شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+په دې ورځ جنرال عبدالرازق ووژل شو

په دې ورځ جنرال عبدالرازق ووژل شو

له نن څخه ۵ کاله پخوا  ۲۰۱۸ د اکتوبر په ۱۸ مه په کندهار او جنوب لوېدیځه حوزه کې د طالبانو تر ټولو سخت مخالف قوماندان جنرال عبدالرازق ووژل شو.

د نوموړي له وژل کیدو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې وویل چې د ابو دوجانا په نوم د طالبانو نفوذي کس د کندهار ولایت په مقام کې پر جنرال عبدالرازق برید وکړ او هغه یې وواژه.

عبدالرازق اڅکزی په ۱۳۵۸ لمریز کال د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې زېږېدلی (د وژل کېدو نېټه: ۱۳۹۷ د میزان ۲۶ مه)

دی د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په مهال (له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱) له خپل پلار او تره سره د طالبانو له لوري ونیول شو، طالبانو د ده پلار او تره ووژل او دی ورڅخه په تېښته بریالی شو.

جنرال عبدالرازق د طالبانو د حکومت له پرزېدو وروسته په ۲۰۰۲ کې په امنیتي ځواکونو کې شامل شو او په لومړیو کې په سپین بولدک کې د سرحدي پولیسو قوماندان شو. په همدې موده کې یې د طالبانو خلاف په جګړه کې ډېر نوم وګوټ ځکه چې د سپین بولدک د امنیت په ساتلو او د طالبانو په ځپلو کې بریالی و. په عین حال کې یې د سپین بولدک د ګمرک ډیر عاید ترلاسه کړ.

په ۲۰۱۱ کې د کندهار د هماغه وخت د امنیه قوماندان خان محمد خان له وژل کېدو وروسته جنرال رازق د کندهار امنیه قوماندان وګومارل شو. ده په اوو کلونو کې چې د کندهار امنیه قوماندان و، دا ولایت، چې یو وخت ډېر ناامنه و او د مرکز په د ځینو برخو په شمول یې اکثره سیمې د طالبانو په ولکه کې وې، له طالبانو تصفیه کړ.

د جنرال رازق د پوځي بریاوو په اړه ویل کېږي چې ده به له خپلو مخالفانو سره له پوره بې رحمۍ کار اخیست او حتي ویل کېږي چې ده خپلو سرتېرو ته ویل، که مو طالب ونیوه څارنوالۍ او محکمې ته یې مه سپارئ بلکې ځای پر ځای یې وژنئ ځکه چې وروسته خوشي کېږي.

د بشري حقونو ټولنتو هم په ځلونو د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړی دی خو ده به دا ډول تورونه ردول.

که څه هم جنرال رازق د اشرف غني په حکومت کې هم د کندهار امنیه قوماندان پاتې شو خو ویل کېږي چې له اشرف غني سره حوړ نه و او حامد کرزي ته ډیر وفادار و.

 ده ته د طالبانو او پاکستان د یوه تر ټولو سخت مخالف په سترګه کتل کېدل. طالبانو په ځلونو پرې مرګونې حملې وکړې خو د ۱۳۹۷ د میزان په دې ورځ په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له عمومي قومامندان جنرال سکاټ میلر سره له غونډې وروسته په داسې حال کې چې په ګډه د والي له دفتره راوت، د والي د یوه ساتونکي له لوري پرې ډزې وشوې او ځای پر ځای مړ شو.

له جنرال عبدالرازق څخه ۳ ماندینې، پنځه لوڼې او ۷ زامن پاتې شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب