانو کلمې تازه کوي. کال تېر نه وي، چې د پاکستان د نظامي فابریکو څخه یو نوی ماډل جهادي تنظیم، د نوی لیبل سره مارکیټ ته راځي او افغانان د اسلام او جهاد په نامه وژني. د افغانانو بدمرغي او بې وسي تر دې کچه رسېدلی، چې د یو ژوندی انسان پرځای، پر دوي مړي او تش نومونه او لیبلونه حکومت کوي. او د چا مجال نشته چې اعتراض وکړي. د افغانستان دا اوسنۍ وضعیت د یو مسلمان ګاونډي هېواد لورینه او تحفه ده. هیله ده چې افغانان د دې ګاونډی هېواد د افغان وژنې جهادي پروژې او نورو ښېګڼو او احساناتو پور هېر نه کړي!
د خپل لنډ تاریخ په اوږدو کې پاکستان تل خپلو محسنینو سره ناروا سلوک کړی. چا چې هم پاکستان سره ښه یا احسان کړی حتما پښېمانه شوی او یا هم وژل شوی. د بېلګې په ډول د پاکستان بنسټګر محمد علی جناح چې پاکستانیان ورته ظاهرا ډېر احترام لري او د قایداعظم لقب ورکوي، په ډېر مشکوک ډول په امبولانس کې سا ورکړه. ویل کېږي امبولانس ناوخته ورسېد او بل دا چې په امبولانس کې تیل نه و. فاطمه جناح د پاکستان بنسټګر محمد علي جناح خور خاینه وبلل شوه او په ټاکنو کې ورسره ټګي او درغلي وشوه. دیناواډیا د پاکستان د بنسټګر محمد علي جناح لور چې د خپل هېواد نه بهر د کډوالۍ په ژوند کې کال ۲۰۱۷ کې وفات شوه. نواب اکبر خان بوگټی د بلوڅانو مشر، چې د هند د وېش پر مهال یې بلوچستان پاکستان سره یوځای کړ او څه موده د بلوچستان والي هم و، په کال ۲۰۰۶ م کې د پاکستان د پوځ له خوا ووژل شو. ذوالفقار علي بوټو د پاکستان وزیراعظم چې د پاکستان د ایټمې وسلو بنسټګر بلل کېږي، په ټاکنو کې ورسره درغلي وشوه لومړی زنداني او وروسته د پوځیانو لخوا کال ۱۹۷۹م کې پانسي شو. ډاکټر عبدالقدیر خان د پاکستان هغه نامتو فزیکپوه چې د پاکستان د اټومي بم پلار بلل کېږي او پاکستان د نوموړي په هلوځلو اټومي ځواک شو، په خورا بې عزتۍ او بې وزلۍ په مشکوک ډول کال ۲۰۲۱ کې ومړ. عمران خان د پاکستان نامتو او د نړۍ وتلی د کرکټ ستوری او د پاکستان پخوانی وزیراعظم، بندي او سیاسي ګوند یې چې د پاکستان ترټولو ستر ګوند دی، تحریم او غیرقانوني اعلان شوی. نواز شریف د پاکستان وتلی سیاسي څېره چې ۳ ځلې د پاکستان وزیراعظم پاتې شوی او هرځل د پوځ له خوا بې واکه او تبعید شوی دی. پاتې دې نه وي چې د پاکستان په تاریخ کې هېڅ سیاسي ګوند یا وزیراعظم خپله قانوني موده نه ده بشپړه کړې او په مستقیم یا هم غیرمستقیم ډول د قاضیانو او محاکمو په مرسته له خپلې قانوني دندې ګوښه شوی. داراز ډېر نومیالي پوهان او هنرمندان د ځان ژغورنی په موخه په بهرني هېوادونو کې د کډوالی ژوند کوي (د بېلګې په ډول فزیکپوه ډاکټر عبدالسلام، دیني عالم جاوید احمد غامدي، هنرمند عدنان سمیع، هنرمند استاد غلام علي او داسې نور).
د پاکستان نظامي او سیاسي څېرې اوس هم په دې خبرې معترف او یوه خوله دي چې په اصل کې د افغانستان د جهاد اصلي موخه د پاکستان دفاع و. که د روسانو یرغل مخه په افغانستان کې نه وی نیول شوی؛ نو آخري سټاپ به یې کراچۍ او ګوادر کې و! او دا چې پنجابیان څومره جنګیالي او توریالي دي هغه ټولو ته معلومه او د پاکستان نظامي تاریخ یې ګواهي ورکوي. په کال ۱۹۷۱م کې د هند سره د جګړې په ترځ کې څه د پاڅه ۹۰۰۰۰ پاکستاني پوځیانو وسله پر مځکه کېښوده او په خورا ذلت او رسوایۍ هندیانو ته تسلیم شول. بله دا چې د هندي کشمېر نیمه برخه چې پاکستان په ولکه کې ده، هغه سیمه پښتنو قبایلو آزاده کړې. پاکستاني پوځ د خپل ۷۷ کلن تاریخ په اوږدو کې له رسوایی او ماتې پرته کومه نظامي بریا نه ده لاس ته راوړې. دوی یوازې په ترهګریزو او نیابتي پروژو کې مهارت لري او د ګاونډیانو امنیت ګواښي او په بدل کې اقتصادي امتیاز ترلاسه کوي. له بده مرغه د پاکستان نوی کهول معاشرتي علوم په څېر نصابي کتابونه لولي (چې ټول درواغ دي). د بېلګې په ډول د څاه د چونګښې نړۍ لېد یوازې د څاه چاپېریال دی. دا کهول د جګړې د وېجاړۍ او د خپل رښتنی تاریخ او د افغانانو د لویې قربانۍ نه بې خبره دي. افغانانو د خپل ګران هېواد د ویجاړولو او د خپلو ۲ میلیونو پاکو شهیدانو د غوښو په بیه ځانونه د هغه وخت زبرځواک (شوروي اتحاد)، چې د ټولې مینځنی آسیا له فتحې وروسته افغانستان ته رسېدلې و، په خورا مېړانه د تورو پنچابیانو پر وړاندې ځانونونه سپر، سپېلنی او بلاګردان کړل او په خپلو لاسونو یې خپل هېواد خاورو سره خاورې او په میلیونونو نازولي افغانان یې بې کوره، بې وزله او کډوالۍ ته اړ کړل. چې اوس د نړۍ په ګوټ – ګوټ کې خواره واره په بې کسۍ او بې وزلۍ کې پراته دي. دا افغانان چې د پاکستان د ناپاکو ارادو او د خپل انجام نه بې خبره و، په خورا اخلاص جهاد وکړ او پاکستان یې د شوروي اتحاد د یرغل څخه وژغوره. (ناویلي دې نه وي چې اصل کې د شوروي اتحاد افغانانو سره کومه تربګني یا دښمني نه وه؛ بلکه غوښتل چې ځان پاکستان او ګرمو اوبو ته ورسوي، خو افغانانو یې لاره ډبه کړه او مانع شول. افغانانو کولای شول چې لاره ورخلاصه او پنجابیان خپل دفاع خپله کړې وای (سېلاب جانې اور پنجاب جانې)، یانې پنجاب پوه شه او سیلاب پوه شه. که مونږ شوروي ته لاره ورکړې وای؛ نو مونږ به لېوانو نه و خوړلي. حد اقل دومره خوار او ذلیل به نه و لکه چې نن یو. دوه میلیونه شهیدان، وطن لوټې-لوټې. افغانستان په نړۍ کې بې عزته او بې حیثیته شو. نن افغاني پاسپورټ د نړۍ ترټولو بې اعتباره پاسپورټ پېژندل کېږي. پخوا به افغانان بې ویزې اروپا ته تجارت، سفر او تګ راتګ کاوه. خو نن افغانان د پاکستان ویزه نه شي ترلاسه کولای او افغان کډوال په خورا بې عزتۍ د پاکستان څخه رټل او شړل کېږي. نن د ټولو مېنځني آسیایي هېوادونو وضعیت د افغانستان څخه په مراتبو ښه دی او تراوسه په اسلام او خپلې عقېدې ټینګ ولاړ دي.
اوس چې پاکستان خپل یوه برخه ستراتیژک، نظامي، سیاسي او اقتصادي اهداف ترلاسه کړي. لومړی یې پر افغانانو پوله وتړله، او بیا یې په خواری وشړل. پخوا به چا پاکستان ته وړیا سفر نه کاوه، خو اوس یوه پاکستاني ویزه په زرهاوو ډالر پلورل کېږي او په ډېرو واسطو او ننواتو ترلاسه کېږي. او بله خوا هغه افغاني کډوال چې د دوی د پاکستان سپر او بلاګردان و، او د پاکستان د دفاع او ژغورنې لویه کارنامه یې تر سره کړې وه، اوس په ډېرې بې پتۍ او بې عزتۍ د پاکستانیانو لخوا چې ځان ته به یې د انصار مدینه نسبت کولو، ویستل کېږي. اوس دا انصار مدینه افغان مهاجرین له خپلو کارونو او کورونو څخه په زوره باسي. افغان کډوال حق نه لري چې خپله شمتني له ځانه سره یوسي. که دا د اسلام ټیکه داران، انصار مدینه او د اسلام پتنګان او ګل خانان چې د خپل تاریخ او فرهنګ نه پردي او بې خبره پاتې دي، لږ زیار وباسي او د افغان جهاد تاریخ، د پاکستاني جنرالانو کتابونه او اعترافي ویناوې واوري (لکه جنرال ضیاءالحق، جنرال اختر عبدالرحمن، جنرال مشرف)، او د افغانستان په بربادی او تباهی کې د خپلو مشرانو رول او لاسوهنه و ارزوي؛ نو کله به هم د افغانانو د قربانی لوی احسان هېر نه کړي. که د افغانانو مېړانه او جهاد نه وای، اوس به د پاکستاني مشرانو د نومونو په پای کې (وف) ټکي اضافه شوي وای. لکه څنګه چې د مېنځني آسیایي هېوادونو د وګړو د نامه په پای کې (وف) لیکل کېږي. د بېلګې په ډول د ښاغلی انوارالحق کاکړ نوم به اوس شاید کاکړوف و. دا چې نمک حرام څوک دي، باید ځان وپېژني. ویل کېږي چې کوږ بار منزل ته نه رسېږي. اوس به ګورو چې د پاکستان دا کوږ بار منزل ته رسي او که به د خپلو غلطو پالیسیو دروند بار لاندې دفن شي؟ دا خبره به وخت جوتوي. د یو یهودي ریاست (اسراییل) نه شاید ګېله و نه شي، خو د یو هم مذهبه، مسلمان، انصارمدینه او د اسلام د ټېکې دار نه د یو ګاونډي په توګه هرومرو ګېله کېږي.
د پرديو د جګړو یوه ځانګړتیا دا ده چې په دې جکړه کې تل د بل اوږه کارول کېږي. هرکله چې اوږه ستا او ټوپک پردی وي؛ نو پوه شه چې جنګ پردی دی. هرڅوک چې د پردیو د ګټو له پاره جنګېږي، هغوی به د افغانستان او اوکراین په څېر وي. پردي یوازې ستا اوږې ته اړتیا لري. اوکراین هم دا تېروتنه وکړه او خپل ګلالی وطن یې له خاورو سره سم او د ۲ کلنو په اوږدو شاوخوا نیم میلیون ښکلي ځوانان د مرګ منګلو ته وسپارل او اوس سولې او پخلاینې ته لیوالتیا ښایي. ښه به دا وو چې بې پرې پاتې وای او د پردیو ټوپک ته یې اوږه نه وای ورکړای. همداراز ویل کېږي د پردی کټ تر نېمې شپې وي. چې کله هدف حاصل شي، نه کټ وي او نه هم ټوپک. هم دا کار له افغانانو سره وشوه اول ټوپک ترې واخیستل شو او اوس کټ ترې اخیستل کېږي (افغان کډوال له پاکستانه شړل کېږي).
خدای دې وکړي چې دا بېده قام اوس ویښ شي. یوازې د اسلام او د جهاد په نامه د هرچا جګړې ته اوږه ورنه کړي (جهاد افغانستان دفاع پاکستان). امپریالیزم تل د خپلو اهدافو او ګټو د لاس ته راوړلو په موخه د لږکیو او مظلومو قامونو د مشروع خوځښت او غوښتنو ملاتر او ورسره نظامي او اقتصادي مرسته کوي او دا راز هغوی پاڅون او جګړو ته هڅوي. دې کار سره دوی په غیرمستقیم او ارزانه ډول خپل اهداف ترلاسه کوي. او کله چې خپل اهداف ترلاسه کړي؛ نو دا بې وسه خلک بې آسرې په ډاګ پرېږدي. د بېلګې په ډول: خپلواکي، دیموکراسي، انساني حقوق، د ښځو حقوق، د بیان آزادي، مذهبي آزادي، د لږکیو حقوق او داسې نور چې ظاهرا اخلاقي او انساني بڼه لري. وخت د دې رارسېدلی چې افغانان خپل او پردی، دوست او دښمن وپېژني، او له دې وروسته له پردیو څخه یوازې قلم واخلي نه ټوپک.
پای
ښاغلی محمدعبدالحق صمیمي ته !
لیکنه بهترینه وو مګر یوه خبره باید هیر نشي
شعر:
چې ته بل په غشو ولی هسې پوه شه
چې همدا غشي به ستا په لور ګزار شي
کوهۍ مه کنه د بل سړی په لار کې
چیرې ستا به کوهې په غاړه لار شي
نو ډیر ژر په نړیوال او ګاونډیان ورته ګوری پاکستان به خپل سیاسی بی ثباتی او خراب اقتصاد له امله د ولس له لوری نسکور شي
انشاء الله