انسانان کولای شي په خپلو هلو ځلو هغه ویاړونه چې نور د دوی د درد درمل نه شي کېدلای، ترې لاس په سر شي.
هندوان د ارام سیاست په هکله ډېر مشهور او خپل ویاړ يې هم بولي، خو اوس د دوی له پاره د منلو وړ نه دي. د پاکستان د يوې خبرې په بدل کې غشي ور ولي او د یوه غشي په مقابل کې له توپ او راکټ څخه کار اخلي.
زما یو دوست د خوست د سیدانو څخه دی. کيسه يې راته کوله ويل يې:
«کله چی کوچنی وم پلار به مې له خلکو غله راټولوله او ګوزاره به يې پرې کوله. کله به چې له همزولو سره په لوبو بوخت وم، ټولو به زه که هر څومره تکړه هم وم، د خیراتخور د زوی په نامه یادولم.»
ده ویل:
«زه به ډېر خفه کېدلم. دوولس ديارلس کلن وم چې پلار مې مړ شو. خلکو راته وویل چې فکر مه کوه موږ به مرسته درسره جاري ساتو. ما ورته وويل، چې مننه نور زه ستاسو مرستې ته اړتیا نه لرم. یو خر مې واخيست او په کار مې پیل وکړ. اوس مې ځمکې دي، باغونه لرم، جومات مې جوړ کړی دی، اولادونه مې ډاکټران دي. په خوست او کابل کې ښکلې ماڼۍ لرم. اوس د خیراتخور زوی نه يم هر څوک زما اولادونو ته د خان صاحب زامن وايي.»
سمه ده چې موږ زړور او جنګيالي یو. دا هم سمه ده چې افغانستان د امپراتوریو هدیره ده. دا هم سمه ده چې ویاړلی پنځه زره کلن تاریخ لرو. نو څه!!!
کله چې په نس وږی یم، کله چې په خرافاتو پسې منډې وهم، کله چې د اوسني عصر له غوښتنو سره ځان نه شم عیارولی، په دې تاریخ او پخوانیو ویاړونو څه وکړم؟
دا هر څه سم دي خو اوس یو يې هم زموږ د درد نه دوا کېږي. دغه د وياړه ډکې کلمې نورې د ګټې وړ نه دي.
اوس د هېواد جوړولو، رغولو، د هدیرې پر ځای د پارکونو، پاکې هوا، پاکو اوبو، په سوله کې ګډ ژوند، د یوه او بل منلو او له نړیوالو سره په سوله او مینه کې ژوند کولو ته اړتیا لري.
راځئ نور د سولې مېړني او اتلان شو، نور دغه د شرم اتلولي چې جګړه ده له ځانه ليرې کړو. راځئ د جګړې ګردونه له ځانونو وڅنډو او د سوله ییز ژوند په رمزونو ځانونه پوه کړو.
که وګورو د جګړې دواړه غاړې افغانان دي، د دې لپاره چې د دواړو غاړو افغانیت او اتلولي وساتل شي او نړیوالو ته هم د مدني افغانانو په نامه ور وپېژندل شو په کار ده چې یو او بل ومنو.
د دې له پاره زما طرحه داده!
– طالبان او دولت دې لومړی اوربند وکړي.
– دویم طالبان دې په دولت کې ګډون وکړي.
– دولت دې طالبانو ته څو وزارتونه، څو ولایتونه او په حکومت کې غوښنه برخه ورکړي.
– د طالبانو جنګيالي دې چې تر دېرش کلنۍ پورې عمر لري په دفاعي او امنیتي ځواکونو کې جذب شي.
– نړیواله ټولنه دې د پنځو کلونو له پاره د هغو طالب جنګیالیو له پاره چې په دفاعي او امنیتي ځواکونو کې نه جذبېږي یو مقدار معاش په نظر کې ونیسي.
– نړیواله ټولنه دې د طالبانو د وژل شویو کسانو له کورنیو سره هم مرسته وکړي.
– نړیواله ټولنه دې د کډوالو په راستنېدو کې هم په ازاد مټ مرسته وکړي.
– د افغانستان دولت دې هم له یوه یا یو نیم کال وروسته ټاکنې تر سره کړي.
– دولت دې طالبانو ته د سیاسي فعالیت او په ټاکنو کې د ګډون زمينه برابره کړي.
– نړیواله ټولنه دې ټاکنې په سمه توګه و څاري.
– ښاغلی ډاکټر محمد اشرف غني دې ځان نور نه کاندیدوي.
له دې سره به دښمني او بېباوري پای ته ورسېږي او هغه د وحشي او غیرمدنې له تپل شویو القابو به هم خلاص شو.
د اتلولۍ او نېک نوم ګټل یوه شېبه وي، له وړې غلطۍ سره دغه چانس له لاسه وځي.
د هیواد له پاره د نېک نوم ګټلو وخت را رسېدلی دی، چې هیواد ورباندې ګران او د دښمن نوکر نه وي دغه چانس به له لاسه نه ورکوي.