دوشنبه, مې 20, 2024
Home+یوه پوښتنه | خالد انسان

یوه پوښتنه | خالد انسان

په پوهنتون کې مو د اسلامي ثقافت یو استاد د ښځو او نظام ډېر کلک مخالف وو. چې تاو به شو راتاو به شو، پۀ ښځې او نظام به ور برابر شو او نیوکې به یې پرې شروع کړې. ډېر زیات پوچ او رد به یې هم ویل. یوه ورځ یې د مېړه چلند لۀ ښځې سره د کورني مشکل پر وخت بیاناوه. د النساء سورې؟ هغه برخه یې بیانوله، چېرته چې رب تعالی مېړه ته لارښوونه کوي، چې که چېرته ښځه سم چلند نه کوي، نو دی باید څه وکړي. لکه خبرې دې ورسره قطع کړي، بستره دې ترې بېله کړي، که کار ونه شو، خپلوان دې ورته راوغواړي او که بیا هم ونه شو نو لږ وهل او ورپسې طلاق اخري حللاره توصیه کوي. صېب همدا خبرې کولې چې ما ترې وپوښتل چې استاد دا خو مېړه ته د ښځې د نافرمانۍ په صورت کې د چلند توصیه ده.

که چېرته سړی ناسم چلند کوي نو ښځه باید څه وکړي؟ ایا په قرانکریم کې د چلند کولو کومه داسې توصیه ښځې ته هم شته کنه؟

او کۀ نشته؛ لامل یې څۀ کېدای شي؟

سړی یو دم غوسه غوندي شو. ویل یې داسې څه نشته او لامل یې ښکاره روښانه دی او هاغه دا چې ښځه ناقص العقل ده او ټول عمر لانجې جوړوي. نو ځکه رب کریم نر ته د چلند کولو لار ورښيي.

د دې ډول ځواب او منطق له اورېدو وروسته ما ته څنګلوري وویل چې باید غلی شم؛ کنه مسأله نوره هم چټیاتو ته ځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب