شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهولسي جرګه: علي پور قاتل دی، ژر دې د قانون منګولو ته...

ولسي جرګه: علي پور قاتل دی، ژر دې د قانون منګولو ته وسپارل شي

تاند(دوشنبه، د حمل ۹) د ولسي جرګې یو شمېر غړو ویلي چې د میدان وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې فعال غیر مسوول وسله وال علي پور باید ونیول شي او ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپارل شي.

په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي شاه پور حسن زي ویلي چې هیڅ دولتي چارواکی ان ولسمشر غني لا د علي پور د بښلو حق نه لري ځکه د ده په وینا، علي پور د ملي امنیتي ځواکونو قاتل دی، خیانت یې کړی دی او باید اعدام شي.

په ورته وخت کې د پکتیکا د خلکو استازي نادر خان کټوازي هم ویلي چې علي پور یو قاتل او بدماش دی، حکومت ته په کار ده چې ویې نیسي او د قانون په رڼا کې چلن دې ورسره وکړي.

بلخوا د علي پور ملاتړي مهدي راسخ بیا ولسمشر او حکومتي چارواکي ملامت بللي او زیاته کړې یې ده چې د ولسمشر غني وروستۍ ورځې دي، له همدې امله هڅه کوي خلک په خپلو کې سره واچوي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې رییس وایي عليپور په غیر قانوني کړنو بوخت دی خو ولسمشر د هغه د تعقیب پر ځای د کورنیو چارو وزیر له دندې ګوښه کړ.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د یادې جرګې د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې ولسمشر غني د عليپور د غیر قانوني کړنو له امله د کورنیو چارو پخوانی وزیر مسعود اندرابي له دندې ګوښه کړی دی چې دا کړنه یې د منلو نه ده.

د هغه په خبره عليپور د سرور دانش په ضمانت خوشی شوی دی خو اوس په غیر قانوني کړنو بوخت دی.

عليپور د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې ځایي خپلسری قومندان دی چې په وروستیو کې یې د افغان پوځ یوه چورلکه وېشتلې ده او د ګڼو افغان سرتېرو په وژلو تورن دی.

افغان حکومت ویلي چې دغه غیر مسوول وسله وال به نیسي او د قانون منګولو ته به یې سپاري.

2 COMMENTS

  1. ایا مشکل تنها علی پور هزره است که مدد معاون دوم با خود داره، ویا…….
    یک نمونه از یک قاچاقچی انسانها که معاون اول دارد بنا بر ملحوظات همایت میکند
    نشریه زیرین مستند به تحریری پژواک تحریر شده است، تحت نام PAN
    حوصله دارید بخوانید:

    https://www.friatider.se/avslojades-av-fria-tider-nu-misstanks-razaq-ha-smugglat-afghaner-till-europa

  2. az khanaee. hindoo quirana bar amada.for the first time afghan parliament made a right decision.
    the parliament executive and assistant are millionaires.
    peoples knows every things.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب