دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد افغانیو پر وړاندې د ډالرو نسبي لوړوالی

د افغانیو پر وړاندې د ډالرو نسبي لوړوالی

تاند(سې شنبه، د دلوې ۱۰ ) له کابل څخه راپورونه وایي چې د افغانیو پر وړاندې د امریکایي ډالرو بیه په نسبي ډول لوړه شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د یوه ډالر بیه، د افغانیو پر وړاندې له پينځو تر شپږ افغانیو پورته ختلې ده.

اوس‌مهال یو امریکايي ډالر په ۷۵ افغانیو تبادله کېږي، په داسې حال کې چې یوه میاشت وړاندې یو ډالر په ۶۹ افغانیو تبادله کېده.

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري بیا وایي، چې دوی د اسعارو بازار تر پوره څار لاندې لري او د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره یې ټول امکانات په کار اچولي دي.

د ډالرو د بیې د نسبي لوړوالي خبرونه په داسې مهال دي، چې د طالبانو رژیم د افغانیو ارزښت ساتل خپله یوه لویه لاسته راوړنه ګڼي.

یو شمېر شنونکي بیا باور لري، چې د افغانیو په ثبات ساتلو کې د نړیوالو بشري مرستو اوونیزې کڅوړې تر ټولو مهمه ونډه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب