فرید احمد توفان
د سيد جيلاني جلان تاﺯه چاپ شوې شعري ټولګه(غمي غمي سيندونه) مې ښه په مزه مزه ولوستله. جلان په دې شعري ټولګه کې خپل د لسو کلو پنځول شوي هنري غمي راټول کړي او تر دې وړاندې يې هم دوې ﺯبردستې ټولګې(د ګلپاڼو اتڼ) او (د هيندارو دره) چاپ شوې وې. دا ټولګه په منځنىۍ کچه دوه سوو يو پنځوس مخونو کې چاپ ده، چې نېږدې دوه سوه مخه يې غزلې او پاتې نور يې اﺯاد شعرونه دي. ښاغلي جلان د دې ټولګې په چاپولو سره نه يواﺯې د پښتو ادب لمنه لا رنګينه کړه، بلکې د خپلو مينه والو ﺫوقونه يې هم پرې ښه خړوب کړل. اوس نو د جلان نوم د هغهٔ د جادوګر هنر له برکته په لروبرو پښتنو کې يو اشنا نوم دى؛ ځکه خو د شهرت د تندې د ماتولو لپاره اړتيا نه لري، چې هسې تش کتابونه وپړڅوي. د دهٔ هر بيت د شعريت په ټولو ميکانيزمونو او د معاصرې شعر پوهنې له معيارونو سره برابر او همدارنګه له هنري نوښته څپې وهي. انځورکښنه، نوي ترکيبونه او د لفظونو پر ځاى کارول دې له جلانه ﺯده شي، داسې ښکاري چې دى هر لفظ تر لږ ډېر شاعرانه پروسس وروسته کاروي. د دهٔ په شعرونو کې نيږدې ټول تصويرونه نوي او تاﺯه دي؛ هغه به په نادراتو کې وي، چې د کتاب له پيله تر پايه له يو نيم سوليدلي تصوير سره مخ شې. ژبه يې دومره له موسيقي لبرېزه او شرنګېدلې ده، چې ورسره به دې خپله د موسيقۍ تنده هم ماته شي.
په معاصره شعرپوهنه کې يو مهم او اساسي بحث تصوير او د تصوير تاﺯګي ده.
جلان د خپل اوچت تخيل په برکت ډېر ناﺯک خيالونه سره وروستلي او له امتزاجه يې عجيب و غريب نوي تصويرونه کښلي. جلان په بېلابېلو بڼو انځورکښنه کوي، خو ډېر کله د اضافي تشبېهي ترکيب په بڼه، چې په بيان کې يې بليغه تشبيه بولي، انځور باسي. دې بيت ته به يې تم شوو:
د حسن باغ ته دې له لوند مخ نه اوبه ورکوو
مونږ ساتو درته په سترګو کې باران سر ټيټى
په دې بيت کې (د حسن باغ) يو تصوير دى، چې د اضافي تشبيهي ترکيب په بڼه کښل شوى. کله هم له دوو درېيو ترکيبونو څخه يو تصوير جوړوي:
مه راوړه قربان دې شم د کرکې لاس دې مه راوړه
ﺯما ﺯړهٔ خو د مينې د ﺯرينې مرغۍ ځاله ده
دلته دوه ترکيبونه سره يو په بل کې ننوتي دي؛ مينې له ﺯرينې مرغۍ او ﺯړهٔ بيا د همدغې مرغۍ له ځالې سره تشبيه شوې ده. ځيني وخت بيا له لوستونکي نه د تصوير يو اړخ پټوي او يواﺯې يوه قرينه ور پريږدي، چې دا ډول تصويرونه بيا د لوستکي تر لږ څه خيال کولو وروسته بشپړيږي او لوستونکى هم ورسره د څو شېبو لپاره شاعر غوندې شي؛ لکه په لاندني بيت کې چې تورې سترګې له تور ګلونو سره تشبيه شوي؛ خو يو اړخ(تورې سترګې) ښکاره نه دی راغلی، چې د (باڼو) په مرسته يې را پيدا او تصوير بشپړولاى شوو:
هسې نه وکري د ﺯړو پر ځمکو اور ګلونه
په ځنځيري باڼو کې بند ښه دي دا تور ګلونه
جلان په انځور جوړونه کې له هر ډول ميکانيزمه کار اخلي؛ کله هم د يوې ساده تشبيه په بڼه يو شهکار انځور وپنځوي:
خوږه کيسه چې په موسکا کې غځوې نو ته وا
د ګل له شونډو نه د وږم ترانه ښويږي
د دهٔ په شعرونو کې د کښل شوي تصويرونو يوه بله غوره ځانګړنه دا ده چې نيږدې ټول يې حرکت لري، سم لکه ويډيو چې ګورې. د بېلګې په ډول به د (د ښکار شوق) تر سرليک لاندې د يوهٔ اﺯاد شعر يوه برخه راواخلو او ګورو به چې تصويرونه پکې څومره محرک دي:
… نن د ښکار په شوق راوتى يم له کوره
مخامخ د نيمې وچې ونې لاندې
يو ډنډوکى د رڼو اوبو ولاړ دى
ترې چاپېره څو ګلونه د ګوګړ دي
چې سيلۍ يې رپوي ناﺯکې پاڼې
ﺯړهٔ مې غواړي چې په غاړه يې دمه شم
په رڼو اوبو يې وچې شونډې کېږدم
هاغه ده د هغه لوړ ګړنګ په لورې
شنه بخنه غرنۍ کوتره راغله
په پنجو کې يې نيولى يو سور شى دى
ټولوي ورو ورو په ځان پسې وﺯرونه
واه واه کېناسته په منځ کې د ډبرو
ته وار وکړه چې ټوپک مې ورته سم کړم
د خپل ښکار لېونۍ تنده پر اوبه کړم
دا ده ﺯخه مې پوره پرې وختله
بس نو ګوته مې ماشې ته د وروړو ده
ها ده دوړه شوه په منځ کې د ډبرو
شنه کوتره مې په خپل وينو سره کړه
ورسره يې خوا کې غبرګ واړه بچوڼي
رپوي په کاڼو پوټو کې وﺯرونه…
جلان په کايناتو کې ورک شاعر دى؛ ځکه خو د انځورګرۍ د موادو کمى ورسره نشته؛ د دهٔ هنري بصيرت دومره عالي دى، چې د هر څه په شاعرانه کولو کې برلاسى دى او په خپل چاپېريال کې به يې داسې څه نه وي تجربه کړي، چې دهٔ به بېرته شعر کړى نه وي. د يار د ديدن پر مهال به د رقيب له مزاحمته ډېرو شاعرانو سر ټکولي وي؛ خو جلان غوندې به پې داسې په يوه عملي تجربه تريخه نه وي راڅکلي:
رقيب په وخت د ديدن داسې ناڅاپي را پېښ شي
لکه چې خوله ته ډوډۍ يوسې او وېښتهٔ يې منځ کې
په نورو شاعرانو باندې له ډېره وخته بيلتون اور دى او بيلتون يې يواﺯې په همدې سوليدلي تصوير راپېژندلى؛ مګر د جلان د مخ غوښې او هډوکې ته پکې خپلې اوښکې لېوانې دي او د ديدن له شپانهٔ نه په خواره خوله مدد غواړي:
يا د ديدن شپانهٔ ! قربان دې شم رادرومه کنه
د مخ هډوکې غوښې خوري رانه لېوانې اوښکې
ځانمرګي بريدونه به ډېرو کسانو په شعاري الفاظو غندلي يا ستايلي وي؛ خو د جلان په شان به ورته چا جهنمي رقص نه وي ويلي او د ځان وژونکي له سترګو نه به هيچا هم د جنون اور نه وي بهولى:
د وحشت اوج کې جنوني اور بهوي له سترګو
جنت ګټي جهنمي رقص په بدن کوي
ځيني وخت په انځورکښنه کې حسن تعليل صنعت هم کاروي؛ مګر په ځينو ځايونو کې يې په کمزورى منطق کارولى. لکه په لاندني بيت کې:
ګلاب سجده وکړه هغه يې تېرېده په مخ کې
چې د ﺫات پېغله ملکه يې تېرېده په مخ کې
دلته شاعر ظاهراً غوښتى چې حسن تعليل راولي؛ خو د ګلاب په بڼه او جوړښت کې هيڅ داسې کومه نښه نشته، چې سجدې لپاره دې ترې کوم خيالي علت وتراشل شي؛ سمه ده چې د (ګلاب) او (هغه) تر منځ د تشبيه متطق پياوړى دى؛ مګر په دې تشبيه کې د حسن تعليل هڅه شوې، چې منطق يې د پورتني دليل په اساس کمزورى بريښي. د جلان صاحب يو لوى کمال دا دى، چې دى د خپلو ايډيالونو د اظهار لپاره له حسي اېمېجونو نه کار اخلي؛ ﺯمونږ عواطف او دروني کيفيتونه مجرد مفاهيم دي، چې نورو ته يې لېږد او اظهار يواﺯې د حسي کليمو او عبارتو په مرسته شوني دي؛ لکه شاعر ته چې د يار د ديدن پر مهال د رقيب له مزاحمته ورپيدا شوى کيفيت د (د ډوډۍ منځ کې وېښته) په مرسته حسي کړاى شوى دى. د رقيب مزاحمت به لږو کسانو تجربه کړي وي؛ مګر د ډوډۍ په منځ کې وېښتهٔ راتلل ممکن هر انسان په نه يو ډول تجربه کړې وي او که يې کړې هم نه وي، لږ تر لږه ورته د حس وړ حالت دى. اوس به نو څنګه سړى نه پوهيږي، چې د يارد ملاقات پر وخت د رقيب ناڅاپي راپېښېدل څومره په چا ستغ تماميږي؟
ښاغلي جلان په خيل هنر کې د نورو ګڼو مهارتونو تر څنګ، په هنري ابهام کې هم استاد ښکاري. لاندې بيت ته يې تم شئ:
ما ته خنجر تا ته شو ګل دواړه يې وځپلو
د مرګ کانه ﺯما په ټټر ستا په پېچکه وشوه
د دې بيت مفهوم ته يې داسې د لفظونو غوټه وراچولې ده، چې په لومړي ځل لوستلو به ور و نه رسېږې؛ مګر که لږ ورته تم شې، خپله به په خبره پوه شې. دلته په غير مستقيمه توګه يوې ناخوالې ته اشاره شوې ده، چې د شاعر ژوند او د محبوبه يې ښايست ور تباه کړې ده. ځيني وخت بيا کلاسيکو شاعرانو غوندې د بيت ابهام په.يوې کليمې پورې تړي او يوه کليمه په دوو ماناو(پټه او ښکاره) کاروي. لکه:
رانيږدې شه چې لباس د جلوو درکړم
له غميو نه مې ډک د ﺯړهٔ خورجين دى
دلته ابهام په (غميو) کې دى او په دوو ماناو راغلې؛ يوه يې ښکاره مانا، چې غمي(دُر)دي او بله يې هم پټه مانا ده، چې د ﺯړهٔ غمونه دي. اصلاً شاعر په خپل ﺯړهٔ کې د يار غمونه له غميو سره تشبيه کړي، چې بېرته يې خپل يار ته ور اغوستل غواړي. کټ مټ د همدې ابهام معکوسه بڼه د کاظم خان شيدا په يوهٔ بيت کې راغلى، چې وايي:
د نګين عالم خبر ورخيني نه دى
داسې ورک شه ستا په غم کې نام ﺯما
شعر او ادب د ژبې هنر او هنر هم ښکلا ته ژمن څيز دى؛ نو پکار ده چې په شعر کې د ژبې د ښايست او سينګار ټولو اړخونو ته پام وشي، چې يو هم پکې د ژبې سلاست او موسيقي ده. د جيلاني جلان د شعر ژبه هم ډېره موﺯيکاله او اهنګينه ده او د خپل شعر د موسيقيت لپاره له هرې ممکنې وسيلې څخه کار اخلي. د دهٔ په شعرونو کې به د کليمو له ښکلي تکرار سره ډېر مخ شې. مثلاً، په لاندني بيت کې د (نينې) تکرار:
پرېږده چې ثواب ورته نينې نينې نينې کوي
پرېږده د لذت د اور ګناه دې پېغله پاتې وي
د نوموړي په شعرونو کې تکرير نه يواﺯې د شعر له موسيقيت سره مرسته کوي، بلکې له مانا سره هم ټينګه اړيکه لري، چې په نشت کې به يې مانا نيمګړې وي. لکه په دې بيت کې چې د (خورم) څلور ځلي تکرار د خولې د خوړلو په استمرار باندې تأکيد کوي:
خورم يې خورم يې خورم يې خورم نه يرې مړېږم
خامه خوله د نرۍ غوښې دوپياﺯه ده
تکرار په شعر کې د موسيقۍ د اوچتولو لپاره يوه غوره وسيله ده؛ خو همدا تکرار که په سمه توګه په سهل الفظه کليمو کې تر سره نشي، شعر به د موسيقيت له عروجه د تکلف تحت السرا ته وغورځي. ځيني الفاظ په ژبه کې اسانه ادا کيږي او په تلفظ کې يې هيڅ ډول ثقلت نه وي موجود؛ همدا راﺯ د ځينو لفظونو اداينه په نه يو ډول په ژبه درنده او ثقيله تماميږي؛ نو څومره چې په يوه مسره/ بيت کې له لومړۍ ډلې لفظونو نه يو لفظ يا کليمه بيا بيا ځلي راشي، هماغومره ورسره د شعر د موسيقۍ لمنه شړنګېدلې شي او بالعکس، له دويمې هغې څخه د يوې کليمې په تکرار سره د شعر ژبه ثقيله او متکلفه شي. ځکه خو ادبيوهانو تکرير په دوو ډولونو وېشلي، چې تکرار احسن او تکرار قبيح يې بولي. د ښاغلي جلان شعرونه له تکرار احسن يا ښکلي تکرار څخه مالامال دي؛ مګر ځاى ځاى به پکې يو نيم داسې تکرار سره هم مخ شې، چې د ګټې پر ځاى يې ﺯيان ور اړولى. لکه په لاندتي بيت کې چې د (ﺯغم) څلور ځلي تکرار د تکلف لامل شوى:
ﺯغم ﺯغم ﺯغم خو اخېر ﺯغم هم په غم واوړي
ستړيا ډېره شي مخ پورته چې مزل شي
د يوې څپې په جوړښت کې چې څومره کانسوننټونه ﺯيات وي، په هماغه انداﺯه يې تلفظ کې ثقلت پيدا کيږي؛ نو (ﺯغم) هم يوه څپيزه کليمه ده او له دريوکانسوننټونو(ﺯ، غ، م) څخه رغېدلې ده، چې (ﺯ، غ) يې تر هستې وړاندې سره جوخت د کلستر په ډول راغلي دي؛ په دې حساب ويلى شوو، چې دلته تکرار ښکلى نه دى او د شعر ژبه يې ثقيله کړې ده. يا هم په بله وينا: په يوهٔ بيت/ مسره کې چې څومره ساکن توري ﺯيات وي، په هماغه انداﺯه يې په ژبه کې تکلف وي او بالعکس. همدا شان په کليمو کې د يوهٔ اواﺯ تکرار هغه څه دي، چې جلان ترې د خپلې ژبې په موﺯيکاله کولو کې ښه ګټه اخلي. لکه د (ن ګ) او (ا ل) تکرار چې د لاندې دوو بيتونو په لمنه کې د موسيفۍ پاولۍ شرنګوي:
غزل ته د کوکيو له اور رنګ ورکړه جلانه!
ها دنګه غنمرنګه ړنګه بنګه شوه له ناﺯه
و جلانه! راشه روماني ننداره ووګوره
پټه نري شال کې ګل مثاله ګل جماله ده
مګر يوه بله د ياد وړمسأله دا ده، چې دوه هم مخرجه اواﺯونه سره جوخت راتلل هم ژبه ټکنۍ کوي او دا ستونزه بيا د جلان په شاعرۍ کې نسبتاً ډېره ليدل کيږي. لکه په دې مسره کې (په هر انداﺯ په هر قدم دې پام وي ډېر روڼ مخيه!) د (ډېر روڼ) په برخه کې دوه (ر) سره جوخت راغلي، چې ژبه يې لږ شانتې ټکنۍ کړې ده. سمه ده چې ځينو به په دې عيبونو پسې ډېر سر نه خوږوي؛ مګر جلان غوندې شاعر څخه تمه کيږي، چې دې باريکيو ته هم پام وکړي.
د شعر ژبه تر عادي ورځنۍ ژبې توپير لري او د ژبې په غير عادي کولو سره ځاى ځاى ګرامري قاعدې هم د ماتېدلو وي؛ ځکه خو د شعر د کره کتنې پر مهال هم ګرامر پسې چندانې سر نه خوږوو؛ مګر ځينو قاعدو ته بيا په شعر کې هم ډېر پام پکار دى. ځکه چې د دغو قاعدو په ماتولو سره ژبه ګونګه او بې مانا شي؛ نو پکار ده چې د ژبې عادت يوهٔ نسبي ګرامري منطق ته په پام سره مات شي. جلان صاحب په ځينو ځايونو کې دغه نسبي منطق له پامه غورځولى دى؛ لکه په لاندني بيت کې چې د څپو شمېر د برابرولو لپاره له يوهٔ اضافي ترکيبه د اضافت تورى(د) غورځېدلى:
ښکلا سيالۍ ته چې باڼه کاږه واږه واوړي
لکه په ضد چې يو او بل ته پښتانهٔ واوړي
ښاغلي جلان ځيني کليمې په خپله لهجه کې په کمو څپو کاروي. د بېلګې په ډول (ننوتم) په دريو څپو کې او (پسې) په يوه څپه کې راولي. کله هم د وﺯن په خاطر د يوې کليمې څپې چېرته کمې او چېرته ﺯياتې راولي؛ لکه د لاندني بيت په لومړۍ مسره کې چې (ﺯما) دوه څپيزه کليمه ده؛ خو په دويمه مسره کې يې بيا په يوه څپه کې راغلې ده:
پوښته مې مه ﺯما هر ګام د ناکامۍ قرباني
ﺯما ﺯندګي د يوې ستړې مايوسۍ ټولګه ده
همدا راﺯ د خپلې لهجې ځيني لغاتونه هم په شعر کې کاروي. که څه هم ځيني کره کتونکي به شعر کې د لهجوي لغاتونو کارول، چې د ژبې د ټولو ويونکو تر منځ عام نه وي، سم نه ګڼي؛ خو ﺯما په نظر که د يوې ځانګړې لهجې يو لغت په شعر کې په داسې توګه راشي، چې د ورڅېرمو کليمو په مرسته يې په مانا پوهېدل شونى وي؛ نو نه يواﺯې سم او پر ځاى کار دى، بلکې د دغو لغاتو په تعميم سره به د ژبې وييپانګه هم بډايه شي او د تعميمولو غوره لاره يې همدا شعر دى. جلان صاحب هم لهجوي لغاتونه ښه په مهارت سره په شعر کې راوړي، چې ورسره د شعر په مانا باندې پوهېدل هومره سخته نه وي؛ سربېره پر دې، جلان د دا ډول کليمو مانا په لمنليک کې هم ليکلې ده.
د کتاب په وروستيو پاڼو کې څو اﺯاد شعرونه هم راغلي دي، چې په اﺯاده شاعرۍ کې د شاعر د عالي قريحې ښکارندويي کوي. لکه څنګه چې جلان يو غزل بول شاعر دى او د غزل په ويلو کې ﺯري کېړکه لري؛ نو ځکه يې اﺯاد شعرونه هم له تغزله مالامال دي. جلان نه يواﺯې د غزل په فورم کې، بلکې په اﺯاده شاعري کې هم استاد دى. د جلان صاحب ژبه په اﺯادو شعرونو کې هم دومره موﺯيکاله ده، چې د مقفى هغې تنده به دې پرې ماته شي؛ ځاى ځاى په شعوري توګه قافيه هم کاروي، چې په دې سره د شعر د عمودي موسيقۍ تسلسل لا پسې ټينګوي. کله هم يوه مسره په منځ منځ کې بيا بيا راولي، چې دا يې بيا په موضوعي انسجام کې مرسته کوي او د لوستونکي ﺫهن د شعر پر عمودي محور راټول ساتي. همدا رنګه هر شعر يې د کيسو غوندې راښکونکې تلوسه لري او چې د سر څو مسرې يې ولولې، محال به وي، چې تراخره ورته تم نشې.په دومره ښېګڼو سربېره چې يو ټکى پکې د تأمل وړ دى، هغه به يو نيم ځايونو کې د ځينو مسرو ﺯيات اوږدېدل دي، چې د شعر په روان او سليس لوستلو کې يو دم ژبه ټکنۍ کوي. لکه د (خداى ته ليک) تر سرليک لاندې شعر کې په نولسو څپو کې دغه مسره: )دا په پوره اخلاص پوره باور بشپړه ايماني فضا کې).
د سيد جيلاني جلان هنر په ريښتیا هم چې غمي غمي سيندونو ته ورته دى، چې د کره کتنې هر لامبوﺯن به ترينه خپل تر لاسه کړي غمي راباسي، نه ټول يې؛ نو ما يې هم تر خپلې پوهې پورې څو د ګوتو په شمار غمي راوايستلاى شول. د جلان صاحب د هنر سيند دې همداسې غمي ﺯاره وي. په دې هيله چې نقد او نيوکې مې ناﺯکه تبه ور خړه نه کړي او خبرې مې دې څه نا څه ورته مدللې کړې وي. هسې یې هم خپله ويلي دي، چې:
که په معيار او دلايلو وي نقد نقد کړئ جلان
ګنې نقاد دې اوتې بوتې تبصرې نه کوي.
درنښت
فريداحمد طوفان
د مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۹ ل
لوګر