پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+د امير عبدالرحمن خان د دربار يو سړی او دوه کتابونه

د امير عبدالرحمن خان د دربار يو سړی او دوه کتابونه

رحمت شاه فراز

فيض احمد فيض د پاکستان تر ټولو مشهور او لوی شاعر دی. په پاکستان کې د فيض محبوبيت تر دې بریده دی، چې صاحب يې اوسمهال د نوم يوه برخه ده او په ادبي حلقو او منابعو کې په فيض صاحب شهرت لري.

د فيض صاحب د پلار نوم سلطان محمد خان و. سلطان به په وړوکوالي کې د خپل کلي د خانانو څاروي څرول او د دوی د کور نفقه له همدې ځایه راتله. مګر د سلطان په تقدیر کې ټول عمر شپني نه وه لیکلې. سلطان به چې خپل څاروي له کلي دباندې ویستل، په لاره کې يې دولتي مکتب پروت و. د زدکړو شدید ارمان او لټون یوه ورځ سلطان محمد خان ته د مکتب دهلېزونه ور ولیدل. هلته پرې یو استاذ مهربانه شو او سلطان ته يې د خپلو خوبونو د تعبیر سلیماني انګشتر ور په ګوته کړه. په سبا ورځ سلطان څاروي څرولو ته پرېښودل او پخپله په ټولګي کې د الف ب درس ته کېناست. په ابتدايي دوره کې يې لومړی مقام خپل کړ. ورسره يې یوه عادي غوندې دنده هم وموندله. تر ابتدايې وروسته له متوسطې هم په ښو نمرو بریالی شو او د زدکړو په جریان کې يې په عربي، فارسي او انګریزي ژبو هم برلاستیا پیدا کړه. بیا يې د لیسې لپاره لاهور ته مخه کړه. په لاهور کې به ده خپلې شپې ښوونځي ته څېرمه په یوه جومات کې سبا کولې او همدلته يې له یوه افغان کونسلر سره ولیدل. افغان کونسلر له سلطان نه د انګریزي زدکړه پیل کړه او د همدې افغان کونسلر په مرسته د امیر عبدالرحمن خان تر درباره ورسېده. په دربار کې نوموړي د فارسي او انګریزي ژبې د ترجمان په توګه دنده پیل کړه. خو په کمه موده کې په خپلې ځیرکتیا او اعتبار موندنې د دربار د میر منشي په رتبه وګمارل شو. څه موده وروسته يې د امیر عبدالرحمن خان له خورزې سره لومړنی واده وکړ. په ۱۸۹۳ کال کې چې امیر عبدالرحمن خان د ډیورنډر کرښې د تړون په برخه کې په مذاکراتو بوخت و، سلطان محمد خان يې د ترجمان او معاون په حیث په خوا کې و. نوموړي د افغانستان د حکومتولي په عصري او سیستماتیک کولو کې هم ارزښتناک رول لوبولی او په ۱۹۰۰ کې يې د «افغانستان اساسنامه او نور قوانین» په نوم یو کتاب هم لیکلی.

د سلطان د بخت ستوری هغه مهال یو ځل بیا روښانه شو، چې د ملکه وکټوریه له ورېرې ډاکټر لیلیاس همټلن سره یې ولیدل. یادې ډاکټرې سلطان محمد خان ته په افغان دربار کې د ده په ضد له سازشونو خبرداری ورکړ او سلطان د سر ساتلو په نیت له کابله لاهور ته رامخه کړه.

د سلطان محمد خان پر ژوند نورې خبرې هم لرو. خو دلته د هملټن یوه ناول ته لنډه کتنه کوو. هملټن چې په ۱۸۹۰ کلونو کې د امیر عبدالرحمن خان د دربار ډاکټره وه، له افغانانو سره خپلې شخصي تجربې یې د یوه ناول په بڼه وکښلې.

د وزیر لور: د هزاره جګړو افسانه

د دې ناول داستان د عبدالرحمن خان د میر منشي سلطان محمد خان او یوې هزاره نجلۍ، ګل بېګم په شاوخوا کې را څرخېږي. په ناول کې د افغانانو ژوند په عموم او د هزاره قوم ژوند په خصوص کې انځور شوی دی. لیکوالې سلطان محمد خان د یوه داسې کرکټر په توګه ښودلی، چې په خپل زړه کې ځان د دربار ډېر نازولی ویني، خو په پای کې د دربار په یوه ناچله سکه بدلېږي. لومړی ځل دغه ناول په ۱۹۰۰ز کې په لندن کې خپور شو. دغه مهال سلطان محمد خان په لندن کې د افغانستان سفیر و. ناول د ده په اجازه چاپ شو او ویلي يې و، چې د سلطان محمد خان کرکټر له ده سره ډېر زیات شباهت لري.

تاریخي ناولونه د داستاني ادب یو صنف دی، چې تاریخ د خیال په تار کې پېيي او له سره يې پنځوي. په دغه ډول ناولونو کې یوه خیالي کیسه د رښتیني تاریخي بهیر په امتزاج سره لیکل کېږي. په دې ناولونو کې تاریخي او خیالي دواړه ډوله کرکټرونه تر سترګو کېږي. د تاریخي ناول، لیکوال د ناول لپاره ټاکلې تاریخي دوره له هر اړخه څېړي او د رښتیاغوندیتوب په لور يې هلې ځلې کوي. د وزیر لور چې یو تاریخي ناول دی، د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ افغانستان پکې انځور شوی دی. ناول په ټوله کې د ګل بېګم د ژوند او کړاوونو داستان دی، چې یو شمېر واقعي اشخاص هم د اصلي او فرعي کرکټرونو په توګه پکې لیدلی شو؛ مثلاً پخپله امیر عبدالرحمن خان او د ده میر منشي سلطان محمد خان.

د وزیر لور په دې هم ارزښتمن دی، چې لومړنی داسې انګریزي ناول دی، چې زمان او مکان يې د افغانستان دي. هغه هزاره نجلۍ چې په دې ناول کې د سلطان محمد خان په خوا کې د اصلي کرکټر په حیث ولاړه ده، د یوې هزاره قبیلې د وزیر ښکلې او مغروره لور وي، چې په کابل کې د یوې وینځې په څېر خپلې شپې سبا کوي. د ناول په پیل کې یوه سپین سرې فالبینه د ګل بېګم لپاره د کړاوونو او بېنوا ژوند پیش بیني کوي، خو دا چې د وزیر لور وي، خبرې يې په یوه غوږ اوري او له بله يې باسي. خو د فالبینې وړاندوینه رښتیا کېږي او ګل بېګم له هزاره وو سره په جګړه کې د امیر عبدالرحمن د لښکرو له لوري نیول کېږي او د وینځو په ډله کې کابل ته راوړل کېږي. په کابل کې د سلطان محمد خان مېرمنه، ګل بېګم د وینځو له بازاره رانیسي او له ځان سره يې ساتي.

بېرته د سلطان محمد خان ژوند ته ورځو. سلطان چې بېرته لاهور ته راستون شي، نو د انګریزانو محلي حکومت یې د افغان جاسوس په تور د زندان تیارو ته ولېږي. مګر دلته هم د ډاکټرې همټلن د ملګرتیا او مرستې په برکت سلطان محمد خان په کمه موده کې د زندان له خونې ازادي ترلاسه کړي او له دې ځایه د هملټن په مرسته او د خپلې پوهي او ذکاوت په مټ د لندن مخه ونیسي او په کمبرج پوهنتون کې داخله واخلي.

سلطان چې په لندن کې وي، امیر عبدالرحمن خان د لندن د سفارت وړاندیز ورته وکړي او سلطان هم په خوشالۍ غاړه ورته کېږدي. په دې موده کې نوموړی د وکالت ازموینه په بریالیتوب سره تېره کړي او څه وخت وروسته بېرته هندوستان ته راستون شي.

دا ځل چې دی هندوستان ته راشي، د لاهور په ځای جهلم د استوګنې لپاره غوره کړي او د وکالت پیشه ور ونیسي. خو دلته بخت ورسره ملګرتیا ونه کړي او بېرته خپل پلرني وطن سیالکوټ ته را کډه شي. په دې ښار کې نوموړی د وکیل په توګه ډېر زیات پرمختګ وکړي او ښه ښایسته شتمني وګټي. نور په سیالکوټ کې د ده ژوند له خانانو ډېر کم نه وي او همدلته د یوه کلي د خان له لور سره هم واده وکړي. او دا يې پنځم واده وي. (یادونه: همدغه وروستۍ مېرمنه د فیض صاحب مور ده.)

د امیر عبدالرحمن خان په دربار کې سلطان د نورو خدمتونو او دندو په خوا کې د امیر عبدالرحمن خان د اټوبیوګرافي بیاکتنه او پروف هم وکړي. له دې مخکې چې د سلطان په ژوند نورې خبرې وکړو، د امیر عبدالرحمن خان د اټوبیوګرافي نندارې ته درېږو.

 

د عبدالرحمن ژوند، د افغانستان امیر

 د سلطان په لاس تصحیح شوی ژوندلیک پاسنی نوم لري. د دغه ژوندلیک لومړني یوولس څپرکي پخپله امیر عبدالرحمن خان لیکلي وو. په دې څپرکو کې د امیر ابتدايي ژوند، کارنامې، فتحې او شکستونه، په روسي ترکستان کې یوولس کاله بند یا استوګنه او بالاخره په افغانستان کې واک ته تر رسېدو پورې پېښې بیان شوې دي. د کتاب پاتې پاڼې د امیر له خولې د سلطان محمد خان په قلم تورې شوې دي. د کتاب د ناشر په قول د کتاب پارسي نسخه له کابل نه انګلستان ته ډاکټرې هملټن وړې وه او د سلطان له اصلي پارسي متن نه يې انګریزي ته ژباړلې وه.

دا کتاب تر ډېره د سلطان محمد خان له تصنیفاتو شمېرل کېږي، خو له پورتنیو خبرو برېښي، چې سلطان دغه کتاب پخپله نه دی لیکلی، یوازې یې د متن په تصحیح او بیاکتنه کار کړی او د کتاب په پوښتۍ هم همدغسې لیکل شوي. ناشر زیاتوي، چې امیر عبدالرحمن خان، سلطان محمد خان کابل ته وغوښته او له چاپ نه مخکې یې د تصحیح او د چاپ چارو د ارزیابي امر ورته وکړ.

په دې کتاب یوه سریزه سلطان هم لیکلې، چې دلته به يې د یو څو خبرو خوند وڅکو. سلطان لیکي، چې د دې اړتیا نه وینم، چې دا ثابته کړو، چې امیر عبدالرحمن خان د اوسني عصر تر ټولو ستر انسان دی. له امیر سره به چې هر اروپايي چارواکي لیدل، په همدې نظر به و. یو شمېر لیکوال په دې نظر دي، چې د امیر د ژوند ابتدايي کلونه په تیارو کې دي او نړۍ ترې ناخبره ده؛ خو په دې کتاب کې د امیر د ژوند ابتدايي کلونه په تفصیل سره مطالعه کولی شو. د دې کتاب له لویو ځانګړنه یوه دا ده، چې د مغل امپراتورانو لکه تیمور، بابر او اکبر له وختونو راهیسې هېڅ مسلمان واکمن خپل ژوندلیک دومره په تفصیل، دلچسپ او صادقانه نه دی لیکلی. سړی د دې کتاب په لوستو حیرانېږي، چې یو واکمن د دې په ځای چې د ځان په ستاینه کې مبالغه وکړي، په دې اړه راته غږېږي، چې څنګه یو وخت په زنځیرونو تړل شوی و او یا دا چې یو وخت یې اشپزي کوله. دغه راز په یوه ځای کې ځان د باغوان او بزګر په توګه انځوروي او په بل ځای کې د روسيې، بریتانیا، فارس او بخارا د حکومتونو له لوري د خپل پرتمین هرکلي یادونه کوي.

د امیر عبدالرحمن خان پر اټوبیوګرافي به تفصیلي خبرې مؤرخینو ته پرېږدو او موږ به په دې هیله د سلطان محمد خان د ژوند په وروستیو شېبو خبرې وکړو، چې دوه مسلکي او باذوقه ژباړن د امیر اټوبیوګرافي او د ډاکټرې هملټن د وزیر لور پښتو ژبې ته را وژباړي.

د سلطان محمد خان ټول ژوند له عجبو لوړو او ځوړو سره مخ وو. د ده مړینه هم تقریباً په همداسې نا اشنا چاپېریال کې پېښه شوه. په دې ورځو کې فیض صاحب د لاهور په دولتي کالج کې زدکړې کولې او د فیض صاحب د کشرې خور واده ته ټوله کورنۍ په سیالکوټ کې را ټوله شوې وه. په کومه شپه چې په ناوې پسې ورا راتله، له هغې یوه شپه دمخه سلطان محمد خان د مېلمنو په خاطر او خدمت کې مصروف و. د شپې ناوخته یې چې له ډېرې ستړیا بسترې ته دمه یووړه، ناڅاپي د زړه حمله ورباندې راغله او ځای په ځای يې ساه ورکړه. یوه خوا د لور ورا په دروازه کې ولاړه وه، بله خوا د سلطان محمد خان جنازه د خلکو په اوږو وه. په فیض باندې د پلار د مړینې اغېز تر ډېره وخته پورې دروند و او له ډېره درده يې خپل یوه ټولګیوال ته لیکلي و:

«ستا فیض یتیم شو.»

ماخذونه:

1-فیض احمد فیض، شخیص اور فن؛ اشفاق حسین

2- The Portrayal of Sultan Muhammad Khan in “A Vizier’s Daughter; A Tale of the Hazara War, Noor-ul Amin & Sajjad Khan.

3- The Life of Abdul Rahman, Amir of Afghanistan, ed. By Mir Munshi Sultan Mahomed Khan.

1 COMMENT

  1. د وزیر لور – د ختر وزیر ناول مې دوه کاله وړاندې لوستی و. ما هغه وخت له ځانه سره پریکړه وکړه چې پښتو ته یې را وژباړم خو دا چې تر ډیره یې دا ظلم په عبدالرحمن پورې نه بلکې پښتنو پورې هم غوټه کړی دی نو تیرې تیر شوم. کیسه یې داسې ښکارې په ځینو پيښو کې له مبالغې هم خالې نه ده. ستاسو دا لیکنې مې ډیره خوښه شوه، په عمر مو برکت شه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب