د بیرو تش ډبی یې په موټ کې ټینګ کړ. د ټیمي ډبي غرچ غروچ شو. د طلایي ویښتو نجلۍ ترڅنګ شنې سترګې ورواړولې. ده پسې غږ کړ:
« اې ..تا..ته»
ژبه یې ونښته. له لاسه یې وینه وڅڅیده. د بیرو ډبی یې کلک له پخې مځکې وویشت، ټنګ ټونګ یې شو.
نجلۍ په څټ وکتل. ده ورته وویل:
« بښنه»
غږ یې لوړ کړ:
« څه بښنه»
زانګه وانګه شو، په نجلۍ پسې یې کاږه واږه ګامونه واخیستل. هغه ګړندۍ شوه. ویښته یې پورته پورته وغورځیدل، لاندې د شیوه سړک پای ته په یوه ساه ورسیده. دی د سړک غاړې ته واړه پارک ته تاو شو. پښې یې په چمن کې وغځولې، سترګې یې درنې شوې. داسې ګومان یې کاوه چې مځکه ترې لاندې زانګي.
د سپي له غپا سره یې سترګې وغړولې، د پارک څراغ لګیدلی و. د تور سپي لویه خوله خلاصیده، بندیده، غپل یې. د سپي څښتن په غبرګو لاسونو د سپي پړی کش کړ. دی د ونې له ډډه سره ودرید. سپی او څښتن یې په تیاره کې د ده له سترګو پناه شول. د ده لاس سوی وکړ. په رغوي کې یې وینه وچه شوې وه.
جمپر یې وڅانډه. د کوټې په لور روان شو. ګامونه یې کاږه نه اخیستل، خو ځان یې بې سیکې احساساوه.
په کوټه کې هندارې ته ودرید. سرې سترګې یې لویدلې وې. شونډې یې تورې ایسیدې. ویښته یې ببر شوي و، برش یې راواخیست چې ویښته ږمنځ کړي، ویني شوي لاس یې بد سوی وکړ. برش یې واچاوه. رغوی یې سترګو ته نژدې ونیو، وینه ترې وبهیده.
له یخچاله یې د بیرو پلاستیکي بوتل ورواخیست، د کړکۍ پله یې پرانیسته چې ایسته یې واچوي، خو لاندې خلک ولاړ وو. بوتل یې په پلاستیکي کڅوړه کې د ودکا له تش بوتل سره دیوال ته ودراوه. پر تخت وغځید. سترګې یې سره ورغلې، چې رڼې یې کړې له کړکۍ نری نری شمال راته، رڼا وه. د یخچال ور یې په زوره راکاږه. د شیدو بوتل یې پورته کړ، تش و، د لوبیا ډبي چڼاسې کړې وې، یوه ټوټه یخ په لاندې خانه کې سلامت و، د یخچال سیم یې له ساکته وایست.
له کڅوړې یې د ودکا بوتل ورپورته کړ، ویې ځنځاوه، څه پکې نه و، د بیرو د بوتل سر یې پرانیست، غټ غوړپ یې وکړ، خوله یې ترخه غوندې شوه. تیر ماښام یې سترګو ته ودرید، چې سپی ورته غاپي، نجلۍ ترې تښتي…. بوتل یې له دوهم پوړه لاندې واچاوه. ژبه یې پر شونډو تیره کړه، زړه یې وشو چې لږ نور بیر یې څښلي وای بیا یې بوتل اچولی وای. لاړې یې تیرې کړې، خوله یې وچه شوه، له کړکۍ یې غړۍ ور وایسته، بیر پر پلې لار بهیدلې و، ځک یې دورې هورې خور شوی و.
پراګ