Homeخبرونه‏له ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله نن ایرلنډ سره برخلیک ټاکونکې...

‏له ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله نن ایرلنډ سره برخلیک ټاکونکې لوبه لري

تاند ( جمعه د سلواغې ـ دلوې ۱۰مه) له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو نړۍوال جام سیالیو په دویم پړاو کې افغانستان نن له ایرلنډ سره لوبه ترسره کوي.

دغه سیالۍ د زمبابوې او نمیبیا په کوربه‌توب روانې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې، افغان لوبډله به له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو نړۍوال جام په دویم پړاو سیالیو کې خپله دویمه لوبه نن غرمه ۱۲ بجې له ایرلنډ سره لوبه ترسره کوي.

افغان لوبډلې د دې پړاو لومړۍ لوبه سریلانکا ته بایللې وه.

د کرکټ پوهانو په باور د نن ورځې لوبه د مخکې تګ لوبه ده چې، افغان لوبډله یې په وسله ۸ غوره لوبډلو ته لار موندلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...