پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد فوټسال نړیوال جام؛ افغانستان نن له انګولا سره لوبه لري

د فوټسال نړیوال جام؛ افغانستان نن له انګولا سره لوبه لري

تاند ( یکشنبه ـ د سنبلې ۲۵مه) د افغانستان فوټبال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي،چې د فوټسال ملي لوبډله به د نړیوال جام په لړ کې نن خپله لومړنۍ سیالي له انګولا سره وکړي.

دا لوبه نن مازیګر د کابل پر وخت ۵:۰۰ بجې ترسره کېږي.

افغان لوبډلې بشپړ چمتووالی لري او د لوبغاړو په وینا یې له هېڅ بلې لوبډلې وېره نه لري.

په ازبکستان د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام پرون شنبه مازیګر پیل شو، چې په لومړۍ لوبه کې تایلنډ دوه پر یو کرویشیا ته ماته ورکړه او په دوهمه لوبه کې بیا برازیل ۱۰ پر صفر کیوبا ته ستره ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې برازیل ۱۰ ګولونه ووهل او کیوبا د کوم ګول په وهلو بریالۍ نه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب