تاند – دا مرغۍ، چې سایرې ته ورته ده، په افغانستان او همداراز د منځنۍ اسیا په ځینو هیوادونو کې موندل کېږي، په لومړي ځل د بریتانیا د سکاټلنډ ایالت په ایست لوتین کې ولیدل شوه.
ایست لوتین کوریر خپرونې او یو شمېر نورو بریتانیايي رسنیو د دې کوچمۍ مرغۍ تصویرونه خپاره کړل او ورسره ویې لیکل چې دا نادره مرغۍ د چین په شمال، ایران، منځنۍ اسیا، پاکستان او په ځانګړي ډول افغانستان کې اوسي.
خو د ایست لوتین د وینټرفیلډ د ګلف لوبې په میدان کې یې لیدو ډېر کسان حیرانه کړل.
له دې تصور کولی شو چې نور د خپل چاپیریال، مارغانو او شاوخوا په اړه څومره حساس دي خو له بده مرغه زموږ په وطن کې ګڼ نادر مارغان او بوټي د له منځه تګ له خطر سره مخامخ دي خو د چا لپاره چندان اهمیت نه لري.