تاند- له نن څخه ۷۶ کاله پخوا د ۱۹۴۸ کال د جنورۍ په ۳۰ مه د هند د خپلواکۍ مشر مهاتما ګاندي، چې له بریتانیا څخه د سیاسي او ټولنیزو ازادیو لپاره یې د عدم تشدد له لارې مبارزه کوله، ووژل شو.
ګاندي د یوه سختدریځي هندو په لاس، چې ناتورام ګودسه نومېده ووژل شو.
ګودسه یو کال وروسته اعدام شو خو د نوموړي د دفاعیې متن وروسته تر دې سرلیک لاندې «ولې مې ګاندي وواژه؟» خپور شو.
ګودسه محکمې ته وویل:
«زه د برهمنانو په یوه دینداره کورنۍ کې وزېږېدم، په غریزي ډول مې زده کړل چې هندوییزم، د هندوانو تاریخ او هندي کلتور ته درناوی ولرم. له همدې کبله مې پر هندوییزم ډېر ویاړ کاوه، چې لوی شوم ازادفکرۍ او له هر ډول مذهبي یا سیاسي خرافاتي ایډیالوژیو ځان ژغورلو ته ګروهمن شوم. له همدې کبله مې د کاستي نظام او نجس ګڼلو د محوه کېدو لپاره کلکې هلې ځلې وکړې، له طبقاتي تبعیض سره د مبارزې په غورځنګ کې له آر ایس ایس ډلې (د ملتپالو ملي سازمان) سره په ښکاره یوځای شوم، په دې باوري وم چې ټول هندوان برابر دیني او ټولنیز حقونه لري او د هغوی مرتبه باید د هغوی وړتیا ته په کتو وټاکل شي، نه پر دې اساس چې له کومې کورنۍ، طبقې یا کسب سره تړاو لري.»
دا څرګندونې چې د ګاندي د خبرو ګومان پرې کېږي، ګودسه د شیملې په محکمې کې د ځان د دفاعیې د وړاندې کولو په مهال کړي دي.
ګودسه د ۱۹۴۸ کال د جون په شلمه له یوې همفکرې ډلې سره له مومبي څخه ډیلې ته لاړ چې ګاندي ووژني خو له ډېرو هڅو سره سره بریالی نه شو، یو تن یې ونیول شو او نور بېرته مومبي ته ستانه شول.
لس ورځې وروسته ګودسه بیا له خپلو څو ملګرو سره ډیلي ته لاړ، د جون په دېرشمه، د مازدیګر په پنځو بجو یې ځان تر ګاندي ورساوه، هغه ته یې د احترام په دود سر ټیټ کړ او سمدستي یې د تمانچې ډزې پرې وکړې، همالته یې خپله وسله کېښوده، پولیسو ته یې ورغږ کړ او ځان یې قانون ته تسلیم کړ.
د ګودسې محاکمه د ۱۹۴۸ کال د مې په اووه ویشتمه پیل شوه. د ده وروستۍ دفاعیه د فبرورۍ په پنځمه پای ته ورسېده، چې متن یې ورسته د (ولې مې ګاندي وواژه؟) په نوم خپور شو.
ناتورام ګودسه په ۱۹۱۰ میلادي کال په مهاراشترا ایالت کې پونې ښار ته نژدې په باراماتې سیمه کې وزېږېد. نوم یې پرې (راماچندرا) کېښود، چې ګوندي د هندوانو د اووم لوی رب النوع تجسد ویشنو په مهربانۍ ژوندی پاتې شي. تر دې مخکې د راماچندرا درې وروڼه په ماشومتوب کې مړه شوي وو. د دې لپاره چې هلکان مړه کېدل نو ده ته یې کلونه د نجونو څېره او شکل ورکړی و چې دی هم مړ نه شي حتی پزه یې د نجونو په څېر ورته سورۍ کړه؛ نو ځکه یې نوم هم ناتورام شو. ناتو د دوی په سیمه یيزه لهجه کې د حلقې په معنا ده او رام د راما مخفف دی. ډېر وخت لا تېر نه و چې مور یې بل زوی وزېږاوه او دا وخت ناتورام خپل اصلي جنسیت ته وګرځېد یعني نارینه شو، نور به یې د نارینه وو کالي اغوستل، له لومړیو زده کړو وروسته د نورو زده کړو لپاره پونې ته لاړ.
په همدې وخت کې د ګاندي له افکارو او زده کړو سره بلد او سخته مینه یې ورسره پیدا شوه، ژر یې ښوونځی پرېښود او له ځان سره یې مطالعه پیل کړه، د ګاندي د اثارو تر څنګ یې د پخواني هند د سیاستوال او اقتصادپوه چاناکیا، دادابای ناروجي (لومړنی اسیايي الاصله چې د بریتانیا د پارلمان غړیتوب یې ترلاسه کړ)، سوامي ویوکاناندا (د هندوانو یو معنوي رهبر، لوېدیځوالو ته د یوګا او دانتا معرفي کوونکی)، ګوپال کریشنا، ګوکاله، سوارکار او بال ګانګادار تیلاک اثارو لوستلو ته مخه کړه.
په دې ټولو کې د ګاندي او سوارکار نظریات ورته په زړه پورې ښکاره شول او د دوی افکار یې د هند په معاصر تاریخ کې اغېزمن وګڼل، خو وروسته یې د ګاندي افکارو ته هم شا کړه او د سوارکار نظرونه یې خپل کړل.
ده چې له هندوییزم او هندوانو سره ډېره مینه درلوده؛ نو ځکه یې (د ټولو هندوانو ګوند) سره کلکه اړیکه درلوده. ده هندوستان د هندوانو کور باله او د یو هیوادپال په توګه یې له هندوانو سره مینه کوله، کار یې ورته کاوه. د ده په باور مسلمانان پردي وو او د ده په هندوستان کې یې ځای نه درلود.
ګودسه له ګاندي سره په دوو مسلو اختلاف درلود، یو یې د ګاندي له عدم تشدد سره مخالفت و، او په باور یې عدم تشدد د مسلمانانو په ګټه او د هندوانو په تاوان دی.
د ګودسې له نظره ګاندي د هندوستان پلار نه، بلکې د پاکستان پلار و، او د هغه عملونه، خپل سري، او نرم سیاست یې د مسلمانانو په ګټه باله او دا ټول یې د ملت ضد عمل ګاڼه. د ده په نظر که ګاندي نه وي د هېواد روان حالات به ښه شي، خو د ګاندې د لېرې کولو لپاره کومه قانوني لاره نه وه، نو ځکه ېې د وژلو لاره لټوله.
ګودسې په خپله دفاعیه کې ويلي چې «له ځان سره مې فکر کاوه او لیدل به مې چې که ښاغلی ګاندي ووژنم نو تباه به شم، د دې په مقابل کې مې له خلکو د کرکې تمه لرله خو بیا به مې هم فکر کاوه چې که ګاندي نه وي؛ نو هندوستان ته به ښه وي، قدرت به ولري، ګڼ او مسلح ځواکونه به ولري. زما راتلونکی به تباه وي، خو هندوان به د پاکستان له غرضه په امان وي.»
ګودسه همداراز ویلي و: «داسې څوک مې وواژه چې سیاست او لارې یې په زرګونه هندوان له نابودۍ سره مخامخ کول، د هغه د ایسته کولو لپاره قانوني لاره نه وه؛ نو ځکه مې په مرمیو وویشت.»
ګودسه او یو بل ملګری یې په مرګ او ۵ نور ملګري یې په عمرقید حبس محکوم شول. د وخت صدراعظم جواهر لعل نهرو او د ګاندي دوه زامن د ګودسې د اعدامولو غوښتونکي نه وو او هغه ته یې عمري قید غوښت، ځکه دوی د ګاندي د مخالفانو وژل او اعدامول د ګاندي له نظریې سره مخالفت باله، خو د دوی اعتراض کومه ګټه ونه کړه او ګودسه د ۱۹۴۹ کال د نوومبر په پنځلسمه د آمبالا په زندان کې په دار وځړول شو.
ګاندي د اوسنۍ نړۍ یو تر ټولو ستر شخصیت ګڼل کېږي. د ده ټولنیزې او سیاسي مبارزې ښيي چې د نړۍ یو ستر مفکر و.
د ګاندي پخې خبرې:
د ښکلا اساس، د زړه په ښکلا کې ده.
غوسه او نه زغم، د سم درک دښمنان دي.
کله چې له یوه مخالف سره مخامخېږئ، مینه او محبت مو پرې برلاسه کولی شي.
د انسان ارزښت په دې کې دی چې د نورو نېکمرغۍ ته څومره وخت ورکوي.
زه د ټولو انسانانو د حقونو په برابرۍ باورمن یم خو خبریالان او عکاسان تر نورو ډېر حق لري.
نېکمرغي هغه وخت ترلاسه کېږي چې د یوه انسان د فکر، خبرو او عمل ترمنځ همږغي وي.
د مځکې کره د انسانانو لپاره خورا ډېرې منابع لري خو د هغه د حرص لپاره کافي نه دي.
د انسان اصلي دښمن بېره ده.
د غوسې په وړاندې تر ټولو ښه غبرګون چوپتیا ده.
هر کور پوهنتون دی او مور و پلار یې استادان