كله چې سهار شو او خلكو لمنځونه وكړل، له هر څه مخكې د كټوو كار پېلېږي.
سرخوانان او نور ځوانان د كټوو يا ديګونو برغولي ليرې كړي او غوښې راوباسي. دوى غوښه له هډوكو څخه جلا كوي او په بېله كټو يا كټوو كې يې اچوي. بيا د شوروا مالګه، غوړ او مزه د وروستي ځل له پاره گوري او خوراك ته يې چمتو كوي.
سهار اته بجې مهال ډمان د لاسو اوبه برابرې كړي. په وردګو كې د توى د ډوډۍ د خوړلو له پاره يوه لويه كوټه يا صوفه غوندې ځاى په پام كې نيول شوى وي. په دغسې ځاى كې يو ډېر معمولى فرش اوار او يو اوږد لس- پنځلس متره دسترخوان غوړولى وي. سرخوانان ډله – ډله خلك ډوډۍ ته رابولي، ډمان اوبه وراچوي، په دغسې ځاى كې ځوز (221) يا بوتي په ځمكه ايښي وي چې اوبه د چا جامې خيرنې نه كړي. دا خلك چې هر ګروپ ته يې پېنډه ويل كېږي، دسترخوان ته كېني، په دسترخوان يوازې مالګه، اوبه او وچه ډوډۍ (پاستي، مكي) پراته وي او بيا په هغه كاسو كې ډوډۍ وړه (ميده) كړي چې لږ شوروا پكې وي. سرخوانان نوره نسبتاً غوړه شوروا راوړي او د خلكو ډوډۍ ورته لمدوي. له دې وروسته خلك بسم الله كړي او خوړل پيل شي. په دې لړ كې سرخوانان ښكته پورته ګرځي او مېلمنو ته د نورې ډوډۍ د وړولو ستونه(1222) كوي او تاوده پاستي په دسترخوان ورايږدي. په همدې وخت كې د غوښې قابونه هم راورسېږي او د هرې كاسې څنګ ته كېښودل شي. په وردګو كې خلك د شوروا لمده ډوډۍ او غوښه بېله خوري. سرخوانان نوره غوښه هم راوړي او په مېلمنو غږونه كوي چې ځانونه ښه ماړه كړي. كله چې يوه پېنډه مړه (عذر) شي، بله راځي او دا لړۍ د ورځې تر لسو- دوولسو بجو پورې روانه وي. په عين وخت كې كورواله او مېلمنې ښځې هم ډوډۍ وخوري او ورو- ورو ځانونه د خېښ كور ته د تګ له پاره چمتو كوي(223).
دلته د دې خبرې يادول اړين ښكاري چې په وردګو كې عام كليوال او مېلمانه په همدې يوه غوړېدلې دسترخوان ډوډۍ خوري؛ خو مشران، سپين ږيري، معززين، دولتي چارواكي او شتمن خلك بيا بېل ځاى ډوډۍ خوري او هغوى ته ځانګړى پاملرنه كېږي. تنكي زلميان او كليوال ماشومان هم د مشرانو په څېر كيني او په هغه اوږده دسترخوان ډوډۍ خوري.
كله چې ډوډۍ پاى ته ورسېږي، ځنې كسان د لوښو او كټوو په پاكولو او وينځلو لاس پورې كړي، ډمان ډولونه راواخلي، يو شمېر مېلمانه رخصت وغواړي او نور د كليوالو په ګډون د ناوې د راوړلو له پاره تيارى نيسي او د ښاديو، خوشاليو او ډزو په څپو كې د خېښ كور ته د روانيدو چمتوالى څرگندوي.
ورا (ورا ييځه):
ورا هغه خلكو ته وايي چې په ناوې پسې ځي. د زوم كورواله، د دوى ډېر نژدې ښځينه او نارينه خپلوان، تربرونه، عزيزان او كليوال په ورا كې حسابېږي چې ټول په ډېرو پاكو جامو كې له ډولونو او ټوپكو سره د ناوې د كور په لور روانېږي. (224) پخوا به دا تگ عموماً پياده وو؛ خو اوس په ډېرو كليو كې خلك موټر لري او د يوه كاروان په شكل حركت كوي. پخوا به په دې ډول وراوو كې خانونو او ملكانو خپلې اصيل ټوپك(بړى يا بوړى، پنځه ډزى، لغړ، انگريزي، سه صدو سه برد، موزر، ملخى، شلخى، چرييز او موش كوش) تومانچې (فرانسوي او والټر) او گردنۍ راواخستې او ځنې به يې د ډزو يا ويشتلو له پاره له گوليو سره نورو كسانو ته وركړي. دې خلكو به د زوم له كلي څخه د تگ او د ناوې كور ته د رسېدنگ په وخت كې هوايي ډزې كولې. په افغانستان كې د جګړې په كلونو كې دغه دود لږ پيكه شو، د طالبانو په وخت كې بيا دا فرصت برابر شو؛ خو اوس چې د وردگو په سيمه كې امنيت له ستونزو سره مخامخ شوى دى، خلك د پرديو لښكرو د يرغل له وېرې، د خوشالي ډزې نه كوي؛ خو ډولونه او اتڼچيان شته چې له زمكو څخه دوړې پورته كوي او ويده زړونه راوېښوي.
په ورا روانې ښځې ټوله لار بدلې بولي او درياوې وهي. پخوا به كله چې ورا له كلي څخه د اس په ملتيا روانېده د كلاوو له بامونو څخه به ښځو مېوې او ميده روپۍ ورباندې پاشلې. د سپين ږيرو د وينا له مخې ورا والو به پخوا كجاوې يا ډولۍ (چوپان) په اوږو ورسره وړلې چې ناوې به يې پكې راوړه(225).
په دې ډېر حساسو شېبو كې هره خبره او هر قدم ځانته خپلې بدلې لري، د مثال په توگه كله چې ورا د زوم له كور- كلي څخه روانېږي، ښځې په غبرگو بدلو كې وايي:
چې خېښان ځي په دو لوري
يوه خړۍ وريځ دې رواوړي، چې لاچي(226) لونگ(227) پې اوري
*
لاچي لونگ د لويو غرو سردار دى
د (…) كره چې ځې، ټغر يې نارنجي كور يې بزار دى
*
د لمر سترگه په شغلو څي
(پلانيه) پټه گيله مه كړه، ورا دې ټوله د تربرو ځي
وراوالې ښځې هغه نارينه ستايي چې ټوپك يې په اوږو اېښي او ښه پې ښكاري:
سحر دى د لونگو لو گډېږي
ټوپك د (… جان) سه ښه ښكارېږي
*
ټوپك دې لاجبري(228) گردو نيولى
ميدان د (… خان) تربرو نيولى
كله چې د خپلو خېښانو كلي ته نژدې كېږي، په هغو غږ كوي چې تيار اوسئ، مېلمانه درغلل او اوس به ناوې وړي:
كه نيل دى دروازگۍ لرگي په نيل دى
په كوم لورى درځمه (…) كور دې كوم دى
*
اسپو پښې تر نوكو سرې كړې
كه نيلى د (… خان) دى، په ميدان يې تماشې كړې
*
اور دې بل سكاره دې مړه دي
(…) ته ويه راووزه، ښه ځوانان دې ولمانه دي(229)
*
راغى ميټر راغى، شين ماشين د مخه وړي
كه ناوې د (… خان) ده، په سرويس كې به يې وړي
وردگ عموماً اس نه ساتي. پخوا هم دا رواج نه و؛ خو يو نيم خان او ملك به يو دوه اسونه ساتل او په هغو به يې فخر كاوه؛ ځكه بل چا دا كار نه شواى كولاى. اوس ناوې زياتره په موټرو كې وړل كېږي له هغه ځايه چې د خانى او ملكۍ حقوقي موسسو ته د جګړو له امله زيان رسېدلى، اوس عملاً كمزورى شوى او ځاى يې قوماندانانو، ټوپكيانو، ملايانو او طالبانو ډك كړى دى؛ د اسونو او ټوپكو د ساتنې پخوانى وياړ هم له مينځه تللى او اوس په سلگونو كسان كلاشنكوفونه گرځوي او شخصي موټر دومره زيات شوي چې هر كلي ته سړك غځېدلى او د مړي او ژوندي ټول كارونه په موټرو كې كېږي.
كله چې ورا د ناوې كور ته نژدې شي او امنيتي شرايط سم وي، د غبرگو ډولونو درزې وي، د ټوپكو ډزې وي، اټنونه وي، ځوانان څڼې غورځوي، سندرې وايي، تورې او ټوپك گډوي او كله- كله ځنې تكړه كسان د توري او سپر لرغونې لوبه هم اجرا كوي. دې كسانو تورې او سپر د همدې ورځې له پاره ساتلى وي. مېلمانه د ناوۍ د پلارگنۍ او كليوالو له تاوده هركلي سره مخامخ شي. په دې وخت كې په ورا راغلې ښځې كورواله وو ته د خپل راتگ غږ كوي:
ټينگې دروازگۍ، سورو دروسته نيليۍ
(… خان) د تاسو زوم دى ملغلرې پرې شنيه
يا: (… جان) د تاسو زوم دى ورته وغوړوئ غالۍ
*
د لوړې بلخانې گلان كاږه وېلاړ دي
راوباسئ غالۍ ځوانان لمر ته ناست دي
يا: راوباسئ غالۍ ملكان لمر ته ناست دي
يا: راوباسئ غالۍ خانان لمر ته ناست دي.
خېښۍ او ځنې كليوالې ښځې په بامونو ختلي وي مېوې او روپۍ پرې شيندي. روغبړ وشي او كورواله مېلمانه د كيناستلو ځايو ته ورسوي. ښكاره خبره ده چې په دې ډله كې د مشرانو، سپين ږيرو او شتمنو خلكو ځايونه معلوم وي(230). كورواله تر هر څه د مخه مېلمنو ته د ډوډۍ بند وبست وكړي. كه مېلمنو ډوډۍ خوړلي وي؛ نو غوښه، مستې، چاى، مېوه او داسې شيان ورته راوړي او كه چېرته مېلمنو (نارينه او ښځو) ډوډۍ نه وي خوړلې؛ نو پوره ډودۍ تياره شي او له هغه وروسته نارينه په مجلس او ښځې د ناويدود د وروستيو شېبو په لمانځلو بوختې شي. د ښځو په ټولي كې بيا هم بدلې بلل كېږي،خېښانې يا هغه ښځې چې په ورا راغلي وي خپل ځان ستايي او كه له كور واله وو څخه څه گيلې ولري، نو د شعر په ژبه يې بيانوي:
ونه يم گلدارې شانه او رانه ويلاړه
ته دو ټوله ورا مې جر كړې د يوه (…) له پاره
*
موږ شين چى (چاى) نه خورو نازولي يو
موږه د (…) په ورا رغلې يو
[222] ست: بلنه وركول.
[223] په لغمان كې د روځې ډوډۍ د اتو بجو په شا او خوا كې پيل كېږي. په لغمان كې د كليوالو د غرمې ډوډۍ شوله او د مېلمنو پلو وي؛ خو كومې كورنۍ چې اقتصادي وضع يې ښه وي ټولو ته پلو وركوي. د مېلمنو ډوډۍ له كليوالو څخه وروسته جوړېږي. په لغمان كې كه چېرې د زوم او ناوې كورنۍ نېستمنې وي، له خپلو كليو څخه (كور يو سړى) راغواړي؛ خو كه اقتصاد يې ښه وي بيا (خاص او عام) ټول خبروي.
په لغمان كې كه هوا ښه وي، ډوډۍ په باغ يا پټو كې جوړېږي؛ خو كه هوا سړه وي په بامونو، لمر ته فرشونه غوړېږي او يا په كلا كې د ننه په كوم اوار ځاى كې د ډوډۍ ځاى جوړېږي او په جومات كې خلكو ته ډوډۍ وركول كېږي. (په لغمان كې د واده دودونه، ص 48) په نورستان كې كورواله مېلمنو ته لومړى ښېلى(غوړي او ډوډۍ) او بيا ډوډۍ او غوښه وركوي. دا غوښه دومره پخه وي چې خلك يې په چاكو پرې كوي او بيا يې خوري(په لغمان كې د واده دودونه، ص 68).
د كونړ د پېچدرې د زوم په كور كې د واده ډوډۍ ته (توره- وليمه يا نارى) وايي. د وليمه تورى له عربى څخه راغلى. دې خلكو به غټې سپينې وريجې پخولې چې په (خانك) به له شوروا سره خوړل كېدې. په دې وروستيو كلونو كې شوروا د سپينو وريجو ځاى نيولى. په پېچدره كې هم د توى د شوروا اوړه د كلي په ښځو وېشل كېږي. كله چې دا ډوډۍ په وار د زوم كور ته رسېږي، د زوم كورواله يوه ډوډۍ په شكاره (شكور) كې اېږدي او بېرته يې د پخوونكي ښځې كور ته استوي. په دې سيمه كې شوروا د كلي پښ پخوي او د ډوډۍ په وخت كې د هغه نارينه ؤ برخه چې بندي وي، په عسكري كې وي يا په مسافرت تللى وي، د دوى كور ته استول كېږي.
كله چې ډوډۍ وخوړل شوه، كورواله خپلو نژدې ښځينه خپلوانو ته د جامو يا پوړنو سوغاتونه وركوي او ورا تگ ته چمتو كېږي (د پېچدرې ، ص 93).
[224] په نورستان كې ورا ډېره كوچنۍ او د گوتو په شمار وي(فولكلور مجله 1355 ، 4 گڼه، 36 مخ).
پكتياواله ورا كه چېرته د ناوې كور ليرې وي سهار مهال خوځېږي؛ خو كه د ناوې كور نژدې وي د ماسپښين له لمانځه څخه وروسته حركت كوي. كله چې دا خلك مازديگر مهال د ناوې كور ته ورسي، د كېناستو ځاى ته وبلل شي. د دوى ځوانان لومړى ډولونو ته ځانونه ښه ستړي كړي. د ماښام له لمانځه وروسته ډوډۍ پيل شي. پكتياوال په ودونو كې وريجې پخوي او پينډه- پينډه (8-12 كسان) د وريجو يو تلبر (ښنكى) ته كينوي. له چايو او د ماخستن له لمانځه وروسته بيا د اتڼ وخت راځي، نيمه شپه د پېغلې او زوم د كليو ځوانان دوه ځايه گرد په گونډو كيني او شاري( شاعري) پيل كېږي. په شاري كې هره ډله خپل شاير او ډم په مينځ كې دروي او د خپلې ستاينې بدلې بولي. دا بدلې ورو- ورو له دوستانه چاپيرياله څخه وځي او هره ډله هڅه كوي چې په بله ډله باندې وار وكړي. په دې بدلو كې كله نا كله دواړه خواوې خپه كېږي، ان دا چې جگړې پېښېږي او د ښادي مېله په خپگان بدلېږي. دلته به د دې بدلو دوه بېلگې وړاندې شي.
ښه بدله:
خوله دې مشموڼۍ(مشواڼۍ)، نرۍ ژبه دې قلم دى په مو (ما) دې اېښى غم دى
د جلكۍ يو موټى كولمې دي په مو دې اېښى غم دى
جواري نه خوري په ديدن شپې تېروينه په مو دې اېښى غم دى
خوله دې مشموڼۍ نرۍ ژبه دې قلم دى
تنده بدله:
سر دې ښه دى كه دغسې سور كونډول دى روټو دې څه حول(حال) دى؟
كه دې خندلي راته نه واى روټو دې څه حول دى؟
غريب سړى وم خپل روزگار به مې كاونه
سر دې ښه دى كه دغسې سور كونډول دى روټو دې څه حول دى؟
نوټ: روټې- د پك سر او كنجي توب نښه . له ځينو پكو سرونو څخه يو ډول خيرن ژړبخونه پوډر بادېږي چې خلك روټې ورته وايي. (ولسي پوهه، ص 26- 29)
د كوچيانو ورا ماسپښين مهال د پېغلې مېنې ته روانېږي. په كوچيانو كې نارينه له ټوپكو او وسلو سره مخكې او ښځې له درياوو سره شا ته روانې وي، ټولو خورا پاكې جامې اغوستې وي او لاره په ډېره خوشالي، ډزو، بدلو او اتڼونو لنډوي.
د كندهار په كليو او بانډو كې ورا د ناوې له پوښ سره مازديگر مهال د ناوې كور ته رسېږي. د همدې روځې په ماښام كورواله، ښځينه مېلمنو ته ژر ډوډۍ وركوي چې هغه بېرته ستنې شي؛ خو دوه- درې ښحې پاتې كېږي چې له زوم سره د ځنيو دودونو په اجرا كې مرسته وكړي. دا وخت د نارينه ؤ په مجلس كې ايجاب او قبول وشي او ملايان خپل (حق) تر لاسه كړي. بيا زوم خپلې نوې جامې واغوندي او خلك پې مېوې وشيندي. تر دې وروسته زوم د ښځو مجلس ته ورځې، د ناوې موچڼې يا بوټونه ورپښو كړي او پر هغې باندې يو لوى متبرك سپين پوړنى وغوړوي. متبرك ځكه چې دا پوړنى د زوم له جامو E سره يو ځاى د نارينه ؤ په مجلس كې د ملايانو له خوا (دم) شوى وى. د دې پوړني كونجونه په زعفرانو ژړ شوى او غيرانونه‹غيران= قِران›، غنم او نبات پكې غوټه وي. كله چې دا پوړنى په ناوې وغوړېد د كونجونو محتويات يې خلاصېږي او په حاضرينو وېشل كېږي (فولكلور مجله 1352، 4-5 گڼه، 30 مخ)
په منگلو او نورو پكتياوالو كې د زوم د كلي ځوانان د ورا له تگ څخه مخكې شه په خوند اتڼ كوي او بيا په ډېره خوشالۍ د ناوې د كلي پر لور خوځېږي. دوى په لارو باندې غبرگې بدلې بولي:
جلكۍ ودېږي په سپين مخ يې اوښكې موتې (ماتې) شوې جار وطنه پوتې (پاتې) شوې
پاس په كمر ولاړه گله جار وطنه پوتې (پاتې) شوې
نصيب د چا يې اوبه زه در خېژومه جار وطنه پوتې (پاتې) شوې
جلكۍ ودېږي په سپين مخ يې اوښكې موتې (ماتې) شوې جار وطنه پوتې (پاتې) شوې
*
ته شوې رونه(رانه) پوتې زه پردي وطن ته لوړم(لاړم) خپه يم ځكه ژوړم (ژاړم)
چې را په زړه شې حال مې نور شي خپه يم ځكه ژوړم (ژاړم)
كالي مې اور شي اندامونه مې سيزينه خپه يم ځكه ژوړم (ژاړم)
ته شوې رونه(رانه) پوتې زه پردي وطن ته لوړم(لاړم) خپه يم ځكه ژوړم (ژاړم)
په وردگو كې وراباڼې ښځې عادي روانې وي(اوس وراييځه زياتره په موټرو كې ځي)، درياوې وهي او بدلې بولي؛ خو د كندهار د ارغنداب په ځينو سيمو كې (لكه د توخيو په كلي كې) د ښځو ورا ډېره په زړه پورې روانه وي. دوى د كوترو د سېل په شان يو ځلې سره ليري او دانه- دانه شي، بيا بېرته راغونډې شي. كله تر دې اندازه په ملا كړوپې او ټيټې شي ته به وايې چې كېناستې او كله بيا دومره غاړې وكاږي لكه چې الوزي (فولكلور مجله- 1352 4/5 گڼه، 31 مخ).
د كندهار د دامان په ولسوالۍ كې د ناوې د كلا ښځې دروازه تړي او وراباڼې ننوتلو ته نه پرېږدي. په دې حال كې وراباڼې هغه كورواله ؤ ښځو ته د (موك) په نامه يو څه پيسې وركوي چې ور ورته بېرته كړي. په كندهار كې دا دود هم شته چې كله د ناوې سر جوړ شي له خپلو همزولو سره هغه بام ته خېژي چې لاندې د كلي خلك او وراوال ټول ښكاري. ناوې د تورې په سر كې يو دانه پياز وټومبي او د څو شېبو له پاره توره داسې پورته نيسي چې ټول خلك يې وويني. له دې وروسته ناوې په داسې حال كې چې مخ يې په (بنارسۍ) كې پټ وي له نورو ښځو او نجونو سره يو ځاى بېرته راښكته كېږي او تگ ته چمتو كېږي (د كندهار فولكلور، ص 20)
په زرمله كې كورواله ښحې ورا ييځه (ښځې او نارينه دواړه) له بامو څخه په خوسا هگيو ولي او خيرنې اوبه پرې شيندي. په زرمله كې د ورا د راتگ په وخت كې كورواله ښحې له ناوې سره يو ځاى بام ته خېـژي. ناوې يوه هېنداره (آيينه) او يو خنجر چې پياز پكې پېيل شوي وي، په لاس كې نيولي او د ښځو په مينځ كې پټه ولاړه وي:
ملوكې يوه توره يو خنجر گوره
ملوكې د (…) د سورو سر گوره.
*
د زرملې په وليانو، د غزني په بزرگانو
كه زموږ په دعا وشي، خورې سر شي د سيالانو
په زرمله (زرمت) كې دا بدلې لومړى ناوې راخلي او نورې ښځې يې ورسره بولي (فولكلور مجله 1353- لومړۍ گڼه، 30 مخ). په زرمله كې نارينه بگتۍ هم وايي په دې ډول چې سيمه ييز ډمان په ولاړو ساز(آرمونيه، رباب او ډولك) غږوي، ورو – ورو ناڅي او سندرې وايي لكه:
شامستې – مستې قلندرې لالى رابوله چې يې وكړم ديدنونه شامستې
يار مې هندو زه مسلمان يم شامستې- مستې قلندرې لالى رابوله
چې يې وكړم ديدنونه شاه مستې د يار له پاره درمسال جارو كومه
شامستې- مستې قلندرې لالى رابوله چې ويې كړم ديدنونه – شامستې.
په كندهار كې د زوم او ناوې خپلوان د نكريزو د شپې په سبا او د ناوېدود له شپې څخه مخكې ماسپښين مهال د دوى په كورونو كې راټولېږي. د زوم خپلوان له تياريو څخه وروسته مازديگر د ناوې كور ته روانېږي. د كندهار په (ورا) كې ښځې مخكې روانې وي چې بدلې بولي او ناڅي. كله چې ورا د پېغلې كلي ته ورسي- د كلي ماشومان چيغې كړي چې ورا راورسېده- په دې وخت كې كورواله ښځې راووځي په ښځينه مېلمنو گلان پاشي، سپيلني ورته دودوي او نارينه د كيناستو ځاى ته وربولي. د كندهار په ډېرو لږو اڅكزو- نورزو او كاكړو كليو كې كله چې د نارينه ؤ ورا د پېغلې كلي ته ورسېږي، ځوانان په ورا باندې كاڼي واروي، ان تر دې چې كېداى شي دوه- درې كسان ټپيان شي؛ خو وراوال لا هم پر مخ روان وي او هڅه كوي چې ځانونه له كاڼو څخه وساتي. دا وخت وراوال د خلكو د خبرتيا له پاره د ټوپكو ډزې كوي، بيا نو مجلس په چايو او شرينيو تود شي، ټوكې ټكالې پيل شي او ټول ښه په خوند وخاندي(د كندهار فولكلور، 12 مخ).
د صوابۍ د يوسفزو په ورا كې د زوم ملگري هم ورسره وي، دوى هلته لږ جلا ناست وي، په خپلو مينځونو كې ټوكې ټكالې كوي. كورواله دې ډلې ته له ډوډۍ څخه مخكې يو- يو گيلاس تودې شودې وركوي، ځوانان په عوض كې په هر گيلاس كې 10-20 كلدارې ږدي(فيصل فاران).
په پكتيا كې ورا (ورو- وروځي- ورايان) مازديگر يا ماسپښين روانېږي او شپه د پېغلې په كور او كلي كې تيروي. دوى تر ډوډۍ وروسته اتڼونه كوي او بيا د دواړو خواوو زلمي شاري گر (شاعران) په شاريو يعنى د شعرونو په ويلو پيل كوي چې د سندرو په بڼه ويل كېږي او ډېر په زړه پورې دي.
په لغمان كې كله چې مېلمنو او كليوالو د غرمې ډوډۍ وخوړه او د ماسپښين لمنځونه وشول( شاه) په نويو جامو كې په داسې حال د خلكو مينځ راځي چې شا او خوا يې پلار، وروڼه او نور ډېر نژدې كسان روان وي. په دې وخت كې سندرغاړي د سلامي بدلې بولي.
له دې وروسته شاه په تخت كيني او لونگۍ هسې ورتړل كېږي لكه د (خوړې) په تگ كې چې تشريح شوې ده او حاضرين په شاه باندې نقل او پتاسې پاشي. بيا د كلي كسبگر (ټټار، پښ، تركاڼ، زرگر، شمشېرگر، ملنگان، چلم گرځونكي، دكاندار، رنگريز، ډم او اوبووالا) راځي او هر يو شاه ته د خپل كمال بېلگه په مخكې ږدي. ځنې دا بېلگې داسې دي: د پښ سيخ يا كفگير، د تركاڼ څراغ، د زرگر گوته، د شمشېرگر چاكو، د ټټار جام، د رنگريز سترخوان، د دكاندار شريني او د ملنگانو د گلانو گېډۍ. له دې وروسته د زوم پلار E دې كسانو او د كلي پاده وان (شپون) ته لږ- لږ پيسې وركوي. دعا كېږي، په حاضرينو خوږه وېشل كېږي او خلك ډولۍ پورته كوي او خورا په خوشاليو د ناوې كور ته روانېږي. (په لغمان كې د واده دوونه، ص 52).
د مروتو ورا كه چېرې د ناوې كور نژدې وي، سهار ځي او ناوې راوړي؛ خو كه لاره ليرې وي مازديگر ځي، شپه هلته تېروي او سهار ناوې ورسره راوړي. د مروتو نارينه او ښځينه وراوال په اوښانو، آسونو او پياده د ناوې كور ته ځي. دوى دا اوښان او آسونو په ښايسته ټوټو پوښلي وي چې ښه ښكاره شي. د مروتو په ورا كې لومړى څو كسه پياده روان وي، بيا اوښان او ورپسې آسونه حركت كوي. په مروتو كې ښځې ټولې په كجاوو كې سورې وي او تر نارينه ؤ وروسته ځي. په مروتو كې يوازې درې ښځې (د زوم مور، د تره ښځه او واده شوې مشره خور) له واروالو سره ځي چې په لاره د (رې رې) بدلې بولي:
رې رې رې رې موژه خپله ناوه (ناوې) رارو (راوړو) په ډولونو
( … خانه) زېرى مې درباندې
د (…. خان) چڼو (څڼو) گلان نيولي دينه
رې رې رې رې موژه خپله ناوه رارو په ډولونو
*
رې رې رې رې موژه خپله ناوه رارو په ډولونو
اوشانو سر تر كلي تېر سه
خدايه وده (ويده) ليلى به چوك (څوك) راويشوينه
رې رې رې رې موژه خپله ناوه رارو په ډولونو
د مروتو ورا ته د ناوې د كلي ځوانان، كلي ته نژدې لار نيسي او د گنگ (هندي تورى) په نامه پيسې غواړي. ويل كېږي چې دا ځوانان بد معاشي هم كوي، دا پيسې خپل حق گڼي او بيا ورا ته د وړاندې تگ لاره وركوي. دا خلك د شپې د ناوې د پلارگنۍ مېلمانه وي او ډوډۍ هلته خوري. (د مروتو د واده دستور، ص 21- 42).
[225] د منگلو د بدلو بېلگې:
سور سالو مې كور دى زه سر تورې باغ ته ځمه
يا: سره څنۍ مې كور ده زه سر تورې بوغ (باغ) ته ځمه
واده د (…. ) دى زه يې سيل ته ورځمه
لنډۍ له دې بدلو سره داسې يو ځاى كېږي.
چې خداى كوي هسې به وشي زه يې سيل ته ورځمه
سره څنۍ مې كور ده زه سر تورې بوغ ته ځمه
زما او ستا په زړه به ونشي مينه زه يې سيل ته ورمه
سره څنۍ مې كور ده زه سر تورې بوغ ته ځمه
واده د (…جا) دى زه يې سيل ته ورځمه
نوټ: سره څنۍ، يو سور، تور او برك ورېښمين پوړنى دى چې پخوا به په خاص ښايست جوړېده اوس دا پوړنى ډېر لږ جوړېږي(ولسي پوهه، ص 30).
د غره په سر سپوږمۍ ده رڼا به راوړي
(… جان) موښه توپچي دې ونديار به راوي
يا: (….) مو ښه گډېږي ونديار به راوړي
د كوچيانو بدلې:
خور اوس به د غونډو جلب جوړېږي
اوس به د (…) ورا راټولېږي
يا: اوس به د (…) سپايان ټولېږي
يا: اوس به خيالگير ځوانان ټولېږي
يا: ځوانان مې د (…) په كور كوزېږي
يا: اوس به زموږ سيالان ټولېږي
د خوست او تڼيو هغه ښځې چې په ورا روانې وي، يوه شېبه هم نه چوپېږي او پرله پسې بدلې وايي:
موږ به روانېږو ډلې- ډلې
سترگې دې په هوا شوې سرې كوترې
كله چې يوه پېغله يا ښځه دا (سر) راواخلي، نورې ښځې ورسره يو ځاى شي او داسې لنډۍ ورسره وايي چې د وخت او شرايطو سره سمې ښكاري. كله چې دا ښځې له خپل كلي څخه ليرې شي بيا د بدلو مضمون بدلوي.
لاړه د خانانو ورا لاړه، ولاړه
لاړه د خانانو ورا لاړه، گل راوړه
داسې بدلو ته هم ښځې ټكي وراچوي او هره يوه په نوبت د ښځو مخ ته كېږي، گډېږي او سندرې بولي. دوى چې كله د ناوې كلي ته ورسي، بيا د خپلو بدلو منځپانگه بدلوي او په كورواله وو باندې غږ كوي چې موږ در ورسېدو:
اور دې بل سكاره دې مړه دي
(…) ته داسې وايه چې خانان دې مېلمانه دي
يا: (…) ته داسې وايه چې پادشان دې مېلمانه دي
يا(…) ته داسې وايه چې ښه ځوانان دې مېلمانه دي( د تڼيو، ص 41).
د كلات او شاجوى په سيمو كې د زوم ورا ماښام مهال د ناوې كلي ته رسېږي. دا وخت له دوى سره مل ډولچي، ډول په نړۍ لښته وهي او د ټوپكو ټكهار وي. سپين ږيري هم خپل څادر پورته- پورته غورځوي او د ها… ها… هاى نارې وهي. په دې وخت كې كورواله او خېښان يا وراوال يو بل ته يوه- يوه چم چړۍ غورځوي او يا يې پورته اچوي.
چم چړى له څو شيانو څخه جوړېږي: دارو، زرڼه، وړې شگې او كنډ سره يو ځاى ښه ولړي، بيا يې نو لكه گوتې اوږدې- اوږدې بېلوي او په سر كې يې پټاكۍ ږدي. له پټاكۍ سره يوه دانه د اورلگيت خاشه هم په چم چړى كې ښځه كړي او د مسالې خوا يې لوړه پرېـږده. كله چې د نارينه ؤ ورا د ماښام په لږ تياره كې د ناوې كلي ته نژدې شي، د ټوپكو درزا وې، ځوانان گډېږي، چم چړيو ته هم اور اچوي او پورته- پورته يې غورځوي. د چم چړې شگې د اور د بڅركو په شان لور په لور غورځي.
په دې سيمو كې كله چې ورا ځاى په ځاى شوه، ځوانان يو لوى ميدان ته وځي او اتڼ پيل كړي. ځينې نارينه د مال په حلالولو بوخت شي او د ورا ييځې مشرانې ښځې د ډوډيو (پاستې) په پخولو بوختې شي. دا په منونو پاستي سبا د كوروالاوو، مېلمنو او خېښانو د غرمې د ډوډۍ له پاره وي. د دې ماښام ډوډۍ د ناوې پلارگنۍ برابره كړي وي. دا كارونه زياتره نارينه تر سره كوي او د دواړو خواوو ځوانې ښځې د بدلو په ويلو بوختې وي (د پښتنو دودونه، 220 مخ).
پكتياواله ورا كه چېرته د ناوې كور ليرې وي سهار مهال خوځېږي؛ خو كه د ناوې كور نژدې وي د ماسپښين له لمانځه څخه وروسته حركت كوي. كله چې دا خلك مازديگر مهال د ناوې كور ته ورسي، د كېناستو ځاى ته وبلل شي. د دوى ځوانان لـــومړى ډولونو E ته ځانونه ښه ستړي كړي. د ماښام له لمانځه وروسته ډوډۍ پيل شي. پكتياوال په ودونو كې وريجې پخوي او پينډه- پينډه (8-12 كسان) د وريجو يو تلبر (ښنكى) ته كينوي. له چايو او د ماخستن له لمانځه وروسته بيا د اتڼ وخت راځي، نيمه شپه د پېغلې او زوم د كليو ځوانان دوه ځايه گرد په گونډو كيني او شاري( شاعري) پيل كېږي. په شاري كې هره ډله خپل شاير او ډم په مينځ كې دروي او د خپلې ستاينې بدلې بولي. دا بدلې ورو- ورو له دوستانه چاپيرياله څخه وځي او هره ډله هڅه كوي چې په بله ډله باندې وار وكړي. په دې بدلو كې كله نا كله دواړه خواووې خپه كېږي، ان دا چې جگړې پېښېږي او د ښادي مېله په خپگان بدلېږي. دلته به د دې بدلو دوه بېلگې وړاندې شي.
ښه بدله:
خوله دې مشموڼۍ (مشواڼۍ)، نرۍ ژبه دې قلم دى په مو (ما) دې اېښى غم دى
د جلكۍ يو موټى كولمې دي په مو دې اېښى غم دى
جواري نه خوري په ديدن شپې تېروينه په مو دې اېښى غم دى
خوله دې مشموڼۍ نرۍ ژبه دې قلم دى په مو دې اېښى غم دى
تنده بدله:
سر دې ښه دى كه دغسې سور كونډول دى روټو دې څه حول(حال) دى
كه دې خندلي راته نه واى
غريب سړى وم خپل روزگار به مې كاونه روټو دې څه حول دى
سر دې ښه دى كه دغسې سور كونډول دى روټو دې څه حول دى
نوټ: روټې- د پك سر او كنجي توب نښه . له ځينو پكو سرونو څخه يو ډول خيرن ژړ بخونه پوډر بادېږي چې خلك روټې ورته وايي. (ولسي پوهه، ص 26- 29)
د كوچيانو ورا ماسپښين مهال د پېغلې مېنې ته روانېږي. په كوچيانو كې نارينه له ټوپكو او وسلو سره مخكې او ښځې له درياوو سره شا ته روانې وي، ټولو خورا پاكې جامې اغوستې وي او لاره په ډېره خوشالي، ډزو، بدلو او اتڼونو لنډوي.
د كندهار په كليو او بانډو كې ورا د ناوې له پوښ سره مازديگر مهال د ناوې كور ته رسېږي. د همدې روځې په ماښام كورواله، ښځينه مېلمنو ته ژر ډوډۍ وركوي چې هغه بېرته ستنې شي؛ خو دوه- درې ښحې پاتې كېږي چې له زوم سره د ځنيو دودونو په اجرا كې مرسته وكړي. دا وخت د نارينه ؤ په مجلس كې ايجاب او قبول وشي او ملايان خپل (حق) تر لاسه كړي. بيا زوم خپلې نوې جامې واغوندي او خلك پې مېوې وشيندي. تر دې وروسته زوم د ښځو مجلس ته ورځې، د ناوې موچڼې يا بوټونه ورپښو كړي او پر هغې باندې يو لوى متبرك سپين پوړنى وغوړوي. متبرك ځكه چې دا پوړنى د زوم له جامو سره يو ځاى د نارينه ؤ په مجلس كې د ملايانو له خوا (دم) شوى وى. د دې پوړني كونجونه په زعفرانو ژړ شوى او غيرانونه(غيران- قِران)، غنم او نبات پكې غوټه وي. كله چې دا پوړنى په ناوې وغوړېد د كونجونو محتويات يې خلاصېږي او په حاضرينو وېشل كېږي (فولكلور مجله 1352، 4-5 گڼه، 30 مخ).
په لغمان كې ورا قضا ماسپښين يا مازديگر مهال د ناوې كور ته رسېږي. كله چې دوى ځاى په ځاى شول، سندرغاړي د خوښۍ بدلې وبولي او بيا د كلي كسبگر د خپلو كارونو بېلگې د شاه مخې ته كېږدي. په دې وخت كې د زوم پلار د كلي كسبگرو، ملا او نورو هغو كسانو ته لږ- لږ پيسې وركوي چې په واده كې يې خدمت كړى وي لكه سركړونى يا د ناوې سينگارونكې ښځه او نور.
[226] لاچي- هيل.
[227] لونگ- قرنفل- ميخك.
[228] لاجبر- لاجورد.
[229] دلته د ځوانانو په عوض ملكان؛ خانان او داسې نورې كلمې هم راتلى شي.
[230] د صوابۍ يوسفزي د ناوېدود شپې ته د (اوربل) شپه وايي. په دغه مازديگر د ناوې كورواله هغه دروازه كلكه بنده ساتي چې د (ورا) نارينه پرې ننوځي. مېلمانه مكلف دي چې دروازه په وچ زور پرانزي، په كور ننوځي او يا د دروازې ساتونكو ته پيسې وركړي چې هغه دروازه ورته پرانزي. دا خلك وايي چې پخوا به ځنې نارينه په زور د يو چا E په كور ننوتل او د خپلې خوښې پېغله به يې په زور اوچته كړه چې خپل ژڼي ته يې په نكاح كړي. د صوابۍ خلك وايي چې په هغه وخت به خلكو خپلې دروازې كلكې بندې ساتلې چې څوك ورنه شي او كور يې خوندي پاته شي. دوى فكر كوي چې دا د دروازه د ساتنې دود د هغمه پخواني وخت ياد گار باله شي (فيصل فاران).