پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د حالتونو سینګاروونکی شاعر | رحمت الله حکیمي 

د حالتونو سینګاروونکی شاعر | رحمت الله حکیمي 

هسې دې مخ وته پلو ونیوه 

دلته د پاس کتلو توان چېرته و

( حمزه بابا) 

(پلو نیول) د پښتني حسن حیاناکه ادآ او حالت دی چې شاعر یې د ښایسته کولو هڅه کړې. د محبوبې مرغوبیت او ښکلا په کې دومره اوچته او پښتنه ښودل شوې، چې محبوب ورته د پورته کتلو توان نه لري او په  نزاکت امیزه ژبه ورته وایي چې هسې دې مخ ته پلو ونیوه ستا حسن ته پورته کتل ناممکن دی. دا بیت که له یوه اړخه د مینې یو حالت را باندې ویني، له بله اړخه د پښتني فرهنګ ، حسن او مینې داستان راته  بیانوي. دلته د (توان) کلمه په هنري ډول (د پلو نیولو) د حالت په سینګار لګیا ده او موږ یې د یوه ښکلي حالت نندارې ته وربللي یو. زه په شعر زیات نشم غږېدلای خو د حمزه د شاعرانه او سینګار شویو حالتونو  ځواکمنتیا ده  چې لیکنه یې را باندې وکړه. 

حالت د نوم پورې اړوند یوه کړنه نوموي، د نوم  وضعیت او څرنګوالی ښيي. پښتو پښتو تشریحي قاموس یې په ( ۱۱۵۲ مخ ) کې په اړه لیکي: (( حالت نارینه مفرد نوم دی ۱ ـ  وضع، حال،  څرنګوالی.  اکر د اسم هغه صرفي شکل دی چې په خاصو نحوي موقیعتونو کې یې غوره کوي لکه فاعلي حالت، مفعولي حالت ، جري حالت، اضافي حالت، ندایي حالت . )) 

حالت د پېښو په اړه د انساني غبرګونونو څخه رامنځته کېدونکی وضعیت دی، چې د انسان بېروني او نني حواس په کې برخه اخلي.  استاد اجمل ښکلی لیکي: ((حالت یوې داخلي یابهرنۍ پېښې ته د یوه شخص په غبرګون کې راپیداکېږي او همیشه بدلېږي او رابدلېږي د اقبال خبره ( همدا)  تحول (یې) ثابت دی . ))  

 په ادبي دنیا کې د الفاظو او کلمو تر شا د فرهنګ، ثقافت، دودونو، مینې او عقیدې ستره دنیا پرته ده، که شاعر او لیکوال دقیق شي د حالت په وسیله یې ښه انځورولای شي. په دې ډګر کې امیر حمزه شینواری (رح) یو بې جوړې شاعر دی. ده په خپلو شاعرانه کلمو اسلام، پښتو او مینه داسې پېیلي چې هم جمال لري هم کمال، په خپلې شاعرانه مشاهدې، پښتني چاپیریال او مینې سره یې ډېری حالتونه له ځانګړي جمالیت څخه برخمن کړي. ما چې د حمزه ډېری شعرونه لوستي له تصنعي زیوراتو ورهاخوا په طبیعي ډول ښکلي شوي. حالتونه یې شاعرانه کړي، تر شا یې د پښتني فرهنګ، مینې ، ثقافت او ښکلاییزو تمایلاتو سرینده غږېږي. زما په فکر د حالتونو سینګارول د نوموړي د شاعرۍ عالي ځانګړنه ده، ممکن د لیکلو په وخت کې یې شاعرانه حال او مشاهدې ته پناه وړي وي، بله دا چې په الفاظو او کلمو کې یې د احساساتو، عاطفې او تخیل کیف پروت دی. د حالتونو سنګاروونکي توکي یې پښتنه مینه، پښتون چاپیریال او اسلام دی، د بېلګې په ډول لیکي: 

غل د محبت غلطیدای نه شي

څوک چې په محفل کې چاته نه ګوري

که پورته بیت ته پام وکړو هېڅ پېچلتیا او تصنوعي ښکلا نه لري، یوه عادي خبره ده. دا چې ولې په لوستونکي خوږه لګي علت یې دا دی چې ( د چاته نه کتلو ) حالت یې په پښتنه مینه او  دود سره  سینګار کړی ، همغه د مشهور ژبپوه چامسکي خبره د سړي سترګو ته دریږي چې وايي: (( د ژبې تر شاه پر موجود فرهنګ باید ټینګار وشي.)) دلته  د حمزه کلام ته پښتني فرهنګ او دود ځانګړې ښکلا ورکړې، په پښتني چاپیریال کې د خپل محبوب د معلومولو چل همدا دی، چې په ډک محفل کې ښکته ګوري نه پورته. موږ ته پورته بیت ځکه  ښکلی او خوږ  ښکاري، چې د پښتني حسن او مینې حالت  یې  په عالي او ښکلي ډول  راوړی، ممکن په نورو ټولنو کې دا چاره بزدلي، ناوړه او ډار اچوونکی حالت وګڼل شي، د پښتنې مینې او ادا  له برکته یې د نه کتلو حالت جذابت او ښکلا پیداکړې. 

بل ځای وایي : 

هېروه  مې چې تر څو دریادېدای شم

یادوم دې چې تر کومه مې وس رسي

پورته کلام کې وینو چې (هېرېدل) او (یادېدل) دوه ځانګړي حالتونه دي ، چې په یوه کې زړه او ذهن ته د یوه شي راتلل دي او په  بل کې له زړه او ذهن څخه د یوه شي وتل دي. دلته وینو چې د کلکې، باعزمه مینې دې دواړو حالتونو ته ځانګړې ښکلا ورکې. د (وس رسي) ترکیب د اخري توان او طاقت لپاره په ژبه کې کارول کېږي، په پورته کلام کې محبوب خپلې محبوبې ته تر ورستي توانه ولاړ دی ، همدا ترکیب د دواړو حالتونو سینګاروونکی کتلست بلل کېږي. 

همدارنګه د نوموړي په یوه مشهور بیت کې لولو: 

ستا په اننګو کې د حمزه د وینو سره دي

ته شوې د پښتو غزله  ځوان زه دې بابا کړم

په پورته کلام کې ځوان او بابا هغه نومونه دي چې په توصیفي ډول د ځوانېدلو او زړېدلو حالت څرګندوي، دې دواړو حالتونو ته د حمزه مینې، پالنې  او روزنې ښکلا ورکړې. حمزه د پښتو غزل سره زړه خوړلی، د زړه وینې یې ورکړي ؛ نو اوس یې ځکه په اننګیو کې سرخي ښکاري. وینې ورکول او زړه خوړل د کمزوري، بې وسه  حالت او زوړوالي لپاره او په اننګیو کې د سرخي پیداکېدل د ځوانېدلو لپاره غوره قرینې دي،  نو ځکه په تشخصي حالت کې حمزه بابا پښتو غزل ته مخاطب دی او ورته وایي چې ستا اننګي زما په وینو سره شوي. په رښتني ډول نوموړي پښتو  غزل ته تغزلي کیف ورکړی او دا  ادعا یې په حقه ده .

بل ځای وایي : 

شوګیري د خپل زنګون د پاسه خوند کا

خو د خوب لپاره ستا زنګون پکار دی

شوګیري او خوب هغه حالتونه دي چې یو په ارادي او بل په غیر ارادي ډول په انسان راځي . شوګیري یعنې شپه سبا کول (خوب نه کول) په ارادي ډول انسان کوي. په دې حالت کې هېڅ شي یا  بالښت ته اړتیا نشته ، په خپل زنګون هم کار ورکوي ، لکه یو څوک چې د خپل محبوب په یاد کې شپه رڼا کوي، خوب یې له سترګو الوتی وي او یا د مینې یوه داستان ته غوږ غوږ وي . ددې برعکس خوب هغه وخت ښه کېږي چې روحي سکون موجود وي، د خپلې محبوبې په زنګون سر اېښودلو کې روحي سکون او ارامتیا موجوده وي او ښه خوب پرې کېږي. لوړ کلام کې د شوګیرۍ حالت (د خپل زنګون) او خوب حالت د (ستا زنګون) ترکیبونو سینګار کړی.د حمزه په کلام کې چې د حالتونو د سینګارونې  کوم جادو وینو، هغې ته یې په شالید کې لوی دودیز، فرهنګي او عشقي داستان جوړ شوی، په لوستونکي باندې لومړی د هغې ننداره کوي وروسته یې تغزلي حالتونو ته رابولي. په یو بل ځای کې وینو چې د (موسکا) حالت یې څومره په ښه ډول سینګار کړی: 

زړه مې لمبه واخیسته رقیب ته چې موسکۍ شوې

تندر چېرته پرېوتو او بل یې چېرته اور کړ

د رقیب سره د محبوبې موسکا کول په سړي سخت تمامېږي، چې حمزه شینواري د تندر لوېدلو سره ورته ګڼلی، چې په محبوب یې له لرې څخه اور بل کړی دی. دلته وینو چې د تندرغورځېدلو او اور بلېدلو حالتونه دواړه د (موسکا) د حالت په سینګارولو لګیا ده.که تندر غورځېدل او اوربلېدل نه وای د  رقیب سره د موسکا حالت به بیخي بې مزې شوی وای . 

په یوه بل بیت کې وینو چې د (کتلو) حالت یې په څومره عالي او شاعرانه ډول کړی: 

خپل ښایست که ګورې، ګوره ما حیران ته

وایه نور دې څه دی کار په  اینه کې

په پورته بیت کې د ( ګورې) لفظ  د کتلوحالت تفسیروي. حمزه بابا د محبوبې د ښکلا ګراف اواندازه  محبوب ته په کتلو کې ویني، نو ځکه ورته وایې چې ما حیران ته ګوره، اینې ته اړتیا نشته. د ګورې حالت ته د (که) شرطیه توري او دویمې نیم بیتې جالبه ښکلا ورکړې، له دې پرته پورتنی بیت یوه عادي خبره ده ، یوازې د حالت سینګارولو خوندور کړی دی . 

په یوه بل بیت کې وینو چې د (برند راکتلو)  حالت یې څومره ښایسته کړی: 

ماته دې شوه تنده د ښکلا که نه؟

برند دې راکتل اوبه اوبه دې کړم

 (برند کتل) تېز اثر لري، په زړه او ذهن فوراً تاثیر کوي. دلته ګورو چې حمزه دا حالت د (تندې) په کلمه او (اوبه اوبه) په ترکیب سره څومره په عالي ډول ښکلی کړی. خپل محبوبې ته د پوښتنې په ډول ویل شوي چې اوس به دې د ښکلا تنده ماته شوي وي ، ځکه زه  دې په برند کتلو کې اوبه اوبه کړم . له بله اړخه یې د لفظونو خپلمنځي مانیز تناسب ته پام وکړئ چې ټول الفاظ له مانیز اړخه ددې حالت په سینګارولو لګیا دي .

(پخلا کېدل) هغه حالت دی چې دوه نږدې ملګري سره بیا ځلي وصال ته رابولي. حمزه بابا دې یې په لاندې بیت کې څومره د  سینګار  هڅه کړې:

ګوره په اسانه پخلا کېږه مه

داسې په ما ګرانه، په ما ګران به شې

د خپلې محبوبې په بېلتون کې درد، کړاو او رنځ که هرڅومره وي لا خوندور وي. همدې ته په پام حمزه بابا وایي، چې په سختۍ سره د محبوبې پخلا کېدل نور هم ګرانښت ډېروي. دا بیخي ژوندۍ تجربه او یوه شاعرانه مشاهده ده چې حمزه صاحب د (پخلا کېدلو) حالت  پرې په یوه نوي انداز ښکلی کړی.

(اندیښنه کول) یو حالت دی، وګورئ چې حمزه بابا څومره په تغزلي کیف سره ښکلی کړی: 

نن وسواس راسره مل کړو ستا خبرو

دومره ډېرې خوږې لګي چې ترخې دي

په پورته بیت کې بیخي پراډوکسي کیف وینو، د محبوبې خبرې په کې له ډېر خوږوالي څخه په تریخوالي اوښتي، نو ځکه یې له محبوب سره اندیښنه پیدا شوې. چورت او اندیښنه معمولاً له ترخو خبرو پیداکېږي. که دلته پام وکړو حمزه په څومره شاعرانه انداز سره د اندېښنې حالت ته ښکلا ورکړې .

په لاندې بیت کې یې د (ناڅاپه) حالت د سینګارولو هڅه ووینئ، چې په بشپړ ډول شاعرانه مشاهده او تجربه ورسره مله  ده :

ما وې ناڅاپه څنګه نن ښکلا ښکلا شومه زه

دا دې محفل کې په ما پام و زما ما فکر نه وو

په لوړ بیت کې محبوبې ته په ناڅاپي ډول ځان ښکلی  ښکارېدل او بیا ورته  شاعرانه علت پیداکول  بیخي ځواکمن راوړل شوي. دا بلکل په ځای اودقیقه خبره ده، چې د محبوب په محبوبې نظر ولوېږي هغه ښکلی احساسکوي، ځان ورته ښکلی او جذاب ښکاري. دلته دا ټولې خبرې د (ناڅاپه) حالت په سینګارولو لګیا دي، نو ځکه محبوبه وایي چې زما د  ښکلا ښکلا کېدلو وجه پر ما ستا پام او زما ناپامي ده، هغه ټپه  د سړي ذهن ته راولي چې وايي: 

ستا په لیدو خاورې زر کېږي

چې راته وګورې د سرو زرو به شمه

پورتني بیت ته ورته یې بل ځای هم  د (ناڅاپه راتګ) حالت ته ډېره خوږلني او ښکلا ورکړې چې د محبوب له  خولې څخه یې د مېلمه غوندې خبرې پرې را اېستلي: 

راغلې ناڅاپه ورخطا دې کړمه

ځکه مېلمه غوندې خبرې کوم

پورته بیت په طبیعي ډول ښکلی دی، د پېچلتیا او تصنوعي زیوراتو بار نه دې پرې پروت ، یوازې د مېلمه غوندې خبرو کولو د (ناڅاپه راتګ) حالت ښکلی کړی. حمزه بابا په یقني ډول له ښکلې مشاهدې او تجربې څخه کار اخیستی، نوموړی له نه خبرې څخه  مرغلره جوړوي او د شاعرانه کیف تنده مو  پرې ماتېږي.

 په لنډ ډول ویلای شو چې د پښتو ژبې غزلبول شاعر ارواښاد حمزه شینواري (علیه رحمه) ، غزل ته  په  بشپړ د پښتني تغزل رنګ ورکړی، د لفظونو او کلمو تر شا یې د پښتني فرهنګ او مینې ستر داستان پروت دی. ټول حالات یې له همدې خُمه رااېستلي ، په عادي خبره او حالت کې یې هنري او ښکلاییز کیف لیدل کېږي او د شعریت مزه پرې څکل کېږي. د حمزه شاعري په رښتیني ډول یوه پښتنه، مینه ناکه او تغزلي شاعري ده. دا ادعا دده پر حق کې سمه ده، چې د پښتنو غزل بابا ورته ووایو!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب