چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeمقالېاقتصادد افغانستان زعفرانو د نړۍ په کچه لومړی مقام خپل کړ

د افغانستان زعفرانو د نړۍ په کچه لومړی مقام خپل کړ

تاند(شنبه، د جدي ۲۷) د افغانستان زعفران د ښه کیفیت په لرلو سره د اروپایي ټولنې د ذایقې د نړیوال انستیتوت له لورې د «درې طلایي ستورو» په اخیستو سره په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړو.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي رسنیو ته وویل، چې د کیهان زعفران زراعتي شرکت د افغانستان په استازیتوب دا جایزه ترلاسه کړه.

احمدي زیاته کړه، د کیهان زعفران زراعتي شرکت وروسته له دې کولای شي چې د دې اروپايي بنسټ ټاپه د خپل زراعتي محصولاتو پر سر وکاروي او په نړیوال کچه ورڅخه کار واخلي.

نوموړي زیاته کړه چې دا لومړی ځل نه دی چې افغانستان د اروپايي ټولنې د ذایقې نړیوال انسټیټیوټ د لومړي مقام جایزه اخلي.

دغه راز نوموړي وویل، چې د دې بنسټ درې ستوریزه جایزه په روان کال کې د عالي طبیعي کیفیت لرلو په خاطر د کیهان زعفران زراعتي شرکت پورې اړوند شو.

د نوموړي له معلوماتو جوتیږي چې د اروپايي ټولنې د ذایقې نړیوال انسټیټیوټ د خوراکي محصولاتو د ذايقې او کیفیت په ټاکلو کې د نړۍ په کچه انسټیټیوټ دی او د دې بنسټ درې ستوریزه جایزه نړیوال اعتبار څخه برخمن دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب