جمعه, مې 17, 2024
Home+وټس اپ ویلي، د کارونکو شخصي پیغامونه به یې تل محرم پاتې...

وټس اپ ویلي، د کارونکو شخصي پیغامونه به یې تل محرم پاتې کېږي

تاند(شنبه، د جدي ۲۷) وټس اپ د نویو شرطونو لپاره چې د فبروري په ۸مه ضرب العجل ټاکلی وو، او اوس یې هغه وخت يې د مې میاشتې پر ۱۵ مه زیات کړ چې د واټس اپ کارکوونکي کولای شي وروسته له ځیر او غور پرېکړه وکړي.

نږدې موده مخکې واټس اپ خپل کارکوونکو ته د پیغام له لارې وویل چې د فبروري ۸مې پورې وخت لري تر څو پریکړه وکړي چې د وټس اپ نوي قوانین لکه د شمیرې او نوم شریکیدل له فسبوک سره وو.

ځینې کسان چې نه غواړي د هغوی معلومات لکه شمیره، نوم او له ملګرو سره شریک شوي پیغامونه يې له فسبوک ملګرو سره شریک شي نو د ټلګرام او سیګنال اپلیکیشنونو خوا ته يې مخه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې  واټس په میاشتني ډول تقریبا ۲ ملیارد کاروونکي لري خو سیګنل لا ۱۴ میلیون شاوخوا کاروونکي لري.

په دې اړه بیا وټس اپ شرکت ویلي، چې د کارکوونکو شخصي پیغامونه به نه شریک کوي او له همدې امله يې کارکوونکو ته وخت ورکړی چې پر دې اړه دې په ځیر سره پریکړه وکړي او زیاته کړې يې وه چې کارکوونکي دې دا معلومات په سړه سینه ولولي بیا دې پریکړه وکړي.

د وټس اپ په پیغام کې راغلي وي، کوم هغه د وټس اپ معلومات چې ټاکل شوي له فسبوک سره شریک شي د موبایل د چارج اندازه، آې پي آدرس، د کارولو انټرنټ او شبکې ځانګړتیاوې، موبایل شمیره او د انټرنټ خدماتو تسهیلوونکی دی.

له دې مخکې هم ځینې خبرې وي چې ګواکې وټس اپ غواړي د شخص د ټیلفون شمیره، د ثبت او راجستر معلومات، د ټلیفون د څرنګوالي لکه ماډل او د جوړونکي شرکت نوم، د شخص د ای پي ځانکړې پته چې پر انټرنپ پورې د شخص د نښلیدو ځاې ټاکي، او د وټس اپ له لار هر ډول مالي معاملې به له فسبوک ملګرو سره شریک کړي.

خو واټس اپ وايي چې دا قانون په اروپا او بريټانیا کې د تطبیق وړ ندي، ځکه چې هلته د محرمیت اړوند بیل قوانین لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب