د ناوې په كور كې د ناوېدود د ورځې سهار:
سهار اته بجې مهال كورواله خپلو كليوالو او مېلمنو ته ډوډۍ پيل كړې وي. په وردګو كې د ناوې په كور كې هم توى پخېږي او خپل- خپلوان ډوډۍ ته رابولي؛ خو توپير يې د زوم له كور سره په دې كې دى چې هلته نر او ښځې، زاړه او واړه ټول خوشاله وي، ټكونه كوي، اتڼونه كوي، بدلې بولي، درياوې وهي؛ خو دلته د ناوې په كور كلي كې هسې شور زوږ نه وي. يوازې خېښې ښځې په كور د ننه بدلې بولي، ناڅي او له درياوو سره اتڼونه كوي(209).
اوس به كجاوې- كجاوې په اوښ بارېږي
اوس به (… خان) ناوۍ جوړېږي
*
د چندڼو (210) لير (211) يې جوړه په تندي كړه
د (…) ناوې يې جوړه كاغذي كړه
*
اوس به سناري گلان غوړيږي
اوس به (… خان) ناوې جوړېږي
ناوې ورو – ورو اوڼكې وهي او د خپلو – خپلوانو ښځو زړونه نريوي(212). په دې وخت كې كورواله ښځې چې خپلې ښايسته ناوې ته ګوري، كله- كله د هغې د ستاينې بدلې بولي:
په وره(213) كې د خرما ونه وېلاړه (214) ده
په كونج كې (… خان) ناوې وېلاړه ده
كېداى شي چې خېښې هم خپله نوې ناوې همداسې وستايي؛ خو كله نا كله د كورواله وو ښځو د ځورولو او په ناوې كې د ظاهري عيبونو د ښكارولو بډلې بولي:
د موږ د ناوې شنډې (215) غونډې منډې دي
يا: د موږ د ناوې څومره پېرړې شنډې دي
ارمان مې د (…) ها سوې منډې دي(216)
*
د موږ د ناوې دوې لوېشتې تندى دى
ارمان مې د (…) ها شين پټى دى
يا: ارمان مې د اوو ډولو غززى دى
كورواله ښځې چې لږ په غوسه وي هم جوړه – جوړه بدلې بولي:
ناوۍ لكه چنار ودرويه
(…) لكه سېرلى تى(217) جرويه(218)
*
چې وړه وې په شودو يې لويولې
اوس دسې خلكو يووړې چې څونگښې يې خوړلې
*
ناوۍ د ځوزو لمبه وكړه سرسيه(219) دې شه
زوړ خسر درته ولاړ دى سدكه (220) دې سه
د ناوې په كور كې د همدې اخ او ډپ سره جوخت ورا رارسېږي. خېښې چې د وراييځې د راتگ په وخت پوهېږي او د دوى د ټوپكو ټكهار او د ډولونو غرزى اوري، دا وخت د ورا په ستاينه كې بدلې بولي او كورواله وو ته خپل زور ښيي:
د پاسه سواره راغلل سواره ترخې ماتوي
راووزه (… خانه) خانه كوچ دې باروي
*
اسو غوڅ كړل د زرباپو ريمالونه
اوس به پيمال كا د (….) د باغ گلونه
*
موږه بنگالي چلم ډك كړى دى
ميدان د (… خان) تربرو نيولى دى
*
د پاسه اوبه راغلې په سر يې شنې اوبړۍ راوړې
(… خان) ته ويه راووزه، كلي ته دې شازادگۍ راغلې
——————————
[209] په وردگو كې ناوې كوم ځانگړي خواړه نه لري او دا په دغه ماښام چې سبا ته واده كېږي معمولاً د خپل مشرورور، تره يا هغه ترور په كور كې مېلمنه وي چې په همدې كلي كې واده وي؛ خو په كندهار كې ناوې جلا ډوډۍ لري او هغه مغزپلو دى. يعنې ماغزه په ورېجو كې ورته ږدي. خلك فكر كوي چې په دې سره به ناوې خپل مېړه او خسرخېلو ته په جگ مغزي او جگه غاړه ورشي او قدر به يې په خپل نوي كور كې زيات شي. (د كندهار فولكلور، ص 26)
[210] چندڼ- صندل
(211) — لير- لار
[212] ور- دروازه
[213] نريوي- نرئ كوي. په كاكړستان كې ناوې له اوڼكي او ژړا سره جوخت داسې بدلې بولي چې واقعاً سړي خپه كوي او د پښتنو نجونو د غمجن ژوند ترجماني كوي. د دې بدلو ډېرې بېلګې ددې كتاب په پيل كې راغلي او يوه بېلګه يې دا ده:
سپينې خونې په وره كې غنم پښتنو خود به بوغې وهم
زه له بابكه ګېلې كوم نن شنې روپۍ سوم ويې خوړم
لكه چې وينې په دې بدله كې داسې راغلى دي چې (بابك) پيسې واخستې او زه يې خرڅه كړم.
[214] وېلاړه- ولاړه
[215] شنډې- شونډې.
[216] د ناوې د ولور او د واده د نورو لگښتونو له پاره د شنې ځمكې د گروولو انځور.
[217] تى- ترې.
[218] جرويه- جارويه، جار، قربان
[219] سرسيه- سرسايه.
[220] سدكه- صدقه.