Homeخبرونهد طالبانو مشر د هغو کسانو چې له هیواده وتلي، د شتمنیو...

د طالبانو مشر د هغو کسانو چې له هیواده وتلي، د شتمنیو د ضبط امر ورکړ

تاند (پنچشنبه، د سلواغې/ دلوې ۹ مه) د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د یوه تازه فرمان پر اساس د هغو کسانو منقول او غیرمنقول شتمنۍ ضبطېږي چې یا خو له هېواده بهر دي (غایب دي) او یا هم د فساد په تور تورن شوي دي.

د طالبانو د مشر په دې فرمان کې ویل شوي چې د اداري چارو د ملکیت د څېړنې ریاست به منحل کېږي او صلاحیتونه به یې د سترې محکمې نظامي مرستیال ته سپارل کېږي.

د طالبانو د مشر د حکم له مخې، نظامي محکمې به د غایبو کسانو او د فساد په تور تورنو کسانو د شتمنیو څېړنه کوي، دا شتمنۍ به خوندي کوي او تر خپل کنټرول لاندې به یې ساتي.

 د شفافو قانوني پروسیجرونو نشتوالی، د خپلواک قضايي څار نشتون، او د استیناف (اپیل) د میکانیزم نه شتون دې ته لاره هواروي چې د ملکیتونو مالکان په عملي ډول د ضبط پر ضد هېڅ قانوني لار ونه لري، په داسې حال کې چې د طالبانو له نظره د «فساد» او «غیابت» تعریفونه مبهم دي او په خپله خوښه تفسیر کېدای شي.

په فرمان کې ویل شوي چې نظامي محکمې به د غایبو کسانو منقول او غیرمنقول ملکیتونه ضبط، جلا او تثبیت کړي او تر هغو به یې ساتنه او ورڅخه استفاده کوي چې غایب کسان بېرته هیواد ته راځي.

همدارنګه، د هغو کسانو شتمنۍ به، چې د فساد په تور تورن شوي وي، د طالبانو د نظامي محکمو تر واک لاندې  ضبط او ساتل کېږي.

دا مهال د پخوانیو دولتي چارواکو او د طالبانو د مخالفانو شتمنۍ چې له هېواده بهر ژوند کوي، د اوسني حاکمیت تر کنټرول لاندې دي او پخوا د اداري چارو له لوري اداره کېدې.

1 COMMENT

  1. ايا د افغانستان په اسلامي امارت کی وروستني بدلونونه د شيخ هيبت الله د سپينی کودتا په لور يو بل ګام دی؟
    هغه مشرتابه( شيخ هيبت الله) چې نه يواځی د پاکستان د ظالمانه کړنو، د پښتنو د هدفي وژنو په زوره د پښتنو بې ځایه کولو،، د افغانستان دمکرُرو بمباريو، او د بې ګناه ماشومانو او ښځو، په ځانګړې توګه د لوبغاړو د وژنې په اړه سترګې پټوي. او هرڅوک چه دپاکستان خلاف څه وايي هغه له کاره ګوښه کيږی يا بندي کيږي ،هغه د هر څه لپاره فرمانصادرويي ، مګر د پنجابي پوځ د قرآن کریمونو د سوځولو او جوماتونو د ویجاړولو په اړه یوه کلمه هم نه وايي، او هغه د ورته پوځ د امرونو په تعقیبولو بوخت دی، کله چې یو دیکتاتور په حکومتي وزارتونو کې بدلونونه راولي، دا معمولا “سپینه کودتا” یا، دا معمولا دبشپړواک حاصلول،په مرکزي حکومت کی پاکول، یا د استبدادي رژیم بیارغونه ګڼل کیږي.
    په هرصورت، که دا بدلونونه د اساسي قانون له پامه غورځولو، تاسیس شوي قوانینو ماتولو، یا د نوي “پټ” حکومت رامینځته کولو له لارې ترسره شي، دا ممکن د ځان کودتا (آټوګولپ) یا د اساسي قانون کودتا په څیر اړونده اصطلاحاتو لاندې راشي.
    دلته د دې سناریو د “سپینې کودتا” څخه د توپیر تحلیل دی:
    سپینه کودتا (: دا د “نرم” یا بې وینې کودتا ته اشاره کوي چیرې چې واک لاسونه بدلوي، یا مرکزي حکومت د قانونيت په پلمه نسکور کیږي، معمولا دځينو وزيرانو اومشرتابه بدلون پکې شامل وي. دا ډیری وختونه د واکمنې ډلې دنـنه بدلون یا د غیر تشدُد، ډیری وختونه د پردې تر شا، د واک بدلون تشریح کولو لپاره کارول کیږي.
    د دیکتاتور بیا رغونه: د یو دیکتاتور وزیرانو بدلول عموما د یو استبدادي رژیم د “منظم” عملیاتو برخه ګڼل کیږي، نه د نوي کودتا. دیکتاتور اکثرا پرسونل بدلوي، احتمالي سیالان پاکوي، او وزارتونه بیا تنظیموي ترڅو خپل موقف پیاوړی کړي، کوم چې د څیړنې له مخې د واک ساتلو پرځای د ساتلو یوه طریقه ده.
    ځان کودتا (آټوګولپ): که چیرې یو دیکتاتور دمخه په واک کې وي مګر د مقنـنه قوې د منحل کولو، اساسي قانون له مینځه وړلو، یا د بشپړ کنټرول خوندي کولو لپاره د حکومت په جوړښت کې د بدلون راوستلو لپاره غیر قانوني، غیر اساسي لارو چارو څخه کار اخلي، دا د ځان کودتا یا آټوګولپ په نوم پیژندل کیږي.

    په لنډه توګه، د یو دیکتاتور لخوا د وزارتونو بدلول د واک ساتلو یوه بڼه ده، نه “سپینه کودتا”، پرته لدې چې دا بدلونونه په غیرقانوني توګه د موجوده، که څه هم استبدادي، قانوني نظم د نسکورولو او د نوي سره د ځای په ځای کولو لپاره وکارول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...