Home+امریکايي لیکوال ریچرډ براتیګن

امریکايي لیکوال ریچرډ براتیګن

تاند- امريكايي ليكوال ريچرډ ګَري براټيګن (Richard Gary Brautigan) د ۱۹۳۵ كال د جنورۍ په دېرشمه نېټه د واشنګټن په تاكوما (Tacoma) كې دنيا ته سترګې رڼې كړي خو د اوريګان ايالت په (Eugene)كې لوى شوى دى.

ده په كوچينوالي كې په شعر ويلو او ناول ليكلو پيل وكړ. د ليسې په دوره كې يې ليكوالي كوله. په ۱۹۵۶ كې له اوريګان څخه د كليفورنيا ايالت سان فرانسيسكو ته لاړ، هلته د ژوند تر پايه پاته شو. البته په دې منځ کې د څه مودې لپاره د جاپان توكيو او دغه راز مونتانيا ته لاړ.

براتيګن په سانفرانسيسكو كې هڅه وكړه چې ځان د ليكوال په توګه تثبيت كړي. د هغه لومړنى اثر (The Return of the Rivers) شعري ټولګه وه چې په ۱۹۵۷ كې خپره شوه. ورپسې يې دوې نورې شعري ټولګې چاپ كړې:په ۱۹۵۸ كې (The Galilee Hitch-Hiker) او په ۱۹۵۹ كې (Lay the Marble Tea).

براتيګن په نولس سوه شپېتمه لسيزه كې په فرانسيسكو كې د سټېج په سر شعرونه ويل او په مختلفو ادبي غونډو كې يې ګډون كاوۀ. د هغه لومړنى ناول (A Confederate General from Big Sur) په ۱۹۶۴ كې چاپ شو خو بريالى نه ؤ. كله چې په ۱۹۶۷ كې د دۀ دا (Trout Fishing in America) ناول چاپ شو، د كره كتونكو له سختو نيوكو سره مخامخ شو او هغه يې د ټولنې د كلتور او دود ضد وبالۀ.

په نولس سوه اويايمه لسيزه كې براتيګن نور ادبي ژانرونه وازمويل، په دې موده كې يې څو ناولونه او د لنډو كيسو دوې ټولګې خپرې كړې. د براتيګن د ملګري ليكوال (Tom McGuane) په قول كله چې شپېتمه لسيزه پاى ته ورسېده لكه چې براتيګن د تمهيد غُسل كړى وي. هغه څوك چې تر دې مخكې كره كتونكو يومخ رد كړى او لوستونكو هېر كړى ؤ د اويايمې لسيزې په پاى او د اتيايمې لسيزې په پيل كې يې شهرت په برخه شو. د براتيګن آثار تر امريكا هم په اروپا كې ډېر مشهور شول.

براتيګن د ۱۹۸۴ كال د سپتمبر په څوارلسمه نېټه جسماً له دنيا د تل لپاره لاړ خو خپل نوم یې ژوندی پرېښود.

براتيګن په امريكا كې تر ټولو زيات د (Trout Fishing in America) ناول په خاطر مشهور دى.

د براتيګن آثار دا دي:

داستاني آثار

شعري ټولګې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...